شاه ولي ارین- اخ، چې زدکړي نه وای! – (لنډه کیسه)

0 26

اخ، چې زدکړي نه وای!

(لنډه کیسه)

پرون یې پوښتنی ته تللی وم.  زښت زیات ناروغ و. دری میاشتې مخکې می چې لیدلی و ډیر بدل شوی و. شونډې یې په کراره خوځولې، سترګی یې داسې رپـېـدې لکه باد چې پاڼه ښوروي او یوه ـ یوه اوښکه ورنه څڅیده. تر روغبړ وروسته یې په کراره راته وویل:

خدای دی راوله، په زړه کې مې داسې ګرځېدل چې ګلدین درپسې درولیـږم، راودی غواړم چې د خپل زړه درد درسره شریک کړم، خو هغه خوارکی هم دومره په کاروبارکې اخته دی چې هر څه هیروي.

کمین ګله،یاره. ته خو بختور یې، خدایتعالی ټول زامن درکړي دي.

سره له دی چې ستا کریمګل له شورویانو سره د جهاد په لارکې شهید شو، نورګل تر اوسه تری تم دی، سیدګل طالبانو مور مړو په زور او جبر در څخه بوته او د امریکایانو پر خلاف یې جنگوي. هغه جهاد چې  د روسانو پر ضد افغانانو تر سره کړ، په سلګونو خپل هیواد وال یې د کافر، کمونست ، معلم او مامورپه نومونو ووژل، خو اوس د همغه جهاد مشران ماسکو ته ورځی او د کمونستانو د رهبر مړي ته د ګلوګیډۍږدي.

ډیر کسان چې د هغه جهاد او د طالبانو د دغه جهاد په اصلی  هدف  اومانا یې سر نه خلاصیـږی، نو ستا درې واړوزامنو ته خو د اسلام او دین د شهیدانو او غازیانو په سترګه ګوري.

مګر دا بیچاره، ناپوه او بیسواده ولس تباه شو، خو د جهاد مشران تر ستوني پورې ماړه شول، اولادونه یې په بهر کې مزې او چړچې کوي.

ثمر ګله یاره، د زړه حال هر چاته ویلی نه شم. زه خو سم تباه شوم، وشرمیدم، خدای تعالی هم راباندی رحم نه ده کړی. ددی پر ځای چې یې زامن راکړي وای، د لوڼوخاوندیې کړم او هغه هم د خدای له قهره په داسی وخت کې پیغلوټې شوې چې زموږ له سیمی او کلي نه انصاف، انسانیت ورورگلوي او د کلیوالي ژوند صمیمیت تیښته کړې او ځای یې، زور زیاتي، ظلم او ناروا نیولی دی.

یوه لور مې کوتره چې۱۴ کلنه شوه،بزرګ مجاهد قوماندان راته مخ کې خط کش کړ او ویې ویل: «زه مجاهد یم د الله د رضا له پاره می جهاد کړی روسان می وژلي، غازی یم ددې کلي نه می دفاع کړې او ددې کلي هر څه زما غنیمت دي، نو ځکه کوتره نکاح کوم.که چیرې ته دا راسره ونه منې، نو ته مرتد او د جهاد ضد یې مرګ دې مباح دی».

ډیرې منډې می ووهلې هیچامی غږ وانورید،د شپې له خوا مې هر څه خپل پریښول ما ویل چې یوازې به خپل ناموس او لوڼې خوندي کړم، خو د قومندان کسانو ونیولم دومره یې ووهلم چې اوس هم د ملا د هډوکو د درد له لاسه کړیـږم.

رډې ـ رډی می کتل، لور یې رانه بوتله او په زور یې ځانته نکاح کړه.

نازو خو چې له ښکلانه موږ ورته هوسۍ ویل اونوې شپاړس کلنه شوې وه، هغه بل جهادي قومندان میرک بی له پوښتنې د شپې د وسلو په زوررانه بوتله او ځانته یې واده کړه. هیچا د هغې خوارکۍ چیغې او نارې سورې وانوریدې.

زماګناهی وازې دا وه چې زده کړې مې کړې وې او په اولادونو مې هم لیک لوست کړی و. کورنۍ،جامو او کړو وړو مې د هغوله کلیوالي ژوند سره توپیر درلود،ما باید ښاري ژوند کړی وای، خو په ښاري ژوند کې هم د همدوی لنډغرو او غلو انډېوالا نو ارام ژوند پر خلکو را تنګ کړی و،زه هم مجبور شوم چې کلي ته بیرته ولاړ شم.

ستونزه دا وه چې هرچا، حتا زما نږدې خپلوانو هم ماته د پردو په سترګه کتل، ټولو رانه کرکه کوله، ما بله لار نه درلوده، یوازې مې د درې نورو لوڼو،سپرغۍ،وږمې اوهیلې دراتلونکې له پاره سوچ وکړ چې که وشم کولای دوی خو ددې ځناورو له منگولو راخلاصې کړم.

وروره، ستا مشوری ته اړ یم او که اړتیا شوه نو یوڅه مرسته به هم راسره وکړې.

وه کمین ګله اوس ته راته ووایه چې څه وکړم؟. خوښ خو په دې یم چې زما ستونزه دې لږه کړه او خپله دې خوا راپیښ شوي.

خیر دې نصیب شه شیردله وروره.

دا خو ستا کومه ګناه نه ده چې تا او ستا اولادونو زدکړې کړې دي، دا ددې خوارو، بیچاروو او نادانه کلیوالو ستره تیروتنه ده، چې د یوه لیک د لوستلو له پاره به ولسوالۍ ته ورتلل، مګر نن یې د کور تر څنګ ته اوستا اولادونودغه ستونزه ورته له منځه وړې ده.دغه جاهلان ستا اوستا د کورنۍ پر ارزښت نه پوهیږي.

ریښتیا وایې شیردله، زه هم درسره مرسته کوم ددی پاتې درې لوڼو ژوند دې له دې ځناورو وژغوره، تر څو چې ددی ظالمانو ظلم او بې رحمي روانه وي، هیڅوک به د هوساینې سا ونه باسي.

شیردل خپل هست او بود ټول خرڅ کړل،یوڅه مرسته کمین ګل هم ورسره وکړه، د معلوماتو له مخی ایران او بیا ترکیی ته ولاړ.

کمین ګل داسی وایې: «یوڅه موده وروسته می د یو تلویزوني چینل له پردې نه داسې بوګنونکی خبر واورید چې یوه افغانه کورنۍ:  خاوند، میرمن او درې لوڼي چې غوښتل یې له ترکیی نه یونان ته لاړه شې، د یونان په اوبو کې یې بیړی ډوبه شوې چې له امله یې ډیر کسان او دغه کورنۍ ته مرګ ژوبله اوښتې او مړي یې کابل ته لیـږل شوي دي.»

دغه خبر ځکه کټ مټ ماته په سترګو کې ودرید چې د شیردل د کورنۍ د ژوند انځور وو.

د شپی هیڅ خوب رانغي، سهار وختی می د کابل په لور حرکت وکړ، هغه روغتون ته چې مړي په کې ساتل شوي وو، په دیرې بی صبری سره ورغلم، چې ومې لیدل خبره ریښتیا وه.»

چې په جنازه مې یې سترگې ولگېدې، په زړه کې مې تېر شول چې انډیواله  دا هر څه دې له زدکړو

درپېښ شول، اخ چې زدکړی نه وای!

پای

Comments
Loading...