هغه کوم لړم دی، چې عطا یې له زهرو کړېږي؟/ اباسین بریال

0 808

ایا یو شیک پوش په سادیزم او نرګسیت مبتلا عبدالله رښتیا داسې زهر وشیندل چې عطا محمد نور یې له درده خپله چیغه پټه نکړای شوه؟ ایا فکر کوئ، د عطا ټول شکایت د یو داسې شخص له مکارۍ وي، چې خپله ده د یوه والي له موقف څخه هغه لکه نانځکه له ۲۰۰۸ کال راهیسې لوبولی دی؟ عطا محمد نور د عبدالله عبدالله په ادرس د قدرت څو جنوني انحصارګرو ته وروستی ګواښ وکړ، او دې ګواښ هم د عطا سیاسي جوهر نندارې ته وړاندې کړ هم یې په پنجشیر کې د شپږو مهمو کرکټرونو په دماغونو زلزله ګډه کړه.

له وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو څو ورځې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور په خپل دربار کې د شمال د جمیعتي قوماندانانو یوې غونډې ته په جاره وویل، جمیعت باید د څو خود غرضو افرادو څخه د تاجک په نماینده ادرس بدل شي. فکر کوم همدا مهال عطا غوښتل خپل تنظیمي غیر پنجشیري پلویان په دې پوه کړي، چې دا ټاکنې ددوی د خیز تخته ده او ددې خیز لپاره باید یو معظم او مهم سړی قرباني شي. ددې قربانۍ نقشه پرعبدالله عبدالله راغله.

اوس عطا او متهد ملګري یې د خپلې ډیزاین کړې لوبې دویمې مرحلې ته داخل شول. دا د واک جګړه ده او د واک په جګړه کې بالاخره دا ورځ رارسېدونکې وه، چې عطا محمد نور د عبدالله پروړاندې همداسې په قوت ودرېږي، لکه یووخت چې دده په ننګه ولاړ و. د انتخاباتو له نتیجې سره سم عطا محمد نور د خپلو خاصو مشاورینو په لارښونه میدان ته رادانګلي وو، کټ مټ لکه پنجشیري قوماندانانو چې رباني په انحصار کې ساتلو عبدالله د عطا په ولکه کې و. عطا په انتخاباتو کې هم د خپل نفوذ د تحلیل تجربه وکړه هم یې دومره پیسې وشیندلې چې د شمال ټلوالې هیڅ بل قوماندان یې د شیندلو توان ندرلود. نو اوس خو به سیاسي خبره او تصمیم خامخا له هغه چا سره وي، چې عبدالله عبدالله یې له سیاسي فلاکت څخه ژغورلی دی او هغه ژغورنکی عطا محمد نور دی.

د عطا پرونۍ چیغه دوه پخواني عوامل لري:

اول – د جمیعت کنګره د داخلي اختلافاتو په سبب له څلورو کلونو راهیسې ځنډیږي. علت یې واضح دی، د رباني له مرګ سره هر پنجشیری مخکښ هڅه کوي، د مارشال فهیم په څیر د جمیعت تنظیم یرغمل کړي. د هرات اسماعیل خان د سن له لحاظه ځان ددې مشرۍ اعزازي حقدار ګڼي، د مسعود وروڼه د خپل قهرمان دقربانۍ په سبب جمیعت خپل ملکیت ګڼي او صلاح الدین رباني فکر کوي، چې جهادي تنظیمونه په طبیعي ډول د اولادونو میراث دی. عطا محمد نور دهمدې سلیقوي سیالۍ په اوج کې د جمیعت د اجرایه مشرتوب څوکۍ په پیسو واخیسته او هلته یې د خپلو اهدافو د تعمیل لوبه پیل کړه، خو روښانه خبره همدا ده چې د جمیعت د عالي شورا هر غړي هڅه کړې د عطا محمد نور د نفوذ او فرمایشونو مخه ډپ کړي. دا هغه کسان دي، چې په وروستیو ټاکنو کې یې د عطا د توقع خلاف لوري انتخاب کړل.

دویم – سعودي ته د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور له سفر څو ورځې وړاندې عطا محمد نور په کابل کې له ولسمشر غني سره څو ماښامه په متواتر ډول پټې ناستې وکړې، ولسمشر غني په دې پوهېده، چې د عبدالله عبدالله په څېره کې له عطا محمد نور سره مخامخ دی نو غوره یې وګڼله د واک د تقسیم لپاره هغه چانې چې له سمبولیک عبدالله عبدالله سره وهي، غوره ده له عطا محمد نور سره یې په مستقیمه توګه پیل کړي. عطا محمد نور له ورستیو ټاکنو درس اخستی و، چې که په هره کچه زیات قدرت او نفوذ ولري، خو د افغانستان د انتخاباتو مطلقیت دادی، چې دوی به په ډیره سختۍ خپل واک تصاحب کوي. نو دده په نظر غوره ده، چې سره له اوسه د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل ځای ځایګی یقیني کړي او دا ځایګی د ولسمشر لومړۍ مرستیالي ده، چې د عطا محمد نور په نظر دی ترټولو وړ کس دی، هم تاجک دی، هم جمیعتی دی، هم له ځوان نسل سره کار کوي او هم د پنجشیري انحصار یوازینی بدیل دی. ولسمشر غني هم چې د بلې دورې په انتخاباتو کې د بري لپاره په هلو ځلو لګیا دی، تردې مهاله یې د عطا بدیل ندی موندلی.

د ولسمشر او عطا محمد نور توافق په واقعي معنا د اجرایه صلاحیتونو د ویش په هکله و. په دې توافق کې د معینیتونو په اړه سازش باندې د نتیجې تر حده بحثونه وشول، خو په مقابل کې یې عطا ومنله چې دوی د وزارتونو له غوښتنې تېريږي. دغه راز د څو محدود سیاسي نمایندګیو خبره مطرح شوه، خو ډیره جدي نه وه.

یونس قانوني، بسم الله محمدي، اسماعیل خان، صلاح الدین رباني او فضل احمد معنوي چې ددې ناستو له هرې لحظې خبریدل، عبدالله عبدالله ته یې ددې جلسو د بدو عواقبو په اړه خبرداری ورکاوه او عبدالله عبدالله هم د پخوا په نسبت ولسمشر غني ته ډېر ورخووږ شو. په جمیعت کې درځونه مخ په زیاتېدو وو او یادو کسانو هڅه کوله عبدالله د عطا له انحصاره خلاص کړي او دوی یې له ادرس څخه په حکومت کې یوار بیا پښې ټینګې کړي. بالاخره د ادیب فهیم په کور کې د جوړې وروستۍ جلسې روحیه داسې وه، چې عطامحمد نور ځان بیګانه، په داخلي سیالۍ کې راښکیل او ملامت وليد او جلسه یې ترک کړه.

عطامحمد نور تر ننه ادعا کوي، چې له ولسمشر سره دده ناستې یوازې د جمیعت یا خپل انتخاباتي کمپ د ونډو د تحقق لپاره وې، خو د عطا دا ادعا د پنجشیر او بدخشان هیڅ جمیعتي ته د منلو وړ نه ده.

عطا محمد نور له ولسمشر غني سره د جوړجاړي بل چینل پرانیست او په ترڅ کې یې ولسمشر د بلخ د والي په توګه د عطا د بیا تقرر حکم امضا کړ.

دې ته د عطا محمد نور بي پلان هم ویل کیدای شي. عطا محمد نور بلخ ته له ډک زړه او ژورې عقدې سره لاړ. د جمیعت د پنجشیري مشرانو تصور داو، چې عطا محمد نور به خپله ارامي حفظ کړي که له ولسمشر سره د واک د متناسب ویش په ناندریو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي، نو لااقل خوله به پټه ساتي او مزاحمت به نه کوي، خو ددې توقع خلاف عطا محمد نور پرون خپل ډک زړه تش کړ او ټول هغه رازونه یې د لړم د زهرو په جمله میدان ته واچول، چې عبدالله عبدالله یې تصور نه کاوه.

عطا څه غواړي؟

عطا محمد نور هڅه کوي، د پنجشیري زوړپالو جمیعتیانو پرځای له ځانه د غیر پنجشیري جمیعتیانو یوه نوې حلقه راتاو کړي. هغه په پروان کې د جمیعت د غړو په نوم یوازې په تیرو شپږو میاشتو کې تر لسو په زیاتو غونډو کې ګډون کړی دی. عطا محمد نور د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له نوي مشر نادر نادري سره هیڅ راز شخصي مسله نه لري، خو د نادري د تقرر غندل په اتومات ډول له واکه ګوښه شوي غیر پنجشیري ډاکتر مشاهد ته لاس ورکول دي. په شمال کې هم عطا محمد نور له جیمعتي قوماندانانو سره ډيرې په دې راز خبرې کوي، چې پرجمیعت د پنجشیري قوماندانانو د انحصار د ختمولو ضرورت دی او دا جوړښت باید په تاجک نمایندګۍ بدل شي.

عطا محمد نور په شمال کې د ځوانانو په مینځ کې د محبوبیت لپاره په لوړه پیمانه لګښتونه کړي دي، درسته ده، چې په شمال کې د جمیعت عادي بړیڅي په اربکیانو کې جذب دي، یا له وزګارتیا د بیا بحران لپاره ورځې شمیري اما د شمال او په ټوله کې غیر پنجشیري ځوان او زاړه قوماندانان کټ مټ د عطا په څیر پرجمیت او دولتي اقتدار د پنجشیري قوماندانانو د انحصار د ختمولو ارمانجن دي او په همدې مشترکه وجه له عطا سره لاره وړي.

په سیاست کې هیڅ محاسبه سل سلنه دقیقه نه راخيژي حتی هیڅ ګرنټي هم نلري، اما له پامه مه غورځوئ، چې د عبدالله عبدالله په اړه د عطا وروستۍ څرګندونې له دومره ژورې کینې او غوسې ډکې وې، چې د عطا او عبدالله د لارې د بیا شریکولو امکان صفر ته راټیټوي.

ددې خبرو انعکاس په مقابل لوري کې هم تحلیلیدای شي، عبدالله عبدالله نن د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل؛ د عطا محمد نور خبرې یې ندي اورېدلې. که غواړې یوڅوک بې اهمیته کړې، نو د هغې د خبرو په اورېدو په منکرېږې. له بلې خوا عبدالله عبدالله د فاضل سانچارکي، فضل احمد معنوي په څېر داسې خلک نویو دندو ته معرفي کړل، چې په ډاګه له ځانه د نوې کړۍ د راتاوولو او وفادارۍ د تازه کولو څرک ترې لګېږي. البته په ځینو تحلیلونو کې د امرالله صالح تقرر ته هم د عبدالله عبدالله له زاویې کتل کېږي، خو د صالح ټاکنه کې څه نور رازونه او مقاصد هم امکان لري. د ماندګار ورځپاڼې د نن په ګڼه کې لیکلي، ښايي عبدالله عبدالله اوس په دې هم غور وکړي، چې عطا محمد نور دې د بلخ والي وي که نه. له ماندګار څخه د جمیعت د حاکمې هستې غږ راوځي او د ماندګار تحلیل هغه خطرناک تقابل نور هم بربنډوي، چې په راتلونکې کې به نه عبدالله د عطا پروړاندې ارام پاتې شي او نه به عطا په پرونۍ غوسه اکتفا وکړي.

نتیجه:

جمیعت په یو مافیا مزاجه او انحصارګر بانډ بدل شوی یو جوړښت دی، چې تر نظام غیرپښتانه له دې ناحیې ډیر متضرر دي. پرقومي انډولونو د ولاړ سنتي سیاست کبله د ټول تاجک توکم حق یوازې څو جنګسالارانو تصاحب کړی او په تېرو شپاړسو کلونو کې ملي ګرا سیاستوالو ددې جبر د ماتولو هیڅ راز هڅه نه وه کړې. سمه ده چې په افغانستان کې د جنګ مهارولو او له پاکستان سره د افغانستان د تقابل په دې حساسو شرایطو کې باید هیڅ داخلي اختلاف یا کش مکش ته موقع برابره نکړل شي اما ډیری افغان څیړونکي په دې باور دي، چې د ټولو ناخوالو عمده لامل د جمیعت حلقه کې راټول څو مافیايي کرکټرونه دي، چې حکومت د مسلکي، افغانستان شموله او ماهرانه کردار تمثیل ته نه پریږدي. په سیاسي صحنه کې د جمیعت کمزوري کول، د حزب اسلامي د مشر د راتګ د امکان زیاتوالی او د طالبانو له منځنۍ کچې مشرانو سره د سولې د پروسې هلې ځلې هغه څه دي، چې هم په راتلونکې کې پرواک د څو کسانو دیکتاتورانه انحصار پای ته رسوي، هم د سیالۍ اړخونه له یوه څخه په څو هغو بدلولای شي او هم د انتخاباتو په څېر ملي پروسو ته د مطلقیت ترحده مشروعیت ورکولای شي، اما دا کار هله ممکن دی، چې ولسمشر او حکومتي پالیسي جوړونکي دا ډول فرصتونه په درایت سره مدیریت کړي او له دې ټکرونو په راتلونکو انتخاباتو کې یوازې د خپل بري د چانس په توګه مغرضانه استفاده ونکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.