د پیغور زور (لنډه کیسه)

احسان الله ارینزی

0 105

فاطمه په لمانځه ولاړه ده او خدای ته دعاوې کوي چې یا یې دا یو – یو نیم کلن درد واخلي او یا مرګ ورکړي چې په کراره شي!

په نغري کې لمبې کله ښکته او کله جګېږي. په جګه لمبه کې فاطمه هر څه ویني؛ خو چی لمبه کمزوری شي، د سترګو لید یې هم پیکه شی. مور لمونځ کړی او اوس په بړستن ننوتلې ده. فاطمه سلام ګرځوي او فکر کوي چې د خسو زیرمه پای ته رسېدونکې ده. مور ځان نیمه ورځ د سړو له لاسه په بړستن ک پېچلی وي؛ خو خوشاله په دې ده چې زوی یې د ایران له مسافرئ راغلې او ژر به د کور اړتیاوې پوره کاندي.

بهر واوره اوري او زورور باد الوځي. دا باد د خونې ور په کراره نه پرېږدي. داسې ښکاري چې د باد درنې څپې به ور له بیخه وباسي. فاطمه دوه – دری ځلې وره ته ګوري، دا نه پوهېږي چې ور بند دی که نه؟ کېدای شي مور ځکه نه وي بند کړی چې ورور تللی لمانځه ته.

ناڅاپه ور په زوره بیرته کېږي. فاطمه چې د خیټې درد ناکراره کړې او له سترګو یې اوښکې راځي، پاڅي چې وګوري څه چل دی؟ دا ویني چې ورور یې په وره کې لاړ دی. لکه چې په منډو کور ته راغلی، سا یې لنډه – لنډه کېږي. فاطمه د نغري په یوه بلنده لمبه کې د ورور سترګو ته ځیر کېږي چې د وینو د کاسو په څېر سرې دي. د فاطمې شونډې چې یوې خوږې موسکا ته چمتو شوې وې، بېرته ټولېږي، له خپله ځایه پاڅي، د خیټې د درد له زوره په دیوال لاس نیسي او په ملا کړوپه شي، بیا خپل ورور ته ګوري، هغه چاړه یې سترګې برېښوي چې د هغه په لاس کې ځلېږي. ورور په زغرده رېږدي او د مور هغه خبرې د فاطمې په غوږونو کې انګازې کوي چې د دې پړسېدلې خیټې ته ډېر ګوري!

فاطمه چې د ډېر درد له لاسه بېرته کیني، غواړي چې ورور ته ستړې مه شې ووایي؛ خو هغه چیغې یې بېرته په ځای کینوي چې د ورور په سرو سترګو کې لوستل کېږي. بیا یې اوښکې راځي او له ډېرې وېرې په مور غږ کوي.

– مورکۍ، پاڅه لالا راغی!

فاطمه په اصل کې غواړي چې مور ویښه کړي؛ خو لکه هچې هغه په درانه خوب ویده ده.

د ورور چیغې فاطمه وژني.

– د سپي لورې! د خنزیر لورې په درواغو لمونځ کوي، په درواغو کلیمه وایي، په درواغو روژه نیسي او په درواغو ځان ته بسلمانه وايي!

لکه چې آسمان په ځمکه لویدلی وي، لکه چې نړۍ ټوله په چړو ډکه وی او هر یوه بېله – بېله د فاطمې په ګوګل ننوځي او د وینو ویالې روانې وي.

فاطمه نه پوهېږي چې په ورور څه ټکه لوېدلې؟ ولې داسې لیونی ښکاري، ولې چیغې وهي او په چاړه څه کوي؟ فاطمه له ډېرې وېرې د مور په بړستن ننوځي؛ خو ….

* * *

باد پاس په اسمان کې وریځې کرار ته نه پرېږدي، د نیمې ورځې لمر کله د وریځو شا ته پټ او کله ښکاره شي. زه د هلمند د ناوې په دې کمکي کلي کې، د نورګل اکا له کلا نه بهر، پیتاوي ته ناست یم او تمه لرم چې هغه ځوان ووینم چې د یو بیګناه انسان د وژلو له امله ډیر ناروغه شوی او د ورځې څو ځلې چیغې وهي او بېسده کېږي.

هلته مخامخ د سلطان اکا له ځمکې پورته د کلي هدیره ده. داسې ښکاري چی د جګړو په کلونو کې هدیره ډېره لویه شوې او د قبرونو شمېر سلګونو ته رسي. په ډېرو قبرونو هغه شنی جنډې رپي چی خلک یی د جګړو شهیدان بولي!
پروني ملګري ما ته ویلي و چې وژل شوی پیغله دومره ښایسته وه چې په ډېرو کلیو کې یی ساری نه و. جګه ونه، سپین مخ، سرې شونډې، غټې غټې سترګې، اوږده ویښتان؛ خو ارمان چې کال مخکې ناروغه شوه، رنګ یې ژړ شو، سترګو یې خپله ځلا او ښکلا له لاسه ورکړل، سپیرو شونډو به یې د وینو رنګ نیولی و او ډېره په کړاو وه.
ده وویل چې د دې پیغلې ورور یو نیم کال مخکی ایران ته په مسافري تللی و. دې یوه سپین سر مور درلوده. هغې چې څومره وس درلود، خپله لور په زیارتونو او ملایانو وګرځوله، د زیارتون ډیری خاوری او د ملایانو د خولی لاړی یې پرې وخوړې او ډېر تعویذونه یې ورته وګنډل؛ خو د پیغلې د خیټې درد نه کمېده او ورځ په ورځ پړسېده او کلکېده!
ما د پروني ملګري د خبرو له مخې، د مخامخ هدیرې جنډو ته کتل؛ خو نه پوهېدم چې کومه بدمرغه جنډه د هغه پیغلې په قبر رپې؟ په دې وخت کې همغه ځوان راغی چې زه ور ته په تمه وم. روغبړ مو وکړ. ده دیوال ته ډډه ولګوله، ناڅاپه یې له سترګو د اوښکو چینې وخوټېدې، چې ښه مې ور ته پام شو، د مخامخ هدېرې د قبرونو جنډو ته ځیر و!

ما پرېښود چې لږ وژاړي، ګوندې غم یې کم شي، ښه ځنډ وروسته ده سترګې د پټکي په پیڅکه پاکې کړې، ژوره سا یې واخسته او ما ته یې وویل:

– هاغه جګه لکړه وینی چې شنه جنډه یې رپي؟

ما ورته وویل:

– هو! هغه جګه جنډه وینم!

ده وویل:

– دا زما د خور ده!

ما هم خپل اوښکې پاکې کړې او غلی شوم.

ده وویل:

– هو! هغه ما ووژله!!
– څنګ ته یې زما د مور قبر دی. د هغې څنګ ته زما پلار ښخ دی چې له پردیو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
ما بیا هم خپلې اوښکې پاکې کړې او مخامخ شنې جنډې ته می وکتل. ما هلته مخامخ هغه دنګه او ښایسته پیغله لیده چې منګۍ په اوږه ګودر ته روانه ده چې په جینکو زیری وکړي چې ورور یې له مسافری راځي او دې ته به خامخا نوې جامې او درجن – درجن بنګړي راوړي او …

زه لا هم په خپلو سوچونو کې لالهانده وم چې د راغلي ځوان د ژړا غږ مې واورېد.

– هو! زه چې له پردیسۍ راغلم، د خلکو سترګو وخوړم. ټولو یو بل شانې راته کتل، د ډېرو په سترګو کې لکه غرونه داسې پیغورونه پراته وو، ډېرو به له ما نه کرکه کوله، ځینو به رټلم؛ خو هیچا سپینه خبره نه کوله. آخر مې د جومات له ملا سره د زړه خواله وکړل او له هغه مې وپوښتل چې ما څه بد کړي؛ چا ته مې بد رسولي؟ یو نیم کال خواري مې وکړه او دومره څه مې راوړل چی پخواني پورونه خلاس کړم او خور- مور ته لږ نفقه برابره کړم.
ځوان په داسې حال کې چې مخامخ شنې جنډې ته کتل او له سترګو یې اوښکې بهیدې، وویل:

– د هغه ورځې په سبا ملا او یو جهادي ډانګتر ګوښه کړم او وی ویل:
– دا خور او مور هسی هم په ژوندی پاته کیدو نه ارزی! د خور خیټې ته ګوره او په ټوله خبره پوه شه!
ځوان سوږ اسویلی ویست او وې ویل:

– ټوله ځمکه مې په سر وچورلېده. رڼا ورځ راباندې توره شپه شوه، لکه لمر چې د وریځو شا ته ورک شوې وي، ما ویل سر مې چوي، ما ویل لویه ټکه لوېدلی او تندر پریوتی، زما د پیغلې خور خیټه …

په ټول وجود مې اور ولګېد او بند – بند مات شوم. ما ویل زما خور خو پیغله وه، څنګه کېدای شي چې د هغې خیټه دې غټه وي!

هغه چې موږ به جهادي ډانګتر باله او دری میاشتې یې په ګاونډي ملک کې سبق ویلی و، هم دا خبره کوله چې دا جنئ اولاد لري!

وایي غل یو ګناه کوي؛ خو د کور څښتن سل. په هر څه بې باوره شوم. له موره مې کرکه وشوه او خور مې د وژلو وړ وبلله او همغه و چې یو ماښام می له لمانځه وروسته، په چړو سورې – سورې کړه او خیټه مې پرې وڅېرله!!
ما ورته وویل:

– بس که چې بیسده کېږم. نور نو د اورېدو وس نه لرم. ته یو ظالم او جابر انسان یې!

ده وویل:

– هو! ظالم خو څه کوې، زه هیڅ انسان نه یم. حیوان یم حیوان!

ما ورته وویل:

– نو اوس څه کول غواړې؟

ده وویل:

– زموږ په هلمند کې نه دولت شته او نه د شرعې قاضي چې ما ووژني.

بیا یې جنډو ته کتل، خپل ښی لاس یې چې تر اوسه پټ ساتلی و، پورته کړ او هدیرې ته یې ونیو. زه هک اریان شوم. پنځه ګوتې یې نه وې!

ده وویل:

– اوس په ځان خپله شرعه جاری کوم.

زه یې لاس ته ځیر شوم چې ګوتې یی نه وی.

ده وویل:

– اوس زه خپله د شرعې قاضي یم. چې پوه شوم چې د خورکۍ په خیټه کې دانه وه، خپلې د ښي لاس ګوتې مې غوڅې کړې؛ ځکه ما په همدې لاس په چړو وهلې وه، مور مې په خپله لور پسې زهره چاودې شوه او دوه میاشتې وروسته ومړه!

ځوان لاس همغسې هدیرې ته نیولی و او سترګې یې د خور د قبر په شنو جنډو کې بندی وې.

– زه اوس ځان ته خپله جزا ورکوم. له دې وروسته خپل ټول لاس غوڅوم او بیا دا بل او بیا … زه باید په ډېرو عذابونو مړ شم. ما ډېره لویه خطا کړې ده؛ خو هاغه نور هم ژوندي نه پرېږدم! هغوی چی د غیرت په نامه یی له ما نه یو قاتل جوړ کئ. موسی جان اکا هم وایی چی په دی ملک کی د پوښتنی څوک نشته!

ما نور نو د کیناستو او اورېدو وس نه درلود.
ځوان ناڅاپه پاڅېد، د هدېرې په لور وخوځيد او ما ته یې په بیړه وویل:
– ځه نو خپل کار دې کوه، خپل به کومه!
زه لا ډېر نه وم تللی چې د ډزو غږونه شول. چې شا ته مې وکتل، د کلي ملا لګېدلی او په ځمکه پروت و. هغه ځوان خپل ښی لاس د هدېرې خوا ته نیولی و. لکه چې هغه جنډې یې ملا ته ښودې چې د ده د مور او پېغلې خورکۍ په قبرونو هسکې رپېدلې!

پای

22/1/2020

هارنم/هالنددا

Comments
Loading...