طلســمی ښـار/  استاد خادم

0 551

چیرته د یو لوړ غره په څوکه جګ او محکم کوټ اوحصار دی .په دی حصار کښې دننه یو ښار دی چی له عجایبو او غرائبو ډک دی . دلته ددنیا قیمت بها ټوکی ، تعمتونه ، لعلونه، مرغلری ، جواهر، دانی اودولتونه موجود دی .
دحصار دننه اوبیرون دروازې ټولې فولادی دی اوکلکې جندرې ورته پرتې دی . په دی سر مهره ښار دهیچا لاس نه برکیږی!
نه پو هیږم کوم یو دخدای دوست بنده په دی خبره څنګه پوه شوی ؤ چب دا حصارونه او جندرې ټولې طلسمې دی . دا طلسمونه په دی ماتیدای شی چی ددغه مملکت خلک ټول په خپلو پښو دکلا خواته راشی ودریږی ا وبه یو آواز ووایی : (( بیرته شه د خدای په فضل!))
د وطن خلک وږی ، تږی ، بربنډ، یو د بل په اوږو سپاره او نارامه وو : پلی دسپرو ا وسپاره دپلو له لاسه ! ـ چی دا خبره یی واوریده ، هریوبه پټ پټ ، غلی غلی پلی اوسپور را ته او غږ به یی کاوه ـ
(( بیرته شه دخدای په فضل !))
مګر د خدای دا فضل یوازی دیو کس یا څو کسو په نصیب نه وه او ، خلکو دا زړه نه کاوه چی ذاتی اغراضو څخه تیرشوی وای ! په ګډه ، پلی راغلی وای اوپه ګډه یی دا کامیابی حاصله کړی وای ـ په دی غږ چی (( بیرته شه دخدای په فضل!))
ورځي ا وشپې تیریدی . دوی ټول په خوارئ ؟ ذلت او حقارت مبتلا وو . نه په مملکت کښې روغه کوټه وه ، نه روغ صورت ، نه مړه ګیډه . نه روغه تڼۍ او روغ زړه !ـ مملکت د لعلونو او جواهرو څخه ډک ؤ . فقط همدومره وه چی دوی ټولو نه غوښتل چی ټول اسوده شی . په شرافت ژوند وکړی. په خپلو پښو ودریږی او په یو آواز ووایی چی :
(( بیرته شه د خدای په فضل !)) دا مملکت اوس هم شته . اوس هم پکښې هماغه حال دی . د خدای هغه بنده اوس هم هماغه ناری وهی . مګر خلک نه غواړی چی یو دبل له اوږو کوز شي و اسوده شی، او د خدای دفضل مستحق شی ـ ځکه نو تش په یو خوله نه وایی : (( بیرته شه د خدای په فضل )) !!!
یادونه تو مننه :
ترتیب ټايپ او خوښوونه : داکتر ثریا خادم
نیټه اوځای : یوویشتم د جون ۲۰۱۷ سکاربرو ، آنتاریو ، لویه کاناډا

Comments
Loading...