پښتون خپله ځان تباه کړ / عبدالواحد رضوانزی

 

وزیر محمدګل خان د هېواد د شمال کوم ولایت ته سفر کړی وو؛ هلته د ناقلینو له ډلې د کوم پښتون میلمه شوی وو، د ډودۍ پر مهال ناقل پښتون خپل زوی ته وویل:(برو بچیم دسترخوان بیار) په  وزیر محمد ګل خان ډېره بده ولګېده؛ له ځایه پاڅید ویې ویل: ته موږ دلته  را استولی یې، ځمکه پوله پټی مو درکړی تر څو  په شمال کې پښتانه میشت شي، د دې هېواد قومونه سره په دې هېواد کې وپاشل شي، ته په ځای د دې چې پښتو او پښتونوالې وپالي پښتو دې هېره کړي او غیر پښتون شوی یې.

له ډېرو به مو اوریدلې  وي، وایې؛ پښتون چې عصري شي پاړسیوان شي، په پښتو غږېدل ورته شرم ښکاري، په خدای قسم چې پرې شرمیږي، ټوله کورنۍ او بچیان قصدا پاړسیوانان کړي، پښتانه بې تمدنه او بې فرهنګه ګڼي بیا له ټولو ډېر د پښتو او پښتنو سره د همده حساسیت وي. تاسې پوهېږئ د پښتنو په ضد تر ټولو ډېر خرش او پرش داسې کسان کوي چې اصلا پښتانه دي، خو نن د پښتو پښتۍ همدوی ماتوي، د پښتنو سره د ژبې حساب کوي ښه بېلګه یې معلم صیب عطا واخلئ، مشران وایې معلم صیب د ناقلو پښتنو څخه دی نن د نظار شورا لوډسپیکر دی او ټول عمر یې د مسعود د قوماندې او د جمعیت تر بیرغ لاندې د پښتنو سره په جنګ او دښمنۍ کې تېر شو.

راځئ نن به لږ پاک او واضح وغږېږو، پښتنو مشرانو د خپلو زلمیانو ملاګانې ماتې کړي دي او له زده کړو یې محروم کړي دي. ډېری پښتانه خپلو بچیانو ته په ماشومتوب کې ودونه کوي، یو خروار ولور پرې بار کړي، هغه اړ شي یا په ټرک لارۍ کې کلینډر او یا یې چلوونکی شي، ډېری یې پنډوکی وتړي او د ولور د پوره کولو لپاره د عربو په دښتو کې ښکلي ګل ځوانۍ ورېژوي، کلونه مساپري وکړي ولور پوره کړي مېرمن واده کړي. د زلمي ملا ماته شي، ټول عمر یې تباه شي او ژوند یې په مزدوریو کې تېر شي. له بل لورې هزاره هېوادوال د خپل واده لګښت په یو تربیوي کورس او یا هم په یو ورکشاپ ولګوي، لسکونه زده کوونکو ته مفت کورس او یا لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. عادي ژوند پيل کړي او د یو ستر کار بنسټ یې اېښی وي.

د نورو قومونو مشرانو په کابل کې ځمکې چور کړي، ښکلي نخشې یې د ښارګوټو وویستي، ښوونځي، پارکونه، مسجدونه او شنې ساحې یې په کې پرېښودې، د موټرو تمځای او د ژوند نورو اړتیاوو ته یې په کې ځایونه ځانګړې کړل، نن هلته ژوند کول جلا خوند کوي، ټولې اسانتیاوې لري او پاک ژوند دی. کرزي لالا ملا تره خیل ته وویل؛ کابل خو دې نورو قومونو چور کړ ته یې دا احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت) او پلچرخي خوا چور کړه، هغه پرې خپل کوچیان رامرش کړل، پخپل سر یې نمرې کړي او لیلام یې پیل شو، وړې تنګې کوڅې یې پرېښودې د نا اشنا سړي په کې زړه تنګ شي او ساه یې بنده شي، د کوڅو منځ کې مرداري اوبه روانې وي ببر سری پښتون ماشوم په کې لوبې کوي، ښوونځی په کې نشته، په نخشه کې روغتون نشته، پارک نه لري شنه ساحه په دوربین نه ښکاري، د پلچرخي د بازار دننه سړک داسې بند او تنګ دی چې د لس دقیقو مزل به یو ساعت کې وهي، دوکاندارانو وړه او غوړې د پوخ سړک دپاسه اېښې وي، یو شور او غوغا وي کنډې کپر سړکونه او چاودلې مخونه د څېرمې د سړي په زړه کې اندېښنې او د پښتون تیاره ژوند انځور کړي.

د کابل جلال آباد په لویه لار ډنډې په لاس د تره خیل پاټکیان له موټر چلوونکو پیسي شکوي، وایې دا ځای موږ له ښاروالۍ په ټېکه اخېستی دی، ډنډه په لاس ببر سري دې د طالبانو او نوېیمې لسیزې پیر ته بوځي، وېښتان دې ودرېږي ته وا دا موږ کوم دور ته روان یو. همدې پاټک کې عمومي سړک پړک چاودیدلی، کندو په کې لارې جوړې کړي. ظالمانو! حد اقل دا د پاټک د سیمې سړک خو د هغو پیسو چې تاسې یې دلته ټولوئ د یوې ورځې په پیسو رغېږي. احمدشاه بابا مینه کې هر مازدیګر پښتنې میندې خپل لوښې بیا ځلې د هغې مردار ګرد او جکړ له کبله چې هلته وي وینځي. کارت چهار، کارت سه، شهرک اریا ته ورشه ټول سړکونه به یې پاخه ومومي خو ډنډه په لاس تن او پیسو ټولولو والا به ونه ګوري.

تاسې دا کپر وګورئ، سره د دې چې سږ کال له څارویو انسانانو ته د خطرناک ویروس او ناروغۍ د انتقال خطر هم وو بیا هم د ملا تره خیل کسانو د احمدشا بابا مینې د عمومې سړک چې دواړه خواوې یې د خلکو په تګ راتګ او بیروبار ډکې وي  شنې ونې یې په منځ کې ولاړې دي په دا تېر لوی اختر کې د دواړو سړکونو منځ د مالونو د منډۍ لپاره په ټیکه ورکړی وو، د سړک په منځ کې به څاروي ولاړ وو او د شنو ونو واویلاوې چا نه اورېدي، ډېر یې وچې شوي، هغه تنکۍ ونې د دومره بېرو بار تاب کله لري. د ښاروالۍ د اصولو او قواعدو خلاف یوې ډلې غرفې د سړکونو په غاړو اېښې دي، د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ ترې کرایه اخلي او شخصي جیبونو ته ځي پیدل خلک تر پوزې راغلي دي.

یو ماسخوتن له دفتره کور ته په لار وم، د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې یو تنکی پښتون ماشوم چې شونډې یې رپیدي، چاود لاسونه او پښې ابله د تلې تر شا ناست وو، ورته مې ویل؛ بس ناوخته دی کور ته ولاړ شه؛ را ته یې ویل: پلار مې وایې چې د ورځې دې له ۲۰۰ کمې روپۍ پیدا کړې وي کور ته به نه راځي، ۱۶۰ روپۍ مې کړې دي ۴۰ افغانۍ کمې دي، ما ویل کور مو کرایې دی؟  ویل نه خپل مو دی، پلار مې ښه کاروبار لري، زما د کار او مزدورۍ هېڅ اړتیا نشته دی. خبره دا ده چې کاکا مې له موږ مالدار دی موټر لري ساعت یې تېر دی پلار مې ویل چې تر څو د هغه هومره پیسې ونه ګټو په قرار نه کینو، موږ  ولې له هغه کم یو څه؟ بل لور ته د رضا رفعت پلار خپل زوی ته وایې: په دوه زره افغانۍ ګذاره حال د دوه کوټو کور نیسو، زه ښاروالۍ کې کار کوم، د ښار سړکونه او کوڅې پاکوم، ۶۰۰۰ افغانۍ اخلم؛ دوه زره یې د کور کرایه او په ۴۰۰۰ به ګذاره کوو ته به مزدوري نه کوي، خپلو درسونو ته دې کار ووایه، رضا رفعت هم د پلار سره خیانت نه کوي، ۲۴ ساعتونو کې ۵ ساعته خوب کوي او پاتې وخت درس وایې، سختۍ تېروي پایله یې دا راوځي چې  د ښاروالۍ د کارکوونکي له کوره د ټول افغانستان عمومي اولنمره سر راپورته کوي، ګڼ خلک ورسره مرستې کوي، د لوړو زده کړو وزارت یې له هېواده بهر درس ته استوي، کورنۍ اقتصادي وضعیت یې هم ښه کېږي او راتلونکي یې هم روښانه شوه.

د پښتون ستر دښمن د هغه تربور دی، یواځېنی شی چې پښتون په کې له یو بل سره سخته مقابله کوي هغه د پیسو ګټل دي، له تربوره په هېڅ شي کې ځان کم نه راولي، قرض او پور کوي ځمکه ګروي خو تربور ته کمه نه واي، آن ډېری وخت دا کشمکش په قتل وژلو او دښمنۍ تمام شي. پاچان خان علیه الرحمة به ویل،: پښتون ته خدای ډېر غټ قوت او زور ورکړی دی خو دا زور پښتون خپل منځ کې د یو بل په ځپلو لګوي، که دا قوت د بهرنیو په خلاف وکاروي هېڅ امپراطوري به ترې سر پورته نه کړي. دوه کاله مخکې د پېښور پوهتنون د ماسټرۍ یو زده کوونکی خپل د کاکا زوی وژلی وو، پولیسو قاتل ونیو، هغه په اعتراف کې وویل: زه بې تعلیمه پاتې شوم او کاکا زوی مې دومره غټ مقام ته ورسید، دا مې نه شو زغملی ځکه مې وواژه، اوس چې په ما څه کوئ تیار یم، دواړه د قبایلي سیمې اوسیدونکي وو.

دا چې په خپلو کې یو بل قتلوو دې نه ښه ده

سیلاب دې راشي زلزله دې شي وبا دې راشي

کوم پښتون چې په حکومتي پوست مقرر شي، په هماغه ورځ له پښتو سره مخه ښه وکړي، په دفتر کې چې یې کوم پښتون وي په تدریجي ډول هغه وباسي او نور خو په هېڅ ډول نه مقرروي، وایې چې یم همدا زه یم نور لا دلته څه کوي. یوه ورځ د ولسمشر د یو پښتون سلاکار کور ته ورغلي وو، پخونکی او د موټرو چلوونکي یې غیر پښتانه ول، ما یې له سکرتر صیب وپوښتل ولې پښتانه نه نیسي؟ ویل سلاکار صیب ته هر ډول میلمانه راځي دلته په مختلفو موضوعاتو بحث کېږي ځینې یې باید خپاره نه شي دا دواړه په پښتو نه پوهېږي ډاډه مجلس ته ځي راځي.

پښتون خو لومړی په بچي زده کړه نه کوي بیا یې که کوي هم مدرسه کې یې واچوي، پلار ته یې وایه وا حاجي صیب! په دې زوی دې عصري زده کړې وکړه، وایې نه ملا ترې جوړوم چې د دین خدمت وکړي، د قیامت په ورځ مې شفاعت وکړي او پس له مرګه راته دعاوې وکړي. په لور پرېمانه پیسي واخلي بیا پرې حج وکړي، له حجه چې راشي ږېره سره کړي او د تسبو دانې لاندې باندې کوي.

د پښتنو ټول مشران یو له بل سره په ټکر دي، یو مشر یو ډول غاړې ته اچولی وي بل مشر بل ډول، د یو بل پښې وهي او یو بل سره په یو دسترخوان نه کیني، نه سره غږيږي، زه درته د پښتنو مشران ښایم چې پښتانه یې په کراتو کراتو پلورلې دي، او د نورو پښتنو مشرانو سپکه یې کړې ده. د نورو قومونو د مشرانو په خلاف سره د اختلافاتو په سخته کې یو بل سره په یو ټغر کیني خو زموږ مشران نه کیني.

ډاکټر صیب مخکښه او ډاکټر صیب ننګیاله! ستاسې دې کور ودان وي چې د دې ستر مظلوم او ګوښه شوې اکثریت د حق غوښتنې چغه مو پورته کړې ده، خو راځئ پیل له خپل داخله وکړو، دا طلسمونه مات کړو، د پښتون بچی د تعلیم په ګاڼه سمبال کړو، دا خرافات او دودونه تر پښو لاندې کړو، خپل منځې ستونزې حل کړو، لومړی د پښتون حق د پښتون څخه واخلو، د پښتون له لورې پښتون وژنه بنده کړو، د پښتنو تش په نوم مشرانو وکیلانو او ډاکوانو څخه د دې ملت پوښتنه وکړو، د هغوی له یرغمل کېدو یې راوباسو، د خپلو ځمکو د غصب حساب ورسره وکړو، د مافیا او د نورو وسله والو ډلو خلاف اواز پورته کړو، همدوی د پښتنو روڼ آندي وژني، له کورنۍ بلا ځان وژغورو    ( ان الله لا یغبر ما بقوم حتي یغیرو انفسهم) بیا به لاسونه د نورو په ګریوان کې اچوو، د خپل حق غوښتنه به کوو او د تېر ظلم زیاتي جبیره به په ځای کوو.

Categories: بېلابیلې مقالې,د مسئول مدیر په خوښه,غوره شوې لیکنې