د قافيې او رديف اړيکې/ نقيب احمد عزيزي

زموږ په ادبي فنونو کې تر اوسه د ادبياتو ډېری استادان پر دې اکتفا کوي چې قافيه عربي کلمه ده، څټ ته وايي، د شعر هماهنګي پرې را څرخي، کلمې يې دا دي او بس!

قافيه تر دې هر څه ور ها خوا نور کمالونه هم لري. يو کمال يې دا دی چې په پښتو ژبه کې د عربي برخلاف، د قافيې لپاره د کلمې استقلال شرط نه دی، يعنې قافيه يوازې په اهنګ تلو، نه په عروضي شکل؛ ځکه خو کېدای شي چې د قافيې کوه برخه په رديف پورې نښتې راشي يا د رديف کومه برخه د قافيې خوا ته را بېله شي او خوند لا ډېر شي. په عربي کې قافيه بايد يو مورفيم وي، لکن په پښتو کې دغه قيد نه‌شته.

عربي قافيه له عروضو سره په قافيه‌پوهنه کې مطالعه کېږي او پښتو قافيه د بلاغي فنونو برخه ده.

له رديف سره د قافيې لفظي يا تلفظي تړون يا شلون، مهارت دی. قافيه کله کله بله کلمه زېږوي، کله بيا پخپله له رديف سره تښتي.

دروېش  درانی وايي؛

په دې رڼا باندې به مينځي د زړه وينه اخېر

دلته به هر څوک مبتلا وي ستا په مينه اخېر

رقيب له ما سره هيڅ وخت سيالي کولای نه‌شوه

دا ستا په وجه سړی جوړ شو له لرګي نه اخېر

د «وينه» او «مينه» له کلمو سره په دويم بيت کې قافيه له «لرګي نه» جوړه شوې او دوې کلمې دي. دغه شی د عربي عروضو په مېتود ځينو ته عيب ښکاري، مګر دا د پښتو مهارت بللای شو.

په پوهنتونونو کې اوس هم ډېری محصلان په مونوګرافونو کې د خوشال بابا پر قافيوي مهارتونو د قافيوي عيبونو ټاپې لګوي.

د خوشال بابا د غزل دوه بيته دي، وايي؛

په طلب کې دې سستي وينم دروېشه!

چې وتلی يې د دې خونې له وېشه

په پيغام د بوسې سود نه‌شي خوشاله

که زما په خوله مين يې را نژدې شه

د خوشال بابا دا غزل بې‌رديفه دی، مګر په دويم بيت کې «شه» د رديف پر ځای راغلې کلمه ده او قافيه د کلمې په لحاظ شلېدلې ده، يعنې لکه «دروېشه، وېشه…» خپلواک مورفيم نه ده پاتې شوې. په دغه بيت کې يوه ناخپلواک «را» او دوو خپلواکو «نږدې او شه» مورفيمونو د غزل قافيه تشکيل کړې ده. «را نږدې شه» يوه جمله ده چې له کلمو سره يې د غزل هماهنګي جوړه کړې ده.

د قافيې بله ښکلا دا ده چې کله کله په غزل کې رديف هم له منځه وړلای شي، په دغه ډول د غزل کيف ورسره سوا کېږي او خيال ته نوی څرک ورکوي.

دغه بيت ولولئ؛

په يوه ګيلاس شرابو دې سپېڅلې ځواني ورکړه

تو، لعنت په داسې ګټه، اه، افسوس په داسې ورکړه

دلته «کړه» کومکي فعل، رديف دی؛ مګر په دويمه مسره کې «ورکړه» خپلواک مورفيم دی. « مورفيم ګرامري واحد ته وايي چې د وېشلو وړ نه وي، که ووېشل شي معنا يې ختمېږي.»

وينو چې د خوشال بابا د غزل په بيت کې قافيې رديف تشکيل کړ، مګر په دغه بيت کې يې محوه کړ.

دروېش درانی وايي؛

ستا پر مړوند وينمه ستا د بېلتانه خوبونه

جانانه! بيا څه درنې شپې دي، څه درانه خوبونه

چې دې زما پېژندګلوي وکړه له درده سره

له هغې ورځ پس نه ته راغلې بيا، نه خوبونه

«د بېلتانه خوبونه، درانه خوبونه او بيا نه خوبونه» يو ډول تلفظېږي، د غزل هماهنګې برخې دي او قافيوي جوړښتونه لري، خو د ګرامر د لفظي واحدونو په اساس د دويم بيت قافيه «بياـ نه» په دوو مورفيمونو کې راغلې ده.

نوښت يې دا پېښ کړی چې په دغه بيت کې «خوبونه» په «نه» وييکي سره نفې کړي دي. کله چې رديف اسم وي، موضوع محدودېږي يا حد اقل شاعر د رديف په قرارداد هر ځل په هماغه اسم پورې اړوند خبره کوي؛ مګر کله چې قافيه دغه ډول فعال رول ولوبوي، شاعر د زاويې او ليدلوري تنوع پيدا کولای شي.

دا له معنوي لحاظه شاعر ته د بل خيال دروازه پرانېزي او لوستونکی ورسره په شعر کې يو تحرک احساسوي.

له رديف سره د قافيې پر اړيکو ګڼو خبرو ته اړتيا شته، ممکن ځينې ښکلاوې يې لا هم د قاف د غرونو ښاپېرۍ وي.

Categories: فرهنګ، کلتور، ادب

Pin It on Pinterest