د یوې افغان کورنۍ د کډوالېدو کیسه

0 32

-محمد قسیم ځير

ټوله شپه مې خوب ونه کړ، اوښتم او راوښتم به، داسې وم لکه په ستنو چې ملاست یم، کور کې یو هم کله چې ویده شوی نه و. سترګې به مې لا نه وې ورغلې چې ببو راته د اوداسه لوټه کېښوده، ویل یې، قربان شم ترې، زر، زر لمونځ خلاص کړه، یوه پیاله چای به وخورئ بیا به ځئ له خیره! له ما مخکې حبیب پاڅېد. پوه نه شوم چې څنګه مې اودس وکړ او په څه شواخون مې لمونځ خلاص کړ. مسله مې لا نه وه ټوله کړې چې ټول برنډې ته راټول شول. ببو له واره چای راوړ، پیالې یې ډکولې خو سلګیو کې وه، یو وارې به یې چایو ته کتل بیا به یې حبیب کې سترګې خښې کړې. ما ته یې سره کړې ډوډۍ ونیوه او په ژړا شوه، داسې ژړا چې تا به ویل، ددې ښځې په زړه کې طوفان راالوتی. ابا چې ما په خپل عمر نه په ژړا لیدلی او نه یې څوک ژړلو ته پریښي، نن ببو ته حیران پاتې و. داسې وه لکه وینه چې په کې وچه شوې وي. ببو غریو کې ویلې چې خدایه! ما خو درنه دې ورځې ته نه غوښتل. د خلکو به لورګانې کېدې، زه به زامنو ته خوشاله وم، زه سپېره څه خبره وم چې دوۍ زلمي شي، سرکار به یې خوري. موږ ټول د ببو اوښکو د لمدو پيشوګانو غوندې راغونج کړي وو. په دې کې افضل لالا، ابا ته وویل چې د غلام غوث دوه خورینه یې پرون په پوهنتون کې په لمونځ کولو بندیان کړي دي. ابا یو پنجه غلی و بیا یې ماته اشاره وکړه، ویل یې، ته او خدای دا د جنګ دی له ده واړه یې پرون په کچړو کې عسکرۍ ته نیولي دي. لونګۍ یې له سره کوزه کړه، ویل یې، خدایه ته خو زورور یې، دې ظالمانو ته په قهر شې. همدې ساعت کې وریندارې پينځه-شپږ ډوډۍ او لس دولس خشاکي کورت بوخسۍ کې واچول. ابا افضل لالا ته ویلې چې ماشین ګڼ ته ورسېدې، راسن اکبرجان کره ورشه. نور به مو هغه تر ګوسړۍ واړوي او هن که لاره کې در نه چا پوښتنه کوله چې چیرته ځي یا څنګه دی او څنګه نه دی نو ورته ووایه چې د صفدر حاجي کره ځو، د حبیب الله خوږه کاسه ده. باقې که پاتې شو نو په پېښور به ګورو او که نه وي بچی مې دی بخشش کوئ، ما بخښلي استئ!

Comments
Loading...