زه او خپګان

فهيم لمر

0 56

د ژمي په سړو کـې د پسرلي انتظار وم. هر څه مات ښکاریدل. ورځ را باندی شپه وه، له ځان څخه بی خوده وم.
ما وې د غم ماڼۍ ماته را په برخه شوې. خپګان مې ډیر ژور شو. احساس راڅخه په پرواز وو، هر څه پردي ښکاریدل.
د طبیعت ښکلا په بدرنګۍ کې راته منعکسه وه.
لکه هغه مرغه چې مسیر تنې ورک وي ورک وم. نه پوهیږم،  څه راباندې شوي وو.

په مبایل کې زنګ راغی. یوه ملګري مې وه. تلـیفون مې جګ کړ، د یوه بل ملکري مور مو وفات شوې وه.
جنازی ته ورغلم، ډیر خپه و او ژړل یې. دیر خـوابدی شوم. او ځان سره مې، وویل غم خو په ده خوارکي دی.
ترڅنګ مې یو سری ولاړ وو او بل ته یې نرم وویـل: دو ته گوره دومره ژاړي زما ځوان زوی شهید شو! دومره مې ندي ژړلي! دا خدای بښلې خو لا زړه وه.

کور ته روان شوم.  په لاره کې مې خپل یو ملګری له ډیـرې مودې وروسته ولید. وضیعت یې ډیر خراب بریښېدا. ګودر ته ناست  شپیلۍ یې غږوله او ژړل یې. غږ مې پری وکړ ملګریه څه خبره ده، څه در باندې شوي. وویل پوښتنه مکړه د نړۍ تول غمونه ماته را په برخه شوي. خلک یو ځل مري زه سل ځله مرم، جانان د بل چا شو غم زما شو. او د کاروان صیب شعر یی وویلا:
عقله د دلیل په تله یې مه تله – مینه خو احساس ده څه فلسفه نده
ځان سره مې وویل د دو بیچاره غم ډیر درون دی.

کور ته راغلم، ورور مې وویل بالاخانې ته لاړ شه میلمه راغلی دی. ورغلم ګورم چې محمود کاکا زموږ پخوانی بزګر راغلی و. روغ بړ مو وکړ، سری ډیر خپه ښکاریدا. پوښتنه مې تنې وکړه محمود کاکا خیرت خو به وي ښه نښکارې.
وویل پوښتنه مکړه وضیعت مې ډیـر خراب دی. په ژوندانه قیامت راغلی، ټوله ځمکه مې سیل خرابه کړه. هیڅ نلرم، خوار شوم، عیال مې په ژوندانه مري. که څو روپۍ پور راکړئ، ومې ویل ماسره خو څه نشته. خو بیګا ته د خان صیب ډوډې ده، زه به یې له هغه نه در ته پور کړم.

خان صیب کره ولاړو. نور مـشران او کلیوال یې هم را ټول کړي وو. له ښاره هم ځینې مېلمانه راغلي وو.
‌ډول ډول خوراکونه یې تیار کړي وو، ډیر خوندور وو.
خـان صیب ورته کتل اوڅه یې نه خوړل. ورته ومې ویل خان صیب ته ولې څه نخورې. را ته مسک شو او وویل د فارسي ژبو یو متل دی وایي (پیسه دار از مریضي نان جو میخورد, غریب از غریبی!).

ځان سره هک پک شوم، او خپل غم را څخه لاهو او هیر شو.

Comments
Loading...