جګړې په سړېدو، مدرسې په تودیدو دي/ ميرويس مايار

0 477

د سږنیو خونړیو جګړو ستړي وسله‌وال د پاکستان په لور په کيمپونو کې د نوي کال د افغان بچو د کړولواو وژلو د پلان په بشپړېدو د خپل بادار وروستۍ سلا مشورې ته خوله جینګه نیولې. له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان ډېرې بانډې او کلي له مخ‌پټو غلو ته ورته وسله‌والو خالي شوي او خپل اصلي کلي «پنجاب» ته یې پناه وړې.

پاکستان کډوال را شړي، خو وسله‌والو ته په کور، کالي او ډوډۍ سربېره وسله او د ورانۍ توښه هم ورکوي. سږ کال پر پنجابۍ خاوره د مرګ خپرولو په نوم مدرسو بودجه تر پخوا زیاته شوې او دا ځل پکې د روبلو له برکته نورزور هم ورته زیات شوی. د خیبر پښتونخوا او بلوڅستان د پښتون‌مېشتو سیمو د مدرسو پر لور د ای‌اس‌ای د ږیره‌ورو تګ راتګ زیات شوی دی. د هریپور ټول کيمپونه خالي شوي، خو د مدرسو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او هغه جوماتونه په کنډوالو بدل شوي دي چې په تېرو کلونو کې به د ژمي پر مهال د افغانستان له کلیو د ورستنو شويو جګړو ځپلي طالبانو د کتابونو پاڼې پکې د ۳ میاشتو په مخه هسې ډراماټيکې اړولې را اړولې او د سیمې له خوارو کډوالو به یې د خوراک له‌پاره وظیفې راټولولې.

خو سږ کال دغلته د مولوي واحد په مشري د ای‌اس‌ای په مشهوره مدرسه کې اوس د څو کډوالو له نظره لېرې په ازاد ډول د افغان خاورې ورانوونکي او افغان بچي وژونکي پنجابیان خپلو مزدورانو او کرايي ـ اجرتي قاتلانو ته د افغانستان د ورانۍ نقشې ورکوي.
افغانستان ته د پاکستان د کډوالو له پنډغالو د څه باندې یو میلیون بېرته را ستنو شویو مهاجرو له کبله سږني ژمي د وړو مدرسو او جوماتونو بار هم پر لویو مدرسو ډېر کړی او ډېر پنډ طالبان یې اوس د پنجابیانو له کورونو د بېګاه او سبا له‌پاره ډوډۍ په خپلو چړيانو راټولوي.

د هریپور لوی پنډغالی چې یو مهال پکې تر۲۰۰ زرو ډېرکډوال مېشت وو او هر کال ژمی به پکې د افغانستان د جګړې په زرګونو ستړي وسله‌وال دېره وو، سږ کال ژمی له خلکو تش او څڼېور او خېټور طالبان پکې سیمه‌یزو پنجابیانو ته په شرموونکي افتخار د خپل کلي او بانډې د ورانولو کیسې کوي. د پېښور ډېر کيمپونه هم له کډوالو تش شوي، خو له جګړو تښتېدلو طالبانو د خېټې مجبوریت تر پخوا ای‌اس‌ای ته لا ډېر شوی او دغه غلام‌ډوله چړي اوس تر بل هر مهاله زیات د پنجاب تر چړې لاندې راغلي او د ای‌اس‌ای له خوا ورته د حبیب بینک کارټونه په خوند جوړوي.
د دوی بې‌خونده خولې او سترګې اوس د افغان کډوال د دروازې پر ځای د پنجابي بادار روټۍ ته خړې دي.

د سږ کال خونړۍ جګړې داسې مهال په سړېدو دي چې لسګونه زره افغان میندې، خویندې، پلرونه او بچیان یې د بربادي د لوی کاروان لارویان کړل او له خدای ورکړيو نعمتونو او حقونو یې بې‌برخې کړل. وران یې خپل کور، بوره یې خپله مور، بې‌سرپناه او بې‌پلاره یې خپل بچیان کړل او د بل په ټوپک بیا هم د خپل ورور مرګ ته نوې کندې وباسي.

دوی د افغانانو له هغو تشو مېنو هم نه شرمېږي چې یو مهال یې تره او پلار خپل دویم کور ګاڼه، خو د پنجابي بادار په سوټي یې اوس کنډوالې د پاکستاني له‌پاره د کر کیلي پټي او د سهار و ماښام غله ورته برابروي. هلته یې پخپله او دلته یې په خپلو مزدورو چړيانو د افغان د خټو کور ورانوي او له کرملين سره پرې خپله سودا سیخوي.

سره له دې چې د پاکستاني مدرسو تودې خړې بړستنې تر نیمو شپو اوارې وي، خو چې غلام یې دا درک کوي؛ نو د ماسکو په یخ ژمي به یې وربرابر کړي وي. په دې نوې لوبه کې طالبان تر ټولو ډېر زیان طالب ته رسېږي چې یوه خوا یې ژوندۍ کپرۍ تور پنجابي په سپینه ورځ په ماسکو وپلورلې، بلې خوا ته یې د دوی اصلي څېره په خپل کور کې د ده تربره ته لا جوته کړه او درېیم یې د دوی بیه او کرایه امریکایانو ته وټاکله.

اوس تر بل هر وخته د افغان دړې ته ولاړ په وسله سمبال د پاکستان د استخباراتو تر ګورت لاندې او مټې یې تړلې دي. دوی د کډوالو په را ستنېدو خپله شړۍ د ای‌اس‌ای په دروازه کې هواره کړه او د دغه زاړه بادار درګاه ته یې تر پخوا لا ډېرې سترګې مړې او فرمان یې د اجرا وړ شو، بل خوا یې تر پخوا د لګښت او کرایې بیه لا نوره ټیټه او د خونړي غوبل کولو غوښتنه ترې ډېره شوه.

د جګړې لوبغاړيو او د دوی ملاتړي د نوي رنګ اخیستو په درشل کې دي. پر افغان خاوره یوه بل دوزخي کال ته هره غاړه نوي پروګرامونه برابروي. د افغان بچي د یتیمولو او د مېرمنې د کونډې کېدو پلان اوس اسلام‌اباد له ډېرو نورو سره شریکوي چې له دې یخ‌وهلي ژمي یې ګرم را بهر او په راتلونکي موسم کې د افغان په وینو سره نغري کې یو ځل بیا په نوې بڼه یو شمېر نور په روسي سیخانو کې افغانان کباب کړي.

د پنجابک په نوې لومه کې هغه ټولې هوښیارې بې‌منطقه مرغۍ «وسله‌وال طالبان» په دوو دوو لومو کې راګیرېدونکي دي چې د خپل پلار و ادې په مینه یې خپل تربور ځان ته دوښمن او خپله مینه یې سور تنور کړه.

اوس نو د ای‌اس‌ای له دایمي ماموریته پرته یې نه د ابۍ پر پنجابۍ خاوره او نه د خپل بابا پر مېړنۍ خاوره د شپې د ویده کېدو شړۍ غوړېږي. د ده په پیدا کېدو خو به یې پلار د ټوپکو شپېلۍ اسمان ته پورته کړې وي، خو په مرګ به یې د دې وطن د ساتونکيو د ټوپک شپېلۍ د ده ریتاړې سینې ته نیول شوی وي چې هسې هم د دوی جنازې د پکيرماد دروېش په سندرو پورته کېږي او د مړینې لېسټ یې پنجابي ته استول کېږي.

په دې ساړه ژمي د پلار په څنګل ویده ډېرو نازوليو ته به اوس د پنجاب په تودو مدرسو کې دمرګ نقشې کښل شوې وي او د ده په جېب کې به د بینک اف پاکستان کارډ اچول شوی وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.