اصلي مینه داسې کیږي/ امیرخان منګل

څو کاله وړاندې چې له ایران څخه کابل ته راغلم نو کور کې ټول راته خوشال وو ځکه یو څه پیسې مې ګټلې وې او هم مې د کور مشرتوب په غاړه و.

ډیره علاقه مې درلوده چې تعلیم وکړم خو د کور مسولیتونه مې ډیر و؛ ومې نشوئ کړئ چې تعلیم وکړم د کار په لټه کې شوم.

یوه ورځ د خپلوانو کور ته لاړم ټولو سره مې ملاقات وشو ډیر خوښ شوم کله چې بیرته راتلم نو په بس کې په لاره له یوې نجلۍ سره اشنا شوم له خبرو وروسته یې د خپل دفتر ادرس راکړ چې هلته ورشم کیدای شي کوم کار راته راکړي.

د دوی د دفتر ادرس مې واخیست څو ورځې وروسته چې دفتر ته ورغلم رییس راته په دفتر کې د اشپزۍ وویل چې اشپز ته اړتیا لري «که چیرې اشپزي کولائ شئ نو سر له سبا کولائ شې وظیفې ته راشئ.» ما اشپزي زده وه او مجبور هم وم کار مې دفتر کې پیل کړ.

کومې نجلۍ چې له ما سره یې دا مرسته وکړه هغه ډیره مهربانه وه د دفتر ټولو کارکوونکو سره یې ډیره ښه رویه کوله.

ډیر وخت وروسته مې دې ته پام شو چې زه د نجلۍ خوښیږم ما هم د رییس له وجې څه نشو ویلی نجلۍ ته مې د خپل فامیل په اړه هرڅه ویلي و څه موده وروسته یې راته د واده کولو وړاندیز وکړ، ما هم دا موضوع له خپلې کورنۍ سره شریکه کړه.

هغوی راته وویل چی نجلۍ به وګورو د نجلۍ له لیدو وروسته مې کوژده هم وشوه.

لنډه به یې وایم

له واده وروسته نجلۍ په کور کې ډیره خوشاله وه ټول فامیل می ورسره خوښ و.

ځکه زما د مور او پلار یې ډیر خدمت کاوه.

چې کله به ښار ته لاړو نو نجلۍ به کله خفه او پریشانه ښکاریده د سرک پر غاړه د ناستو ماشومانو په لیدو به ډیره خواشيني کیده ژر به یې جيب ته لاس کړ پیسې به یې ورکړې.

زه د هغې دې کار تشويش کړم څو وارې مې وپوښتله چې ولې د ماشومانو په لیدو دومره خواشینۍ کیږي؟  ویل هسې زړه مې نری دی د ماشومانو سره ډېره مینه لرم.

د شپی په خوب کې به یې هم کله کله ژړل د چا نوم به یې يادوه خو زه نه پوهيدم.

یوه شپه یې خوب کې وژړل ژر مې ویښه کړه بیا یې هم ژړل ما ورته وویل چې څه شوي دي؟ ویل هیڅ نه دي شوي

ما ته یې نه ویل شکي وم فکرونه راسره ملګري وو.

د نجلۍ د پلارګنۍ کور ته لاړم چې دا کیسه می ورته وکړه مور یې وژړل ویل خیر ده ښه به شي. څو ورځیې وروسته مې دا خبره د دفتر له رییس سره شریکه کړه هغه هم ډیر خفه شو.

رییس مې وویل چې ګوره زویه یوه وعده به راسره کوې چې هیڅوک خبر نشي ځکه زه هم اولاد لرم د هغوی له خاطره باید تا خبر کړم.

د رییس په سترګو کی مې اوښکې راغلې؛ ویل چې د هغې خاوند و، شهید شو د هغه څخه یې یوه کوچنۍ لور پاتې ده چې دوی هلته په کور کې پټه ساتلې ده.

ته ښه پوهیږې چې دا افغانستان دی دلته که ځوانه ښځه کونډه شوه څوک بیا هغې ته ارزښت نه ورکوي په سرکونو او لارو به خیرات غواړي.

نو د نجلۍ فامیل د هغې د ژوند د ژغورلو لپاره داسې دروغ وویل چې کوچنۍ ماشومه د تل لپاره ترې بېله کړي.

اوس نو ته د هغې مظلومې سره داسې عمل ونه کړې چې ټول ژوند یې خوار او زار شي.

د رییس خبرو له اوریدو او کور ته تر راتلو هیڅ نه وم پوه شوی، کله مې چې کور کی ټولو ته وویل. دومره په قهر شول چې دواړه یې له کوره بهر وشړلو ما نجلۍ د لاسه ونیوه د پلارګنۍ کورته لاړو دروازه کې ورته ودریدم ورته ومې ویل چی ماشومه مور ته راوباسئ.

مګر هغوی انکار وکړ ما ورته وویل که ماشومه خپلې مور ته ونه سپارئ زه پولیس خبروم مور یې له ویرې کور ته دننه کړم ماشومه یې مور ته راوسته دا داسې وخت وو چې زه هیڅ په ځان نه پوهيدم، له خوشالۍ می ډیر وژړل.

بیرته کور ته نه ولاړم ځکه زما فامیل چې قوم کې یې یو ښه د غیرت نوم درلود، نو د هغوی له خاطره چې په کلي او قوم کې بې غيرته نشي، خپل کور پریښود؛ ترکیې ته راغلم اوس مې له خپلې مینې سره ډیر خوښ یم کوچنۍ ماشومه له حده ډیره راته ګرانه ده

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,لنډې کیسې