دوکه مار پاړوګر

خیال ستانکزی

0 40

د لمر سترګې مخ پر ځوړي تیندکې وهلې، د کور څاروي مو د کور پر لوري را وخوځول، ښایسته د سیند له غاړې کمره ته ورلنډ شو، کمر لوړ و؛ خو د تګ را تګ نرۍ لاره یې لرله، کمر سوری_سوری و، څو ډَولو الوتونکو پکې ځالې جوړې کړې وې. د چوڼچڼو او ښارونکو غږونو یو د بل غږونه سره ګډ وډ کړي وو.
تندۍ لنګه سکاڼه غوا ترټولو مخکې روانه وه، غولانځه یې هم ښه ډکه وه او رمباړې یې وهلې.
ګل محمد راغږ کړل: سورګله! وا سورګله!
هغه سوري ته دې پام دی؟ چې هغه ښارونکې ورځي او ننوځي_ ورځي او ننوځي، چې دا ولې؟
__ ورته مې وخندل. لېونیه! نه وینې!؟ مازیګر دی، خپلو ځالو ته ننوځي شپه پکې سبا کوي.
__ نا داسې نه ده سورګله! په یوه ځاله(سوري) کې باید دوه ښارونکې شپې سبا کړي، نه ګورې چې بې شمېره ښارونکې ورننوځي!؟
ته راځه چې نږدې ورشو او وېګورو.
ورته فکر یوړم؛ ګل محمد ښه وایي، په دومره واړه سوري کې د دومره ډېرو ښارونکو ننوتل!؟ عجیبه.
__ سورګله! راځه څاروي کور ته وروسو بیا به ورپسې راشو، لږ به تېاره هم شي.
کور ته ورسېدم، څاروي مې د اخورونو خوا کې په مېوګیو ټینګ وتړل او د شپې لپاره مې ورته ټانټې واچولې.
ور وټکېد. ورووتم، ګل محمد و.
دواړه چټک روان شو.
لمر سترګه لوېدلې وه. خوپه_ خوپېا وه. کمر لوړ و. نږدې اته متره یې اوږد والی درلود.
هغه سوري لاندې ودرېدو، چې ښارونکې ورننوتې.
لاندې ډې بڼکې پرتې وې. ورته حیران شوم، چې دا څنګه!؟
سوری زموږ د دواړو له ونو پورته و، لاس مو نه ورسېده.
سور ګل کلک شله و، چې ورپورته کېږم او ټولې ښارونکې رانیسم.
په خوله مې نه و، هرڅومره مې چې ورته وویل: اوبال دی، پرېږده یې چې شپه تېره کړي؛ نه یې منله، کلک شله و، چې زما په اوږو ودرېږه او ورپورته شه؛ که ته نه ورپورته کېږې؛ بېا زه ورپورته کېږم.
مجبور یې کړم، چې په اوږو مې پښې کېږدي او سوري ته ورپورته شي.
ګل محمد غوښین هلک و، ایله مې پورته کړ، پښې مې لړزېدلې.
چیغه شوه، ګل محمد لاندې راولېد، شټنکې یې وهلې، په څو دقو کې تکتور واوښت.
چیغه مې کړه، هلۍ مرسته_ هلۍ مرسته.
د کلي خلک راخبر شول، ګل محمد یې ځنځولۍ کړ، د کلي نږدې ډاکټر یې ورساوه؛ خو وختي یې پور پرې کړی و.
د ګل محمد دوی په کور کې د غم اوښ ګونډې وهلې وې، په کور کې یې قا_ قو وه.
د کلي سپین ږیرو وروغوښتم، چې په ګل محمد څه وشول!؟
کیسه مې ورته له سره تېره کړه.
بهادر ماما راغږ کړ، چې داسې ده؛ نو ګل محمد مار چیچلی دی. په خونه کې ګونګوسې شوې. بهادر ماما غږ کړل، چې غلي شئ! ددې مار وژل پکار دي، دا څنګه مار دی، چې غټ_ پټ هلک یې توره ایره کړ.
شپه تېره شوه، مړي د خښولو له دوده وروسته د بهادر ماما په شمول پنځه سپین ږیري سره کېناستل، چې مشوره سره وکړي.
دوی دې مشورې ته سره ورسېدل، چې په ولسوالۍ کې یو پاړوګر دي، هغه دې راوستل شي او مار دې ژوندی ونیسي.
په سبا یې پاړوګر ته خبر ورولېږه، چې راشي او مار دې ونیسي.
په کلي کې نغاره ووهل شوه، چې کلي ته پاړوګر راغلی او هغه مار نیسي، چې ګل محمد یې چیچلی و.
خدای بښلي ګل محمد دوی لوی مېلمستون درلود، وروېغوښتم، چې پاړوګر ته هم کیسه تېره کړم. پاړوګر وړاندې ناست و، اوږدې څڼې یې په اوږو پرتې وې. سرې_ سرې سترګې یې لرلې.
پاړوګر وویل: دا تور مار دی، دې ته د مارانو پاچا وایي، ددې مار نیول هم سخت کار دی، توکل یې پر خدای(ج).
پاړوګر د دوه کلن مږ غوښتنه وکړه، چې حلال یې کړئ او لم یې ورته پکار دی.
تړکنده غرمه شوه، د لمر شوغلو بڅرکي شیندل.
پاړوګر خپل شاګرد ته د وري لم ور په شا کړ او ډله خلک ورسره روان شول. پاړوګر د کمره خواو شا وګرځېد، خلکو ته یې کړه، چې لرې کېنئ، هسې نه چې مار ورته زیان ورسوي.
پاړوګر د وري لم ټوټه_ ټوټه کړ، پر ځمکه یې اوه کړۍ خطونه ووېستل، د لم ټوټې یې پر خطونو کېښودې او خپله د اوه خطونو په منځ کې کېناست.
شپېلۍ یې پیل کړه، شپېلۍ چې ښه ګرمه شوه؛ نو  تور مار په یو بل مار سپور له غاره راښکته شو؛ کله چې ځمکې ته راورسېد له بل مارا ښکته شو او د پاړوګر پرلوري ورغی، پاړوګر خو له ځانه د لم اوه کړۍ تاوې کړې وې. مار د لم په یوې ټوټې خوله خښه کړه؛ په بله یې خښه کړه، چې په اومه ټوټه یې خوله خښه کړه، مار د لم له ټوټې خوله لرې نکړه او سر یې کېښود.
پاړوګر پرې ورټوپ کړل، مار یې له ستوني ونیو او سملاسي یې د مار ستونی په چاقو ورپرې کړ.
پاړوګر مړ مار په کڅوړه کې وردننه کړ او د ګل محمد دوی مېلمستون خوا روان شو.
خلکو پاړوګر له خوښیه په غېږ کې ونیو چې له بلا یې خلاص کړل.
پاړوګر شله و؛ اجازه دې ورکړل شي، چې لاړ شي؛ خو د کلي مشرانو پرېنښود، د شپې تېرولو لپاره یې راستون کړ.
د پاړوګر د شپې پاتېکېدو شرط دا و، چې ده ته دې دېګی، څمڅه او د پخلې نور توکي راوړل شي، چې دی نیول شوی مار پخوی او خوري یې.
زه خپل کور ته راغلم، ډوډۍ مې وخوړه او د غورو لپاره پاړوګر ته، چې د ګل محمد دوی په مېلمستون کې و ورغلم.
د مېلمستون دهلېز ته وردننه شوم، په پزه مې ښه بوی ولږېد.
په توردیګي مې سترګې ولږېدې، دېګی ککړ و، ګوته مې پکې ورتاوه کړه او ومې څاټه. خسوڅکي_ خسوڅکي غوښه هم پکې وه.
مېلمستون ته وردننه شوم، سلام مې پرې واچاوه، دوی ډوډۍ خوړلې ناست وو، چای یې څښه.
وروسته مېلمستون ډک شو، کیسې ګرمې روانې وې.
بهادر ماما په پاړوګر ورغږ کړل، تاسو د مار غوښه ولې خورئ؟
پاړوګر وویل: تورماران د ماراونو پاچایان وي؛ کله یې، چې غوښه وخوړل شي او هضم شي د وخت په تېرېدو سره د ځمکې لاندې، چې کوم قیمتي شیان لکه: سره زر، سپین زر او داسې نور خښ وي موږ یې لیدلای شو او بیا یې راباسو.
بهادر ماما په ګونډو شو او خواست یې وکړ، چې د مار لږ پخه غوښه دې ورکړل شي، چې وېخوري، خو پاړوګر ورته وویل: چې ټوله یې خوړلې او نوره نشته.
په زړه کې مې څړیکه شوه، چې ما خو هم د تور مار د غوښې دېګی وڅاټه؛ نو زه به هم دا شیان لیدای شم!؟
ځان مې غلی کړ او چاته مې حال ونه ویل.
وروسته د باندې ووتم؛ غوښتل مې چې کور ته لاړ شم، د ځمکې لاندې د سپینو زرو خښ شوی منګی مې ولید.
بېرته راتاو شوم، مېلمسون ته مې رامنډه کړه، چې مشر ورور مې را خبر کړم.
په مېلمستون وردننه شوم، ساه نیولی مې په ورور غږ وکړ، چې هلته له ځمکې لاندې یو منګی دی.
د مېلمستون خلک هک_ پک شول، چې دا زه څه وایم!
پاړوګر او شاګرد یې یو بل ته وکتل او حیران شول.
پاړوګر دیګي ته رامنډه کړه؛ پوه شو، چې دېګی ما څټلی دی.
په خلکو یې غږ وکړ، تاسو مه ښورېږئ قرار په خپلو ځایونو کېنئ! زه له سورګل او ورور سره یې ځم وګورم، چې رښتیا منګی شته او که نا.
زه یې له لاسه ونیولم او روان شو. په نیمه لار کې یې له جیبه د ګولیو ښیښه یې بوتل راووېست او یوه ګولۍ یې ماته راکړه، چې وېخورم.
تاکید یې دا و، چې دا ګولۍ وخورم او نور شیان هم میندلای شم.
خو پاړوګر راسره په دوکه کې و، دی پوهېده، که زما خوړلې د مار غوښه_ ښه هضم شي؛ بیا ډېر د ځمکې لاندې څه لیدلای شم.
دوکه شوم. ګولۍ مې وخوړه؛ خو ګولۍ داسې یوه ګولۍ وه، چې زه یې په کانګو(استفراق) راوستم؛ هغه څه مې، چې خوړلي وو، بېرته مې وګرځول.
کېناستم، سر مې راباندې تاوېده، په خوارۍ د منګي ترځایه ورغلو؛ خو نه منګی و او نه سپین زر.
پای.

Comments
Loading...