اتلس کلنه نجلۍ

حامده (مقتصد)

0 64

 

ځوانې جینۍ په خپلو تورو ویښتو کې ږمنځ تېره کړه ویې ویل:
ـ ادې بېګا مې خوب لیده چې ویښته ږمنځوم ټول مې په غېږ کې را توی شي.
– خوبونه دې په نېک شګون نیسه، کوژده به دې وشي له خیره، ښه ژوند به ولرې.
– د څه شي کوژده! زه کوژده نه کوم، هلته کلی کې خو مکتبونه نه وو اوس ښار ته راغلو زه درس لولم.
– پام کوه چې دا خبر دې ابا وانه وري هسې په کور کې جنګ مه راته جوړوه.
جینۍ په غریو نیولي غږ وویل: دا اته کاله بې زده‌کړو پاتې شوم دا بس نه دی، چې اوس مې هم زدکړو ته نه پرېږدئ؟
له تورو ویښتانو یې نرۍ چوټۍ جوړه کړه، آینې ته مخامخ ودرېده له ډنګروالي یې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا شوي وو. دواړه لاسونه یې په مخ تېر کړل، ادې ته یې ور غږ کړ:
– ادې تلیفون ته زنګ دی.
– پلار دې دی، څه به وایي؟
– هلو د روبینې پلاره څه دې ویلې؟ ښه ښه بېګا ته راځي؟ سمه ده.
– څوک راځي؟
– نعمت له اېرانه راغلی هغه بېګا ته راځي.
– ښه اوس به پخلي ته لاړ شو.
بېګا د ډوډۍ خوړلو وخت کې نعمت ویل “کاکا هغه زما کیسه څنګه شوه؟ ” سړي په سپینه ږېره لاس تېر کړ ویې ویل کیسه خو مو خلاصه کړې وه، اوس به خوله خوږه کړو سبا ته دې له وروڼو سره په دستمال پسې راشئ. سړي ښځې ته سترګه کېښکوده، ښځه له ځایه پاڅېده یوه قاپ کې یې لږ چاکلېټ راوړل، سپین ږېري چاکلېټ واخیستل او مخامخ په عمر پاخه ځوان ته یې ورکړل. جینۍ له ټولو په پوښتونکي نظر د دې کار ځواب غوښت، سپین ږېري سړي وویل: روبینې لورې تاته خو معلومه ده چې نعمت به هره میاشت موږ ته شل زره افغانۍ رالېږلې ما هم په بدل کې ته ورکړې وې، اوس دې د واده وخت دی نو باید ستاسو د کوژدې ټولو ته ووایو. جینۍ هکه حیرانه پاتې وه، اتلس کلنه جینۍ له پنځه دېرش کلن هلک سره کوژده شوې وه. د درس ویلو ټول ارمانونه یې په اوبو لاهو کېدل.
سهار یې ادې وپوښتل: روبینې لورې په تا څه شوي؟
– هسې د شپې خوب نه راتو، بې خوبه یم.
غرمه خوا د جینۍ حالت په خرابېدو شو، مازدېګر یې سترګو تورې حلقې وویستې، په خوله یې ځګونه راغلل، لږ وخت وروسته په روغتون کې د ناروغانو په کټ پرته وه، یوه ځوان هلک د ډاکټرانو سپینه چپن اغوستې وه، په غاړه کې یې د فشار اله وه، ویې ویل: پلار جانه ستاسو لور زهري څه خوړلي، معده یې مینځل غواړي. زړې ښځې سونګېدا شورع کړه. شل دقیقې وروسته یې د جینۍ په لاس کې د سیرومو پیپ تېر کړی و، په خوله یې اکسېجن بند و او د زړه د زربان ماشین ارامه درزا کوله. یوه اونۍ وروسته جینۍ سترګې رڼې کړې ډاکټر وویل روبېنې حالت دې څنګه دی؟ جینۍ په زګېرېدلي اواز وویل ښه یم.
– څه شی دې خوړلي وو؟
– معده مې خوږېده د شربت په بوتل کې د موږکو دوا وه په غلطۍ مې وڅښله، سهار پوه شوم چا ته مې حال ونه ویل.
ډاکټر وویل: نور ځان مه په زحمت کوه ته آرام ته اړتیا لرې.
د سپین ږېري سړي تر خوا له عمره پوخ ځوان هم په څوکۍ ناست و. ډاکتر وویل: ستاسو ناروغ په هوښ راغی، وېلې د موږکانو دوا یې خوړلې. د هغې زهر تېز دي اوس به یې په ټول بدن کې تیت شوي وي. موږ یې تداوي نه شو کولای پېښور ته یې بوځئ.
سبا مازدیګر د پېښور د شېرپاو روغتون مخې ته له موټر نه سپین ږیری سړی بل له عمره پوخ ځوان او ځوانه جینۍ راکوز شول. ډاکټر له عمره پوخ ځوان ته په نیمه پښتو وویل: دا ناروغ مو د روغېدو نه دی په راوستو کې مو ناوخته کړي ټول بدن یې زهري شوی. ځوان ژېړ رنګه مخ ولاړ و. دوې ورځې وروسته نرسې په مړاوې غږ وویل” ډاکټر صیب وایي چې د روغتون کارونه راخلاص کړه ناروغ مو په حق ورسېد.
نور مې مه وژنه همدا سزا مې بس ده
بې تعلیمه چې دې پاتې کړم په کور کې؟
Comments
Loading...