کورنۍ د استبداد او حقوقي نابرابرۍ مرکز /دنيا پکتيانۍ

موږ ټول غواړو ډاډه،روغه او خوښه کورنۍ ولرو. موږ ټول غواړو اولاد مو د یو باهدفه ژوند له‌پاره وروزو.
کورنۍ د مینې، عاطفې، دوستۍ او مهربانۍ ځای دی.
په کورنۍ کې د ماشوم د اوسېدو شپې ورځې له ډېر ارزښته برخمنې دي، ځکه ماشوم په لومړي ځل په کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیزي او د نړۍ ښکلاوې او شرارتونه همدلته له خپلې کورنۍ سره تجربه کوي.

ويلای شو چې کورنۍ د انسان په شخصيت جوړونه کې تر ټولو مهم عنصر دی، ځکه چې کورنۍ هغه ځای دی چې موږ بېلابېل خصلتونه له دوی ميراثي زده کوو، کړه وړه مو له همدې ځایه پيلېږي او د ټولنې له نورمونو او قواعدو سره د دوی له ادرسه بلدېږو او همدا نورمونه او قواعد دي چې زموږ راتلونکي ژوند اغېزمنوي.
موږ په لومړي ځل له خپلې کورنۍ زده کوو چې څه ښه دي او څه بد، موږ په لومړي ځل د خپل کور له دروازې له نړۍ سره اشنا کېږو.

د انسان د ژوند تر ټولو مهم عنصر د هغه کورنۍ تربیه او د کړو وړو فرهنګ دی.
په افغانستان کې تر ډېره په کورنیو کې د تربيې د تلې استبدادي او په زور قبلولو اړخ دروند دی، همدا د زورزیاتي او استبدادي کړنو تر سره کولو کورنۍ د جنسیتي نابرابرۍ، د یو طرف د نااميدي او تاوتریخوالي په مرکز بدلې کړې.

همدا کورنۍ دي چې په لومړي سر کې د ښځې او نر په منځ کې فرق را منځ ته کوي او د دوی له منځه یو طرف «نر» ته د برتري او ښهوالي احساس ورکوي، همدا توپیري چلندونه چې په پیل کې ډېر نه احساسېږي او د وخت په تېرېدو یې پاړسوب تر ټولنې رسېږي، د بشري حقونو د نقض پیل بلل کېږي.

همدا کورنۍ دي چې زوی د لور په پرتله په ډېر ناز او خیال لویوي او د ژوند په هره برخه کې تر ټولو ډېر امتیاز ده ته ورکوي.
د لور او زوی تر منځ توپیري چلند د دې لامل کېږي چې زوی تل ځان د حاکم پلار په څیره کې پیدا کړي او لور بیا د مظلومې مور په اینه کې ځان ته وګوري، دا هغه حالت دی چې له کوچنيوالي د مور و پلار او د کورنۍ د مشرانو له خوا د دوی په ذهن کې پېچکاري شوی دی.

همدا توپیري کړنه او حقوقي نابرابرۍ د دې سبب شوې چې په کورنۍ کې لور د زوی په انډول کمه فریکي او ذهني وده وکړي او تل دا احساس ورته پیدا شي چې دا نامستقله او دويمه درجه انسان دی چې واک یې د بل په لاس کې دی او مقابل لوری باید تل د دې د ژوند په اړه پرېکړه وکړي.

په افغانۍ ټولنه کې کور، موټر او نوره مادي دارایي په نر پورې تړلې او ښځه فکر کوي چې دا د مالکیت حق نه لري.
دلته مو تر ډېره لیدلي چې ښځه له پورته مواردو سره سره د خبرو، د نظر ورکولو او د ژوند د لوري د ټاکلو حق هم نه لري.
په افغانۍ نرسالاره ټولنه کې تر ډېره نه یوازې چې سړي د ښځې لوړ مقام او د سپېڅلي رب له خوا ورکړل شوي حق او حقوق په رسمیت نه پېژني، بلکې ښځې هم د یو مستقل فرد او شخصیت په توګه ځان نه مني…

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: بېلابیلې مقالې,غوره شوې لیکنې