ځوان، پښتون او پاکستان؛ په پاکستان کې د پښتنو حالات

لیکوال: رضا وزیر
ژباړه: واحد فقیري

 نیویارک ټايمز

د جنوري پر ۱۳ د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو ادعا وکړه چې د داعش څلور مظنون جنګیالي يې ووژل. د دې نظامي عملیاتو مشر، راو انور وویل چې همدې جنګیالیو پر پولیسو ډزې وکړې او پولیسو هغوی په جوابي مقابله کې ووژل.
سمدستي د وژل شویو کسانو عکسونه په سوشل میډیا کې خپاره شول‌ او پاکستاني ټلوېزيونونو هم د هغوی تصویرونه نشر کړل. د همدې وژل شویو کسانو د کورنیو غړيو د ټلوېزیون په پرده کې خپل د کور یو کس وپېژاند. هغه ۲۷ کلن نقیب الله مسعود و. نقیب الله مسعود د وزیرستان د قبایلي سیمې اوسېدونکی و. نقیب الله مسعود لس ورځې مخکي د پولیسو له خوا توقیف شوی وو.

ښاغلي نقیب الله مسعود واده کړی و او یو زوی او دوې لوڼې يې لرلې. هغه په کراچۍ کې په راز راز کارونو بوخت و، خو اوس يې د خپل ورور په مرسته د کپړو دوکان خلاص کړی و. نقیب الله مسعود دغه راز د فېشن شو یو ماډل هم و. هغه به ښکلي او رنګین کالي اغوستل. ښایسته وېښتان يې درلول. ږېره ئې په خط کش جوړه کړې وه او خپل عکسونه به يې په فیسبوک کې خپرول.

د جنوري پر همدې غمجنه شپه د نقیب الله مسعود د جسد عکس د هغه د فیسبوک پر صفحه راښکاره شو. کله چې ما د هغه عکس ولید، ما له ډېره قهره ټکان وخوړل او سخت ناامیده شوم، ځکه ما او هغه چندان تفاوت نه لاره. هغه هم زما په شان یو ځوان پښتون و او په وزیرستان کې له یوه عبث جنګه را تښتېدلی و. وزیرستان یو فقیر او منزوي ځای دی او څو کاله کېږي چې په اصطلاح د ټروریزم پر ضد د جنګ په مرکز بدل شوی دی او عموماً په ميډیا کې «د جهان د تر ټولو خطرناک ځای په نامه یادېږي.»

نقیب الله مسعود ما غوندې په مسافري کې غوښتل چې په کراچۍ کې د ځان لپاره یو ژوند جوړ کړي. په پاکستان کې له ښار او کلي څخه بل ځای کار کول قوي اراده غواړي، ځکه موږ پر دې ښه پوهېږو چې په پاکستان کې له پښتنو سره د تبعیضي چلند او نژادي تشدد یو اوږد تاریخ پروت دی.
په ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افراطیانو پر خلاف نظامي عملیات وکړل او په دې عملیاتو کې قریب یو میليون محلي خلک بې‌ځایه شول. د همدې بې‌ځایه شویو خلګو د بېرته ستنېدو پروسه په ۲۰۱۶ کې پيل شوه، خو نظامي مقاماتو د راستانه شویو خلکو لپاره نوي مقررات وضع کړل. که چېرې تاسې غوښتل چې خپل کور او کلي ته ولاړ شئ او یا مو غوښتل چې په وزیرستان کې ژوند وکړئ، تاسې له پاکستاني شناخته کارډه علاوه نورو کاغذاتو او اجازو ته هم ضرورت لاره. تاسې مجبور واست چې د وطن کارډ په نامه یو بل د هویت کارډ هم ولرئ.

ما خپل د وطن کارډ په مارچ کې واخیست. زما په کارډ کې زما عکس او د نورو هویتي مشخصاتو تر څنګ د خیبر پاس عکس هم شته‌ او دغه راز د شمالي وزیرستان د ایجنسي مخفف توري هم لیکل شوي دي. همدا کارډ ما او د همدې سیمې نور اوسېدونکي له نورو عادي پاکستاني اتباعو بېلوي.
د ښاغلي نقیب الله مسعود تر قتل را وروسته، په تېره بیا کله چې دا هم روښانه شوه چې ښاغلی نقیب الله په یوه ساختګي سناریو کې وژل شوی دی، په زرهاوو ځوانو پښتنو په اسلام‌اباد کې پراخو اعتراضونو ته مخه کړه.
د فبروري پر ۸مه زه هم له لاهوره ور وخوځېدم چې له هغوی سره په دې مظاهرو کې برخه واخلم. په بس کې ما د خپل شخصي او سیاسي تاریخ په باب فکر کاوه چې څنګه سیاسي واقعاتو زموږ ژوند ته شکل ورکړ او موږ يې دې ته وهڅولو چې په زرهاوو ځوان پښتانه په یوه بې‌ساري اعتراض کې سره راغونډ شو او له حکومته دا وغواړو چې د پاکستاني اتباعو په څېر له موږ سره په عزت او مساوات چال چلند وکړي.

زه د ۱۹۹۰ په اخېرو کلونو کې د شمالي وزیرستان په خوشالي کلي کې زېږېدلی یم. زموږ پر کلي شا و خوا تور او شنه غرونه را تاو دي او زموږ کلی۳۰ میله د ډېورنډ له کرښې لېرې پروت دی. همدا کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ په اصطلاح سرحد!؟ تشکیلوي.
په دې سیمه کې اکثره خلک په کرنه بوخت دي او په ژمي کې غنم او په دوبي کې جواري کري. ځينې په میر علي کې دوکانداري کوي. میر علي یو کوچنی ښارګوټی دی او قریب ۲۰۰۰۰ کسان ژوند پکې کوي. زموږ په منطقه کې اقتصادي مشکلاتو زیات شمېر محلي ځوانان دېته اړ ایستلي دي چې خپل کور او کلي پرېږدي او په نور سیمو کې نوکري پيدا کړي. زه صرف پنځه کلن وم چې زما پلار دوبۍ ته د خوارۍ لپاره ولاړ.
ما په خپل خړ او د خټو په کور کې له خپلې مور، خور او یوه ورور سره یو ځای ژوند کاوه. موږ هر سهار د ملا په اذان را پاڅېدلو. تر لمانځه راوروسته به موږ بېرته خپل کور ته راستانه شوو او د سهار ناری به مو وکړ. پاکستان به ښايي اټومي بم لري، خو زما د قام خلګ د سبا ناري لپاره کافي خواړه نه لري.

د کلونو په بهیر کې د وزیرستان خلکو زما د پلار په شان له دوبۍ پیسې را استولې چې زموږ لپاره څه ارام ژوند برابر کړي. د ۱۹۹۰ په کلونو کې د همدې پیسو په سبب د وزیرستان په زرهاوو شاګردان پر دې وتوانېدل چې په خصوصي مکتبونو کې شامل شي. دا خصوصي مکتبونه د حکومتي خرابو مکتوبو په تناسب څو چنده بهتره وو.
زموږ مشکلات هله پیل شول چې طالبانو د ملا عمر تر مشري لاندې په ۱۹۹۶ کې کابل ونيو. په دې وخت کې د مدرسو په زرهاوو طالبان د وزیرستان له لارې افغانستان ته ننوتل چې هلته له طالبانو سره یو ځای شي. په همدې لړ کې زموږ د سیمې د مدرسو زیاتو شاګردانو افغانستان ته مخه کړه. کله چې به له افغانستانه بېرته راستانه شول، هغوی به زموږ په منطقه کې د طالبانو په شان ظالمانه شرایط وضع کړل او هغوی غوښتل چې د افغانستان د طالبانو په څېر یو تور او وروسته پاتې نظام جوړ کړي.

د ۲۰۰۱ په دوبي کې زما پلار وروسته له اوو کالو له دوبۍ بېرته خپل کور ته راستون شو. هغه په میر علي کې یو دوکان خلاص کړ او د موټرانو ټایرونه يې خرڅول. هغه په دوبۍ کې د ښو او لایقو ډاکټرانو او انجینرانو په باب په ارمان او حسرت خبرې کولې. هغه هیله درلوده چې زه سبق ووایم او ډاکټر شم.
زما د پلار له راستنېدو فقط څو میاشتې را وروسته په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې حملې وشوې او له دې سمدستي راوروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم رانسکور شو او دغو تاریخي حوادثو هر څه بدل کړل، ځکه په افغانستان کې عرب او د مرکزي اسیا افراطیان په فرار کې وو او زیاترو يې په وزیرستان کې پټنځایونه پیدا کړل. د ۲۰۰۲ په وړي کې د پاکستان پوځ د همدې افراطیانو پر خلاف نظامي عملیات پیل کړل. د پاکستاني پوځ د همدې عملیاتو په مخالفت کې ډېر محلي ځوانان د افراطیت لمن ته ولوېدل او زیاترو يې افراطي افکار خپل کړل.

زما پلار زموږ د ژوند په باب اندېښمن و، ځکه هغه نه غوښتل چې موږ په دې جنګ کې راګیر شو. د ۲۰۰۴ په پسرلي کې زه او پلار مې یو ځای پېښور ته ولاړو چې هلته مکتب شروع کړم. په همدې وخت کې به ما هره ورځ د خپلې کورنۍ او ملګرو په باب فکر کاوه چې ایا هغوی به په امن کې وي او که نه. په اخبارونو کې به د وزیرستان د تشدد او جنګ په اړه راز راز راپورونه خپرېدل او په هفتو هفتو به موږ نه‌شوای کولای چې خپل کلي ته ټليفون وکړو.
کلونه کلونه همدا عبث جنګ روان و. افراطیانو به د پاکستان د اردو پر اډو او کاروانونو حملې کولې او هم به يې د سړک د غاړې بمونه ورته ښخول. په مقابل کې به د پاکستان پوځ د هغوی پر ضد بمباري کوله او هم به يې هاوانونه او توپونه ورباندې وارول. په دې وخت کې زموږ په سيمه کې نوې هدېرې جوړې شوې. د کفن او تابوت جوړولو کار و بار کش وکړ. ملکي کسان لادرکه شول او زیاتره ملکي کسان د پاکستان د پوځ او افراطیانو له خوا وژل کېدل.

په ۲۰۰۹م کې امريکايي جمهور ریس اوباما په افغانستان کې د امریکايي قواوو شمېر زیات کړ او په ګرده وزیرستان کې يې د القاعدې او طالبانو پر خلاف د ډرون حملې هم زیاتې کړې. د لندن د تحقیقاتي ژورنالیزم د موسسې په اټکل د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ په کلونو کې د امریکا د ډورن بمباریو قریب ۲۵۶ او یا ۶۳۳ملکي کسان وژلي دي او څه د پاسه ۱۸۲۲ او یا ۲۷۶۱ افراطیان يې قتل کړي دي.
کله چې په ۲۰۰۹م کې د دوبي په رخصتیو کې زه کور ته ولاړم، ما د ډورن لومړۍ حمله ولیده. یوه شپه کله چې زه د ستورو تر ډک اسمان لاندې پر کټ پروت وم، ناڅاپه د یوې چاودنې هیبتناکه غږ له خوبه را پاڅولم. ما هڅه وکړه چې ځان سره راټول کړم، په دې وخت کې زما اکا را باندې غږ وکړ؛ «ډرون! د ډورن حمله ده.» په دې وخت کې د دوو نورو چادونو غږ را پورته شو. زما اکا زه د کلي منځ ته بوتلم او هلته زیات خلک را غونډ شوي وو.

زموږ په کلي کې پر یوه کور حمله شوې وه او هلته اور بل و. په عادي حالت کې به موږ هلته د کومک لپاره ورغلي وای، خو د ډرون د بلې حملې له ډاره موږ دا کار و نه کړای شو او نه مو هم زخمیان روغتون ته ورسول. ما سهار د دریو افراطیانو جسدونه ولیدل. د ډرون حملې د هغوی بدنونه ټوټه ټوټه کړي وو او تر دې وروسته ما په شپو شپو خوب نه لاره.
بس څه سر مو پر له ګرځوم، کله چې زه په پېښور کې له مکتبه فارغ شوم، ما په ۲۰۱۰ کې په لاهور کې په یوه پوهنتون کې ځان شامل کړ او هلته مې د ادبیاتو رشته غوره کړه. لاهور یو ښکلی او رنګین ښار دی، له جنګ ځپلي پېښور او وزیرستان سره ځمکه او اسمان فرق لري.

څنګه چې زه یو پښتون او د وزیرستان یم، همدا سبب شو چې د پاکستان حکومت زه هم خپل هدف وګرځولم. کله چې زموږ سیمه د تحریک طالبان پاکستان اډه وګرځېده، له ما سره هم د ریاست تبعیض زیات شو او زه د مظنونو خلکو په جمله کې حساب شوم.
یوه شپه په پوهنتون کې پولیس زما د لیليې کوټې ته ناببره راننوتل. په دې وخت کې له ما سره دريو نورو محصلانو هم ژوند کاوه او هغوی ټول پنجابیان وو. کله چې پولیسو زما د هویت کارټ وکوت، هغوی زه یوې څنډې ته کړم او زما کتابونه او نور سامان الات يې د جنايي شواهدو د پیدا کولو په مقصد وپلټل.

خو په دې وخت کې ما په لاهور کې نوي ملګري پیدا کړي وو، له تکړه او الهام بخښونکيو استادانو سره مې اشنايي شوې وه او په مختلفو اجتماعي او اکاډمیکو محفلونو کې مې ګډون کاوه. په دې وخت کې ما فکر کاوه چې یوه نوي جهان خپله غېږه راته خلاصه کړې ده او نوي افقونه راته پرانیستل شوي دي.
زما پلار د پخوا په شان په میر علي کې خپله دوکانداري کوله. په دې وخت کې هغه نور ټایرونه نه خرڅول، بلکې هغه اوس یو پښ و. په ۲۰۱۳ کې یوه شپه ما په خپل پوهنتون کې ټلوېزیون کوت، د ټلوېزیون خبریال وویل چې پاکستاني جنګي طیارو د میر علي بازار بمباري کړ. له نېکه‌مرغه، د بمباري پر وخت زما پلار په خپل دوکان کې نه و، خو سمدستي په دا بله ورځ زما کورنۍ د نورو کلیوالو په شان وزیرستان خوشې کړ او د بې‌ځایه شویو خلکو له کاروان سره یو ځای دره‌اسماعیل‌خان ته کډه شول. دره‌اسماعیل‌خان له پېښوره قریب ۱۸۰ میله لېرې پرته ده.

شپږ میاشتې وروسته د ۲۰۱۴ په جون کې د پاکستان حکومت زموږ په سیمه کې نور نظامي عملیات پیل کړل چې په نتېجه کې قریب یو میليون انسانان د ښځو او ماشومانو په ګډون بې‌ځایه شول. خلکو خپل کورونه خوشې کړل او صرف د تن په جامو کې له خپلو کلیو او کورونو فرار شول. اکثره په خیبر پښتونخوا کې دېره شول.
تر دې یوه هفته وروسته زه بنو ته ولاړم. په بنو کې ما د وزیرستان بې‌ځایه شوي خلک ولیدل چې پر سړکانو پراته وو. ما د غواوو، ‌وزو او پسونو مړه او خوسا شوي جسدونه هر ځای ولیدل، ځکه هغوی د سختې ګرمۍ او د اوبو د نشتوالي له کبله تلف شوي وو. په بې‌ځایه شویو خلکو کې ملاریا او نور امراض ګډ شوي وو، ځکه په دې وخت کې نظافت نه مراعاتېده او غوماشو امراض خپرول. اکثرو بې‌ځایه شویو خلکو د دوو یا دريو کالو په مدت کې په سختي ژوند کاوه.

قریب درې کاله وروسته زه پر دې وتوانېدم چې خپل کور ته ولاړ شم. د تېر مارچ په میاشت کې زه پر دې وتوانېدم چې د وطن کارټ واخلم او همدې کارټ ما ته د دې فرصت راکړ چې خپل کلي، کور او وزیرستان ته سفر وکړم. کله چې ما د خپل کارټ د اخیستلو لپاره په نظامي اډه کې انتظار کاوه، ما د خپلې سیمې یو زوړ کس ولید. هغه راته وویل چې «وزیرستان یوه داسې باغ ته پاتې کېږي چې ږلیو او توپان وهلی وي. هلته هر څه تباه شوي دي.»
موږ په یوه نظامي ټرک کې میر علي ته ولاړو. د سړک پر دواړو غاړو د جنګ او بمباري اثار له ورایه ښکارېدل. د خلکو کورونه او جونګړې سوې وې او زیاتره په مرمیو خراب شوي وو.

قریب نیم ساعت وروسته موږ یوې پراخې او تخریب شوي سیمې ته ورسېدو. همدا زموږ ښارګوټی میر علي و. د سبزیو دوکاونه، کتاب پلورنځي او نور دوکانونه چې زه پکې ستر شوی وم، ټول ویجاړ او برباد شوي وو. ما هغه ځای هم ولید چې زما د پلار دوکان پرې اباد و. په دې وخت کې کارګرانو مات شیان ټولول. خښتې، ګاډران، ماتې چوکۍ او زما زړې خاطرې په لاریو کې انتقالېدې. په دې تخریب او تباهي زما ټولې خاطرې هم تباه شوې وې.
زه مازدیګر ناوخته خپل کلي “خوشحالي”‌ ته ورسېدم. هلته ما یوه کورنۍ ولیده چې کور يې په بمباریو کې تباه شوی و او دوی په خېمه کې ژوند کاوه. زما پلار د خپل دوکان تر خرابېدو راوروسته فیصله وکړه چې بیا وزیرستان ته ستون نه‌شي. ما له خپلو دوستانو سره څو ورځې تېرې کړې او هغوی ما ته د جنګ په باره کې وحشتناکه کیسې وکړې. هغوی د خپلو تکلیفونو په باب مالومات راکړل. زموږ په دې مجلسونو کې اینده ژوند ته د امید هیڅ څرک نه لیدل کېده.
د ښاغلي نقیب الله مسعود قتل یوه داسې مهمه حادثه شوه چې په زرهاوو پښتانه يې دې ته وهڅول چې اسلام‌اباد ته مخه کړي او د ۱۶ کلن ناورین پر خلاف خپل خپ شوي اوازونه اوچت کړي.

په دې پرلت کې اعتراض‌کونکيو یوه ترانه زمزمه کوله. په دې سندره کې د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې د نابرابرو اتباع حال بیان شوی و. دا ترانه داسې شروع کېدله؛
دا څنګه ازادي ده؟ او دا څنګه ازادي ده؟
په دې مظاهره کې ما په زرهاوو وکیلان، پروفيسوران او ډاکټران ولیدل. زاړه او ځوانان مې ولیدل. ګڼ شمېر نارینه‌وو او ښځو برخه پکې اخیستې وه. د پرلت په بهیر کې موږ له یو بل سره د خپل مظلومیت کیسې شریکولې او له پښتنو سره د ظلم او سپکاوي خاطرې مو سره تبادله کولې. موږ ټولو په دې تپل شوي جنګ کې خپل خپلوان او یا هم دوستان له لاسه ورکړي وو. غیر قانوني توقیفونو، له قانونه بهر قتلونو، په خیبر پښتونخوا کې بې‌ځایه کېدل، بار بار مهاجرتونو، د کورونو تباه کېدل، د کوچینانو وژل کېدل او معیوبېدل، ماینونو او د ریاست راز راز بې‌عدالتیو زموږ پر قهر لا نور تېل پاشل.

د اسلام په اباد په پرلت کې یوې سواتۍ مېرمني کیسه کوله چې دوه زامن يې هله په کراچۍ کې لادرکه شول چې د پولیسو مشر راو انور ګرفتاره کړل. راو انور هغه افسر دی چې د ښاغلي نقیب الله مسعود په قتل کې هم لتاړ دی. همدا پښتنه مور د خپلو زامنو په غم کې په دواړو سترګو ړنده شوې وه او هغې ویل چې د پاکستان له حکومته يې د مرستې غوښتنه کړې ده،‌ خو هیچا يې غږ نه دی اورېدلی. هغې وویل چې «زه اوس په دواړو سترګو ړنده یم او که خپل زامن پیدا هم کړم، زه به د هغوی مخ و نه لیدای شم، مګر زه به خپل زامن په بوی وپېژنم.»

Categories: پښتون خوځښت,غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.