د هدیرې قیام – ( لنډه کیسه)

شاه ولی ارین

0 195

تیره ورځ د جمعی تر لمانځه وروسته میراو باشي صایب راته په لاره کې داسي نکل کاوه:
« سهار کله چې د کروندې خوا ته روان وم، زموږ دکلي اوکروندې تر منځ خورا لویه هدیره پرته ده چې زموږ د کلي په ګډون، د دوو نورو کلو مړی هم همدلته خاورو ته سپارل کیږي دا ډیره پخواې اوقدیمي هدیره ده».
ریښتیا هم د هدیرې لمر خاته لور ته تر پایه، ددی لښتي او لوې لاری تر منځ  د سپینو بی دانه توتانو ونې ولاړې دې. دغه توتان د شاتو په شان خورا خوندور او د مرواریدو د دانو شانته له ورایه ځلیږی او هر څوک چې په دي لار تیریږي او یا ورته راځي بي خوړلو تری نه ځي، ځکه دا د چا شخصي ملکیت نه دي او هر څوک تري استفاده کولاي شې.هغه ویل:
‎‎«دغو سپینو توتانو زما زړه هم باغ، باغ کړ او ورتاو شوم چې یوڅه خوند تری واخلم. کله چې یوې ونې ته نږدي شوم هلته یې خواته خوارکي شیردل چې دری څلور ورځي د مخه یې ځوانیمرګ ځوکي دده د ژوند د اړتیاوو پوره کونکي دلاس او ژوند امسا او خدمت ګار میردل په انتحاري چاودنه کې ټوټې، ټوټې شهید شوي او په همدي هدیره کې یې خپل دغه قیمتی غمي خاورو ته سپارلي و. د خپل ځوي د قبر تر څنګ د چرسي کاکا سره یو ځای ناست وو».
هو، چرسي کاکا په اصل کې جانداد اکا دي چې زموږ په کلي کې د چرسو کاروبار کوي، کلیوال یې د چرسي کاکا په نوم یادوي او په همدی نامه مشهور دی.
میراوصایب وائي: کله چې دوي ته ورنږدی شوم اوغوږ مې ورنږدي کړچرسي کاکا شیردل ته داسی ویل:
« یاره شیر دله، دي قبرستان په دا څو کلونو او دي نږدي ورځو کې څومره بی چاره اوبي ګناه انسانان وخوړل، په هره ورځ هره اونې او هره میاشت کې ماشومان، تنکي ځوانان، نراو ښځي په بمونو، انتحار او ماینونو وژل کیږي دا مو حال او دا مو روزګار دي، په دومره لوي قبرستان کې نور ځای نه ده پاتي، اخر دا به تر څو وي دا ګلونه په تر څو د خاورو لاندی کیږی، دا ډیوې به تر څو مرې دا جنګ او دا ظلم به نور تر څه وخته دوام ولری؟»
شیر دل چې له سترګو یې لپې، لپې اوښکې اوریدې په ژړغوني اواز یې چرسي کاکا ته  مخ راواړو او داسی یې وویل:
«ګوره جانداد کاکا زه هم حیران پاتی یم.هر څومره چې سوچ کوم سر می پری نه خلاصیږی چې دا جګړه د څه له پاره ده. هو، بیګاه شپه د ډیرو سوچونو سره بیده شوم. عجیب خوب می ولید. په قبرستان کې ټول مړی د سپینو څادرونو سره راپاڅیدلي وو،د عرفات د غونډی د حاجیانوشانته او یوه بله ډله له تورو څادرونو سره چې ځانونه یې د قبرستان ساتونکی بلل تر منځ یې شورماشور وو.
ساتونکو ویل:
« بیچارګانو سپیره مخونه مو ورک شه ټول غریب، بیچاره درپه دره مړه کیږئ او دلته مو هدیره هسي ډکه کړی ده، نه د کوم وزیر، نه د کوم وکیل، نه د کوم رئیس، نه د کوم جنرال، نه د جهاد د ټیکه دارانو او نه هم د کوم طالب مشرانواو یا د دوی د ځامنو مړی دلته راځی چې هم یي تاسوته یوڅه ګټه ورسي اوهم موږ ته. د دوی ترمنځ په دغه جګړه اوشورماشور
کې راویښ شوم ټول وجود می رپیده په خولو کې هسي غرق وم وسوسی او اندیښنو واخیستم خوب می نور والوت، دا دی سهار وختی دلته راغلم چې د خپل شهید ځوی قبر وګورم او دوعا ورته وکړم».
میراو صایب را زیاته کړه او وئي ویل:
«دا چې د شیردل خوب د هغه د غمونو ،اندیښنو او سوچونه هنداره ده، مګرتر ډیره حده حقیقت دي.په دی څلویښت کلنه روانه جګړه کې چې خارجیانو زموږ په هیواد کې دغه ناولي جنګ پیل کړی او موږ بی علمه، بی خبره افغانان په کې څوک د سرباز، څوک د مجاهد،څوک د ملحد اوڅوک د طالب په نامه وژل کیږو ایا دا ټول افغانان نه یو؟.
که چیری ورته زیرشو په رڼو او غټو سترګو ورته وګورو زموږ په نوم د جهادی مشرانو، طالب مشران،غټو حوکمتی چارواکو لوڼي او ځامن په یوروپ، امریکا، کاناډا او استرلیا کې درسونه وائې، عیش اوعشرت کوي، قصرونه، بلډینګونه جوړوی، نو ځکه به نه مري او ځکه به سوله نه غواړی، که چیری دوی هم د خپلو اولادونو درد او غم د شیردل په شان لیدلي واي دا جګړه به دومره نه غزیده. خدای دي په افغانانو رحم وکړی، جنګ اوجګړه دی ختمه اوسوله دی خدای تعالی زموږ نصیب کړی.
ایا همدا خارجیان نه دی چې موږ افغانان د چرګانو او مړزانو په شان په خپلو کې سره جنګوی او زموږ د نفاق بد بینیو نه د خپلو ګټو اوشومو موخو د لاسته راوړلو لپاره ګټه پورته کوی.
په تیره زمانه کې ایا موږ خال خال د چرسو یا تریاکو نه پرته بل څه پیژندل ډالر یا نوری خارجی پیسی مو لیدلي وی؟. خو د همدی شین سترګو د راپیداکیدو سره دا ټولی بلاوی زموږ پاک ملک تکې همدوی رواج کړي. زموږ افغانانو په منځ کې یې د نفاق، فتنو او نورو بی اتفاقیو تخم کرلی دي، تر څو چې موږ افغانان سره په اتفاق نه شو دا وژنې اوبد بختې به دوام ولری.
دښمنان دی تباه او جګړه دی ورکه وی

Comments
Loading...