ستړی او لنډ ژوند

مطیع الله سحر

0 74

سمیر زړې جامې واغوستې، خپل کتابونه یې په بکسه کې واچول او د ښوونځي په لور روان شو. ښوونځی یې لرې و، خو دی مجبور و، چې پیاده یو ساعت مزل وکړي، ځکه چې د موټر کرایه ورسره نه وه، څو ځل یې هڅه کړې وه، چې په لېني موټرو کې وړیا لاړ شي خو کله به موټر وان موټر ته پورته کړ او کله به یې ورته وویل چې کوز شه ته پیسې نه لرې، موږ خپله لسو روپو پسې راوتلي یو، سمیر به په مایوسۍ له موټره ښکته شو او پلی پلی به د ښوونځي په لور روان شو، کله کله به ډير پرې ناوخته شوه او ټولګي ته به ناوخته ورسید.

استاد به درس له نیمايي رسولي و، چې سمیر د ټولګي دروازه وټکوله او له استاده یې اجازه وغوښته، استاد هم پرې غوسه وکړه چې دلته راشه دا وخت د راتلو دی ولې ناوخت راغلې او جامو ته دې ګوره خپل نظافت او سمې جامې هم نه راغوندې، دوه درې سپیړې یې وواهه او بیرته یې له ټولګې راوویست.

سمیر په ژړا له ټولګي راووت په داسې حال کې چې نورو ټولګیوالو یې هم پرې خندا کوله د ټولګي په دهلیز کې کیناست کله چې لومړی درسي ساعت خلاص شو، بیرته لاړ ټولګي ته ټولګي ته په ننوتو سره ټولګیوالو پورې وخندل، چا پرې مسخرې وکړې چا له جامو او چا له غوږو کشاوه ، سمیر ژړل او د ټولګي په ورستۍ چوکۍ کې کیناست په دې وخت کې بل استاد ټولګي ته رادننه شو، په سمیر یې سترګې ولګیدې او د ژړا علت یې وپوښت، سمیر ورته څه ونه ویل نورو ټولګیوالو یې وویل چې نن ناوخت ټولګي ته راغی، استاد  سمیر وواهه او بیرته یې له ټولګي ویست د دې خبرې سره بیا ټولو ټولګیوالو یې وخندل، استاد وویل چپ  شئ چې درس پیل کړو، خو استاد کریم هم په غوسه سمیر ته وکتل او ورته یې وویل چې بیا ناوخت ټولګي ته رانه شې ټمبله.

سمیر ته په دولس کلنۍ کې د کور ستر مسولیست ور په غاړه شو، پلار یې په ښار کې په ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په کور کې درې کسان پاتې شول، نجیب، وړه  خور یاسمین او مور!

 چې مور یې هم ډيره بوډۍ شوې وه، سترګې او اوجود یې ضعیفه شوی و، دوی یو کور لاره چې کله یې پلار مړ شو، زورور همسایه یې کور په چل او زور ترې ونیو او دوی  یې له کوره ویستل دوی څوک نه لرل چې د خپل کور پوښتنه وکړي.

مجبوره شول چې خپل کور پریږدي او پاتې ژوند ته په خیمو کې دوام ورکړي دوی همداسې وکړل بله چاره نه وه.

سمیر به کله چې له ښوونځي  رخصت شو په کور کې به یې یوه مړی سپوره ډوډي وخوړه او بیا به ښار ته لاړ. دروند کار یې نه شو کولای نو ځکه به یې نیمه ورځ په ښار کې پلاستیکونه خرڅول ماښام به بیرته ستړی ستومانه خیمې ته راغی خو وړه خور یاسمین به تل په ماښام کې ورته انتظار وه، چې سمیر ورور به ورته د ساتیرۍ او لوبو شیان راوړي وي.

سمیر به په دې خبره ډير خواشینۍ شو خو بله چاره یې نه وه او خور ته به یې د سبا وعده بیا ورکړه، وړه خور به یې په ژړا مور ته ورغله او مور ته به یې په ژړا ژړا وویل چې سمیر ماته ولې د لوبو سامان نه راوړي، چې زما پلار راشي زه به هتمن ورته وایم چې ته تللی یې ماته سمیرڅه نه دي راوړي.

مور یې به یې ورته وویل چې هتمن پلار دې چې راغی زه هم ورته وایم خو خیر دې لورې نن ستړی دی نه یې وینې چې بی حاله پروت دی، سبا یې حتمن درته راوړي.

 یاسمین  مور ته وویل چې پلار مې څه وخت راځي؟

مور یې سوړ حوسیلی  ویست او له ځان سره یې وویل: کاش پلار دې په دې دونیا وای حتمن به یې ستا ارمانونه پوره کړي وای، خو اوس ستا پلار په دې دونیا نشته او هیڅکله به بیا رانه شي.

مور یې په همدې فکرونو کې وه چې لورې پرې غږ وکړ: مورې ولې له ځان سره پټې خبرې کوې ماته هم ووایه کنه، پلار به مې څه وخت راځي زما ډير یادیږي هر وخت به یې ښآر ته بوولم، ماته به يې ښایسته د لوبو شیان اخیستل، مورې پلار به مې څه وخت راځي او چیرې تللی؟

مور یې په ژړغوني غږ وویل چې خیر صبر وکړه څو ورځې وروسته راځي.

یاسمین د مور سترګو ته وکتل چې رڼې رڼې اوښکې ترې روانې دي وویل: مورې ته هم زما په پلار پسې ډيره خپه شوې یې؟ ځه خیر زه هم نور پلار ډير نه درته یادوم خیر دی رابه شي خو ته مه ژاړه چې بیا ماته هم ژړا راځي.

سمیر به تل خواشينی وه چې زه څنګه خپله مور او وړوکې خور وساتم زما عمر هم کم دې څوک راته کار هم نه راکوي او په پلاسټیک خرڅولو کې هم زیاتې پیسې نشته دومره پیدا کوم چې یو وخت ډوډۍ شي په هغه کې مې هم مور نه خوري هغه هم خپله برخه ماته او زما خورته راکړي.

سمیر به  ډېر خفه وه، کله به چې یواځې  شو تل به یې له ځان سره ویل:

پلاره موږ دې ولې دومره ژر یواځې پریښودو، تا خو ویل چې په تا به ښوونځی وایم  او په راتلونکي کې به له تا یو تکړه ډاکتر جوړیږي، بیوزله خلک او د خپلو هیوادوالو تداوي به کوي، خو پلاره له کومې ورځې چې ته تللی یې له هغې ورځې مې مور هره ورځ ژاړي زما زړې جامې چې ویني ژاړي یاسمین هم چې وږي وي له موره مې ډوډی غواړي خو مور مې ډوډۍ نه ورکوي او یواځې ورته ژاړي. زما هم پلاره اوس هیڅوک خیال نه ساتي ټول خلک راپورې خاندي، وهي مې ما هیڅ هم ورته ویلي نه وي.

پلاره! چې تولګي ته راشم استادان او ټولګي وال مې وهي  ملنډې راپورې وهي راته وایي چې ته خو ډیر تکړه وې په ټولګي کې اول نومره وې تل به منظم او پاک راتلې اوس دې لوپري شورع کړې، هر وخت ناوخته ټولګي ته راځې.

پلاره! زه خو اوس پیسې نه لرم چې جامې پرې واخلم او په پاکو جامو کې ښوونځي ته لاړ شم وخت نه لرم چې خپل درسونه مې په سمه توګه ولولم، ځکه اوس خو نیمه ورځ کار کوم په نیمه ورځ کې چې څومره کار وکړم په هغو پیسو یواځې دومره شي چې خپلې وړې خور او مور ته مې ډوډی پرې واخلم او کله کله خو همدومره هم نه پیدا کیږي بیا شپه هم په لوږه تیرو!.

پلاره! ځه دې ولې داسې وخت کې پرې ښودم ته خو چې لاړې اوس هغه استاد چې زه به یې تل په ټولګي کې ستایلم هغه هم راته غوسې کوي ما وهي. پلاره! ته چې تلې نو یوځل خو به دې خلکو ته وویلي و، چې زما اولاد سره جنګ مه کوئ وهۍ یې مه ! اوس خو یې هغه کور نه هم په زوره او وهلو راویستلو چې موږ به پکې په ارامه  او پاک ژوند کاوه، هغه یې ولې رانه واخیست پلاره ! د کور خو به دې ورته ویلي و ، چې زما د ځامنو په خیمو کې یخ کې کیږي کور نه یې مه باسئ  اوس مې مور هره شپه  ټوخیږي ، دومره ټوخیږي چې موږ خوب ته هم نه پریږدي ، ولې پلاره ولې!؟

خو پلار یې دا خبرې چیرته اوریدلې که یې اوریدلې وای په داسې حالت کې یې هیڅ وخت نه پریښودل خو کاش چې د سمیر پلار د ده خبرې اورېدلی شوی.

سمیر یوه شپه ناوخت ته خیمې ته راروان شو، د ژمي یخې شپې  او ورځې هم اوج ته رسیدلې وې، ژامې یې لړزیدلې، په پښو کې یې نوره سیکه نه وه، چې حرکت وکړي، خو د زړه په زور د خیمې خواته روان و، ځکه چې مور او خور  به یې بیا وږي ناست و، او د ژمې په دې یخو شپو ورځو کې به یې زما د یوې مړې انتظار کاوه، د سمیر  اوجود به هم د یخ له وجې ورسره ډيره یاري نه کوله خو د وړې خور او د مور هغه یخه خیمه او لوږه به چې ور په زړه شوه بیا به یې په زړه کې څه زور پیدا شو او خپل واړه ګامونه به یې ګړندي کړل.

خو چې خیمې ته ورسیدل، د نورو شپو خلاف وړه خور یاسمین ورته نن انتظار نه وه، لومړی یې په یاسمین غږ وکړ او وویل: راپاڅئ چې ډوډی مې راوړې، خو وړې یاسمین چې تل به یې د سمیر په راتلو چغې او خوشالي کوله دا ځل یې کوم اواز تر غوږ نه شو بیا یې په زوره غږ کړل یاسمین! بیا یې هم اواز وانه وریده.

مور ته یې اواز وکړ خو مور یې څه ونه ویل، سمیر خیمې ته دننه شو، په داسې حال کې چې د مور او خور له پښو سره باد خیمې ته واوره هم دننه کړې وه، په بیړه یې ډوډۍ د خیمې په کونج کې کیښوده او له موره یې کمپله لرې کړه، خور او مور یې دواړه په کمپله کې پراته و، ویې ښورول او په زوره زوره یې   د مور جانې او یاسمین خور جانې غږونه  پرې وکړل، خو اواز چا نه کاوه.

په سبا سهار خلک راغلل او له خیمې یې درې مړي ویستل.

Comments
Loading...