زیارت

نصیر احمد احمدي

0 40

25

سوړ باد د ماشومې پر چاودې بغور ولګېد. ځوانې ښخې زړه چادري پرې واچوله. د وړې نجلۍ غونچه، جړ وېښته د چادري له پرې شوي ځایه را ووتل.
ښخې د ماشومې غږ واورېد: 
-ابۍ! پټېدا مې ښه نه ده.
ښځې ورو وویل:
-ناروغه کېږې.
وړې نجلۍ څه ونه ویل. شېبه وروسته يې چادري له سره پورته کړه. د ښځې تندی تریو شو.
نجلۍ وویل:
-خو تا راوستم. ویل دې چې راتګ دې د خلکو زړونه نرموي. شاید کوم یو خپل جېب ته لاس کړي.
ښځې سوړ اسویلی وایست. یوه لاروي ته يې لاس ور وغځاوه، په خواره خوله يې وویل:
-ها وروره! د خدای روی مې دروړئ، ماشومان مې وږي دي. یو لسګون خو راکه.
سړی مخامخ سر لوڅې زیارت ته ننووت. تر قبره راګرځېدلې شنې کتارې ته يې سلګون ور واچاوه.
نجلۍ ورو وویل:
-هاغه ماشومان لري!
ښځې په بل لاروې پسې ناره کړه. چاودې رغوی يې هماغسې په هوا کې تش پاتې شو.
ماشومې وویل:
ـ ماشومان يې شته؟
ښخې ور وکتل:
ـد چا؟!
-ها قبر! ته ورته وګوره، د شنې کتارې مینځ له پیسو ډک دی.
د ښځې ټنډه تروه شوه:
ـزیارت نوماشومان له کومه کړل!
دوړه راغله، نجلۍ اخ کړل، ښۍ سترګې ته يې لاس ونیو. ښځې په بېړه ور وکتل، د نجلۍ له پزې رڼې اوبه را تويې شوې.
ښځې وویل:
ـسترګه دې خلاصه که.
ماشومې په ژړغوني غږ وویل:
ـنه کېږي. سوځي.
ښځې د نجلۍ سترګه په خپلو دوو ګوتو خلاصه کړه، سرې سترګې ته يې ور پوه کړل. نجلۍ غبرګې سترګې پټې کړې. ښځې د خپلې چادري یوه نرۍ ګونځه په دوو ګوتو کې ونیوله، د نجلۍ پر سترګې يې ورتېره کړه. ويې ویل:
-لاړه شه. هالته پر سمڼت کېنه. هلته دوړه نه پورته کېږي.
نجلۍ ورو وویل:
-خو تا ویل چې په همدې خاورو کې ناسته راته ښه ده. دلته لا خوار ښکارو.
ښځې څه ونه ویل:
د نجلۍ سپېرې شونډې وخوځېدې:
ـابۍ، ته به نه يې خبره، ماشومان به يې وږې وي.
ښخې ور وکتل، نجلۍ په پیسو کې پت قبر ته کتل.
ښځې وویل:
ـخلک وايي چې دا زیارت ډېر پخوانی دي. درې، څلور سوه کاله يې وتلي دي، څوک به يې نه يي پاته.
ـنو دا خلک ولې پیسې ور اچوي. دا خو مړ دی. مړی پیسې څه کيي!
د ښځې ټنډه تروه شوه:
ـچټياټ مه وایه. وبه دې وهي.
ـڅوک؟
ـزیارت.
نجلۍ تر دېره غلې وه. وروسته يې په خواره خوله وویل:
ابۍ! کاشکې مړه وای، زیارت به دې راباندې جوړ کړی وای. ته او کوچینۍ خور خو به مې په نس ماړه واست.
د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې. د وړې ماشومې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. یوه لاروې ته يې خوله جینګه کړه:
-ها وروره! زوی مړی مه شې. د یوې وچې ډوډۍ پیسې خو راکه.
سړی مخکې لاړ، قبر ته ودرېد. بټوه يې را وایسته.
ماشومې سوړ اسویلی وایست:
-کاشکې زه زیارت وای.
پای
۲۰۱۹ کال د نوامبر ۲۳ مه

Comments
Loading...