خر (لنډه کیسه) / محمدخالص ادیب

0 114

پرنیان تر ګوته کش کړم، ورو یې وویل:

  • همی کتابخانه اس

په دروازه ور د نننه شو، مخامخ لوحه مې له نظره تېره کړه:

  • به کتابخانه مولانا خسته خوش امدید

تر مېز چارچاپېره ژېړو څوکیو او منظمو کتابونو خوند کړ، پرنیان وړاندې ولاړه، د ارواپوهنې له برخې څخه یې کتاب راواخیست د مېز بلې غاړې ته مخامخ راته کېناسته، د کتاب پانې یې پرانستې له جیب څخه یې غوږۍ راوخیستې لاسونه یې غوږونو ته یوړل، د کتاب په پاڼو کې یې سترګې وګنډلې، ښه شېبه له یو بل سره نه غږېدو، ما هم کتاب راوانخیست، د مېز په سر مې کېښود، د موبایل په سکرین مې ګوتې کش کړې، فیسبوک کې آنلاین شوم، هو ریښتیا کیسه داسې نه ده؟ ریښتیا درته وایم، ما پرنیان بېخي لیدلې نه وه، هېڅ مې نه پېژنده، راغله، د چارجر غوښتنه یې رانه وکړه، کله مې چې له نظره تېره کړه، بدون له یوې ـ دوو مې چارجر ورکړ، ولاړه، یو نیم ـ دوه ساعته وروسته یې بېرته راغله، چارجر یې راته ونیو، مننه یې وکړه، حرکت یې وکړ، دوه ـ درې قدمه وړاندې واړه، بېرته راوګرځېده راته یې وویل:

  • نامی فیس شما چیست؟

په نازکو ګوتو کې یې موبایل راته ونیو، لاس مې وراوږد کړ، په سکرین مې ګوتې کش کړې، د فیسبوک په پلټنه کې مې خپل نوم ورته ولیکو، انټر مې کړ، د سترګو له کونجونو مې په غلا د دې مخ له نظره تېر کړ، سترګې یې د موبایل په سکرین کې ګنډلې وې تار ژیر طلايي ویښته یې ځوړند و، ورو مې کړل:

  • همی آیدی مه اس

نرۍ شونډو یې وخوځولې:

  • تشکر

ما کړل:

  • خواهیش

حرکت یې وکړ، د مېز له سره یې کتاب واخیست، د کتابتون بر سرته ولاړه بېرته راغبرګه شوه، د خدای پامانۍ په انداز یې په بڼو راته اشاره وکړه، ما سر د مخې ښې په انداز ورته وښواروه، تر دوازې ووته زما په ذهن کې د هغې څېره تاوېده ـ راتاوېده، ساعت مې له نظره تېر کړ، پورته شوم، د کتابتون دروازې خوارته راغلم، د وره هماغه ځای مې یوه شېبه کلک ونیو کوم چې هغې نجلۍ څو شېبې مخکې ورباندې لاس اېښی، ووتم، د سړک یوه او بله  غاړه مې له نظره تېره کړه، موټر ته مې لاس ورکړ کور ته ولاړم

***
دوې اونۍ به تېرې شوې وې، هو باور لرم دوې اونۍ وې، ماښام و، روښناییي او تیارې شونډې سره لګولې وې، د غرونو په څوکو د اسمان په اننګو کې سروخي لیدل کېده، په کړکۍ کې ناست وم، زړه مې تنګ و، په ونه کې د مرغیو له چڼچڼ څخه خوند اخیست، جیب ته مې لاس کړ، د موبایل په سکرین کې مې مخ له نظره تېر کړ، خپله څېره مې راته ښه نه ښکارېده ، فیسبوک کې آنلان شوم، کړنګ شو، مسېج راغی لیکلی یې و:

  • مه همان دختری چارجر استم

بلنه مې یې قبوله کړه، د موبایل په سکرین مې ګوتې کېښودې:

  • درست اس تشکر

یوه ـ دوې ـ درې همداسې نیم ساعت ـ یو ووت، ځواب یې رانغی، له ځانه سره مې وویل:

  • ورکه کومه ایلايي نجلۍ ده

شپه پخه شوه، اسمان مې له نظره تېر کړ، ستورو سترګکونه راته وهل، سپوږمۍ یې خپل مین ته له مخ ټول څادر لرې کړې و، هر څه لیدل کېدل؛ خو پیکه ښکارېدل، سګریټ مې په ژبه تېر کړ، د لایټر ټک شو، له خولې مې حلقه حلقه دودونه پورته کړل، شونډې مې وخوځولې، سندره مې زمزمه کاوه، بیا مسېج راغی:

  • سلام خوبی؟

ځواب مې ورکړ، خبره مې ورسره اوږده کړه، ډېرې ورسره وغږېدم، د ژوند په دې او هغې اړخونو مو بحث وکړ، دې سوالونه ما ځوابونه او کله ما پوښتنې دې ځوابونه راکول، شپې درېیمه برخه پیل کړې وه، خوب د ارام غېږ راته شلولې وه، خوب مې له وجوده غېږ چاپېره وه، مجبوره وم، ځان مې په کې ړنګ بنګ کړی وای؛ ځکه سترګې مې پټې پټې کېدې له دې سره مې مسېج کاوه.

سهار وختي پاڅېدم د موبایل سکرین مې روښانه  کړ، مسېج راغلی و لیکلی یې و:

  • نامم پرنیان اس از…

د خوښونې سټکر مې ور سنډ کړ، ځواب یې رانه کړ، لږ وروسته مې د مینې نښه ور ولېږه، هغې د خندا نښه راولېږه، بیا مو مسېج پیل کړ، همداسې مو ورو ـ ورو چټ ورځ تر بلې زیاتېده، اخر دومره سره عادت شو چې زما  ورتګ هیله یې رانه وکړه، ورغلم، په دوازه مې قدم کېښود، زړه مې دربا کاوه، دې دوازه پورې کړه، غېږ یې رانه چاپېره کړه په سینه مې کلکه ونیښته، شونډې په شونډو شولو، ښه شېبه…وروسته کوټې ته ولاړوبیا مو… وکړل، وډار شوم؛ خو زړه مې یخ نه کړ، په بیړه بېرون ته راووتم، موټر ته وختم د کور په لور روان شوم، په ښیښه کې مې غاړه له نظره تېره کړه، د غاښونو غاپونه یې په کې پاتې و، څادر مې ورنه تا وکړ، ولاړم.
***
په کتابتون کې ناست وم، پرنیان راغله، ما نه لیده، مسېج یې راته وکړ:

  • کجاستی

ځواب مې وکړ:

  • داخلی مولانا خیسته

بل مسېج رانغی، ما بیا په کتاب کې سترګې وګنډلې، دا مې په څنګ سره ولاړه وه، زنګ یې راته وکړ، موبایل مې له جیب څخه راوکیښ، دې سکرین له نظره تېر کړ شونډو یې وخوځولې:

  • خر

ما مړې سترګې واړولې، د ورو وویل:

  • حالی هم دوستت دارم

وجود مې ميږي ـ ميږي شو، د هغې احساسات ته مې ځواب نه درلود، هېڅ مې نشوای کوای، د کتاب په ژۍ مې ولیکل:

  • زه د یو چا د احساساتو قاتل یم زه د بښلو نه یم

پرنیان له کتاب پاڼه وشکوله په ګوتو کې یې تاو کړه، د کتاب په بله پاڼه یې ولیکل:

  • زه د دې غم په شېبو کې نشم لیدی له خوشحالۍ سره مخه مه کوه.
Comments
Loading...