خواشینونکی بدلون – (لنډه کیسه)

شاه ولی ارین شاه ولی ارین

0 63

په شنو پسته ېې رنګه، شانته بسونو کې چې نن سبا په ټوله اروپا کې د مساپرو په خدمت کې دي، خورا په زړه پورې او هوسا سفر په کې تر سره کیدای شې.

دغه بسونه په ټوله اروپا کې د سورلیو لپاره په ډیره ارزانه بیه تر لاسه کیدای شې.

ما هم څه موده وړاندې له دغو امکاناتو نه ګټه پورته کړه اوله یو ملګری سره په ګډه می د یو دوست سره د بڼډار په خاطر سویدن هیواد ته د یوې اونۍ لپاره له کورسره مخه ښه وکړه.

سفرخورا په زړه پورې و.شپه ډیره تیاره وه، باران په شرق اوریده، د سویدن د مالمو په ښار کې مو د دوه ساعتونو انتظار شیبې تیرولې چې د یو بل بس نه یو شمیر سورلۍ راکوزې شوې، یوه زړه ښځه او دوه نور ملګری یې هم له دې بس نه را کښته شول، په ډیره مزه او خندا یې یو له بل سره مخه ښه وکړه او ښځه ترې روانه شوه او پاتی دوه کسان زموږ خواته رارون او زما تر څنګ په تم ځای کې کیناستل، د خبرو نه یې جوته شوه چې افغانان دي.

څوک چې زما تر څنګ کیناست غنم رنګي په قد جګ خندني او ټوکمار شخص بریښیده. په خندا او ټوکو یې خپل بل ملګری ته د هغې زړې ښځې په هکله خبری پیل کړې او وئې ویل:

« په کوپنهاګن کې د بوس له ستیشن نه همدا زړه ښځه ګومان کوم چې له اویا کلونو نه به یې عمر ډیر و، بوس ته راجګه شوه او لاسی کوچنی بکس ورسره زما تر څنګ تشې څوکي کې کیناسته. ما یې بکس تری واخیست او پاس می ځای پر ځای کړ. رانه یې په سویډني ژبه مننه وکړه. کیناسته د شپې لس بجې وی.

ما په خپل تیلیفون کې د یوې روسۍ ملگرې سره په روسي ژبه د زړه خواله کوله چې څنګ ته می ناسته خبرو ته متوجه شوه ، د واره یې راته لاس راکړ ویل یې:

« ده زدراسویتی، کک دیله، تی اتکودا (سلام، څنګه یي، ته د کوم ځای یې؟)‎

ما ورته په روسی وویل مننه، ته څنګه یې، زه افغان یم.

د دی خبرې په اوریدو د واره له ځایه راجګه شوه کلک یې په غیـږ کې ونیولم، دومره یې په مینه او زور په غیږ کې نیولی وم لکه کله چې وروستی وارد څو کلونو وروسته هیواد ته تللی وم اوخپلې ګرانې خدای بښلې مورهمداسې ټینګ په غیږ کې نیولی وم. هغه حالت می کټ مټ رایاد شو.

څو شیبې په داسی حال کې چې خوله یې له خندا ډکه وه، راته یې وویل:

« زه کرستیانتینه یم، په تیرو کلونو کې می څو واره د مینې، محبت او میلمه پال هیواد افغانستان ته سفرونه کړی دي، هو لومړی سفر مې د ظاهر شاه پاچا په وخت کې ۱۳۴۹ کال کې او دوهم تګ می به ۱۳۵۴ کال د داود خان په وخت کې او دریم سفر می په ۱۳۵۷ کال د نورمحمد ترکی په وخت کې ستاسو هیواد ته درلود په دری واړو سفرونو کې می د بامیانو د تاریخی اثارو، د ننګرهار د فارمونو، د غزنی او بلخ د تاریخی او باستانی ښارونو نه لیدنه وکړه بی له کوم ډار او ګواښ نه لکه یو افغانه وګرزیدم ځینو کورنیو میلمه کړم، قابلی پلاو، منتو، اشک، د تناره ډوډۍ او شیرچای می د لومړي ځل لپاره په همدغو درې سفرونو کې وپیژندل، خورا خوند می تری واخیستل.

ما چې ولیدل د نړۍ له سلو نه ډیرو هیوادو ته می سفرونه کړی وو، خو کومه مینه محبت، غیرت، همت اومیلمه پالنه چې ستاسو د هیواد په خلکو کې موجوده وه، د نړۍ په بل هیڅ یو هیواد کې مې تر سترګو نه شول».

هغې کیسه کوله ما ورته هو، هو ویل، خوارکۍ بیده شوه، خو تر لنډ خوب وروسته را پاڅیده او رانه یې پوښتنه وکړه:

«کک تیبیا زووت؟ (نوم دی څه دی)»

سپسیبه نوم می حضرت ګل دی، بیا یې د خپل تیلیفون شمیره راکړه او راته یې وویل:

«غواړې چې یو څه پاتی کیسه نوره هم درته وکړم؟»

ما ورته وویل پژالیسته، (مهرباني وکړئ)، هغې کیسه بیا داسی پیل کړه:

«دا چې ستاسو له هیواد او افغانانو سره مې مینه لرله څلور واره بیا هم تللی یم. لومړی ځل چې موږ شورویانو ستاسو په هیواد یرغل وکړ، جمهور رئیس امین مو وواژه او ببرک کارمل مو د هغه پر ځای کیناوه. بل وار چې ولاړم خلکو داسی ویل چې په نوم خو حضرت مجددی ناست دی، خو واګي ټولی د جمعیت له شورای نظار سره وې.وروستي دوه سفرونه می د امریکایانو له یرغل نه وروسته د حامد کرزي او اشرف غنی د حکومتونو په وخت کې تر سره کړی دی.»

تواریش حضرت ګل، یانی ملګری حضرت ګل!

وروستیو سفرونو ډیره نا هیلې کړم، پاڼه بالکل اوښتې وه، په تیرو سفرونو کې د پغمان د درې، د ګل غونډۍ د میلې او لسګونو نورو خاطراتو ارمان مې وکړ.

اوس نور نه هغه چاپيریال و نه هغه مینه، محبت او نه نور هغه میلمه پالنه. داسی سوچ کیده چې نور هغه ټولنه او هغه کلتور او فرهنګ له سټی بدل شوی دی. هغه د بامیانو د امیر د بند د سل ګونو سیلانیانو او توریستانو ځای اوس لوټګرو، وژونکو تروریستانو نیولي دی. یوازی له کابل نه، د نورو ښارونو د تګ راتګ اجازه می نه درلوده، هسی لکه یو زندانې ژوند می تیراوه. په وروستي سفر کې یو ټکسی چلونکي لاسی بکس، چې یو لږ اندازه پیسې او د اړتیا وړ شیان په کې وو، رانه و تښتاوه، بیا می سوچ وکړ چې سفر لنډ کړم، تر څو د ځانې خطر نه ځان بچ کړم.»

دا چې زموږ د ګډ سفر لنډ وخت پاتی و، نو کرستیانتینی خپل اند زموږ د هیواد له سفرونو نه داسې څرګند کړ:

«افغانستان یو ښکلی تاریخی هیواد و او دی، خلک یې ښکلی غیرتمن او میلمه پال وو او دي، خو په خواشینۍ سره چې پردیو، نیواکګرو، حریصو ګاونډیو هیوادو، ستاسو ټولنه او خلک د خپلو ستراتیژیکو موخو د نیابتی جګړې ښکار و ګرځول، بیګانه پدیدې یې ستاسو په هیواد والو کې ترویج کړې، ستاسو کلتور او فرهنګ، مادي او معنوي ارزښتونه یې دومره درته زیانمن کړل او دومره یې سره وویشلئ چې د بیا جوړونې چانس مو خورا لږ دی.

ریښتیا خبره خو داده که ستاسو هیوادوال سره یو موټی نه شي، خپل تیر ارزښتونه را خوندي نه کړي، خپل دوست او دوښمن ونه پیژني د ځان او د هیواد د ګټو ارزښت یو ونه ګڼي؛ همدا نا انډوله لړۍ به کلونه ـ کلونه دوام ولري او بیه به یې همدا خوار او بیچاره افغان ملت پرېکوي.»

د کرستیانتینی ددی وروستیو خبرو پای وو چې د فلکس بوس تمځيته ورسیدو او لارې مو سره بیلې شوې، خو د تیلیفون شمیره یې لرم چې په راتلونکې کې به ورسره اړیکې ټینګوم.»

پای

Comments
Loading...