یخ وهلي ماران / محمد یار یار

پرون، په اصطلاح د احزابو یوې محموعې، د انتخاباتو موجود سیسټم رد او له سره یې د حزبي سیسټم پر اساس، د بایو متریک له لارې د ټاکنو نوملیکنه وغوښته؛ دوی ټینګار وکړ، که حکومت د دوی طرح و نه مني نو ډېر بد وضعیت به را منځته شي او روان بحران به څو چنده زیات شي؛ دوی رشتیا وایي؛ ایا تاسو نه یاست خبر چې دوی خو له یوه مخه د بحران د خلق، تعمیم او تداوم مجرب قهرمانان دي؟
آیا دغه خلک ډېر وارخطا در ته نه ښکاري؟ ایا په را روانو انتخاباتو کې، د دوی د زور و زر بېړۍ درته غرقه نه ایسي؟ ځکه دوی خو هغه کسان نه دي چې پرون یو د بل سیاسي مخالفین ول، بلکې دوی خو د واک و ځواک پر سر، یو د بل نظامي، سرسخت او نه پخلا کېدونکي دوښمنان ول او ایا دوی په خپلو دغو دوښمنیو کې د افغانستان او افغان ولس بېخ و بنیاد ور و نه ایست؟ ایا دوی نه ول چې په خپل توپکي انډوخر کې یې، په افغانستان کې د دنیا تروریستانو ته د بې حده و بې سرحده ازادې پښې زمینه برابره کړه؟ ایا د دې هر څه نتیجه، دلته د امریکا په مشرۍ، د دنیا لا خونړی نظامي حضور نه شو؟ عجیبه نه ده چې دوی لا دا حضور اشغال هم بولې؟ ایا د دغه وضعیت د را منځته کېدو اساسي عامل د همدوی ناانسانیترینې دوښمنۍ نه وې؟
زه دا منم چې د ټاکنو موجود سیسټم په ډیموکراسۍ پورې طنز دی او د کارل پوپر خبره:
«په دنیا کې لا تر اوسه داسې یوه ډیموکراسې نه ده تجربه شوې چې هلته دې ګوندونه حضور و نه لري.»
خو ایا دغو را ټولو شوو جنګي ډلو ته تاسو ګوندونه ویلای شئ؟ آیا د دوی اکثریت یې په جنګي جنایاتو او د بشري حقونو په غوبل متهم نه دي؟ ایا د دوی اکثریت یې په غلاوو، غصبونو، قتل عامونو، چور، ترورونو، فسادونو، د خارجي استخباراتو په مزدوریو او آن د ناموسونو په څرګندو مسلسلو لوټمارونو تورن نه دي؟ که دا رشتیا وي نو څنګه کېدای شي چې دوی دې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په ممثلینو ومنل شي؟
آیا دا منلای شئ چې د دغو ښاغلو دې پر وطن زړه سوځي؟ ایا د دوی رشتیا هم له ډیموکراسۍ سره دومره جوړه ده چې غواړی په واقعي مانا یې دلته ریښې ژورې ولاړې شي؟ ایا دوی په رشتیا د سیاسي سړیتوب هغه حد ته رسېدلي دي چې را روان انتخاباتي رقابت به یې پر ډیموکراټیکو اصولو استوار وي، نه بیا د یوبل پر خونرېز او د وطن پر لا تباهې؟ څنګه یې څوک منلای شي چې همدا اوس- اوس، د یوه معلوم الحال ډاکو په نیولو سره، «جنبش اسلامي ډلې» نیم افغانستان ته اور اچولی، د ټاکنو کمیسیون دروازې یې تړلي او د خپلو خلکو ژوند یې په بدترین شکل زهرجن کړی؛ همدغه په اصطلاح ګوند هم، د دغې مجموعې برخه ده او سبا به دوی ټول د ډیموکراسۍ تر چتر لاندذدې یوبل زغمي؟ او ډېرې نورې پوښتنې.
عجیبه یې نه بولئ چې «غلبېل کوزې ته وایي چې سورۍ!»؟ پرونې جګړمار، وطن تباکوونکي او د انسانیت له هر مسیره منحرف تنظیمونه یا خونخورې جنګي ډلې، نن د درغلیو خلاف ږغ پورته کوي؟ ته به وایې چې د دوی رشتیا هم له فساد، درغلیو او جعلکاریو سره جوړه نه ده! که دا د دوی د زوال نښه نه وي نو څه به وي؟ او آیا لازمه به وي چې یو ځل بیا دوی ته تازه دم ور کړو او بیا یې د یخ وهلو مارانو غوندې را ژوندي او د ملت پر وجود یې تاو را تاو کړو؟
که په وطن کې رشتیا هم شعوري قشر وجود ولري او رشتیا هم ملي- انساني ارزښتو ته متعهد وي نو همدغه یې ورځ ده چې د جګړه مار نسل په وړاندې، سره یو ږغ او یو بازو شي او پرېنږدي چې د جنګ و جنایت میراث، زموږ نوي نسل ته ور انتقال کړه شي.

Categories: غوره شوې لیکنې,له فیسبوک څخه,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.