يو ناڅرګند برخلیک؛ د بلوڅستان پېچلی وضعیت…

0 471

ليکنه: ډاکټر احمد زیدان
ژباړه: حمید محمدشاه
سريزه
دا لنډه څېړنه د بلوڅستان د ستونزو په اړه ده چې په ۱۹۴۷ ز کې د زور له لارې له پاکستان سره یو ځای شوی. خپله بلوڅان چې په پاکستان، ایران او افغانستان کې تیت و پرک پراته دي داسې انګېري چې دوی د سټراټېژیک موقعیت قرباني شوي دي.

دا څېړنه د بلوڅو د ټولنې ستونزه هم را اخلي چې د «سردارانو» له اړخه کنټرولېږي دوی د مغولو د امپراتوري له مهاله تر ننه قبېلوي نظام لري چې بیا بريټانوي نېواک «استعمار» لا پسې پیاوړی کړ. په دې سربېره دا څېړنه د بلوڅو تر منځ د بېلتون غوښتنې لېوالتیا چې د وسله‌والو ډلو، سیاسي ګوندونو په بهر کې مېشتو بلوڅ مشرانو تر منځ ډېره شوې هم ده، څېړي. دوی ټول پر دې باور دي چې د دوی سیمه د پاکستان د نورو سیمو په پرتله له پانګې او معادنو برخمنه هغه ده، خو حکومت په لوی لاس له پامه غورځولې ده او د پرمختګ کوم څرک نه پکې لګېږي، له دې سره سره دا سیمه د تښتونې له پېښو، ډله‌یزو قبرونو او اجباري تبعیده هم ځورېږي.

څېړنه ټینګار کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو د بلوڅستان کړکېچ لا پسې پېچل کېږي او لامل یې ګوادر بندر دی او داسې اټکلونه شته چې دا بندر به په نږدې راتلونکې کې د سیمې له نورو سترو هغو سره د سیالي جوګه شي او له منځنۍ اسیا به بهر ته د ګاز د لېږد لنډه او اسانه لار وګرځي. د دې تر څنګ د ګوادر پر سر د چین او امریکا تر منځ هم پټه سیالي شته، چینايي شرکتونه دا بندر جوړوي او چین دا زمینه تر لاسه کړې ده. په عرب سمندر کې چې د نړۍ اتيا سلنه انرژي له همدې ځایه تېرېږي، خپل شتون نور هم پیاوړی کړي.

له بلوڅ بېلتون‌پالو سره دپاکستان دودیز دوښمن هند، د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو مرستو هم د بلوڅستان وضعیت ترینګلی کړی دی، څېړنه د ستونزې ټولو ښکېلو لوریو ته ځینې سپارښتنې هم لري.

***

په ۱۹۴۸ ز کې د زور له لارې له پاکستان سره د بلوڅستان یو ځای کول د کورني او نړیوال کړکېچ لامل او د هغو ستونزو ريښه ده چې نن هم ورسره سیمه او بلوڅستان لاس و ګرېوان دی. د پاکستاني تاج په مرغلره «بلوڅستان» کې د واک د هر ډول عصري کېدو پر وړاندې واکمن قبېلوي شالید، د کسرا او بريټانویانو له مهاله نړیوال او سیمه‌یز کړکېچ خنډ دی او دا ستونزه اوس هم پر خپل ځای ده، ځکه چې قبېله اوس هم واکمنه ده.

په سیمه کې د کړکېچ لاملونه اوس هم ډېر دي، ځکه چې طبیعي ګاز لري، له عرب سمندر سره نږدې ۴۷۰ میله سرحد لري، د دوو مهمو سټراټېژیکو هېوادونو «افغانستان او ایران» ته څېرمه پرته سیمه ده. په دې سربېره د ایران له بلوڅانو سره نژادي اړیکې لري، ګوادر بندر اوس دا وړتیا خپله کړې ده چې له نورو سیمه‌یزو هغو لکه له عباس‌بند، چابهار، عمان او دوبۍ څخه سټراټېژیک ارزښت را پټ کړي.
په بلوڅستان کې ۱۷ سترې قبېلې دي چې هره یو یې خپل مشر لري او د سردار په نامه یادېږي. د دې تر څنګ۴۰۰ نورې کوچنۍ قبېلې هم شته چې د کشر سردار له خوا اداره کېږي، ځینې سترې قبېلې «مري، بوګټي، راسي، ډومبکي، کاسي او لانجو» دي. بريټانویانو په سیمه کې د خپلې واکمني پر مهال د چارو د لا اسانتیا په موخه د «شاهي جرګې» په نامه سیسټم چې بنسټ یې مغولو ایښي و، کاراوه او غړي یې د قبایلو سرداران وو.

د زرګونو بلوڅي ځوانانو تري‌تم کېدل او د قضا کمزورتیا چې د دوی برخلیک مالوم کړي د دې لامل شوې چې د بلوڅانو تر منځ غوسه زیاته او د مرکزي حکومت پر ضد دریځ ونیسي. په دې سربېره نه پاملرنه، ګوښیتوب، له بشري حقوقو سرغړونه هغه ستر خنډونه دي چې مذهبي تاوتریخوالي، فساد، سرکشي او په بلوڅستان کې پرله‌پسې نظامي عملیاتو ته لار پرانيستې ده.

تاریخي شالید
تر تېرې پېړۍ پورې بلوڅستان داسې سیمه وه چې تاریخي او سټراټېژیک ارزښت ته یې اړتیا درلوده او د تاریخ په اوږدو کې د هغو وګړيو پناځای و چې له قانون او د سیمې له امپراتوریو به په تېښته وو، بلوڅان نوي ورته راغلي دي، ان ځینې تاریخ‌پوهان وايي؛ بلوڅان له اره عرب توکمه دي، د بلوڅي تاریخ متخصص بريټانوی تاریخ‌پوه مارټین اکسمان وايي چې “زما له انده، د بلوڅستان د پېژندنې له‌پاره غوره دا ده چې ووایو دا سیمه د هیچا نه ده، هیچا بلوڅستان ته پاملرنه نه کوله، ځکه چې ټوله سپېره دښته وه او نه یې کوم څرګند تاریخي ارزښت درلود او د هغو وګړيو پناځای و چې په هندي او ایراني امپراتوریو کې نه دي ځای پر ځای شوي، هماغه وګړي بلوڅستان ته ولېږدېدل، هلته یې د ځان له‌پاره استوګنځایونه جوړ کړل او خپله بلوڅان پر دې باور دي چې دوی عرب‌توکمه انسانان دي. (۱)

د ولسي او مشرانو جرګو غړيو د خپلواکي پرېکړه کړې وه، خو د بلوڅو مشر، خان قلات غوره ګڼله چې له پاکستان سره خبرې پیل شي او بیا ورسره وروسته یو ځای شي، خو د یو ځای کېدو له‌پاره له ځواکه کار واخيستل شو(۲) په لندن کې مېشت مخالف بلوڅ هریبار مري هم پر دې باور دی چې “د پاکستان له لوري بلوڅستان د برچې په زور نیول شوی دی، دا سیمه هیڅکله د پاکستان برخه نه وه، په ۱۹۴۸ز کې پاکستانی پوځ په زور ور ننوتلی دی او خان قلات يې چې هغه مهال د بلوڅستان مشر و، اړایستلي چې له پاکستان سره د یو ځای کېدو تړون لاسلیک کړي، همدا لامل دی چې موږ ټول تر دې دمه دا نه منو چې بلوڅستان دې د پاکستان کومه برخه وي، بلکې موږ پر دې باور یوو چې دا غصب شوې ځمکه ده(۳).

بلوڅان دا انګېري چې په تېرو څو لسیزو کې د تاوتریخوالي او ناارامي لامل په زوره له پاکستان سره د بلوڅستان یو ځای کول دي.
په ۱۹۵۸ز کې چې کله په بلوڅستان کې ګاز راڅرګند شو، شپږ کاله وروسته پاکستان خان قلات بندي کړ، دا مهال نو په ټوله مانا ناارامي پېښه شوه او نوروز خان د پاکستان پوځ پر ضد خپله وسله‌واله مبارزه پیل کړه او دوه کاله پسې وغځېده چې له دواړو لوریو سلګونه مړي او ټپیان پاتې شول، سره له دې پوځ د نوروزخان مبارزه له منځه یووړه، خو په ۶۳ـ۱۹۶۲ز کې په خونړۍ بڼه بیا پیل شوه، پوځ د تېر په څېر د برچې په زور له منځه یووړه. کله چې سردار محمد داود خان په افغانستان کې د سپینې کودتا په لړ کې واک ته ورسېد، د نوروزخان مبارزه د درېیم ځل په مخه په ۱۹۷۳ز کې بیا پیل او تر ۱۹۷۷ز پورې یې دوام وکړ.

پاکستان چې د سیټو او سینټو په تړون کې د امریکا ملګری و، مسکو د افغانستان له لارې د بلوڅو او پښتنو په چارو کې لاس‌وهنه کوله چې پاکستان اړباسي او د مسکو غوښتنې ومني. ذوالفقار علي بوټو چې کله په ۱۹۷۴ز کې د افغان جګړه‌مارو مشران برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار خپل حضور ته ومنل، دا مهال نو معادله سرچپه شوه او بلوڅان د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې قرباني شول.

په ۱۹۷۷ ز کې پوځ د جنرال ضیاالحق په مشري نظامي کودتا وکړه، د اسلام‌اباد او بلوڅو تر منځ یې تاریخي -وروسته بیا ثابته شوه چې دا لنډمهاله وه- سوله وکړه، بلوڅ سیاستوال یې ازاد کړل او حکومتي دندې یې ورکړې، بلوڅ مخالفان په افغانستان کې مېشت وو، کله چې په ۱۹۹۷ز کې طالبانو کابل ونیو، ډېری بلوڅ له خپلو کورنیو سره بېرته بلوڅستان ته ستانه شول.

د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف د واکمني پر مهال بلوڅ مخالفت بیا سر را پورته کړ او لامل یې په «سوی» سیمه کې د پوځ له خوا پر ۴۰۰ هکټاره ځمکه د نظامي قشلو او مرکزونو جوړول وو، بلوچان ډارېدل هسې نه چې پوځ دا مرکزونه زموږ پر ضد و نه کاروي او پر دې سربېره د ډیموګرافیک بدلون اندېښنه هم ورسره وه چې پوځ دا ځمکې له بلوڅو پرته نورو ته ورکړي. په ۱۹۳۵ز کې حکومت د ډیموګرافیک بدلون په موخه غوښتل په بلوڅستان کې نور لږه‌کي مېشت کړي چې د بلوڅو له مخالفت سره شو او د تاوتریخوالي په پایله کې نږدې ۶۰ زره وګړي له منځه ولاړل.

د کورني کړکېچ لاملونه
بلوڅان د ولس او ایالت په توګه د هغه محرومیت له کبله چې دوی ورسره لاس و ګرېوان دي، خپله غوسه نه پټوي، پر دې سربېره د دوی د ایالت جغرافیوي پراختیا چې د پاکستان ۴۳ سلنه هغه جوړوي او په ۲۰۰ میليوني پاکستان کې د بلوڅانو شمېر ایله څلور میليونو ته رسېږي، بیا هم محروم او بېوزله دي.

کله چې د کورني کړکېچ پر لاملونو غږېږو، دوه مهم لوبغاړي او هغه هم د قبېلې تر چتر لاندې ملي سیاسي ګوندونه او وسله‌والې ډلې باید په پام کې ونیسو.
په ۱۹۷۶ ز کې د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه له ماتې سره مخ شوه چې په بلوڅستان کې یې د سردار نظام ناقانونه وباله او هر هغه څوک چې د سردار په توګه واک چلوي، پر دریو کلونو بند به محکومېږي، خو هند د خپلې ازادي پر شپه توانېدلی و چې د ۵۶۵ په شمېر د راجا نظام له منځه یوسي.

د بلوڅانو د وسله‌والې سرکشي په اړه چې خبرې کېږي، دوه ځواکونه د ژبو پر سر وي؛ لومړی د بلوڅستان د ازادي پوځ چې د تښتونې ډېری پېښې دوی کوي او مشران یې د بلوڅستان خپلواکي، د پنجابیانو له منګولو ځان خلاصول او د بلوڅانو له‌پاره د سوکاله او هوسا ژوند برابرول غواړي (۴).

دویم مهم وسله‌وال ځواک د بلوڅستان د ازادي ملي جبهه ده او هغه مهال په ډېر قوت راڅرګنده شوه چې کله یې په ۲۰۱۱ز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازی “جون سوليټک” وتښتاوه.

پاکستان تور لګوي چې یو شمېر هېوادونه لکه افغانستان، هند، روسیه او کله کله ایران له بلوڅو وسلوالو سره مرسته کوي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې څرګند لاسوندونه نه دي وړاندې کړي او یوازې دا دلیل وړاندې کوي چې زموږ پولو ته څېرمه له اړتیا پرته د هند یو شمېر کونسلۍ شته او موږ ځینې مخابروي پیغامونه کشف کړي دي او دا د لاس‌وهنې دلیل دی.

د تېر کال په پای کې زلزلې د بلوڅستان ځینې برخې وځپلې، د پاکستان د مرستندویه ادارو ځینو مامورانو د خپل نوم نه ښوولو په شرط وايي؛ زلزلې د پاکستان پوځ دا زمینه برابره کړه چې د مرستې په پلمه د وسله‌والو هغو مهمو مرکزونو ته ځانونه ورسوي چې پخوا یې اټکل هم نه‌شوای کېدای.

په اسلام‌اباد کې د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز بلوڅ څېړونکی شیرباز کیټران پر دې باور دی چې بهرنۍ کړۍ په دې سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او د خپلې خبرې د زباد په موخه د پاکستان مشرانو جرګې ته په بلوڅستان کې د پوځ د قوماندان جنرال اعجاز د وینا ځینې ټکي را اخلي؛ “زموږ ځواکونوپه تېرو دریو کلونو کې تر ۱۶ زره زیات بهرنیان نیولي چې په بلوڅستان کې یې په ورانکاري او ترهګریزو هڅو کې ښکېل دي، په دې کسانو کې ایرانیان، تاجکان، ترکان، بنګالیان، المانیان او افغانان شامل دي.”
جنرال اعجاز زیاتوي؛ “یو شمېر هېوادونه لکه هند، ایران، افغانستان، روسیه او امریکا په بلوڅستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي (۵).”

د بلوڅو ډېری سیاسي او تاریخي مشران بهر ته شړل «تبعید» شوي دي؛ نو د بلوڅانو په اړه د هرې مهمې پرېکړې پر مهال دوی نه‌شته وي. د نواب اکبر بګټي قبېله چې تر اوسه د خپل مشر د ویر پر ټغر ناسته ده او پر جنرال مشرف یې د خپل مشر د وژنې دعوه کړې ده، د دې قبېلې د جنګیالیو شمېر ۱۰ زرو ته رسېږي.

نواب بخش مري د انجینري په برخه کې زده‌کړې په مسکو کې کړې دي، د کمونیسټانو د واکمني پر مهال د مسکو او کابل له ملاتړه برخمن و، د نوموړي د وسله‌والو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي او د واک سیمه یې «کهولو» نومې سیمه ده، داسې ویل کېږي چې د چریکي جګړې نږدې دېرش رونیز مرکزونه اداره کوي.

بلوڅ سیاسي ګوندونه سره له دې چې یو مشر یې عبدالمالک بلوڅ په ایالت کې د نواز شریف په حکومت کې د مشر وزیر په توګه ټاکل شوی دی، خو دوی اوس د مرکزي حکومت په اړه بې‌باوره دي او دا بې‌باوري خپل لاملونه لري.

۱. بلوڅان د پلازمېنې له تګلارې ډارېږي په تېره بيا له پنجابیانو چې د پاکستان ۶۵ سلنه نفوس جوړوي، پلازمېنه او پنجاب هڅه کوي د نظامي قشلو او د نورو لږکیو د جذب په موخه د سترو پروژو په را منځ ته کولو سره د بلوڅستان ډیموګرافیک جوړښت بدل کړي. د دې نظامي قشلو جوړونه پر اور د تېلو پاشل دي. له همدې ځایه د بلوڅستان د ازادي جبهې خپلو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړی دی ان چې په ۲۰۰۴ز کې یوازې په کوټه کې نږدې ۳۰ چاودنې شوې دي او موخه یې د پنجابیانو له واکه د ځان خلاصول دي (۶).

۲. بلوڅستان د محرومیت او ګوښیتوب له کبله ځورېږي، په دې سربېره دا ایالت د پاکستان د ګاز زېرمه ګڼل کېږي، خو خپله بیا همدې ګاز ته اړ دی. بلوڅستان د مساحت له مخې د پاکستان ۴۳ سلنه جوړوي، خو د پراختیا او ودې په موخه ورته لږ بودجه ځانګړې کېږي، ځکه بودجه د نفوسو د شمېر له مخې وي، نه د مساحت.
د ایالت د مشرتابه له‌پاره د مشهور بلوڅ سیاستوال ټاکنه او بیا د ۱۷۵ ملیونه ډالرو په اندازه د پراختیایي پروژو په موخه د بسپنې اعلان به دبلوڅو غوسه یو څه را کنټرول کړي (۷).

۳. په دولتي ادارو کې د بلوڅو برخه ډېره کمه ده او لامل یې د پراختیايي او تعلیمي پروژو کمزورتیا ګڼل شوې ده، خو حکومت بیا وايي؛ بلوڅ سرداران دي چې د پرمختګ او پراختیا مخه یې نیولې ده. بلوڅان بیا ټینګار کوي تر سره شوې پرمختیايي پروژې د سردارانو د واکمني پر مهال بشپړې شوې دي (۸).

۴. د نیولو او تښتولو د پېښو په اړه ځینې بلوڅ مشران وايي؛ نږدې اتلس زره وګړي تري‌تم دي او دا اټکل هم شته چې ځینې به یې وژل شوي هم وي (۹). د بلوڅ محصلانو ټولنه چې شمېر یې د تېرې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې د شپږ او لس زره تر منځ و، د بلوڅ جنګیالیو له‌پاره يې د سرکشي او مبارزې نظامي او ټولنیز بستر برابراوه (۱۰).

د پاکستان ایسارول
پاکستان اوس هم داسې انګېري چې هند په عملي توګه د پاکستان پر ازادي اعتراف نه دی کړی؛ نو ځکه یې د ترینګلتیا له‌پاره هڅې کوي او هند بیا ورته خبره کوي چې پاکستان په کشمیر کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. اوس مهال دا د هند نېکمرغي ده چې د سترو او سیمه‌یزو هېوادونو ګټې اوس دا ایجابوي چې ټول –ښکاره یا پټ- د پاکستان پر ضد شي، پاکستان دا هم وايي؛ هند، روسیه، افغانستان او ایران تر منځ یو ډول همغږي شته «په دې اړه په بلوڅستان کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مشر څرګندونې یادې شوې دي.»

هند پر دې باور دی چې په بلوڅستان کې د پاکستان بوختول به اسلام‌اباد اړباسي چې په کشمیر کې د وسله‌والو ډلو په اړه له نوي ډیلي سره معاملې ته رامات شي، په دې سربېره که چېرې له بلوچستانه د ایران یا ترکمنستان د ګاز نل‌لیکې تېرې شي، یا منځنۍ اسیا ته د سوداګري لار شي او یا د ګوادر پروژه بشپړه شي، دا ټول هغه څه دي چې پاکستان معاملې ته راماتولای شي او په ورته وخت کې د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا پر ځای د کمزوري لامل ګرځي.

د هند د نیت په اړه د پاکستان شک د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې زیاتېږي، ځکه چې په افغانستان کې اسلام‌اباد خپل نفوذ او اغېز بايللی دی او دا هم پټه نه ده چې د اسلام‌اباد په پرتله افغان واکمن هند‎، ایران او ان روسیې ته ډېر نږدې دي.

هند بیا پر دې باور دی چې په بلوڅستان کې د خپل شتون په مټ کولای شي ناارامي او ترینګلتیا پېښه او په ګوادر بندر کې د چین د پانګونې مخه ونیسي، که چېرې په سیمه کې د دوو اټومي دوښمنانو تر منځ جګړه وشي، ګوادر بندر په ډېره اساني د کراچۍ هغه ځایناستی کېدای شي.

په ۲۰۱۱ ز کې د امریکا د دفاع وزیر چاک هیګل په کامیرون پوهنتون کې دې خبرې ته اشاره کړې ده؛ “هند افغانستان د دویمې جبهې په توګه د پاکستان پر ضد کاروي او په تېرو څو کلونو کې یې په پاکستان کې د ستونزو ملاتړ کړی دی او په څو نورو جبهو کې ورته هڅې کولای شي. (۱۳)”
د بلوڅستان پخوانی لومړی وزیر جام یوسف بیا پر هند تور لګوي؛ “هندي استخبارات پولې ته څېرمه تر څلوېښتو ډېر روزنځایونه لري، هند له ډېره پخوا د پاکستان مخالفان زموږ پر ضد کاروي، هند غواړي چې پر پاکستان په دې برخه کې فشار راوړي چې له کشمیره لاس په سر شي (۱۴).”

ویکیلیکس څه موده وړاندې هغه ټیلګرام خپور کړی و چې هندي ډیپلوماټانو دا منلې وه چې موږ په بلوڅستان کې ځکه لاس‌وهنه کوو چې پاکستان یې په کشمیر کې کوي او زموږ ملاتړ د روسیې او چینايي وسلو په بڼه دی او زموږ ډېری لیدنې او کتنې په دوبۍ کې تر سره کېږي (۱۵). په واشنګټن کې د پاکستان سفیر جلیل عباس وايي؛ “نوازشریف له خپل هندي سیال سره په نیویارک کې هغه لاسوندونه او شواهد وڅېړل چې له مخې يې په بلوچستان کې د هند ښکېلتیا ثابتوي (۱۶).

د امریکا په کانګرس کې د بلوڅانو د برخلیک په اړه بحث او د کانګرس د ځینو غړيو دا غوښتنه چې بلوڅان حق لري ځان ته جلا هېواد ولري، دې څرګندونو د پاکستان اندېښنې زیاتې کړې دي (۱۷).

له بل پلوه واشنګټن نیت لري چې په بلوڅستان کې کونسلګري پرانیزي، خو دا غوښتنه د اسلام‌اباد له مخالفت سره مخ شوې ده او لامل هم هغه اندېښنې او ډار ښوول شوی چې هسې نه دا کونسلګري د بلوڅ بېل غوښتونکيو د ملاتړ پر اساسي مرکز وا نه وړي.

چین هم ځان د عرب سمندر خولې ته را رسولی دی، د نړۍ د انرژي ۸۰ سلنه سرچینې همدلته دي. د چین دې پرمختګ او دې وړاندوینو «په راتلونکيو ۴۰ څلوېښتو کلونو کې د عربي نړۍ تېل کېدای وچ شي.» واشنګټن یو څه اندېښمن کړی دی، واشنګټن اړ دی چې د منځنۍ اسیا، افغانستان او ایران پر زېرمو ډډه ولګوي او دا مهال بیا دا اړتیا لیدل کېږي چې چین له سیمې ګوښه شي (۱۸).

د بندرونو پټه جګړه
له کومې ورځې چې پاکستان چین ته دا اجازه ورکړې ده چې په عرب سمندر، ګوادر بندر «هوايي دروازه/د خلیج سترګه» جوړ کړي په سیمه کې د بندرونو پټه جګړه پیل شوې ده. ایران او هند لګیا دي د چابهار په نوم بندر جوړوي چې منځنۍ اسیا –سیمې او نړۍ ته ستره جایزه- ته دصادراتو او وارداتو په موخه سمندري دروازه جوړه کړي.
د کارپوهانو له انده چابهار بندر له دوو نیمګړتیاوو سره مخ دی.

لومړی له منځنۍ اسیا لېرېوالی او دویم د اوبو کموالی سترې بېړۍ نه‌شي کولای چې دلته لنګرونه واچوي، خو ګوادر بندر بیا منځنۍ اسیا ته نږدې او ډېرې ژورې اوبه لري چې بېړۍ په اسانه پکې لنګرونه اچولای شي.

دغو ځانګړنو په سیمه کې نوې سیالي را منځ ته کړې ده ځینې باوري دي چې ګوادر بندر د سیمې د نورو بندرونو لکه دبۍ او عمانه پر ارزښت خپل سیوری وغوړوي، د اسیا پرمختیايي بانک وايي؛ ګوادر بندر کولای شي چې د دوولسو هېوادو اړتیاوې پوره کاندي، په دې سربېره دا بندر به په سیمه کې د چین شتون او رول لا پسې پیاوړې او د امریکا هغه به لا کمزوری کړي.

ګوادر بندر د امریکا له نظره؛ “د چینايي سمندري بندرونو د سټراټېژي مهم مرکز دی چې پر مټ یې چین کولای شي په سیمه کې ټوله سوداګري کنټرول کړي او په دې سربېره چین کولای شي له سمندري غلو او نړیوالو سیالیو خپلې ګټې وژغوري (۱۹).”
خو پاکستان دلته له تلوارې کار اخيستی چې دغه بندر یې یوازې چین ته ورکړي دی، که يې دا څو شرکتونو ته په ګډه ورکړي وای، د ګواښ کچه به یې را کمه کړې وه.

د انرژي پر سره شخړه
انرژي ته نړیوالې تندې د پاکستان جغرافیوي موقعیت ته ارزښت ورکړی دی، ځکه دا منځنۍ اسیا ته چې اوبو ته لار نه لري، نږدې هېواد دی پاکستان د چین لوېدیزې برخې ته چې بېوزله او وروسته پاتې ده، هم نږدې دی. د پاکستان موقعیت د پیوستون مرکز دی، ځکه له منځنۍ اسیا، ایران او قطره هند او لېرې ختیځ ته ګاز له همدې ځايه تېرېږي، د دې تر څنګ پاکستان دا وړتیا لري چې په سیمه کې د امریکا نفوذ پیاوړی یا کاواکه کړي، دا پاکستان و چې هند او لېرې ختیځ ته یې د ایران د ګازو نل‌لیکه له ستونزو سره مخ کړې ده او همدا لامل دی چې نړیوالو شرکتونو د افغانستان په تېلو او ګازو کې پانګونه د اوس له‌پاره بنده کړې ده.

که چېرې د ګازو د نل‌لیکې پروژه پیل او بشپړه شي، خپله پاکستان هم د انرژي په برخه کې له ستونزې او نیمګړتیا خلاصېږي اوس د انرژي د کمښت له کبله د پاکستان اقتصاد او زراعت دواړه کاواکه دي، په دې سربېره ډېرو پاکستانیانو ته به د کار زمینه برابره شي او هر کال به نږدې یو ملیارډ ډالر د ګازو د نل‌لیکې د تېرېدو حق العبور اخلي (۲۰).

د شخړې ګانده
ځینې وخت زبرځواکونه د خپلو ګټو او موخو له‌پاره کوچني هېوادونه ګوماري چې د دوی په استازیتوب ځینې چارې تر سره کاندي، خو کله چې دا کوچني هېوادونه ناکام شي بیا خپله لاس‌وهنه کوي. اوس خو په بلوڅستان کې وضعیت د پاکستان له کورني وضعیت سره تړاو لري. ایا حکومت به وتوانېږي چې کورنی خپګان له منځه یوسي او بهر ته اجازه ور نه کړي چې خپله ځانګړې تګلار پلې کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.