روسی لالټین/ امین افغانپور

0 77

زه چې کوچنی وم له تیارې او تروږمۍ ډېر سخت ویریدلم. چې ماښام به شو زه به د مور له څنګه نه ښورېدلم او د هغې خوا ته به ناست وم او که هر څه به مې مور ډاډ راکاوه چې له ترږمۍ وېره نه ده پکار، خو ما نشوه منلی او هماغسې ترې ډارېدم.
زموږ کلی له ښار څخه ډېر لرې نه و، خو زه هیڅکله ښار ته نه وم تللی. زما پلار په ښار کې کار کاوه او چې د ماښام تروږمۍ به خپل څادر غوړاوه نو هغه به له ښار څخه کلي ته راستون شو. موږ البته په کلي کې یو څه پټی درلود خو دغه پټی به زما ماما راته کاره او چې د حاصل وخت به شو زما له پلار سره به یې حساب کتاب کاوه .
زمونږ کلی یو ښکلی کلی و، ختیځ خواته یې جګ غرونه چې ددو کوهانه اوښ په څېر منظره یې درلوده او لودیځ پلو ته لمړی کروندې او بیا یو کوچنی سیند و. زموږ کور د کروندې په منځ کې د سیند پر غاړه پروت و. په هغه به چې باد چلیده نو د چنارو او زړو ونو پاڼې به یې په غم لړلې توګه ښورولې او ډارونکي غږونه به یې ترې ایستل او دغو غږونو به د سیند له یونو اخته غږ سره ګډېده .
کلی مې د ورځې له خوا ډېر خوښېده، موږ به په کروندو او سیند کې لوبې کولې . ما به له خپلو مشرو خوېندو سره په پټو کې سابه کول او یا به مو د توتو په وخت کې توتان خوړل او ورور به له ماما سره په کرونده کې په کار لګیا و. هغه به زه او خوېندې د وړکتوب د لوبو په خاطر تحقیرولو ځکه چې هغه یولس کلن و او موږ یې واړه بللو. زما ماما به د پلار په سپارښتنه هر کال دوه اوري اخیستل یو د خرڅلاو لپاره او بل د ژمي د لاندي په خاطر.
ما او خوېندو به دغه اوري پوول او چې مازدیګر به شو نو د کور خواته مو بیول . اوري چې ورو ورو غټېدل د چاغېدو سره سره به یې مستي کوله او چې مازدیګر به زما خوېندو په لمنو کې اوربشې ورته نیولې وې هغوي به د اوربشو د خوړلو په وخت زما خوېندو ته په سر ګوزارونه ورکول او یا به یې په خپلو کې سرونه جنګول ،خو هر مازدیګر به ما په وېرې او اضطراب کې تېروله .
وار په وار به مې د لمر سترګې ته کتل. د لمر سترګې ته چې ورو ورو به د لودیځ غرو شاته کوزیده او یو وخت به یواځې د لودیځ سره بخنه رڼا په ځایې پاتې وه او د لمر د کښیوتو سره به ددغسې سرې بخنې رڼا عکس د سیند په اوبو کې ولوېد او داسې به ښکاریده چې د چینارونو په منځ کې اور لګیدلی وي .
چې څومره به ماښام نږدې کېده او چې څومره به تیاره خورېدله ، زما زړه به د وېرې او اضطراب منګلو مروړه او ډاریدلم به . او چې د ختیځ خواته ددو کوهانه اوښ په شان په چاودانه توګه درندو پرتمین ولاړ غره ته به مې کتل نو دا وېره به مې لاپسې زیاتېدله . سربېره په دې زه د کلي د پراخې هدیرې او په هدیره کې له پرتو مړو څخه ډارېدم او د کلي د پادي له ښکرور برګ سخوندر څخه. د کلي د پادي دغه برګ سخوندر چې غټ غټ او کاږه ښکر یې وو، هر څوک په ښکرو وهل او د کلي د ډم زوي یې چې وړم کال په خپلو ښکرو وهلی و، ځایې پر ځایې مړ شوی و.
د کلي د دو کوهانه اوښ په شان غره نه ځکه ډاریدم چې تراوسه څلور تنه بوټ بانه او شپانه پکې په مرموزه توګه وژل شوي و او مړي یې کلي ته راوړي وو. همدا شان د کلي د هدیرې نه او په هدیره کې له مړو څخه . ځکه چې ماله مرګ نه کرکه او نفرت درلود.
د مازدیګر او ماښام ترمنځ خړه کې به پاده کلي ته راتلله او دغه برګ سخوندر به یې په سر کې و . رډو او غټو سترګو به یې هره خوا کتل او سر به یې هیسته راهیسته اړاوه . ما به خدایې خدایې کول او هغه سورتونه چې له ملا نه مې زده کړي و، په زړه کې لوستل چې د کلي په نرۍ پله له پادې سره مخامخ نشم، ځکه چې د همدغه پله سره برګ سخوندر د کلي د ډم زوي د ماښام په خړه کې په خپلو ښکرو باندې وژلی و.
د مازدیګر او ماښام ترمنځه به د کلي د چم ګاوند هلکانو او نجونو د ((اله داد ځایې پر ځایې )) لوبه کوله . خو دغې لوبې ماته خوند نه راکاوه او ما بیا وخته د مور خوا ته ځان رسولی و . مور ماته له تروږمۍ او هر بل ډاروونکي شي نه د امان او پناه حیثیت درلود. مور به مې چې هره خوا تلله نو ما به یې اوږده لمنه چې د تناره د لوګي او ترخې بوي ترې لټېده کلکه نیولې او نه مې پریښودله. که څه هم چې راته په غوصې کیدله خو ما خپل امان او پناه په دغې لمنې کې لیدلې وه .
ډېرې شپې به زه په نهاره ویده شوم. د تروږمۍ له وېرې مې ډوډۍ هم نه خوړله خو چې پلار به مې له ښار نه ستړی ستومانه راغی نو زه به یې ویښولم . دا وخت به شیطان څراغ چې د یوې مشواڼۍ په څېر و او د کوچنۍ پیالې په شان لاستې یې درلود، د دسترخوان د پاسه ایښودلی و. پلار،مور خوېندې او ورو به سره چاپیر و او ډوډۍ به یې خوړله . پلار به تل زما د پښو تلي یا پوښتۍ تخنولې چې ژر راویښ شم او یا به یې د خپلو لمدو لاسونو سړې اوبه زما مخ ته راوشړلې . زه به وېریدلم او راویښ به شوم . ډېر ځله به د پلار خوله ډکه وه او چې زه به راویښ شوم نو په ډکه خوله به یې راته وخندل او راته ویلې به یې
پاڅیږه کولنګي زویه !
او زه ښه پوهیدم چې پلار زما د ویرې او ډار پیغور راکوي. زما د پلار غټ سر او ارتې اوږې وې . دنګه ونه او غټ غټ په ویښتانو پټ لاسونه یې وو . تور او سپین کاږه برېت یې درلودل. د منصبدارانو په څېر کورتۍ یې وه خو زه نه پوهیدم چې ولې بشپړه دریشي نه اغوندي . او له دې سره سره یې عسکري بوټان نه پښو کول. د ژمي به یې کلوشې اغوستې او د اوړي به یې څپلۍ وې .
زه به پاڅیدم خو په ډېره سختۍ. لکه شقب اوزګوړی به مې لغتې اچولی او پښې به مې پر ځمکه باندې ټکولې اوژړل به مې. خو څو شیبې روسته همدا چې د تودو خوړو بوي به مې سپیږمې وتخنولی نو پر خپلې ویرې به مې غلبه وکړه او دسترخوان ته به د پلار ترڅنګ کیناسم .
خو چې ډوډۍ به خلاصه شوه او پلار به د ماسختن لمونځ وکړ نو د ستومانۍ له زوره به پر خپل ځایې پریوت او شېبه پس به یې خوهار پورته شو او مور به موږ ته ویل
هلکو دباندې ولاړ شئ
او ددې خبرې معنی داوه چې باید میتازې وکړو. ځکه چې ما او کوچنۍ خور عادت درلود چې د شپې به مو خپل ځایونه لمدول. او له دې کار څخه هم ما کرکه درلوده ځکه چې باید انګړ ته په تروږمۍ کې وتلې وایې او میتازې مو کړی وایې . په داسې حال کې ما د ختیځ لور ته د دو کوهانه اوښ په شان غره ته له کتلو څخه ډډه کوله او لا به مې میتیازې نه وې خلاصې چې ژر به کوټې ته ستون شوم او د مور څنګه ته به پریوتم .
زمانه همداسې روانه وه ، زما ورور د کلیوال ښوونځي شپږم ټولګي ته رسیدلې او زه نوی لومړي ټولګي ته ورداخل شوم نور په دې خوشاله وم چې جومات ته د سبق لپاره نه ځم. د پلار په برېتو کې سپین ویښته لاپسې زیاتېدل . یوه شپه همدا چې موږ ډوډۍ وخوړله نو زه ویښ وم. د مور خوا ته مې پلار پروت و او ورو ورو یې خبرې ورسره کولې . پلار ویل:
د ښارو مورې، ماله خپل مدیره سره خبرې کړیدي ګوندې پسرلي ته ((انځر)) میرزا مقرر کړي، زمونږ د دواړو په تنخا به هم پورونه خلاص شي او هم به له انځر نه سړی جوړ شي .
او زه نه پوهیدم چې میرزا یعني څه.
هغه شپه زما پلار او مور ترڅنډه ویښ و . د هر وخت پر خلاف.
سبا سهار چې له خوبه پاڅېدم، کاته مې چې پلار د وخته ښار ته تللی دی او انځر هم نشته ، خوېندې هم پټي ته تللي دي او مور مې یواځې ده . مور په قهر راته وویل:
ښه ښوونځي نه خو پاتې شوې …..پاڅیږه سبانارې وکړه .
زړه مې لوي کړ او اخر مې پوښتنه ترې وکړه
آدې میرزا یعنې څه؟
د ادې اننګي له شرم نه سره شول ، په غوصه یې راته وویل :
دا خبره دې له چانه واوریدله؟
ما په ډاډ سره ځواب ورکړ:
ولې بیګا ابا ونه ویل چې انځر به میرزا مقرر شي.
لاپسې وشرمېدله، او پوښتنه یې وکړه:
تر څه وخته ویښ وې؟
بس همدومره مې واوریدل.
لږ څه یې تندی وغوړید او راته ویې ویل
له پلار سره دې یوځایې کار کوي. په تنخا باندې سپرېږي او زمونږ ورځ به د دواړو په تنخا ښه شي .
لږ څه مې زړه ډاډه شو خو بیا مې پوښتنه وکړه :
هغه به هم د ابا په شان ماښام ماښام ناوخته راځي؟
مور په عاجزۍ سره وویل:
نه پوهیږم……نه پوهیږم
دوه کاله نور تیر شول زه دا وخت د کلیوال ښوونځي په دریم ټولګي کې وم . انځر مې هر سباوون د پلار سره ښار ته روانیده او ماښام راته. او نور ما له خپل ماما سره په پټي کې کار کاوه. زما کوچنۍ خور اوري پیول خو زه هماغسې له شپې له تیارې او تروږمۍ ډاریدلم .
یوه شپه زمونږ شیطان څراغ هم خراب شوی و او موږ په تیاره کې ډوډۍ خوړله. وروسته تر ډوډۍ پر خپلو ځایونو پریوتلو، ماته بیا خوب نه راتلو، زه بیا هم ډاریدم. د ژورې تیارې په تل کې مې د مور او پلار ورو ورو ګونګوسي او پسهاری تر غوږه شو:
دنیا تیاره ده ښځې، نن او سبا به هرو مرو یو روسی لالټین واخلم، نور په دې شیطان څراغ او د تېلو په ډېوې ونشوه .
مور ورو ورته ویل:
هلک له بایسکل نه اخلې؟
پلار مې وغورید:
دواړه اخلم …..اوس که خدایې کول پورنه راباندې سپک شو، په دې خو له بایسکل نه هم مخکې پکار دادی چې روسی لالټین واخلم . دې شیطان څراغ ته نه ډوډۍ خوند راکوي او نه ناسته او لمونځ .
او هغوي بیا هم تر ځنډه پورې پسېدل خو زه دومره پوهه شوم چې روسی لالټین باید یو ډول څراغ وي او هغه شپه ماته بیا هم د خوښۍ له زوره خوب نه راته. هغې شپې وروسته زما ټول فکر روسي لالټین ته متوجه و. پرته له هغه ما په بل شي باندې فکر نه کاوه .
سبا سهار مې مور ته وویل:
ابا روسی لالټین راوړي؟
هغه ونه پوهېده، په غرور سره مې ورته ویل:
دا یو ډول څراغ دی، داسې څراغ چې ټول کلی رڼا کوي .
هغې په هیجان سره وپوښتلم:
ته پوهیږې؟ تا هغه لیدلی دی؟
ما دروغ ورته وویل:
ابا وویل…..ابا لیدلی دی ….
زما د خور سترګې د تعجب له زوره ګردې شوې وې . ما بیا په غرور سره زیاته کړه:
زه نور هیڅ له تروږمۍ څخه نه ډارېږم.
زه به دشپې د شپې دغه څراغ ته سبق وایم ….د خور سترګې د میږې په شان ارتې شوې وې خو نه پوهېده چې څه وایي….
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه ورځ ټوله په هیجان کې تېره شوه زما په ذهن کې د روسي لالټین هډو څه تصور نه و خو دومره مې فکر کاوه چې ټول کور رڼا کوي او بیا به مې خور ته خپله خبره راپه یاد شوه.
داسې څراغ چې ټول کلی رڼا کوي……
او ورو ورو مې دا باور لاپسې زیاتېده….
ماښام شو. ما دوه سترګې دروازې ته نیولې وې چې اوس به ابا او لالا راځي او روسی لالټین به راوړي…..د ماښام د لمانځه اذانونه شوي و چې دروازه وټکېده، ما منډه واخیسته او دروازه مې بېرته کړه، هیڅ نه ډارېدم پلار او ورو دواړه کاله ته ننوتل. ما د پلار لاسونو ته وکتل هیڅ پکې نه و. ما پلار ته بې له ستړي مشي وویل:
نو کوم دی روسی لالټین؟
او پلار په خندا وویل
نن ناوخته شو….سبا یې راوړم .
زما مرۍ بنده شوه ، ژړه غونی شوم اد خپګان له زوره پر خپل ځایې پرېوتمه . بیا هم هماغه ډار راسره ملګری و او د شپې مې سخته تبه شوه. سبا سهار ناوخته له خوبه پاڅېدم . ستونی مې پړسیدلې و او د تبې له زوره سوزیدلم. هغه ورځ ښونځي ته نه ولاړم. بیا هم ټوله ورځ په هیجان کې تېره شوه . تر هغو چې ماښام شو او دروازه وټکېده ما بیا هم دروازې ته منډه واخیسته، پلار مې مخکې راروان و او تر شا یې زما ورور. کاته مې چې د هغه په لاس کې یو څلیدونی شی دی . له لاستي نه یې نیولی و. ما په ځغاسته په مور باندې زیرې وکړو:
ادې….ابا روسی لالټین راووړ.
زما مور او خوېندې په هیجان سره له ځایه پاڅیدې او په دالانه کې زما د ابا او لالا د هرکلي لپاره ودریدلې……پلار لا سمه ستړي مشي نه وه کړې چې ادې ته مې وویل:
د ښارو مورې ، هغه د تیلو پېپ راوړه .
او په خپله په کوټه کې کیناست. ورور ماته اجازه رانکړه چې روسي لالټین ته لاس وروړم . هغه په غرور سره راته وویل:
دا د ماشومانو د لوبو شی نه دی، پر ځایې دې کښینه . او زه یوه شېبه خپه شوم. خو د هیجان له زوره د څراغ د لګولو د صحنې د سېل څخه مې هم ډډه نشوه کولې. لږ څه لرې کیناستم خو هیجان همداسې مخ په وړاندې د پلار خواته ورکاږلم .
شېبه پس ما ولیدل چې پلار د شیطان څراغ رڼا ته لمړی د روسي لالټین د تیلو د ځایې سر پوښ خلاص کړ او ښه ډېر تېل یې ور واچول ، وروسته بیا یې سرپوښ وتاړه او د کلۍ په څېر پوښ یې ورتاو کړ او ښېښه یې پورته کړه. ښيښه یې راوکښله، د خولې په تاو ((کو)) کړه او بیا یې د خپلې لونګۍ په شمله باندې په دقت سره پاکه کړه او بېرته یې په اوسپنیز چوکاټ کې کیښوه. وروسته بیا یې کلۍ پورته کړه او په ګوګړ باندې یې پلته ولګوله، مونږ خپلې ساوې د هیجان له زوره په ګوګل کې بندې کړې وې . په همدې وخت کې د مشرې خور د ټیکري پلو له اوږې نه پریوت او د لګولې شوې پلتې رڼا یې پټه کړه ، پلار له قهره وغورید:
خرې…..باد مه کوه
خور مې هم وشرمېده او هم په قهر شوه او پلار مې بل ګوګړ ولګاوه. پلته لومړی ورو ورو او بیا بشپړه ولګیدله او د روسي لالټین د پلتې نه بله شوې لمبه په خیال سره د ونڅېدله او خپله لومړۍ ساه یې د ګردې ښیښې په منځ کې پوه کړه. پلار مې ورور ته وکتل کله چې پوهه شوې وي یوه کوچنۍ سره رنګ شوې سه پایه څوکۍ یې راواخیستله او روسی لالټین یې پی کیښود.
دا وخت زمونږ کوټه د ورځ په شان رڼا شوې وه . پلار مې غلی خو په غرور او هیجان سره یې ټولو ته په بې اعتنایې سره کتل. خو زه پوهیدم چې زما پلار او ورور هیجان هم له مونږ څخه کم نه دی . مور مې ورو وویل:
مبارک….مبارک
پلار مې غږ ونه کړ. خو ما احساس کاوه چې کوټه تودیږي او لاپسې رڼا کیږي. هیچا له روسي لالټین څخه سترګې نه شکولې. لالټین د پلتې نه جګې رڼا، ټولو ته په صمیمیت سره خند او رڼا او تودوخه یې خپروله. د ټولو څېرې له هیجان او خوښې څخه ځلیدلې، پلار وخندل او مور ته یې په مهربانۍ سره وویل:
د ښارو مورې، اوس نو ډوډۍ راوړه
او مور مې په ډوډۍ پسې لاړه. زما لاله ((انځر)) په مرموزې او مغرورې څېرې مونږ ټولو ته کتل لکه چې هغه پخوا دا ډول څراغ لیدلی وي. خو زه او زما خوېندې او حتی مور چې څو څو ځله کوټې ته په څه شي پسې راغله، د روسي لالټین په کتلو نه مړیدلو. زما زړه غوښتل چې ډېر ورنژدې شم او لاس پی ووهم خو هر وار به مې پلار او ورور راته کتل لکه چې وایي:
پام کوه
او خوېندې مې یوه شیبه هم د څراغ له خوا نه لرې کیدې . هغه شپه مونږ ډوډۍ په ډېره خوښۍ سره خوړله. پلار مې خندل او ټوکې یې کولې، خوېندې مې هم خوشاله وې او وروسته تر ډوډۍ ما خپل کتابونه راوړل او روسي لالټین ته مې نږدې وغوړول او په دې بانه چې څراغ ته نژدې او تر څنډه کښینم له لالا څه مې په حق او ناحقه د خپلو سبقونو په باب پوښتنې کولې . سبق ډېر خوند راکاوه او داسې مې احساسوله چې د کتابونو له منځه په ډېرو نوو شیانو او تازه خبرو او حقایقو باندې پوهیږم. داسې راته ایسېدله چې نن شپه ټول کلی روښانه شویدی او هن د کلي د دو کوهانه اوښ په شان غر .
سترګې مې د خوب له زوره مرغۍ مرغۍ کیدې خو زه د روسي لالټین له شوقه نه وېده کېدم تر هغو چې پلار ناڅاپه غږ کړه :
ځایونه وغوړوئ چې ویده شو
په زړه کې مې د پلار په نسبت د غوصې او قهر احساس وکړ او هغه مې په بخیلۍ باندې تومتي کړ خو د پلار خبره یوه وه او باید ويده شوی وایی .
همداسې پر ځایې باندې پرېوتلو خو ماته خوب نه راته، داسې مې احساسوله چې نور له هیڅ شي څخه نه ډاریږم. نه د کلي د دو کوهانه اوښ په څېر غره نه، نه د کلي له هدیرې او نه په هدیره کې له پرتو مړو، نه د کلي د پادي له ښکرور سخوندر نه او نه په چینار او زړو ونو کې د تاو راتاوېدونکي او ډارونکي غږ څخه .
زما وېره نوره د تل لپاره له منځه تللې وه، ځکه چې زموږ کور رڼا شوې و او ماته داسې ښکاریده چې زمونږ کلی رڼا شوی وي. ټوله شپه ما د رڼا خوب لیده، ټوله شپه ما د روسي لالټین او په لالټین کې د بلنده لمبې او د ګردې ښیښې خوبونه لیدل. حتی خوب مې لیده چې د کلي د پادي مست او ښکرور سخوندر غواړي چې ما په خپلو ښکرونو ووهي خو چې د لالټین رڼا ورنژدې کوم، راڅخه تښتي او ډاریږي او ددې صحنې په لیدو مې وخندل او پرلپسې مې وخندل.
او له همدې خندا سره له خوبه پاڅیدم، چرګ بانګ و، د کلي چرګانو اذانونه کول، د سباوون پی وږمه رڼا خپره وه. ژر مې تلتک له ځانه لرې کړ، د کور مخې لښتي کې مې مخ او لاس پریولل، همدا چې چې کورته بېرته ننه وتلم نو په زړه کې ویل:
که خدایې کول نن به روسی لالټین له نژدې څخه او ښه په مړه ګېډه وګورم او لاس به پرې ووهم ….خو چې سبا ناري ته کیناستم په غلچکیو نظرونو مې په لالټین پسې ها خوا دیخوا وکتل ، پر خپل ځایې نه و.
پورته شوم او لټون مې پیل کړو خو مور د پلار په سپارښتنه هغه د کوټې چت ته نژدې پر یوه میخ باندې ځړولی و چې زمونږ لاس ور ونه رسیږي او خراب یې نکړو. دا هیله مې تس نس شوې وه . ژر ژر مې سبا ناری وکړ او ښوونځي ته روان شوم .
هغه ورځ تر هغو چې زه له ښوونځي نه بېرته کورته رارسیدلم نو ټول کلی زمونږ په کور کې د روسي لالټین د رڼا کیسې په سر اخیستي و.
کابل ــ د مکریون ۱۰۶ بلاک
د ۱۹۸۳ کال د نوامبر ۱۸

Comments
Loading...