یو بیان په باب د حضراتو او پیرانو چې اصالت لري له اصله او نسله/ عصمت قانع

زموږ په ټولنه کې مقدسات که په هره بڼه دي، خو خلک یې درنښت د اخلاقي فرایضو په لړۍ کې شمېري او بې‌احترامي یې ګناه بولي.
پخوا به مذهبي اماکن لکه جومات، خانقا، د دیني کتابونو پاڼې، تاویزونه، د اخندزاده صاحب او صاحبزاده صاحب څاښتونه، د اولیاوو قبرونه او د پیرانو دربارونه مقدس وو، خو اوس د صاحبزاده‌خېلو او اخندزاده‌خېلو د تاویزونو څاښتونو او دمونو تقدس یو څه ټغن شوی دی او د شهادتونو بګتۍ دي چې په ډول ډول بوللو او بدلو کې خلکو مسرۍ پورې تړلې، اما نور اماکین پر خپل ځای پاتې دي.
نږدې ده چې پر کابل باندې د بلند منزلونو او تعمیراتي کانګریټي ځنګلونو توپان یوه ورځ د زیارتونو تقدس هم بې اودسه کړي.

لرې نه ده چې د مارشال د بلډینګونو لېونۍ اشتها د شاه دوشمشېره زیارت په خپله فولادي معده کې هضم کړي او د زیارت سپېڅلتوب هم بې‌غسله او بې‌اودسه شي او د مارشال صاحب فهيم د طلا یو بل مارکېټ د سیند پر غاړه اباد کا.
پاتې شو د پیرانو او حضرتانو تقدس او سپېڅلتوب.

د حضرت صاحب د تقدس برم، خو هغه وخت زیان ولید چې د استاد رباني سلف خلف یې د سولې په شورا کې ځای ونیو. اوس حضرت صاحب نه خوبونه ویني او نه د پټو او ښکاره کراماتو د اظهار هڅه کوي. د لاس مچوونکو مریدانو د شمېر ګراف یې هم په حیرانوونکې توګه را ټیټ شوی دی. نه تنها چې په خپله حضرت صاحب د استخارې خوبونه نه ویني، بلکې مریدان یې هم دده د سلطنت خوبونه نه ویني، علت یې خدای ته معلوم دی.
نجومیان وایي، چې د حضرت صاحب عمر تر اتیاوو اوښتی دی او د شیخ فاني پیر کرامات هم په بوډاتوب کې خپل توان او صداقت له لاسه ورکوي، اما پیر صاحب لا په خوړلي عمر هماغسې سور چغندر دی.

د ژمي د پیتاوي په بانډارونو کې اوازه شوه چې پیر صاحب په خپله اویا یې زوم د پاچاهۍ خوبونه ویني او مریدان یې هم داسې خوبونه ویني چې پیر صاحب پر سپین اس سپور وي، سپینه د پاج لنګوټه یې پر سر تړلې وي او مخامخ پر قبله روان وي، یو بل سپین‌ږیری سړی راشي او پیر صاحب له اس څخه په عزت سره راکوز کړي او د جومات پر منبر یې کښېنوي.

د کابل د هودخېلو ملا صاحب چې خوبونه مانا کوي وایي چې پر منبر ناسته د امت د خلافت پر مسند ناسته ده او مانا دا ده چې پیر صاحب به د مسلمانانو خلیفه شي. د پیر ګل مقدس!؟ موقعیت په ټولنه کې اوس هم څه ناڅه موجود دی.
که څه هم د جهاد په لومړیو شېبو کې د میدان‌ښار تراب صاحب په خپلو نظمونو کې هڅه وکړه چې دغه موقعیت وننګوي، بدله یې ورپسې جوړه کړه چې سروکي یې داسې و؛
لښکر یې نه‌شته په دم چوف غزا کوي
جار دې شمه پیر ګیلاني
په خپله ناست وي په دربار کې
غوړې هګۍ خوري په سهار کې
غمونه ټول پر موږ امبار کې
موږ په جبهه کې سره روسان بمباروي
جار دې شمه پیر ګیلاني

د اسلامي نړۍ ستر متفکر!؟؟ قاضي عبدالباري غیرت چې دا بدله واورېدله، دا یې د پیر صاحب د تقدس پر وړاندې کستاخي وبللـه او تراب صاحب یې له ګلبدین حکمتیار او نورو اخوانیانو سره په ساز او باز باندې متهم کړ. خو پیر ګل بې‌لښکره پاچا وو او تر پایه پورې بې‌لښکره پاچا پاتې شو.
په پېښور کې د پیر صاحب په تنظیم پورې مشهوره وه چې خلقیان او پرچمیان نه وژني، په خپله غربي دی او کله کله یې په دربار کې غربي محفلونه هم جوړېږي او د انګور وینه هم موندل کېږي.
پیر صاحب پر خپل حال پاتې شو او اوس یې هم مریدان منونکي په پکتیا، پکتیکا، غزني او زابل کې شته.

سږکال مې په زابل کې د پیر صاحب د یوه مرید له خولې څخه یوه لنډۍ واورېده؛
که څوک جنت له خدایه غواړي
نو د پیر ګل تر لمن وکاږئ لاسونه
دا لنډۍ ممکن د پیر صاحب د مریدانو له خوا ویل شوې وي او ترې څرګنده ده چې پیر او خانقاه لا اوس هم په افغاني ټولنه کې رول لري.
د سیاسي اسلام د پیروانو له خوا هڅه وشوه چې د پیري او مریدي خانه ور خامه کړي، خو په پښتو کې یو متل دی چې پخې غوښې نه خامېږي، یانې نه اومې کېږي.
پښتانه د پیرانو عزت کوي او دغه عزت کول د مذهب د توهماتي اړخ یوه داسې تابلو ده چې هم یې د مذهب هغه مدني اړخ نوکارې کړی او هم یې د ټولنې د جامد تفکر د خوځېدلو امکان په ټپه درولی دی.

دا خو یو څه باسواده خبره ده رابه شو د کلي او کوڅې په سطحه عالم الفهمه ژبې ته، پیر میر دی والله که یې د چا پلار هم فقیر کړي.
په کندهار کې مشهوره وه چې پیر سید مرچ اغا چې کله کمونیسټانو ونیو، تور مار شو او د بندیخانې تر سوړه ووت.

د ګرشک اډې اغا مامک د انتقاد په ژبه وویل چې که رښتیا له سید مرچ اغا سره دا توان وای چې د سړي پر ځای تور مار شي؛ نو ولې د چمن عطر شیندونکی ګلاب نه‌شو چې د هر چا مینه پرې راغلې وای. د اغا مامک دا خبره وه او د موسی جان د جامع جومات د مولوي صاحب قهر او غضب.

د جمعه المبارک په لمانځه کې یې مقتدیانو ته په وعظ او نصیحت کې وویل، بده هوا را الوتې ده، د پیرانو، ولیانو او د خدای د نازولو بنده‌ګانو بې‌عزتي کېږي، د خلکو عقیده خرابه شوې ده. د پیر سید مرچ اغا په باره کې د اغا مامک خبرې د خامې عقیدې او خرابې اندېښنې نتېجه ده چې پر دې خاوره به تر دې بد حال راولي، خو د طالبانو په وخت کې هماغه ملا موجود و چې طالبانو پر سید مرچ اغا ټکان «ډزې» وکړو، اما هيچا هم عکس العمل و نه ښوو او د طالبانو موقف یې پر حق باله.

د علماوو استدلال دا و چې پیري او مریدي یو بدعتي عمل دی، له رویه د شرع انور محمدي.
د القاعده د عربانو هم پیران او زیارتونه بد اېسېدل. دلته په کندهار کې د طالبانو د حکومت په وخت کې عربانو زیارتونه کږلي وو او حتا طالبان یې تر دې حده پورې پر مخ بوتلل چې په مزار شریف کې یې د سخي جان د جنډې پورته کول هم منع کړل.

د کندهار د پښتونستان رسټورانټ پخواني بانډاري د سوخته صاحب تبصره کوله چې دا یو وهابي حرکت دی او هدف یې له مذهب سره د افغاني مدني دودودنو د اړیکو شلول دي او د دغو اړیکو شلېدل د مذهب افراطي اړخ نور هم پیاوړی کوي.
په تېرو یوولسو کالو کې چې په افغانستان کې خودکش یانې ځانمرګي بریدونه پیل شوي دي، نه د تصوفي اسلام موقف سم مالومېږي او نه د سیاسي اسلام.
خلک وایي چې پیران او حضرتان خو د خدای نازولي دي، ولې په خپل کرامت سره د ځانمرګي کفر مخه نه نیسي؟خو نه پیر صاحب خپل کرامات ښکاره کوي او نه حضرت صاحب.

حضرت صاحب خو د کنداریانو په اصطلاح یو څه له خولې ایله دی او کله کله ځانمرګي بریدګران د ای‌ایس‌ای سوټیان بولي، خو پیر صاحب د چوپتیا داسې روژه نیولې ده چې په اعتکاف کې هم ورسره اوسي.
پیر صاحب د پښتنو پیر دی د هېواد په نورو قومونو کې یې پیري په یوه نیمکه هم څوک نه رانیسي.

همدا پونده‌ګان پښتانه دي چې د پیر صاحب د لاس پرېمنځلو خیرنې اوبه د تبرک له‌پاره څښي، اما پیر صاحب یو څه ناځواني کوي.
له تېرو لسو کالو راهیسې یې د پښتنو پر ضد د روانې نسل‌وژنې په باره کې یې تر خوله سوڼ هم نه دی راوتلی.

داماد جنت المقام یې یو وخت د پښتون په نامه سیاست کاوه، خو اوس نه تنها پښتون نه یادوي، خبرې یې هم په پاړسو شوې، کېدای شي پیر صاحب هم پښتانه مباح الدم او واجب القتل بللي وي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې