د زړونو قاتل-(لنډه کېسه)

شاه ولی ارین

0 61

هغه وخت چې ملنګی نایي زموږ کلي ته راغی، هغه وړه وه.

کلي نایي نه درلود.پخوانی نایي کټوری د ملک محبوب او ازادخان کاکا د شاقه کارونو له امله څو میاشتې له مخه کلي پرې ایښی و.

کلي ته د ملنګي په راتګ سره، ټول خوشاله شول.ملنګي ته د اوسیدو لپاره موږ په خپله زړه کلا کې دوې کوټې ورکړې او هغه ورته را کډه شو.

ملنګی خورا سپیڅلی انسان واو په لږ وخت کې یې د ټولو کلیوالو په زړونو کې ځای وموند، یو څه موده وروسته یې میرمن د یوې ناروغۍ له امله ومړه چې لور یې مرغۍ په دغه وخت کې ۸ کلنه وه.

ملنګي نور څوک هم نه لرل دا چې یې زموږ په بله کلا کې ژوند کاوه،نو کله چې به مرغۍ کور کې یوازی پاتې کېده، زما مور به کور ته راوسته او د پلار د راتګ سره به بېرته خپل کورته ورتله.

رښتیاچې مرغۍ خورا ښکلې نجلۍ وه،تکه سپېنه،اوږده خرمایي وېښته،غټې بادامي شنې شانته سترګې اود نښتر شانته ونه، کت مټ لکه هوسۍ وه.

کله چې مرغۍ د ۱۳ کلنۍ نه واوښته، ملنګی خورا زوریده او دا به ورته ګرانه تمامېده چې مرغۍ یوازې کور کې پرېږدي په تېره بیا د شپې له خوا.

د ملنګي ټول ډاډ او باور یوازې زما په مور واو زما مور هم مرغۍ لکه خپل اولاد نازوله او خورا پالنه به یې د هغۍ کوله.

ملنګی د دغې ستونزې له کبله اړ و، چې د خپل کړاوجن ژوند لپاره د لارې ملګرې  پیدا کړي، خو «تشه لاسه ته مې دښمن یي.»

څوځایه چې جرګه شو، هغه خوارکي ته چا ښځه نه ورکوله.یو دوه ځایه که پیدا هم شوه، یوازې د مرغۍ په بدل کې، مګرمرغۍ خو وړه وه.

د برکلي نایي د خلیفه خیرو لور چې کونډه وه او د پخواني خاوند له خوا یې هم څوک نه لرل، موږ کلیوالو ټولو ورسره مرسته وکړه چې ملنګي ته یې واده کړو،خو خلیفه خیرو مرغۍ د خپل کوچني ځوی سلېم لپاره په بدل کې غوښته.

اوس نوملنګي ته خپل یوازیتوب له یوې خوا او د مرغۍ ژوند له بلې خوا ستر پیټی و.ځکه یې د خلیفه خیرو ټولې غوښتنې ومنلې؛ خو په یوه شرط چې د مرغۍ واده به دوه یا درې کاله وروسته ترسره کېږي.

داسې وخت هم راغی، چې رادیو د نوي بدلون ۱۳۵۷به پاره ملي او حماسي ترانې غږولې. د بزکرانو او خواریکښانو د ښه ژوند او هوساینې غږ پورته شو.د هر بیوزلي انسان احساسات او عواطف وخوځیدل او خوارکي ملنګي هم د دغه چاپریال هغه بی وزلي انسان و،او سوچ یې کاوه چې که خدای کول نور به یې ژوند ښه شي، خو په دې نه پوهیده چې څه بهپیښېږی.

څه موده وروسته د ځمکو د ویش د فرمان له مخې ملنګي ته هم دمفتي صیب د ځمکو نه ۶ جریبه وویشل شوه.ملنګی که له یوی خوا ورته په زړه کې موسیده، خو له بله پلوه یې د ځان سره هوډ کړی و، چې د همدې ځمکې نیمایي غلې دانې به د حکومت نه په پټه هرو مرو مفتي صیب ته ورکوي.

ملنګی سپیڅلی انسان و او د ځمکو ویش چندانې ښه نه ورته بریښیده.ملنګي سږکال د نایيتوب تر څنګ د خپلې ځمکې خاوند هم و. یو خواته یې غنم، شولې او بل لور ته  یې د خټکیو او هندوانو پالیز جوړکړی و.مرغۍ به  لکه زرکه د پلار کرلي پټي په دی سر اوکله هغه سر کې کته پورته کېده.

ملنګي په زړه کې اچولي وو، چې د حاصلاتو نیمایي برخه به په ډیر احترام مفتي صاحب ته ورکوي، خو مفتي صاحب د هغه خوارکي د ډېر کار او خوشالۍ له امله هیڅ شی ترې وانخیستل، چې دې کار د ملنګي خوشالتیا لا پسی زیاته کړه. ملنګي لا د خپلې ځمکې د دوم کال غله او دانه نه وه تر لاسه کړې، چې د پردیو یرغلګرو پر ضد د هیواد په ګوت- ګوټ کې مقاومتونه پیل شول.

په دغه اړو دوړ کې  زموږ ولسوالي هم د دولتي کنترول نه ووته اود وسلوالو مجاهدینو په لاس کې کېوته.اوس نو له ځینو سره رښتیا جهاد،اسلامی جذباتاو خپلواکي پالنه،مګر د ډېرو سره هیڅ. د دوی موخه یوازې وسله تر لاسه کول وو.

د کلی ټولو بد عمله، او غلو کسانو وسله تر لاسه کړه. له لږې مودې نظم او کنترول وروسته د جهاد تر نامه لاندې د چور، لوټمارۍ، انسان وژنو او داسې نورو سلګونو ضد انساني غمیزو جال په همدې سیمه را خپور شو.

توري چې د خپل پلار ټول هستو بود په قمار او چرسو بایللي و، اوس د یوې وسلوالې ډلې سره یو ځای را پیدا اوپه کلي کې قوماندان شو.

د جمعه خان کاکا ۱۴ کلنه لور یې په زور ځانته نکاح کړه. د برکلي امېرخان ۱۵ کلن ځوی قاسم یې د وسلې په زور ترې راوست او د چرسو د چلم د ساقی په دنده یې کیناوه.

توري د هیچا په کور کې چرګ،پسه او خوسي پرې نښود، آن د مولاصاحب سیدرحمان د قربانۍ  وری یې هم ترې غلا کړ. د همدې زور زیاتي لاس آن د خوارکۍ مرغۍ تر ځالې او جونګړې پورې هم وروغزید.

د جمخه خان کاکا له لور سره د توري د زور واده د مرغۍ په ژوند کې ستره ستونځه شوه. اوس نو د مرغۍ د ژوند او امیدونو ځاله د طوفاني بادونو فضا کې هسې راګېر شوه. په دی چې تورمنګو توري ورته د ظلم او ناروا ډک دام ایښی و، تر هغو چې خورکۍ هسې په کې را ګېر شوه.ځکه چی چېری پری د توری قوماندان سترګی ورخښی شوی وی.اوس نو د مرغۍ د ژوند او امیدونو ځاله د طوفانی بادونو فضا کې هسی راګېرشوه.

د جمعه خان کاکا د لورد واده لا یوه اونۍ نه وه تېره شوې چې د توريٍ په زړه او سوچونو کې دمرغۍ د ښایست او ښکلا اور رابل شو. ملنګی نایې یې ځانته راوغوښت او د مرغۍ غوښتنه یې ورنه وکړه.

ملنګي چې هر څومره توري ته زارۍ او ننواتې وکړې او په ژړا یې ورته وویل چې مرغۍ خو هم وړه ده او هم د سلېم په نامه ده، هغه یې خاوند دی. د خدای لپاره دا خو نه اسلام دی نه پښتو، ولې داسې ظلم کوې؟ته خو مسلمان او بیا د جهاد قوماندان یې،ولی د خدای لپاره.

مګر توري دغه ننواتې کله اوریدلې، خو بیا یې هم د خپل کار د پر مخ بیولو له پاره ملنګي ته داسې وویل:

«د خېرو د ځوی قیصه کې مه اوسه چاره به یې وشې.»

ملنګی مجبور شو او دوه درې ورځې یې ترې وخت وغوښت او له ځان سره یې سوچ وکړ چې ګنې کوم لوري ته به وتښتي او مرغۍ به له دې بلا څخه خلاصه کړي.

ملنګي له بلا نه د خلاصیدو په خاطر په زړه کې غوټه کړې وه چې هر څه پر ځای پریږدي او یوازې خپله مېرمن او مرغۍ له ځان سره روانې کړې، خو له بده مرغه دی د توري له نظره چیرې خلاصیدلای شو. د هغه وسلوالو راګېر او لاس تړلې یې ور ته راوست.

توري ظالم خو ملنګی دومره وواهه چې نېم بدن یې په وینو ورته ولاړه اود مرغۍ د ملکیت سند یې د ځان په نامه و لیکه.

د پلار بد حالت او له سلېم سره د دې د ژوند تړل مرغۍ دې ته اړ کړه، چې یو څه وکړې، نو هماغه وو چې د توري تومانچه یې تر لاسه کړه او په چټکۍ سره یې هغه زړه وچاوه چې د سلیم مینه یې په کې کرلې وه، خو د زړونو د قاتل کور یې ورنه جوړ نه کړ.

پای

Comments
Loading...