برګه غوا – لنډه کیسه

شاه ولی ارین

0 55

ما خوله ډېره کوچنېوالي نه د کلي د لویانو او کوچنېانو نه د یوې غوا او د هغې له پاره د دری تنو نوکرانو کېسې او هنګامې اورېدلې وې.

کله مې هسې سوچونه کول چې څنګه داسې کېدای شي، خو څه موده وروسته داسې راپـېښه شوه چې د سرکاتب صاحب له کوچني ځوی سره هم ټولګی شوم. څنګه چې زما سره د دوی دغوا په هکله له ډېر پخوا نه سوچونه  په زړه کې وو، نو د واره مې د سرکاتب صاحب د ځوی نه وپوښتل، خو په خواشینۍ سره چې هغه ته دا خبره دومره په زړه پورې ونه برېښېده، ځکه چې هغه په دې هکله خبرهم نه و، مګرزما د ډېرټینګار له امله یې راسره هوکړه وکړه چې بله ورځ به په دې باب راته یوڅه ووایي.

سبا خو زه د نورو ټولو ورځو د مخه ښوونځي ته راغلی وم او د زړه د مېنې ورته سترګې په لار وم، چې کله به هغه راځې. له بده مرغه هغه دوه، دری ورځې ښوونځي ته رانغلو. بله ورځ چې راښکاره شو، نو ما د واره ترې وپوښتل، خو د هغه بیخي له پامه وتلي و. بیا مې خورا ټېنګار پرې وکړ او د کېڼ لاس تر یوې ګوتې مې تار ورتاوکړ، تر څوچې یې  زما غوښتنه هرو مرو په پام کې وي، او همداسی هم شوه.

کله چې سهارهغه ښوونځي ته راته بیا هم زه ورته په مخکې ولاړ وم او د زړه له کومې مې څاره تر څو چې راغی، چې سترګې یې پر ما ولګېدې، نو له خندا نه شېن و، او داسې ښکاریده چې ده ته هم د خپلې غوا په هکله  کړې کېسه ډېره په زړه پورې وه، نوځکه یې د واره راته وویل:

«دا کېسه ډېره په زړه پورې او اوږده ده، ممکن نن خلاصه نه شې»

په همدې شېبه کې د ښوونځي د اوسپنې کړۍ وټنګول شوه. هغه بېړه لرله چې ټولګي ته ولاړشي، مګر ما ته کېسه په زړه پورې وه او همدا اوس مې غوښتل چې ژر یې واورم؛ خو هغه ټېنګار وکړ چې اوس به ټولګي ته ولاړ شو او په تفریح کې به کېسه سره وکړو.

موږ دواړه ټولګي ته ننوتو ښوونکی چې لوست پیل کړی و زما هیڅ ورته پام نه و، او هماغسې د برګې غوا د نکل د اورېدو په سوچونو کې ورک وم. د انتظار دغه شېبې پر ما لکه کال تېریدې اود دې ارماني وم، چې کله به د اوسپنې کړۍ ټنګول کېږي.

څو شېبې  وروسته کړۍ وټنګول شوه، زه دومره خوشاله شوم، چې یوازی زه او هغه سره پوهېدو. موږ ډېر ژر د یوې ونې سیوري ته شوو او هغه کېسه داسې پیل کړه:

« ډېر پخوا نیکه په بدخشان کې سرکاتب و، په هغې زمانه کې ېې یوه غوا هلته په ۱۲۰ روپیو رانیولې وه. د کلونو په تېریدو سره یې دا اوسنۍ غوا دوه ویشتمه او که درویشتمه خوسۍ ده. همدا ډول ولاکه زه هم پوهېږم، چې ولې هغې غوا او بیا را وروسته تری دا نورو ټولو

یوازې خوسکۍ زیږولې. وایې چې د پیو اندازه یې هم سره دومره توپېر نه درلوده او  ټولې سره برګې وې.

بله دا رښتیا ده چې درې تنو به د دغو غواوو پالنه او ساتنه کوله.

کچکول به واښه، اوبه او پروړه ورته تیاروله، کوترې خوارکۍ به لوشلې او د غړکې، شدو، شړومبو او کوچو چارې به یې ترسره کولې؛ او مېرګل خو لا د غوا د غولانزې د کته او پورته کولو نه، نه خلاصیدو.

کله به چې دغواوی د لنګون وخت شو. دا ځکه چې یو مېز او یا داسې یو بل برابر شانته شی با ید تل د غوا غولانزې لاندې اېښول شوای وای. د مازیګر له خوا به زموږ په باغ کې هسې ګڼه ګوڼه وه، ځکه چې له چا سره به کدو د چا سره منګوټی او د چا سره لګن په لاس به د شړومبو لپاره راتلل او په دې هکله هیڅ ستونزه نه وه.

کله کله به ځینو د شدو او کوچوغوښتنه هم کوله، خو هر څه چې کوترې کول، دا د هغې کار و. کوتره زموږ د کور ډېره پخوانۍ نوکره وه او ډېر واک یې هم درلود. ډېره په زړه پورې خو داده چې ان د همغې زمانې نه بیا تر ننه پورې د بدخشان له خلکو سره زموږ اړیکې دومره نږدې دي، چې داسې ورځې به لږ پېښیدې چې زموږ په حوجره کې دې بدخشي مېلمانه نه وای. هر بدخشي چې راته د روغبړ لومړنی تپوس به یې همدا و چې:

برګه غوا څنګه ده؟

ښی شودې کوي؟

او همداسې پوښتنې…

د ثور، جوزا اوسرطان په میاشتو کې خو به د ډله ایزو مېلمنو کوربه وو. دا ځکه چې دغه موسم د شولو د نیال وخت دی او د بدخشان اوسیدونکي په ډله ایزه توګه د دغه کارلپاره راځي، خو تر څو چې یې کار موندلی نه وی د برګی غوا د دوستۍ د اړیکو  له امله زموږ په حوجره کې پراته وي. دا ځکه چې یو خو زما نېکه په بدخشان کې دنده  لرله او تر ټولو نه لوړ برګه غوا زموږ او د هغوي تر منځ د دوستۍ او خپلولۍ ښه وسېله او رابطه وه.

په وروستیو کې چې نېکه نور سپېنږېری شوی و، سترګویې هم سم کار نه کاوه او د امسا په زور کته پورته کېده، کله ـ کله به یې موږ بې له کوم دلیل نه رټلوو، په دې ورځ نېکه هسې نور هم خواشینی و، چې له بده مرغه دوه ډلې غبرګ نیالګر مېلمانه راغلل.

کور کې د پخوا په شان د مېلمنو پالنه وشوه، مګر نېکه هسې له ځانه سره غورېده او ځمکې ځای نه ورکاوه. سبا سهار وختي کله چې نېکه له جومات نه راستنیدو، حوجرې ته راښکاره شو او د واره یې لالا ته غږ کړ:

«امېن جانه ځویه! هغه غوا د خوسۍ سره همدا اوس دلته راوله»

په رښتیا چې زموږ په کور کې د نېکه حکم د هغه په ټول ژوند کې نه ګرزیدونکی و. لالا غوا او خوسۍ راوستې. نېکه له جوماته له ځان سره قصاب هم راوستی و. مګر موږ یو لا هم خبر نه وو او نه پوهیدو چې نېکه څه کوي.هغه شیبه وروسته ټولو بدخشیو مېلمنو ته غږ کړ او داسې یې وویل:

«والکو راشئ او وګورئ دا دی ستا سو هغه وروستۍ غوا او خوسۍ چې همدا اوس ستاسو ټولو تر مخې حلالې شوې، غوښې  به یې هم وخورئ او که بدخشان ته یې له ځانه سره وړی هم مو خوښه؛ خو په یوڅه باید ښه پوه شئ چې نور مو د برګو غواوو له امله خپلوي، دوستې او پوښتنې خلاصې شوې او خپلو نورو بدخشیو وطنوالو ته هم دغه پیغام ورسوئ: که نور دې لور ته راځئ، ستا سو خوښه، په دواړو سترګو راشئ، مګر د غوا او شودو پوښتنه او خپلولي نوره نه شته».

پای

Comments
Loading...