د درملو کڅوړه / نورالله غازي

0 10

نيمه شپه وه، چې ماشوم په ځانګو کې وژړېدو، مور يې له کټه پاڅيده، ماشوم يې راواخيست او تي ته يې واچاوه، د ماشوم خوله ګرمه وه، تی یې ښه نشو رودلی. چې مور يې پر تندي لاس کېښود، له خولې يې بې واره ووتل:
ـ  وی! وړکی خو داسې سور دی، لکه سکروټه، تبه يې ده….!
خاوند يې په کټ کې راجګ شو، سترګې يې وموښلې، د لاټېن په تته رڼا کې يې د ماشوم وچې او توربخونې شونډې وکتې:
ـ  لکه چې وړکی رنځور دی؟
ــ   هو، داسې سور دی، لکه اور!
ــ   دا څنګه تبه وه، پرون خو رک روغ و؟!
ــ   پرون يې هم لږه تبه وه؛ خو دومره سخته نه وه….
خاوند چې تر نيمايي په بړستنه کې پټ و، زياته کړه:
ـ ته دې لږ ټيکری ورته لوند کړه، پر تندي يې پرې کېږده، که لږه تبه يې کمه شوه….!
ښځې يې همداسې وکړل، څو شېبې وروسته د ماشوم تبه لږه کمه غوندې شوه. په کوټه کې نور ماشومان هم راوېښ شول شور او خبرې يې پيل کړې.
تور ګل دوه زامن او درې لوڼې درلودې، لومړی يې درې لوڼې پيدا شوې وې، چې دوی يې ډېر خواشيني کړي وو، په هر لمانځه کې به يې له خدايه نارينه اولاد غوښت. شيرېنو په ډېرو زيارتونو ګرځېدلې وه او په ډېرو جنډو پسې يې ځانګوګانې تړلې وې، له درې لوڼو وروسته خدای پرلپسې دوه زامن ورکړل، مشر زوی يې دوه نيم کلن و او دې کشري يې اوس شپږ مياشتې پوره کيدې. دواړه زامن يې ډېر نازولي وو، خو دا وړوکی يې پر ټولو ګران و، ټوله ورځ به خويندو په غېږ کې ګرځاوه.
سهار يې چې شیرینو ماشوم راواخيست حالت یې ښه نه و، ژړغونې یې خاوند ته وویل:
ـ وه سړيه وړکی ماته ښه نه برېښي(ښکاري) لږ يې ډانګتر مانګتر ته وروښيه، هسې نه چې….
تور ګل سوړ اسويلی وکړ:
ـ هی هی، څه ووايم ښځې! په جيب کې مې يوازې همدا اويا اتيا روپۍ دي، په دې به نو څه وشي….؟
شرينو، چې ماشوم يې په غېږ کې خوځاوه، په خواره خوله وويل:
ـ خدای خو شته، په پور به لږه دوا راکړي، چې کله دې د غره روپۍ راووتې، بيا به يې ورکړې….
تورګل چې پښه يې په بله اړولې وه، وویل:
ـ  ولاکه پوهېږم، نوره پيسې يې هم راسره دي، چې نور پور به راسره وکړي که نه؟
ښځې د ماشوم مړاوې څيرې ته وکتل:
ـ که وړکی تر سبا همداسې وي، نو څه ووايم، چې روغ پاتې شي….
ـ  وړل خو يې سخت نه دي، راځه راوايې خله، چې وړو يې.
***

ډاکټر د ماشوم خوله وازه کړه، سر یې وخوځاوه، بیا یې روڼي پرې پرانیستل، پر سینه یې ورته اله کیښوده.
شيرينو ورته وويل:
ــ   ډانګتر صیب هيڅ تبه يې نه شکېږي، ټوله شپه يې راباندې تېره کړه.
ډاکټر د معاینې اله له غوږونو خلاصه کړه او په غاړه کې يې واچاوله:
ـ  ترورې! ماشوم درنه سينه بغل شويدی، بايد په وخت مو رارسولی وای؛ خو خېر زه به دوا درته درکړم، په خپل وخت يې ورکړئ، انشاالله روغ به شي.
ډاکټر پر چوکۍ کېناست، قلم يې پر غاښونو ټکاوه او په الماريو کې ايښودلو درملو ته يې کتل، وروسته يې ژر ژر نسخه وليکله، درمل يې راواخيستل او په کڅوړه کې يې واچول، بیا يې د حساب ماشين راواخيست، ژر ژر يې سره وټکاوه، تور ګل ته يې وکتل:
ـ  تورګل ماما! څلور سوه اويا روپۍ درباندې راغلې.
تورګل د واسکټ د جيب ځنځير کش کړ. پيسې يې راواخيستې، ګوته يې ورته خيشته کړه او په خورا غمجنه لهجه يې وويل:
ـ  ډانګټر صیب، پيسې خو کمې دي، دا خو شپيته اويا روپۍ شوې، څلور سوه دې پاتې کېږي غره کې مې کار ….
ډاکټر خبره په خوله کې وروچه کړه:
ـ تورګل ماما، تا پسې نورې پيسې هم دي، نوره قرضه نشم کولی، پخوانۍ قرضه يو وار راکړه، بيا به ګورو، ټوله دواخانه مې قرضو وخوړه….
تورګل په سختۍ لاړې تېرې کړې، شيرينو چې پر مخ يې سور کتان ټیکری تر سينې راخور و، په زاريو وويل:
ـ  ډانګټر صيبه، وړکی رانه مړ کېږي، دوا مه رانه ستنوه….
ـ  ډاکتر چې له بل ناروغ سره په خبرو لګيا و، وويل:
ـ  ترورې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی؛ خو زه قرضه نشم ورکولی، دادی دوا مې دلته درته ايښې، چې کله مو پيسې راوړې دوا به درکړم ….
دواړه له درملتون څخه راووتل، تورګل بيا وروګرځيد.
ډاکټر ته يې وويل:
ـ  هغه دوا راته غلته نه کړې، زه پيسې درته پيدا کوم….
شيرينو په لاره ډاکټر ته ښېرې کولې او د ټيکري په پيڅه يې اوښکې او پوزه پاکول، تورګل ورته وويل:
ـ  ځه مه ډېره سونګېږه، زه ځم که د حاجي زيارت خان دوی نه مې دا پينځه سوه روپۍ راواخيستې….
تورګل ګړندی ګړندی روان و، په لاره کې يې د حاجي زيارت خان زوی جنت خان ولېد، چې دده نه مخکې  د کور په لور چابک ګامونه پورته کوي، ده غږ ورپسې وکړ، هغه مخ ورته راواړه :
ــ   څه وايې؟ زر راځه، چې ضرور کار لرم، تورګل په تيزۍ ځان ورورساوه، په خوا کې يې ودرېد او په وچو شونډو يې يوه دردوونکې موسکا جوړه شوه:
ـ  زه اوس کور ته درتلم، خو ښه شوه چې دلته مې وليدې، زوی مې ناروغ و، ډاکتر ته مې وروړ، پينځه سوه روپې يې راباندې پاتې شوې، دوا يې رانه ستنه کړه، که پينځه سوه روپۍ په پور راکړې، څو ورځې وروسته….
جنت خان چې پر څيره يې د خفګان او پريشانۍ نښې وې، وويل:
ـ  موږ ګوره په څه حال يو او ته وګوره، وايي يو له ولږې مړکيدو او بل يې سر ته پاستی لټاوه، جيب ته يې لاس کړ، يوه کڅوړه يې راوويسته:
ـ  دا وګوره! دا پيچکارۍ مې همدا اوس له ډاکټره راوړې، حاجي صاحب ډېر سخت ناروغ دی، له ورځې نه بلې ته خرابېږي، د خدای پيسې مو پرې مصرف کړې….
تورګل په خبره کې ورولوید:
ـ خېر دی، په دې پينځو سوو ستا هيڅ نه کېږي، خو زما زوی له مرګه پرې بچېږي، دعا به درته وکړو، خدای به حاجي صاحب درته روغ کړي ….
له دې سره جنت خان  د کور پر لور ګامونه واخيستل:
ـ ستا کار نشته، زه وايم په کور کې مې ناروغ پروت دی، ته لکه ازغی راپورې نښتی يې….

دا يې چې وويل نور په ګړنديو ګامونو روان شو.
تورګل څو شېبې حيران دريان ځای پر ځای ولاړ و، نور يې نو ټولې لارې پر مخ وتړل شوې، يوازې يوه لاره يې پر مخ پرانيستې وه، هغه هم د خپل کور پر لور، پر زړه يې د غمونو تورې وريځې راخورې شوې، غوښتل يې چې ښه په چيغو چيغو وژاړي؛ خو ژړا يې په زړه کې په يوه قهرجنه بريښنا بدله شوه، چې په ټول وجود کې يې وغځېده، حاجي جان ګل يې په زړه شو:
ـ  جانګليه که خدای دې په لاس راکړي، يوه يوه روپۍ به دې والله له کونې وباسم… کار وکړه ځان ستړی کړه او پيسې يوه نه درکوي…، که دا وار مې ولیدې، ولا له سپيو سره دې وتړم….
چې کور ته راغی ښځې يې ترې وپوښتل:
ـ څه دې وکړل سړيه له چا نه دې پيسې واخيستې که نه؟
ـ خاوند يې هيڅ ونه ويل، بې واکه پر توشک وروغورځېده، له سترګو يې ټپ ټپ د  اوښکو څاڅکي پر شنه ږيره وځليدل، شيرينو چې دی ولېد، هغه هم په سلګيو شوه، تر ډېره دواړه چوپ وو، وروسته تورګل چوپتیا ماته کړه:
ـ  څنګه دی وړکی؟
شيرينو چې ځانګو يې څنګوله، اوښکې یې پر لمنه پاکې کړې:
ـ  چې تا ليدلی و، له هغه نه بتر شوی، ښه شوی نه دی…
تور ګل اوږد اسويلی وکړ او يو ځل بيا د خيالونو په يوه توره نړۍ کې ورک شو، داسې نړۍ چې نه يو لوري ته لاره ښکاري او نه د رڼا څرک.
ماشوم ټول شپه زګيروي کول، له سينې يې خرپا اوريدل کيده، مور يې ټوله شپه تر سبا تېره کړه، کله کله به يې کورني دارو ورکړل؛ خو هغه به يې بيرته راقی کړل.
سهار چې تورګل لمونځ ادا کړ، د جمعې جومات لاسپېکر وډنګول شو، غوږونه يې ورته څک کړل، د چا د مړيني اعلان و، چې کړکۍ ته پورته شو؛ نو پوی شو چې حاجي زيارت خان مړ دی.
ښځې يې ورته وويل:
ـ څوک مړ دی؟
ـ حاجي زيارت خان ولې نه پېژنې؟
ـ  همغه پيسه دار زيارت خان؟
ــ   هو، همغه مړ دی، پرون يې زوی ډېر پرېشان مالوميدو، ويل يې حاجي صاحب په سختۍ کې دی.
څو ساعته وروسته تورګل د حاجي زيارت خان په جنازه کې ناست و، دومره خلک وو، چې تورګل تر اوسه په بله جنازه کې نه وو ليدلي. چې کله په خلکو سکات ويشل کيدو، د تورګل زړه بې واکه په درزېدو شو، ده ليدل چې پر خلکو شنه شنه د پېنځو سوو لوټونه ويشل کيږي، ده خپل ناروغ زوی په زړه شو، زړه يې د خوښۍ کمزورې درزا پيل کړه اود فکرونو په يو زرين سين کې ډوب شو: دی ژر د پينځو سوو لوټ په جيب کې ږدي په يوه منډه ځان تر ډاکټره رسوي، ډاکټر د درملو کڅوړه ورکوي، دی يې په منډه تر خپل کوره رارسوي، زوی يې د درملو په خوړو رغېږي او په خندا خندا دده غېږې ته ورخېږي، د تل په څېر ږيره په منګولو کې ترې رانيسي او دی يې بې درېغه پر اننګيو ښکلوي….
د يو کس په لاس يې د خيالونو لړۍ وشليده، د پېنځو سوو لوټ يې د هغه له لاسه واخيست، په منځ يې قات کړ، د واسکټ د جيب ځنځير يې کش کړ او لوټ يې پکې کېښود. دی اوس په جنازه کې داسې و، لکه په سکروټو چې ناست وي، جنازه چې قبر ته وړل کېده، تورګل د خلکو له مېنځه ځان وويست او ډېر په تيزۍ يې ځان ډاکټر ته ورساوه، ډاکټر ته يې د پينځو سوو لوټ ونيو، د درملو کڅوړه يې راواخيسته او په ګړنديو ګامونو د کور په لور روان شو، چې د کور د انګړ دروازه يې پرانيسته، د ښځې چيغې او ژړا يې واورېده، د کور انګړ يې د ګاونډ له ښځو ډک و. د تورګل پر سترګو توره تياره خپره شوه، سر له نوکه يې يوه څړيکه د بريښنا په څېر په ټول وجود کې وغځیده او د درملو کڅوړه يې پر ځمکه وويشته.

Comments
Loading...