د مرغومي شپږمې په مناسبت

محمد نعمان دوست

0 58

له ارشیفه
د مرغومي شپږمې په مناسبت
__
سپي بخښنه غوښته ( خاطره)

د جيټ الوتکو، له غږونو سره سم په باغ کې په جوړه شوې سمڅه ورننوتو. جيټانو اول داسې ټيټې دورې پيل کړې، لکه موږ پسې چې سمڅې ته راننوځي. وروسته بمبار شروع شو، د هر بم په غورځيدو به سمڅه روښانه شوه، يوبل به مو وليدل او بيا به تپه تياره شوه.
په غوږونو مو لاسونه ټينګ ايښي وو خو چې کله به بم ولويد ، دواړه لاسونه به مو له ډيرشدت نه له غوږونو لرې شول .
ښه ځنډ وروسته د الوتکو غږونه ورک شول،په يو بل نارې وشوې چې ټولو ځوابونه ورکړل نو پوه شوو چې ژوندي يوو، خو پوره خبرې مو نشې کولې. خولې مو له خاورو ډکې وې، ستونې وچ وو او ژبو سم حرکت نه کاوو.
سمڅه باغ کې د شنډ توت{ *}له غټې ونې لاندې جوړه شوې وه، پربام يې نږدې- نږدې ښه غټ لرګي اچول شوي وو او بيا ښه درنه پوښل شوې وه .
د ننوتلو لپاره يې کوچنۍ سورى درلود، دغه سورۍ په لوټو او ډبرو چې بمبار کې له ديوالونو جلا شوې وې ، بند شوى و، په ډېرې خوارۍ ترې راووتلو:
ويالې وچې وې. چرګان او هوايي مرغان ځاى_ ځاى پراته وو. څارويو پړي شکولي وو. له اخورونو لرې پراته وو.
يوه سخوندر څو ځلې غاړه جګه کړه بيرته يې کيښوده ، هغه په ملا غټه پرچه خوړلې وه او شاخوا ځمکه يې په وينو سره وه.
د ونو شاخونه مات وو، ځاى _ ځاى اورونه او لوګي پورته کيدل. باغ له تيرو اوسپنو( د بمونو پرچې ) ډک وو.
د اوبو په لټه کې وم . خپل کوچنۍ باغ ته لاړم . انګور تاکونه په ځمکه پراته او څنګ ته غځيدلې لښتى يې وچ و.
يو اواز مې واورېد ، پښه مې ونيوله ، شاو خوا مې وکتلې . سپي غاړه راجګه کړه وويريدم ، ما ويل که بيا راباندې حمله کوي.
دا سپى زموږ د تره و.له بمباره يوه شپه وړاندې يې سخت ويرولى وم او هغه وخت ترې خلاص شوم چې چيغې مې کړي او مشران را ورسېدل.
سپى بيا وسنګېد، خو پورته کيده نه. يو مات شوى ښاخ مې را واخيست او ورغلم ما ویل پرونی غچ ترې واخلم. ور نږدې شوم، لرګی مې پورته کړ، خو لاسونه مې په هوا کې پاتې شول. د هغه غبرګې پښې بيخ کې نه وې . سره غوښه و . ژبه يې وچه وه او له خولې يې باندې راويستلې وه . لاسونه مې سست شول ښاخ رانه ولويد.
نور هم ورنږدې شوم ، هغه به خپل سر زما پر پښو و مښه او بيا به يې ډنډ سترګې را پورته کړې . په ناست غږ يې څه ويل ، کيداى شي د ژوند په وروستيو شيبو کې يې رانه د پرونۍ حملې بښنه غوښتله .
له ما خپله تنده هيره شوه، له باغه ووتم ، د هغه لپاره د اوبو موندلو په لټه کې شوم خو چې کله بيا راتلم سپي سر ايښى و او ژبه يې د غاښونو منځ کې ټينګه پاتې وه .
دا د ١٣٦٣ کال کيسه ده ، هغه وخت زه ماشوم وم او له درې کاله جلا وطنۍ وروسته له هريپور کمپ څخه خپل کلي ته د مکتب په رخصتي کې راغلى وم .
هغه بمبار کې زموږ کورونه ونړيدل، ډير څاروي له منځه لاړل ، خو ماته اوس هم هماغه سپى ياديږي. او دا سپى خو هغه وخت ډېر را ياد شي چې کله برناحقه د کوم انسان له وژنې خبر شم ، ځان سره وايم :
لويه خدايه ، ستا مخلوقات هم عجيبه دي . د ځينو انسانانو زړونه له ځناورو هم سخت دي . هغه ټپي سپي له يوه ماشوم ځنې ، د تشې حملې بښنه غوښته ، خو قاتلان نه يواځې دا چې له ناحقه قتل وروسته له خپل لوى ذات نه بښنه نه غواړي ، د خپلو همنوعو وژنو ته په ډاډه زړه ادامه ورکوي او د
قتلونو بازار هماغه شان تود دى .

محمد نعمان دوست، مهترلام ښار فبروري 2014
—-
*
دا هماغه د شن‌‌‌‌‌‌ډ توت ونه ده چې په خپله سینه کې یې د هغه وخت خاطره [ د بم پرچه] د یاد ګار په توګه اوس هم ساتلې.

Comments
Loading...