عُـشر -لنډه کیسه

شاه ولی آرین

0 40

دا کال چې ټوپکوالو زموږ د سېمې په کلي او بانډو کې حکومت کاوه. مګرد دغې سېمې باتورو او په وطن مینو خلکو چې د وطن د ازادۍ ملا یې تړلې وې او ځینې وختونه به يې دروسي یرغلګرو پر مرچلو لکه د زمرو شانته برېدونه کول.

د جګړو په دغه اړو دوړکې او د ډېرو بارانونو اوسېلابونو له وجې زموږ کرکیله او کروندی ستونزمنې او زیانمنې شوې وې. د شولو د نېالولو وخت هم یو څه تېرشو، خو بیا هم کلیوال کاکا جوره ته سترګې په لار وو، خوهغه رانغی.

د کلیوالو د انتظار وجه دا وه، چې سږکال جوره بای یو څه پیسې د مخه اخیستې وې، نو ځکه باید  هرومرو راغلی وای. موږ هم د پخوا په شان دغه کار بل چا ته نه شو ورکولی، ځکه چې ژبه مو کړې وه. لنډه دا چې کښتونه نیمګړي او څه لا ونه شول.

څه کم دوې مېاشتې لا نه وې تیرې شوې چې د جوره بای د ډلې یو تن چې امېربیک نومیده، کلي کې راښکاره شو. هغه د شپی لپاره د خدای بښلي باغوان باشي صاحب حجری ته ولاړ. د ماښام د لمانځه نه وروسته کلیوال ټول همالته ترې راتاو شول. له یو څه ګپ شپ او خبرو وروسته آزادخان کاکا غږ کړ:

«راځی چې اصلې خبرې ته راشو، امېربیکه ولې داسې وشول؟»

امېربیک چې خورا وېرې پسې اخیستې و، خپلې خبرې یې داسې پیل کړې:

«چې راتلم ومې لیدل چې ستاسو ډېرې ځمکې زموږ د نه راتګ له امله شاړې پاتې شوي دي. موږ وبښئ.هېله کوم، زموږ ګناه نه ده.

پر ظالمانو واوښتو. هلته سړیتوب، انسانې عواطف، مسلماني او افغانیت لکه چې په پردو پلورل شوي او پرځای یې وحشت، لوټماري، وژنې او اخلاقي فساد جال غوړولی و.

زه ځکه راغلم چې هغه دیین ادا کړم، کوم چې مې د جوره بای د ژوند په ورستیو شېبو کې هغه سره هوډ کړی و»موږ ټول هسې سره هک پک شولو، چې څه پېښ شوي دي؟

ولې د کاکا جوره بای د ژوند وروستۍ شېـبې؟

له هرې خوا نه پرې غږ شو: ژر ووایه څه پیښ شوي دي؟.

هغه د خپلو خبرولړۍ داسې وغځوله:

«موږ د نورو کلونو په شان د وخت سره سم راغلو. د تالقانو او بنګي پله تر منځ مو شپه په یوه سموار کې شوه. نېمه شپه پر سړی خوړونکو او وحشت واوښتو. وسلوال ځناور راغلل، عُشر، ذکات یې غوښت؛ مګر موږ خو لا د لارې کرایه هم پوره نه درلوده. ذکات او عُشر خو لاپرېږده. ویې لټولو، هیڅ یې ونه مېندل. ډېر یې ووهلو. هیڅ یې نه اوریدل او یا دا چې په خبرو نه پوهیدل کنه خو افغانان او د همدې سیمې وو. بیا یې لکه پسونه مخې ته کړو، څو ګړۍ مو مزل وواهه، تر څو چې یې د خپل ځایي قوماندان قرارګاه ته وروسولو.

لعنت دې په داسې ظالم قومندان او قرارګاه وي، چې ټوله شپه مو په دښته وچه ځمکه تېره کړه او سهار یې په وږي نس د قوماندان مخې ته وړاندی کړو.

قوماندان چې غټه پوزه، ببرې وروځې، ژېړ اوږده غاښونه او څو تاره اوږده ږېره یې لکه وزه ځړیده. دومره مردار او خېرن ښکاریده تا به ویل چې کلونه یې د اوبو مخ نه دی لیدلی. د چرسو چلم یې مخې ته ولاړ دواړو خواوو ته یې ښکلي هلکان  ناست  وو. پام یې زموږ خوا ته شو موږ هر یو ته یې ښه په ځیر ځیر کته او پورته وکتل. په خندا شو له ځانه سره لکه اوښ وغړمبید او داسی یې وویل:

«خو عُشر نه دادین، مېتین آخرمېتین»

بیا یې د ښي لاس خوا هلک ته غږکړ:

«او بچه! امو که دېروز پیسه نه داشت، عُشر و ذکات دادنه یاد نه داشت بیارِیش»

«خو صایب میارمش»

څو شیبې وروسته یې یو ځوان راوست چې مخ او جامې یې په وینو لړلي، د مخې غا ښونه یې یو که دوه مات وو. قوماندن  ورته وکتل او بیا موږ ته په خندا شو. جګ یې وخندل له خولې نه  یې ځګونه لکه اوښ باد شول.او بیا یې وویل:

«او بې پدر! پیسه داري یا نې، عشر دادنه فامیدی یا نه فامیدي؟»

بیا یې موږ ته وویل:

«شما هم یاد بیګیرین، که عُشر و ذکات چوتو داده میشه. مه قومندان کېنجه استم از ذات چنګېز مې سوزانمی تان ای بی پدرا!»

جوره بای کاکا ور وړاندی شو:

«صایب موږ خو خپله خواران یو د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو د پاره دې خوا راغلي یو. تر اوسه مو لا کار هم نه دی موندلی، له څه به عُشرورکړو؟»

قوماندان ناڅاپه له ځایه راپورته شو او لکه ځناور یې ځان وخوځاوه. په خندا شو بیا یې له خولې ځګونه باد شول غږ یې کړ:

«اجل بچېم! کولی شان کدوس، ګپه نه پامېد امو پلانه سرشان املی کو»

اجل قوماندان د مخه موږ ورپسی د یوې ځمکې خوا ته یې ودرولو او راته یې وویل:

«امې ګندومه درو کونین کارتان د عُشر و ذکات ایساب مېشه»

دوه وسلوال یې پر موږ ودرول چاره نه وه نه مو چا غږ اورېد او نه چا څه ویلی شول. دغه کار مو پیل او په بېړه مو خلاص کړ،چې ژر د تاسو خوا ته راشو. مګر سبا اجل قوماندان را ورسید د بلې ځمکې د شولو نېال ته یې و درولو. سر مو څه در په درد کړم، دا یوه نېمه میاشت یې د هغې سېمې ټول نېالونه او لوونه پر موږ وکړل او پیسې یې دوی اخیستې.

دوې ورځې د مخه یې بېرته راوستو او د کېنجه قومندان مخې ته یې ودرولو. هغه چلم واهه څو دوده چلم یې کش کړ دودونه یې باد کړل بیا یې موږ ته پام شو او غږیې کړ:

«اینه خانه اباد بچه کلان حق خوده د جهاد ازهمه خوب اجرا کدین. کسی پول مېته، کسی دانه وغله، کسی توپنګ می ګېره جهاد می کنه و کسی هم مثل شما کار خوده عُشرمیته. مه خو خادم دېن استم و خدمتګار شما. اجل بچه بر اینا از طرپ مه یک،یک ازاری توفه بتی و از امو جای که اورده بودین اموجه پس ببرین. شا بس برین اله یار تان»

زموږ د ډلې مشر جوره بای کاکا و. نو ځکه ور د مخې شو او داسې یې ورته وویل:

«قومندان صاحب د خدای د پاره لږ ترحم خو په کار دی ته خو د اسلام خادم ځان ګڼې دا څنګه اسلام دی؟

زموږ ماشومان هلته د لوږې مري د لارې  کرایه مو پورکړې، د کار او غریبۍ ټول وخت راباندې همدلته تېر شو. دا ۱۰۰۰ افغانۍ خو زموږ د بېرته تګ کرایه هم نه پوره کوي، ولی دومره ظلم؟ دا کوم اسلام دی؟ مه کوئ داسې یو څه عُشر ترې واخلئ، نورې خو یې زموږ د کار مزد دی، هغه راکړئ صایب. جهاد خو ته د روسانو پر ضد وکړه نه د موږ مظلومانو پرضد»

جوره بای نور هم غوښتل چې څه ووایې، خو کېنجه قومندان پری غږکړ:

«بی ادب چپ!»

هغه د کېڼ لاس هلک ته یې غږ کړ:

«زمبور بچیم امو چلمه بیار!»

«خو صایب میارم»

هلک چلم راوړ قوماندان صاحب خوله پرې کېښوده او لوخړې یې ورنه جګې کړې. غلی و څه یې نه ویل خو لږځنډ وروسته لکه لېونی اوښ له ځایه را پورته شو او وغوریده ډېر بدو رد یې وویل. د جوره بای خوا ته روان شو ترستوني یې کلک ونیو په لغتو او سوکانو یې خورا ډېر وواهه او داسې یې وویل:

«بی پدر! تو به مه جهاده یاد میتی»

موږ ټولو ته یې سپکې سپورې وویلې، خو جوره بای کاکا ترهغه ځایه چې موږ ته معلوم و هر څه یې زغمل ولې دعزت، پت او ناموس سپکې سپورې یې نه شوې منلي، نو ځکه یو دم هسی د خپل واکه ووت اول  خو یې کېنجه قومندان ته همغه سپکې سپورې چې هغه ورته ویلې وې، په لوړ غږ بېرته ځواب ورکړ. او بیا یې پر ډبره سم پرمخ وویشت ورویې دانګل، غوښتل یې چې وسله ترې واخلي، مګرهغه خوارکي نور څه ونه شو کړای او کېنجه قوماندان په خپله تومانچه پر سر باندې وویشت. هو په خپله تومانچه. هغه چې یو صادق مسلمان او پنځه وخته لمونځ به یې کاوه او نور یې د ژوند کاروان ددی ظالمانود لاسه  په داسې حال کې نېمګړي شو، چې له یوې خوا ستاسو د انتظار ارماني پاتې شو، او له بلې خوا هغو بچو ته ونهرسید، چې په خپله جونګړه کې یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره دده د ورتلو ارمان درلود

هغه خوارکي خپلې وروستۍ سلګۍ زما په غېږ کې ووهلې.خو تر ټولو وروستۍ خبره یې همدا وه، چې باید له تاسو نه بښنه وغوښتل شي او هغه پیسې چې له تاسو مخکې اخستل شوې وې، هغه بېرته در وسپارل شي. نو ځکه زه راغلم تر څو د هغه غوښتنه چې زما فرض و ادا کړم. نورنوستاسو خوښه.

دا حالت هلته ټولو کسانو په خپلو سترګو ولید ټولو رډ،رډ کتل، خو هیچا څه ویلای نه شول. ولی بیا هم کېنجه غړمبیده او ویل یې چې:

«ضد جهاد اس، ملحد اس مرګیش رواس بخا طری که عُشرنمی ته»

بیا یې موږته راغږ کړ:

«ده امو موتر شار برین، اګرباز ایسو امدین، عُشره بتین، چیزی کې ایجه دیدین، د همیجه بانین امیشه دانی تان بسته باشه»

رښتیا چې د کاکا جوره بای شانته په سلګونو او زرګونو بې ګناه انسانان په هېواد کې د حکومتي او یا په نوم جهادي ظالمانو د وحشت او ظلم  په لومو کې داسې راګېرشوي، چې نور یې د خپلو خپلوانو او بچو نه د تل لپاره ترې تم شوي او بیا یې پته نه ده لګیدلې.

هو! موږ کلیوال هم خورا خواشیني شولو، د کاکا جوره بای روح ته مو دوعا وکړه، هغه پیسې چې مو د کار لپاره مخکې تر مخکې ورکړې وې، هغه مو ټولې وروبښلې او یو څه نوره مرسته مو چې د وسه پوره وه، راټولی او د خدای بښلی کاکا جوره بای کورنۍ ته موولیـږلې.

پای

Comments
Loading...