دې ته وائې مینه-لنډه کېسه

شاه ولی ارین 

0 37

هغه وخت ډېره ځوانه وه، د نښتر شانته جګ قد، نرۍ ملا، خرمائې اوږده او د وریښمو غوندی پاسته ویښتان، تکې شنې سترګې، د مڼو په څېرسره اننګي، کټ مټ لکه هوسۍ او دومره خندنۍ چې د سیمې ټولې نجونې او ښځې یې په یو ځل لیدو سره، پرته له دې چې په خبرو یې پوه شي، خپلې کړې وې.

هغه کله، کله یواځې د خوراکي توکو د رانیولو له پاره مارکیټ ته راتله، خو کله چې به له کوره ووته نر او ښځو به ورته په ځېر سره کتل او د ماشومانو خو به ډله ورپسې روانه وه.

هو! ماشومانو به چا ورته خره شو، چا دوشکه یانې دیوشکه او چا به کرسیبه، کرسیبه ورپسې چیغې وهلې. خو هغه به په خندا ترې تیریده او خپله مخه به یې وهله.

سویته (سویتلانه) تازه له خپل خاوند یعقوب سره چې په اوکراین کې یې زده کړې پای ته رسولي وې، هیواد ته راستانه شوي وو. یعقوب د عسکری د مکلفیت دوره له یو جګپوړي شوروي جنرال سره چې د افغان اردو په لیکو کې سیاسي مشاور و، د ترجمان په توګه ورسره تېروله او د کابل په زړو مکروریانو کې یې یو دوه کوټیز اپارتمان د سویتلانې په خاطر، د همدی مشاور په ملاتړ تر لاسه کړی و، چې په هغه وخت کې د مکروریانو د کورونو ویش حتا افغان لوړ رتبه مامورینو ته هم ستونزمن کار و.

یعقوب د سویتلانې خاوند چې د پنجشېر اوسیدونکي و د پنځوکلونو په شاو خوا کې یې د اوکراین مرکز کیف کې چې د ښکلاوو ښار ورته وائي، د زراعت او مالدارۍ په څانګه کې د ماستري تر کچې زده کړې کړي وې.

یعقوب خورا چالاک او د خوږې ژبې او سمبولیکو حرکاتو لرونکي و، چې له واره به یې جادو پر هر چا اغیزه کوله او د ده موخې به پوره ترې  تر لاسه کیدلای شوې.

یعقوب د عسکري د مکلفیت دوره په ډېرې اسانۍ تېره کړه او د سویتلانې له برکته یې د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې د لوی مدېرمناسبه دنده تر لاسه کړه.

دا هغه وخت و، چې شین سترکې روسان د هیواد په ښارونو او ځینو ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای شوي او جکړه یې کوله، همدا ډول یو شمېر له روسانو سره پروتوکولي په نوم مجاهد قوماندانان چې پر خپلوافغانانو یې هیڅ رحم نه کاوه، د ملحد او کمونست تر نامه لاندې د وژنو دغه لړۍ په درز سره روانه وه.

ځینو بی رحمه انسان وژونکو او هیواد ورانونکو به د کابل د شاوخوا سیمو نه ړانده توغندي را توغول چې هیبت او غږونو به یې انسانان خو پر ځای پریږده، حتا سپي هم کړونجول.

دغو ړندو راکټونو به هر ورځ په کابل او د کابل په شاوخوا سیمو کې بی شمېره کورنۍ د غم پر ټغر کینولې او هره ورځ به د نورو هدېرو تر څنګ، د مرنجان د شهیدانو پر تپه د چیغو او واویلاو نارې سورې اسمانونو ته پورته کیدلی.

دا هغه غم لړلی ماښام و چې سویتلانه هم د خپل کوچنې ماشوم سره چې په لاسي رکشا کې یې د زړو مکروریانو مارکیټ خوا ته روان کړي و، د دریو غبرګو راکټونو له وهمه ډک د تالندې شانته غږ تر غوږه او سمدلاسه یې د دغو راکټونو په لګیدو سره دغه تورماښام نور هم بد رنګه تور کړ، چیغې او فریادونه پورته شوول، د وینو دارې او د غوښو ټوټو ټول چاپیریال داسې بدل کړ چې له وېر او خوابدۍ نه هیچا ورته په خلاصو سترګو کتلای نه شول. د سویتلانې سپین مخ او سره اننګې هم تورو دودونو تک تور اړولی وو، خو د چرو زخمونو یې وجود څو ځایه ټپې کړی اما له پښونه، نه وه غورزیدلی او په دومره وارخطائې یې د ځوی رکشا د کور پر لور را ځغلوله چې د رکشا نه وینی بهیدی، خو د دې ورته پام نه و.کله چې کور ته دننه شوه، په دغه وخت کې یعقوب هم له دندې راغي او په کور کې یې د سویتلانې تور مخ او د رکشا نه د وینو بهیدا ولیده، سویتلانې چیغه کړه:

«اخمید، اخمید شتو موی سنوک تې اومیر»

کله چې يې په رکشا کې سرې وینې ولېدی د واره بې سده شوه، خو یعقوب چې احمد په وینو لړلی را جګ کړ، خوبلنې سترګې ماشوم په ژړا شو او هغه وینه د ماشوم نه، بلکې د هغه سیکو ساعت په لاس د کوم بیګناه انسان لاس و چې د راکټ په لګیدو د احمد رکشا کې را لویدلی و.

یعقوب د لاس ټوټې سره د پېښې سیمی ته ولاړ چې امبلانسونه او امنیتی چارواکې د پېښې د شهیدانو د جسدونو اود بدن د ټوټو په راټولولو بوخت وو، دغه ټوټه یې هم هغوی ته وسپارله، تر هغه ځایه چې ویل کیدل په دغه پیښه کې تر شلو زیات مړه او تر څلویښتو ډېر ټپیان شوی وو.

دغې پیښې سویتلانه خورا ډاره کړی وه، او یعقوب هم له ځان سره پریکړه کړی وه چې سویتلانه به اوکراین ته لیـږی. سبا چې دندی ته ولاړ، سویتلانې او احمد ته یې ټکټ او د تلو اسناد جوړ کړی او په ډېره خوشالۍ سره یې د سویتلانی مخی ته کیښول، مګر سویتلانی تری پوښتنه وکړه چې:

«ګدی وش بیلیت؟»

یعقوب:

«یه نیمګو پایخت، پتموشته مینیه ایست ربوته، نې رزریشایت موی ناچالنیک»

سویتلانه؟

«یه توژه نیمګو پایخت بیز تیبیه»

په دی توګه سویتلانه پر یعقوب دومر مینه وه چې د خپل ژوند او مرګ سوچ یې هم نه شو کولای.

تر کلونو وروسته پاڼه بدله شوه، شورویان له هیواده ووتل، هغه ناورین لا پای ته نه و رسیدلای چې پر هېواد وسله وال ګروپونه برلاسي شول، غله، ټوپکمار او ایله جاري لنډغر د هیواد د واک څښتنان شول، اوس نو یعقوب چې په خپله سیمه ایزی یوې ټوپکي ډلې سره یې تړاو درلود نور هم پیاوړی شو.

اوس نو د یعقوب ژوند ورځ تر بلی بدلون کاوه، د ډېرو پیسو، کورونواوجایداد خاوند شو، مخه یې عیاشي اوهغو کارونو ته شوه چې ورځ تر بلی یې د سویتلانې باور او مینه تری کموله او نور سویتلانه هغه ته لکه د تېر په شان میرمن نه ښکاریده، حتا دا چې هغه د سپیڅلي او پاک زړه میرمن یې وار، وار په درواغو خبرو او کړنو تېرویسته تر څو خپل باور او د هغې مېنه له لاسه ور نه کړی.

کله چې هغه خوارکۍ وپوهېده او خپل د عمرونو مینه چې سختی حتا د مرګ او ژوند شېبې یې ورسره په صداقت او ریښتینولی تېرې کړې وې او یوه شیبه یې هم د بیلیدو فکر نه شو کولای، ځان یې نور کاملآ افغانه ګڼله او د همدې مېنې په خاطر یې اوس دری ژبه هم  زده کړی وه؛ نور یې خپل ځان د دې وحشی ځناور وړ نه ګاڼه، خپله لار یې بدله کړه او یعقوب ته یې داسی وویل:

«ما له تاسره دومر مینه لرله چې په اکرائین کې می خپله کورنۍ او هر څه پریښول، راغلو ستا وطن ته دلته می څومره سختی ورځې درسره تېرې کړې، مګر غلط فکر می کړی و، ځکه ته یو وږی، ذلیل او پست انسان وې، د خپلو هیواد والو وینې دې وڅکلې، هیڅ دی نه درلودل اوس دې ددی وطن د خلکو مالونه لوټ کړل، وار، وار دې دروغ وویل ناوړه او غېر انساني کارونو ته دې مخه کړه، نو ځکه پر تا او ستا پر فکر لعنت وي. دا احمد چې زما دزړه ټوټه ده، دا دې هم در مبارک وي، ځکه له ځان سره یې نه بیایم او د تل له پاره به یې هېروم،ځکه چې ستا نطفه ده او ده ته چې کله ګورم ستا مرداره څېره او کړنې به مې مخ ته درېـږي، خو یو څه په یاد ولره چې  زما د صداقت اوپاکې مینې حساب به یوه ورځ حتمی ورکوی.»

پای

Comments
Loading...