د زمري پر ځای ګیدړ چا د ځنګله پاچا کړ؟! / ناصرخان شېرزی

لنډه کېسه

په تیرو وختونو کې ځنګل کوم ځانګړی مشر نه درلوده،نو د ځنګله حیواناتو غوره وګڼله چې باید یو مشر ولرو، ترڅو د ځنګله چارې سمبالې کړي او که حیوانات خپلو منځونو کې سره جګړې کوي، چې مخه یې ونیول شي.

د مشر ټاکلو خبرې په ځنګله کې خورې شوې.

نو په ځنګله کې شته حیوانات لکه: سپیان،ګیدړان،خره،زمریان او نور بس ډله ډله کیدل او خپلو کې به یې مشورې کولې چې کوم یو مشر وټاکو.

د ګیدړانو ډله په دې کې یوڅه مخکښه وه، نو یوه ګیدړه یې د ځنګله سترې ونې سرته وختله او په لوړو غږونه یې وویل: (ای د ځنګله ښاغلو او اغلو! نن به مونږ او تاسي د ځنګله لپاره یو مشر یا مشره ټاکو،راځئ چې د ځنګل منځ ته راټول شوو.)

د غږ په اوریدو سره ټولو حیواناتو د ځنګله ټاکلي ځای ته منډې وهلې او د ځنګله ټولې ونې په حرکت راغلې ، ځنګله ته له پورته ځایه کتل شوې وایې، داسي ښکاریده لکه سخت بادي طوفان چې ونې تاووي او راتاووي.

 

کله چې د ځنګل ځناور هغه ټاکلي ځای ته ورسیدل،ټولو شورماشور جوړ کړ، او دخبرو  کولو موقع چاته په لاس نه ورتلله.

هغه ګیدړه بیا پورته ونې ته وختله او په زوره – زوره یې نارې کړې (د کومې خبرې لپاره چې راټول شوې یاست، خبره وکړئ او دا شور بس کړئ!)

د حیواناتو ترمنځ شور راکم شوو، خو سپيو همغسي غپل او خپلو کې لاهم په مشورو بوخت وه.

خرو هم خپلو منځونو کې یوبل ته شاګانې اړولې وې او خپلو کې په لغتو یې سره وهل.

کله چې ګیدړې بیا غږ وکړ، چپ شئ او مشر وښایاست څوک به شي؟

نو د هرې ډلې څخه یو یو مشر د نورو ځناورو منځ ته راروان شول، خو د سپیو او خرو کوم مشر معلوم نشوو، اخیره کې یو خر او یو سپی چې دوی سره نږدې وو بس ژر یې ورته رامنډې کړې او دوی سره په کتار کې ودریدل.

 

ګیدړې وویل: مونږ او تاسي ډیر زیات یوو،نو راځئ په دې کې به ددې ټولو یو مشر وټاکو او دا پاتې نور به ورسره وزیران، مشاورین او همکاران شوو!

لومړي سپي وویل که هرڅنګه وې زه باید د ټولو مشر شم،هلته ګیدړې وویل زه یې لایقه یم، زمریان غلي ولاړ ول څه یې نه ویل ،خرو رمباړې شروع کړې دامونږ مو ولي هیر کړي یوو- هیڅوک قدر نه راکوي، دې سره بیا یو شور جوړ شوو ، او دغې راټولیدنې کومه نتیجه ورنکړه او ټول حیوانات خفه خفه بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شول.

 

ګیدړانو همغسي خپلو مشورو ته ادامه ورکړه او ویل به یې، باید هڅې مو بې ځایه نشي،داخلک په چل ول راټول غواړي، ترڅو خپلو کې یوبل ته ضد کې شي او یو د بل له قصده دلته راشي،ترڅو مونږ مشران شوو یا کوم بل داسي ځناور وې چې زمونږ بیا پرې زور ورسیږي.

نورو ځناورو به هم هره ورځ خپلو کې سره په همدې موضوعاتو خبرې کولې،بس دځنګله تر مچ او میږیانو به همدا خبره زمزمه کیدله او په دې طمعه وه چې څوک به دا پاچاهي ګټي؟

 

دې کشمکشونو شپږ میاشتو نه زیات وخت ونیوه،ګیدړانو د خپل پلان لمخې یوه ورځ بیا له لوړ ځایه غږ وکړ، باید سره ټول شوو، داخو شرم دی چې ټول ځنګلونه مشران لري او مونږ یې نلرو، بس تاسي مشران شئ خو سبا به په همغه ځای کې بیا راټولیږو!

 

پر سبا ټاکلي ځای ته ځناورو ځانونه ورسول،داځل هغسي شور ماشور او ډیر کشمکش نه وو.

همغه پخواني ټاکل شوي ډلګی مشران بیا سره راټول شول،خو په دې ټولو کې یې چاڼ کولو او د مشرۍ لایق به یې نه بللو، بلاخره خبره تر زمري رسیږي چې باید دا وټاکل شي.

سپی ځان سره وسونګیده او خره هم یوه رمباړه وکړه،خو زمري چې غاړې تازه کړلې ټول ژر چوپ شول او څه یې ونه ویل،بس پریکړه وشوه چې زمری د ځنګله پاچا ، خر یې مشاور او دانور به یې وزیران او استازي شي.

تر ټاکل کیدو وروسته زمری هم د ټولو ترمخه پورته شوو، او خپله تګلاره یې روښانه کړه او د هرې احساساتي خبرې وروسته به یې ترشاه د خوښۍ شور جوړ شوو.

 

کلونه تیریدل او پاچاهي روانه وه؛

یوه ورځ پاچا زمري ته څو نور زمریان په ګیله ورغلل او ورته یې وویل: مشره تاخو زمونږ ټول قوت او زور مات کړ، زمونږ زیات زمریان دې ووژل یا دې بندیان کړل، داته څه کوی؟

 

پاچا سره چې د خبرې کوم منطقي جواب نه وو، نو غوښتل یې چې د زمریانو له غیرتي خبرو لکه تاسي زمریان یۍ، تاسي باتور یۍ … بس په همدې صفتونو ورته سر شوو.

او اخیره کې خو یې لا داهم ورته وویل، هغه وژل شوي او بندیان زمریان مې هم ستاسي د وقار ساتلو لپاره داسي کړي دي.

 

راغلو زمریانو ورته وویل: پاچا سلامت هغه څنګه؟

ده ورته ورته وویل: هغو زمریانو به کله له خرو، کله له سپیانو، کله له ګیدړانو سره جنګونه کول.

نو ما ته پدې غوسه راتلله چې تاسي زمونږ وقار ته ولي زیان رسوۍ او زمری څنګه له یوه خره سره بحث ته غاړه ږدې او یا جنګ ورسره کوي، لږ خو دخپل وقار او عزت ساتل هم پکار دی کنه.

 

دې سره راغلي زمریان غلي شول ،تر لږ سکوت وروسته یې ورته وویل: پاچا صیب اوس ګیدړان غواړي پاچاهي درڅخه واخلي او حمله درباندې کوي چې ودې وژني، زمونږ زمریان تا پخپل لاس ووژل او نور دې بندیان کړل، که حمله وکړي مونږ خو کم یوو، تا به څوک ژغوري؟

پاچا ورته وویل: ولي دا ترڅنګ مې غټ غټ خره او دانور ځناور نه وینۍ ، دوی به مې ساتنه کوي کنه!

 

دې وخت کې مکاره ګیدړه راغله او په نازو نخرو یې په پاچا باندې د زهرو جام نوش کړ او پاچا زمری مړ شوو.

کله چې دځنګله پاچا زمری مړ شوو،نو ګیدړانو دا نور راغلي زمریان عاجل بندیان کړل او پخواني بندي زمریان یې هملته په پنجرو کې ووژل او دې سره د زمري پر ځای ګیدړ د ځنګله پاچا شوو.

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,لنډې کیسې

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.