د شيدو ډنډ / ژباړن: محمد فريد بزګر

په پخوا زمانو کې يو پاچا خپلو عسکرو ته وويل چې يو ډند وکني. کله چې ډنډ وکنل شو، ټولو خلکو ته يې اعلان وکړ چې نن شپه دې د هر کور نه يو کس يو ګيلاس شيدې (پۍ) په دې ډنډ کې واچوي، چې تر سهاره دا ډنډ له شيدو ډک وي.

کله چې ټول خلک د پاچا د اعلان نه خبر شو، خپلو کورونو ته لاړل. يو سړي د شپې په ګيلاس کې شيدې چمتو کړې چې ډنډ ته يې يوسي. خو بيا يې د ځان سره فکر وکړ، ټول يو يو ګيلاس شيدې راوړي، هغه به خپل ګيلاس له اوبه ډک او په پټه به يې د شپې په ډنډ کې خالي کړي، د شپې په تورتم کې به ورته د هيچا هم پام نه شي، چې د شيدو پر ځای يې اوبه په ډنډ کې اچولي دي. نو شيدې يې پريښودي او يو بل ګيلاس يې د اوبو ډک کړ. په منډه يې ګيلاس په ډنډ کې خالي کړ او بيرته کور ته راستون شو.

سبا ګهيڅ پاچا راغی چې ډنډ وګوري، خو کله چې يې ډنډ وکوت ډير تعجب يې وکړ، ځکه چې ډنډ ټول له اوبو ډک شوی وو! پيښه داسې وه، چې هر يو لکه د همدغه سړي فکر کړی وو «حتمي نه ده چې زه دې په ډنډ کې شيدې واچوم، دا يو ګيلاس اوبه په کې هيڅ معلوميږي هم نه، نور ټول شيدې راوړي».

د دې قصې نه مقصد دا دی چې:

۱- هيڅ وخت مو په فکر کې دې ته ځای مه ورکوئ چې ځه نور يې کوي، ته خپل مسووليت په ښه ډول ادا کړه.

۲-  په خپل کار کې صادق اوسه، د نورو فکر مه کوه چې هغوی څه کوي.

او د افغانستان په فعلي شرايطو (ټاکنو) کې دا مو له ذهنه وباسئ، چې زما په يوه رايه څه نه کيږي، نور خلک رايه ورکوي، کېدای شي ستا همدا يوه رايه د افغانستان او ټولو افغانانو سرنوشت بدل کړي.

(ژباړن: محمد فريد بزګر)

 

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,لنډې کیسې

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.