بې کس شاعر چا وواژه؟

عزت الله ذکي

0 55

ټوله شپه نا آرامه وم، سهار په شنه خړه راپاڅېدم، د کلي د مسجد د موذن تر آذان مخکي زموږ د ګاونډي الله رسان اکا د مړزانو (کرکانو) نارې وې. مخکي دومره وختي پاڅېدل زما په کتاب کي نه وو. تر موذن مخکي مي اودس وکړ او مسجد ته راغلم. د سهار د لمانځه د آداينې وروسته د کور خوا ته روان شوم، په لاره کي زنګ راغئ، ټيلفون ته مي لاس کړ، خير محمد اکا دی. مخکي د ټيلفون تر ځوابولو مي د زړه درز شو، له ځان سره مي وويل دومره سهار وختي او هغه هم د خير محمد اکا زنګ چي تل د ضروري کار لپاره لا سړي ته ميس کال ورکوي؟ ټيلفون مي پورته کړ، خير محمد اکا تر سلام و دعا مخکي پرې را ودانګل، او وويل ستا دوست او هغه ستا ملګری او زموږ کليوال شاعر (بې کس) يې وژلئ. که څه هم زه پوه شوم، خو بيا هم تاکيداً مي ترې وپوښتل، کوم بې کس، چا وژلئ، چيري يې وژلئ، ولي يې وژلئ ……….؟

خيرمحمد اکا راته وويل ملا ماما  (ملا مسجدي آخند) مشوره په بې کس شاعر در يادوم، سر يې ترې غوڅ کړی، په ډير ظلم يې وژلئ، معلومه نه ده چي چا وژلئ، خو مړی يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي موندل شوی. د خير محمد اکا کور د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په (دهزک) سيمه کي دئ. کليوال چي د کوم ضروري کار لپاره ټيلفوني اړيکه نيسي، نو د دهزک  د ګارې بازار د تپې (غونډۍ) سر ته به پورته کيږي. خير محمد اکا هم لکه چي تپې ته پورته شوئ وو. ټيلفون يې قطعه شو او بيا وروسته چي مي هر څه هڅه وکړه اړيکه مو ټينګه نه شوه. د بې کس شاعر د مړينې خبر مي پښې بې سېکه کړې، سر راباندي وګرځېد، پر سترګو مي توره شپه شوه. د بې کس شاعر بې کسي او نازولي ماشومان مي سترګو ته ودرېدل، ملا مسجدي  (بې کس شاعر) د اروزګان ولايت د دهراود د ولسوالۍ د دهزک د کلي اوسېدونکی وو، د خلګو پر ذوق برابر محلي او ولسي شاعر وو، ډېر غريب، خاکساره او ټوکي سړئ وو. د سيمې ځوانانو به په مجلسونو کي تل د (بې کس) شعرونه ويل. ددغې ولسوالۍ ځينو خلکو خو لا دا هم ويل چي د بې کس شاعر جوړه په ټول ولايت کي نشته، دا ځکه چي په وينا يې هغه يو فطري شاعر دئ او الهامي شاعري کوي. زه هم په وړکوالي کي د خلګو د پرله پسې تعريفونو له امله د بې کس د شعر ويلو ته تشويق شوم. لومړی شعر چي مي يې تر لاسه کړ، مزاحيه او انتقادي غوندي شعر وو. چي يوه بېلګه يې پدې ډول ده.

افسوس د دهراود د لين بې سوره موټران دي

اکثره يې جوفان دي

د تيلو سر راګرځوي د ښار پر پيره باندي

مبلين يې پر تاوان دي

په هغه وخت کي رښتيا هم د دهراود او کندهار د لين سپرليو په هغه پخوانيو روسي جيفانو کي تګ راتګ کاوه. بې کس شاعر ته د کلي او ولسوالۍ خلګو د يوه ځانګړي محبوبيت له مخې ملا ماما هم وايه. بې کس شاعر به د کلي پر هر پک او ګګر باندي غزلي جوړولې. ما لا تر ډېرو شعرونو او غزلو اورېدلو او لوستلو وروسته هم د ملا ماما پر شاعرۍ شک کاوه. نو مي هڅه وکړه چي يو ځل ورسره کښېنم، د ولسوالۍ په بازار کي مو سره وليدل، سره اشنا سولو. خو وايي (يار زنده صحبت باقي) مجلس مو ډېر ژر پای ته ورساوه، د جمعې ورځ وه، خلګو د لمانځه لپاره اماده ګي نيول. فقط د خپلو شعرونو يو کتابچه يې راکړه. کتابچه مې سر تر پايه ښه په غور مطالعه کړه، ځيني شعرونه او غزلي مي يې خوښي شوې او د دوهم ځلي ليدو او ناستې تلوسه نوره هم راپکي زياته کړه. د شنبې په سهار کندهار ته را روان شوم، د طالبانو وخت وو، په البيروني لېسه کي ددولسم ټولګۍ زده کوونکی وم، ددې کال تر څلور نيمي مياشتني امتحان وروسته مي يو دوست او همصنفي په صنف کي راته وويل چي نن شپه د طالبانو مشاعره ده، که ځې؟ ما ترې وپوښتل چيري، شاعران څوک دي او آيا د ترنم څوک هم شته؟ ملګري مي راته وويل مشاعره د حاجي مولانا صاحب په ولسوالۍ کي ده. حاجي مولانا صاحب چي اصلي نوم مي يې د ياده وتلئ، د طالبانو د تحريک تر سقوط پوري د دامان ولسوالۍ ولسوال وو. اوس هم حيات دئ او په کوټه کي اوسيږي. ما هم د ملګري سره خوښه کړه د شپې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د مشاعرې په نيت دامان ولسوالۍ ته ورسېدو.

ډېر زيات طالبان او ملايان ناست وو، لومړی سياسي مجلس چي موږ ورسېدو لا څو دقيقې ښه ګرم روان وو، وروسته د شعر او شاعرۍ بحث پيل شو، خوشبختانه بې کس شاعر هم د طالبانو دې مشاعرې ته د دهراود ولسوالۍ نه راغلئ وو. د يو بل شاعر نوم ملا عبدالغفور آخند وو، چي په راسته سترګه هم ړوند وو، بل شاعر ملا عبدالسلام آخند وو، چي ډېر ښه ترنم يې هم کاوه. دې ته ورته ډېر شاعران راغلي وو، چي زياتره يې طالبان او ملايان وه. ما هم  په شعر او شاعرۍ ګوتي وهلې، چي د مشاعرې تر پيل کېدو مخکي د شاعر ملا عبدالغفور او (بې کس) شاعر ترمينځ لانجه راغله. وايي خدايه داسي جنګ پېښ کړې چي زموږ خير پکي وي. دا جنګ نو زما لپاره ځکه ګټور وو، چي د بې کس د شاعرۍ کمال او پته پکي لګېده. څه چي ما غوښتل غيبي همداسي وشول د ملا غفور او بې کس ترمينځ حجت او لفظي مشاجره په تاوتريخوالي واوښتل، ملا غفور بې کس ته ويل ته شاعر نه يې او بې کس ملا غفور ته ويل! يوه ويل زه الهامي او فطري شاعر يم بل ويل زه يم. ناستو شاعرانو او د مجلس ګډونوالو پرېکړه وکړه، چي ستاسي د شاعرۍ قوت بايد نن شپه معلوم شي. دواړه يې يو بل ته ښه د سالم رقابت په سنګر کي کښېنول. ملا نعيم آخند چي تر نورو څه په عمر پوخ وو، وويل چي ستاسي ترمينځ قضاوت زه کوم.

دواړو وويل بس ملا نعيم آخند ستا فيصله مو قبوله ده. ملا نعيم آخند وويل چي تاسې به په نيم ساعت کي داسي يوه غزل وليکی، چي شپېته ځلي (ګل) پکي تکرار شوئ وي. بې کس او ملا غفور دواړو په يوه اواز وويل پر سترګو داخو ساده خبره ده دا ډول شعرونه خو موږ ډېر جوړ کړي. ملا نعيم آخند د حاضرينو په مخ کي ساعت قيد کړ او دواړو شاعرانو هم زمانه  په شعر ليکلو پيل وکړ. ځای پر ځای  د ګل تر عنوان لاندي دواړو شعر پيل کړ. ملا نعيم آخند لس دقيقې وروسته چي د شنو چايو ګيلاس يې په لاس کي وو، بې کس ته وويل، نن به ستاسې اصلي څېره، الهامي شاعري او فطري شاعري معلومه شي. ملا نعيم آخند لا لګيا وواو ويل يې چي دا اسانه کار نه دئ، اوس ووينم چي څوک په دوی دوو کي دا ډول فطري شاعري کولائ شي؟ پدې وخت کي ملا غفور وويل ملا نعيم آخند لس دقيقې وخت غواړم نور شعر ليکل شوی دئ. بې کس شاعر چي د شعر ليکلو په وخت کي د کوټې په لري کونج کي څنګ وهلئ وو، او خولې پرې را رواني وې، را ولاړ شو، او ملا نعيم ته يې وويل څو دقيقې وخت لرم، هغه وويل پنځه دقيقې نور وخت لرئ، بې کس ورته وويل ما په پنځه ويشت دقيقې کي (۶۲) ځلي (ګل) په خپل غزل کي ترسيم کړ. او په هغه پاته پنځه دقيقې کي به يې درته ولولم، ناست کسان ټول حيران شول، چي که داسي وي نو بې کس په رښتيا شاعر او ګټونکی دئ، ملا غفور هم شعر نور پرېښود او بې کس ته يې وويل مهرباني وکړه وه يې لوله، که دي رښتيا جوړ کړی وو، نو زما د خوا عالي تصوفي شاعر يې ټولو وخندل. د بې کس خبره د هيچا د زړه د کونجه لا نه نښتله، خو بې کس وويل زه نور خپله غزل وړاندي کوم قضاوت ستاسو کار دئ. مجلس ورته وويل مهرباني وکړه ملا ماما. بې کس خپل غزل چي زما د هغې غزلې يوه برخه پدې ډول په ياده ده پيل کړه.

ګل پام ګل اندام ګل په نام خوند کوي

ګل مخ ګل زنخ ګل مدام خوند کوي

ګل زر ګل زېور ګل نظر ګل چشمان

ګل چين ګل جبين ګل ثمر ګل ريحان

ګل خيال ګل وصال ګل آرام خوند کوي

دا غزل تر وروستۍ کړۍ پدې ډول ليکل شوې وه، کله چي بې کس ټوله ولوستل (۶۲) ځلي (ګل) پکي راغلئ وو. وروسته ټولو لاسونه وپړکول او بې کس ته د يو پياوړي ولسي شاعر په کچه په احترام قايل شول. زه هم ددې شپې څخه د هغه د شعرونو واقعي مينه وال شوم، له هغه سره به مي هر وخت خبري کولې او د صحت پوښتنه به مي يې کوله. چي خبره ډېره اوږده نشي لنډه دا چي د مرګ تر ساعته مو ملګري وه. هغه د هيچا سره نه کومه سياسي او نه شخصي تربګني لرله. د طالبانو د تحريک په پيل کي يې خپل امامت کاوه، کله چي سويلي ولايتونه کندهار، اروزګان، هلمند او زابل طالبانو ونيول. نو يوازي د کندهار په يوه ليري پرته ولسوالۍ کي پخواني قوماندان عبدالحکيم جان يو څو ساعته مقاومت وکړ، او په هلمند کي د نسيم آخنذاده او غفار آخنذاده مجاهدينو څو د ګوتو په شمېر ورځي د طالبانو سره مقاومت وکړ. کله چي د نسيم آخنذاده د زمينداوريانو او طالبانو جګړه ونښته، نو په لومړيو ورځو کي ډېر په شدت روانه وه. د نسيم آخنذاده ټلواله بريالۍ معلومېده، د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د (سيګزي) او (دهزک) سيمې لا زمينداوريانو د طالبانو څخه ونيولې او طالبان يې پر شا وتمبول. پدې وخت کي طالبان د هېواد په نورو سيمو کي هم په درنه جګړه بوخت وه. په سويلي ولايتونو کي يوازي د هلمند يوې ولسوالۍ په ټول جنوب کي جګړه کول، طالبانو د نسيم آخنذاده د مجاهدينو د ماتې لپاره د بشري منابعو له کمښت سره مخ شول، سمدستي يې په جلب احضار لاس پورې کړ، د اروزګان او کندهار ولايتونو څخه يې خلګ په زور د نسيم اخنذاده د ملګرو په وړاندي جګړې ته بېول. بې کس بې چاره لکه د تخلصه چي يې ښکاري همداسي بې کس هم وو. طالبانو ورته وويل ته خو نور څوک نه لرې، ته درځه جګړې ته، بې کس شاعر چي هر څه ځان يوې خوا و بلې خواته کړ، هيڅ نتيجه يې نه ورکول، طالبانو ورته وويل خدای (ج) يو مالګي يې تروې دي، که ولاړ سې چي ته جهاد ونه کړې.

ملا ماما چي وليدل طالبانو په يوه موزه پښې ننه ايستلي دي، نو يې ورته وويل چي درځۍ، طالبانو ورته وويل ليري نه ځو ستا د کور شا ته د نسيم آخنذاده د نفرو سره جګړه ده، ته به ددا نورو جلب احضاريانو مشر شې. ملا ماما د مجبوريت له مخې ورسره روان شو که څه هم بې کس يو ډېر پاک زڼئ سړی وو، خو طالبانو د نسيم آخنذاده په ضد هغه وخت جګړې ته جهاد وايه، په ملا ماما يې په زوره جهاد پيل کړ، ملا ماما تر يو لنډ مقاومت وروسته له پنځلسو تنو جلب احضاريانو، يوه (پيک آپ، ټيوټا ډاټسن) موټر او وسلو سره د نسيم آخنذاده لورې ته تسليم شو. ملا ماما چي د ملا داد الله د جلب احضاريانو مشر وو، سره د تور مولوي او ټولو ملګرو له زمينداوريانو سره يوځای شول. او د طالبانو په وړاندي يې جګړه پيل کړه، د قسمت لوبه ده، د نسيم آخنذاده له جنګياليو سره تر (۲۴) ساعته ملګرتوب وروسته طالبانو په مخامخ جګړه کي تور مولوي او بې کس شاعر دواړه لاس په لاس ونيول. طالبانو وژل خو ملا داد الله آخند، چي څنګه پر مهربانه شو، طالبانو ته يې وويل چي وژنی يې مه توبې په وباسئ، جزا ورکړئ او کورونو ته يې واستوئ.

پدې ډول بې کس شاعر له مرګه وژغورل شو، او کور ته ستون شو، کله چي طالبانو پلازمېنه کابل ونيول، بې کس شاعر مي د کندهار په عيدګاه دروازه کي وليدئ، چي عارضه يې په لاس کي وه، سور و شين کېدئ، کله مي چي ستړې مه شي ورسره وکړه سمدستي راته شروع سو، دا خلګ د کار سړي نه غواړي پدې وطن کي کار د کار اهل ته نه سپارل کيږي، روابط پر ضوابطو حاکم دي، عجيبه نظام دئ خدايه! هر ساعت دي تېرېده لري، تردې خبرو وروسته يې په لاس کي نيولې عارضه راښکاره کړه، چي پر شا يې د ملا محمد عمر لاسليک وو، کله چي مي عارضه ولوستل ملا ماما ملا محمد عمر آخند ته پدې شرحه ليکلي وه: (زه خو پر خپل تېر کار ډېر پښېمانه يم اوس راغلئ يم پسله څلورو کلونو پداسي حال کي چي اسلامي امارت پر (۹۰)٪ خاوره حاکميت لري، غواړم په امارت کي هېواد ته خدمت وکړم، او په ضمن کي ماشومانو ته حلاله روزي برابره کړم) په احترام ستاسو د هدايت په هيله شاعر ملا مسجدي (بې کس) – وسلام (ومن الله توفيق) د طالبانو مشر ملا محمد عمر يې د عارضې پر شا په خپل خط پدې ډول ليکلي وه. (ستا بيداري تر (۱۲۰) اوښتې، او بيداري چي تر (۱۲۰) واوړي خطر دئ) وسلام (ومن الله توفيق) امير المومنين ملا محمد مجاهد او بيا لاسليک پرې شوی وو) د ملا ماما څخه مي وپوښتل دا چا کښلي باندي، وويل دا آمر المومنين راته ليکلي. د طالبانو د تحريک تر وروستۍ ورځې بيا بې کس په طالبيزم کي برخه وانه خيسته. د حامدکرزي د حکومت په پيل کي ملا ماما د کلي او وطن مشر شو، خو قسمت پر دې نوې چوکۍ او وظيفه ډېر پرې نښود. د خير محمد اکا ټيلفون رښتيا شو، د بې کس جسد وموندل شو، خورا په بې رحمۍ وژل شوئ وو. سر يې له تنې غوڅ شوئ وو، او بيا د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په يوه دښته کي غورځول شوئ وو. د بې کس کليوالو، وطنوالو او مينه والو ټولو د هغه پر بې کسۍ ژړل، که څه هم بې کس په حکومت کي کومه خاصه وظيفه نه درلوده، خو د کليوالو په وينا يې بې کس طالبانو وژلئ، ځکه چي مخکي هم څو ځلي د وسله والو طالبانو لخوا تهديد شوئ وو.

Comments
Loading...