پښتونخوا: د تور ښامار په خوله کې

لیکنه: جاوید ثاقب

0 54

د ډیورنډ کرښې سره پرته سيمه )پخوانۍ فاټا( چې د دوه زره اوولس د سر شمېرنې مطابق پۀ کښې “پنځوس لکهه شپاړسوه شپږ اويا (5,001,676) انسانان ژوند کوي[1]، د پېرنګي پۀ تېرۀ خنجر د خپل وجود نه د شوکېدو پس تر نن ورځ پورې یوې مستقلې بد بختۍ سره مخ ده. څلور پنځوس (۵۴) کاله د انـګرېز او دا دوه اویا (۷۲) کلونه وشول چې د پاکستان لۀ خوا مسلسل د تالان او تاړاک سره مخ ده.

د دې سيمې د اولس قابو کولو د پاره پېرنګي سـامراج پۀ 1901ز کښې د اېف سي اٰر پۀ نوم يو ظالمانه اېکټ نافذ کړے ؤ چې پۀ کښې حکومت ته اختيار ؤ چې بغېر د څۀ ثبوت پېش کولو نه، څوک چې ئې هم زړۀ غواړي، قېد کړي او پۀ کلونو کلونو ئې عدالت ته د پېش کولو نه بغېر پۀ جېل کښې وساتي. حکومت ته اختيار ؤ چې د يو سړي پۀ جرم کښې ټوله قبيله يا ټوله علاقه ګرفتار کړي او جرمانه پرې ولګوي.

د انګرېز د تګ او پاکستان جـوړېدو نه پس دا هيله کېده چې دغه د ظلم او جبر اېکټ به ختم شي او د ملک د نورو وګړو پۀ شان به د دې سيمې اولس ته د اپيل، وکيل او دليل حق ورکړے شي خو ولي د پاکستان رياست چې بنياد ئې د مذهب پۀ نوم ايښودلے شوے ؤ، ورته ضرورت ؤ چې يوه داسې علاقه پۀ ملک کښې وساتي چې هلته د مذهبي انتهاپسندۍ مدرسې وي؛ د انتهاپسندۍ او دهشتګردۍ تجربې پۀ کښې کوي او د مذهبي انتها پسندو پالنه ورپکښې کېږي. هم پۀ دغه اساس دا اولس او دا سيمه د پېرنګي سامراج د دور پۀ شان پۀ تيارو کښې وساتلې شوه او وخت پۀ وخت ترې خپل خپل مقصدونه رياست تر سره کړل. لکه د سويت يونين د ماتولو د پاره ئې د اسلام پۀ نوم د ټولې دنيا نه عرب، چيچک، ازبک او نور مذهبي انتها پسند راټول کړل، جهادي مرکزونه ئې پرانستل او دغسې ئې دا سيمه د مذهبي انتها پسندو يوه لويه اکېډمي جوړه کړه. د سويت يونين د ماتېدو نه پس هم هغه د اسلام ټهېکدارانو القاعده، حزب اسلامي، امارت اسلامي او نورو ډلو د پښتنو د لوے کور افغانستان سياسي، ثقافتي، تاريخي او تهذيبي مشاده د اقتدار د هوس د سړولو د پاره داسې ګډه وډه او بد رنګه کړه چې بنده ورته کتلے نۀ شول. وخت ثابت کړل چې پېرنګي دا سیمې د کوم غرض د پاره د اساسي قانون او ائین نه لرې ساتلې، پاکستان هم د انګرېز بادار پۀ تقلید کښې د دغه مفاداتو د پاره دا سیمې د اساسي قانون نه لرې وساتلې.

پاکستان د امریکې د مفاداتو خوندي کولو او د سوشلزم د لار نیولو د پاره دا سیمې لکه د وچ لرګي غېر موصله وساتلې او د سیاسي عمل د پاره ئې دې سـیمو ته نۀ لار ورکړه او نۀ ئې دلته د سیاسي عمل د پاره د ګنجائش پېدا کېدو امکانات پرېښودل.

د شلمې صدۍ پۀ اخري لسیزه کښې يو ځل بيا پۀ دې سيمه کښې د پاکستان رياست د شريعت پۀ نوم د “تور پټکو” يو تجربه وکړه. د سيمې اولس ئې در پۀ در کړو، کورونه ئې ورله وسېزل، منډۍ ئې ورله ړنګې کړې، کاروبارونه ئې ورله تباه کړل او د ژوند ټول توازن ئې ورته ګډ وډ کړو. بنیادي انساني حقونه پۀ دې موده کښې د پښو لاندې کړے شول او د مذهب پۀ نوم وحشت خور کړے شو.

د نائن الېون د سانحې نه پس چې امريکې پۀ افغانستان حمله وکړه نو د پاکستان فوجي صدر جنرل مشرف ورسره يو طرف ته د نان-نېټو اتحادي کېدو اعلان وکړو او د ملک پۀ مختلفو ځايونو کښې ئې ورته جنګي اډې ورکړې او هغه ملک چې د روس د ماتولو پۀ وخت ئې ټولې دنيا ته نعرې وهلې چې “سور کافر” پۀ اسلام حمله کړې ده او د دې پۀ ماتولو کښې زمونږ مرسته وکړئ، پۀ هغۀ ړومبۍ حمله د پاکستان د خاورې نه وشوه. خو ولې بل طرف ته يو ځل بيا د پراکسي وار د پاره قبائیلي سيمه د ټولې دنيا دهشتګردو ته پرانستې شوه او يو ځل بيا د ټولې دنيا نه عرب، چيچک، ازبک، تاجک او نور دهشتګرد راټول کړے شو او پۀ دې سيمه کښې ورته پرانستې شوې د دهشتګردۍ لـويه اکاډمي نوره هم پراخه کړې شوه. دا ځل د “سور کافر” اصطلاح بدلولو د پاره نوې بیانیه وتراشلې شوه او يو ځل بيا د دهشتګردۍ مور لنګه شوه او د تحريک طالبان، امارت اسلامي، حزب اسلامي، داعش او نور بلها بچي ئې راوړل. يو ځل بيا پۀ افغانستان کښې د لاس-وهنې تر څنګ د دې سيمې لارې، کلي، کورونه، ښونځي، پوهنتونونه، هسپتالونه، کاروباري مرکزونه او جوماتونه پۀ بمونو والوزولے شول. د امريکې د جاسوسۍ پۀ نوم د جنرل ضیاء، جنرل حمید ګل، کرنل امام، مـېجر عامر، جنرل مشرف، سراج الحق او عمران خان پۀ قول د پاکستان هيروګانو او د اٰئي اېس اٰئي شاګردانو ژوندي انسانان لکه د څاروو حلال کړل. د روپیو د پاره د سيمې سرمايه دار خلق وتښتولے شول، ګاډي برمته کړے شول، قلنګونه تاوانونه ټول کړے شول، چندې وشوې او داسې بازار، داسې چوک او داسې ځاے پاتې نۀ شو چې بمي چاودنې پۀ کښې ونۀ شوې.

پۀ دوه زره اتم (۲۰۰۸) کښې حالات دې ته ورسېدل چې د رياستي استاذانو او پلارانو کنټرول مکمل طور سره ختم شو او د رياست د هيروګانو او رياستي ادارو د شاګردانو حکومت قائم شو. ځاے پۀ ځاے مرکزونه، چېک پوسټونه او عدالتونه قائم شول. د اولس د زمکو او خپل منځ شخړې به د دهشتګردو پۀ مرکزونو او عدالتونو کښې فېصله کېدې او چې چا به د دهشتګردو فېصله نۀ منله نو سر به ئې د تنه جدا کېدو. حالات داسې شول چې د سيمې خلق ئې د ژوند پۀ نوم پسې ړاندۀ کړل. دې حالاتو کښې فوج د دهشتګردو خلاف اپرېشن شروع کړو خو ولې د افغانستان اړخ ته ټولې پولې پرانستې پرتې وې، دهشتګردو ته محفوظې لارې ورکړې شوې وې او دلته د پاکستان سيکورټي ادارو يو ځل بيا د اپرېشن پۀ نوم کورونه، بازارونه، جوماتونه، مکتبونه، ښونځي، او هسپتالونه ړنګ کړل. کوم جنګ چې ئې د دهشتګردۍ خلاف کولو، هغه جنګ نور دهشت، وحشت او تخریب وزېږولو او کۀ لږ څۀ طالبانو نه بچ وو، هغه هم بچ پاتې نۀ شو. پۀ زرګونو کورنۍ ئې د خپلو کورونو نه بې ځاے کړې. بلها عوام پۀ کښې مړۀ شول خو دهشتګرد پۀ کښې پۀ شمېر سره شـل کسان هم مړۀ نۀ شول. يو ځل بيا د سيمې د خلقو د ژوند ټول توازن ګډ وډ کړے شو او د سيمې ثقافتي، کلتوري او تاريخي مشاده نوکې نوکې کړې شوه. کوم یو خونړي او ړنګ انجام سره چې د ډیورنډ کرښې پورې افغانان مخ شوي وو )او لا مخ دي(، د ډیورنډ کرښې دې غاړه افغانان هم د هغه انجام سره مخ شول. د سوات او وزیرستان جنتونه خاورې اور کښې لوخړه کړې شوې.

د دغه دهشتګردۍ د نوو نوو تجربو نه تنګ اولس او د ملک نورو انسان دوسته سياسي او سماجي تنظيمونو پۀ دغه سيمه د نافذ تور قانون )اېف سي اٰر( پر ضد پۀ شريکه د تېرو څلوېښتو کالو نه غږ پورته کولو، د پاره د دې چې پۀ دې سيمه کښې سیاست د پاره امکانات پېدا کړے شي، د دوي وسائل پر دوي استعمال شي، سياسي او سماجي ازادي ورته ملاو شي او پۀ دغه سيمه کښې موجوده خلاء چې انتهاپسندو تنظيمونو پۀ تشدد او تخریب ډکه کړې ده، ختمه کړې شي.

اخر پۀ یو دېرشمه مۍ 2018ز دغـه تور قانون د صدر پاکستان د لاسليک نه پس ختم کړے شو.

د پاکستان واکدارانو د قبائیلي عوامو سره وعده وکړه چې پۀ لس کاله کښې به ورته قسط وار زر اربه )يعني سالانه سل اربه( فنډ ورکوي چې د دې سيمې انفراسټرکچر، ښونځې، هسپتالونه، کاروبارونه او د مواصلاتو نظام د پاکستان د نورو برخو برابر شي او د سيمې د خلقو ژوند د نورو سيمو د خلقو برابر شي او د ترقۍ پۀ منډه کښې د پاکستان د نورو سيمو د خلقو سره اوږه پۀ اوږه ودرېږي.

دا پۀ قدرتي وسائلو شتمنه سيمه چې پۀ هره ضلع کښې ئې پۀ زيات شمېر قدرتي معدنيات موندلے شي، لکه د رحمت محسود د يو رپورټ چې پۀ اتلسم اکتوبر2017ز مخې ته راغلے دے، تر مخه، “د قبائیلي سيمې اقتصاد د دوي د خپلو زياتو وسائلو پۀ مدد سره ښۀ کېدے شي.” هغه وړاندې ليکي چې پۀ “قبائیلي سيمه باجوړ کښې ماربل، مېنګنيز، کرومائيټ او ايمريل پۀ ګڼ مقدار کښې پېدا کېږي. مهمند ضلع د ماربل، کرومائيټ، سليکه، ډول مائيټ، مېنګنيز،کواټز، فيلډ سپار او اېمبريلډ نه برجقه ده. خېبر د ماربل، برائيټ، ګريفائيټ، سوپ سټون، لائم سټون، تېل، ګېس او بيسټ نيسائټ نه مالا مال سيمه ده. پۀ اورکزۍ کښې کوئله، اوسپنه، تېل او ګېس پۀ ګڼ لوے کښې موجود دي. کرمه د سوپ سټون، کوئلې، اوسپنې، مېګنيسائټ، ماربل، تېل، ګېس او ليډ نه ډکه سيمه ده. پۀ شمالي وزيرستان کښې پۀ لوے مقدار کښې کاپر، سرۀ زر، نيکل، مېنګنيز، کـرومائيټ، ميګنيسائټ، تېل او ګېس پېدا کېږي. دغسې جنوبي وزيرستان د کاپر، کرومائيټ، ماربل، ګرېنائټ، سرو زرو، تېل او ګېس نه ډک دے.[2]

نوموړے صحافي رحمان بونېرے پۀ خپل يو رپورټ کښې پۀ امريکه کښې استوګن د ماهر ارضيات ډاکټر عاصم يوسفزي د کتابAfghanistan from cold war to gold  حواله ورکوي چې “پۀ پخوانۍ فاټا کښې لس زره مليونه ټن ماربل، پینځۀ مليون ټن مېنګنيز، لس مليونه ټنه کرومائټ، يو اتيا مليونه ټن کوئله، پینځۀ دېرش مليونه ټن پورې تانبا، شپږ مليونه ټن چهونا، دوه سوه مليونه ټن جپسم، پینځۀ مليونه ټن کوارټز او تقريباً د سل مليونه ټن نه زيات د ګرينائټ ذخېرې موجودې دي.[3]

پۀ خپلو دغو پورتنو وسائلو وياړ کوونکے اولس خوشحاله ؤ چې اوس به د قبائیلو دغه وسائل هم پۀ دوي لګي او دوي به هم د پاکستان د نورو وګړو پۀ شان د ژوند د خوشحالیو نه خبر شي او د ژوند هر قسمه اسانتياوې به ورته تر لاسه شي. د تعليم، صحت، انفراسټرکچر او مواصلاتو نظام به ئې ښۀ شي؛ خو ولې د دغه هيلو او امیدونو برعکس پۀ دیارلسم نومبر 2019ز د خېبر پښتونخوا د تحريک انصاف حکومت د مخالف ګوندونو د بحث نه بغېر بل پاس کړو چې پۀ کښې ئې د قبائیلي سيمې ټول وسائل او معدنيات د حکومت ملکيت وګرځول. ولې بل اړخ ته د تحريک انصاف پۀ صوبه خېبر پښتونخوا او مرکز کښې د حکومت څۀ د پاسه يو کال او څلور مياشتې وشوې خو د قبائیلو نوې ضم شوې سيمې ته لا تر اوسه خپل سالانه سل اربه روپۍ نۀ دي ورکړې شوې. تر اوسه پورې لا پۀ قبائیلي سيمه کښې د کوم مېګا پراجېکټ بنياد نۀ دے ايښودے شوے خو د قبائیلو وسائل او معدنيات د تور ښامار خولې ته اچول غواړي. دغه قبائیل د اېن اېل سي غاښونو ته سپارل غواړي. د قبائيلو پۀ وسائلود فېصل اباد کارخانې او ميلونه فراخول غواړي. د قبائیلو پر وسائلو د پنجاب سکولونه، کالجونه، هسپتالونه، سړکونه او بنګلې جوړول غواړي او د قبائیلو ځوانان د همېش د پاره پۀ لاهور، فېصل اباد، کراچۍ او د عربو پۀ سرو شګو کښې د رزق پۀ تلاش کښې در پۀ در کول غواړي.

د دغه بل د پاس کېدو سره د قامي سوچ د ویښېدو یو مثبت منظر مخې ته راغلے دے. پۀ قبائیلي ذهنیت او نفسیاتو کښې ګېر دغه اولس چې د یوې اوږدې مودې نه د طالبانو او فوجیانو تر منځ روان جنګ کښې چخڼي کېدل، دې خبرې ته پام شو چې دا جنګ د وسیلو د قبضې دے. دا شعور ډېر پۀ تېزۍ سره خورېږي چې جنګ نۀ خو د اسلام د پاره دے او نۀ ملک د پاره – جنګ پۀ وسیلو د قبضې دے او د جنګ سره تړلي اقتصاد ته اوس چې د دنیا خلق ګوتې نیسي او FATF هم مخې ته راغلے دے نو دا خبره د پاکستان فوجي اشرافیه تر یوۀ حده منلې ده چې د جنګ نه اقتصاد او د دې سیمې معدنیات پۀ یو وخت کښې یو ځاے تر ستوني تېرول ګران شوي دي؛ ځکه نېغ پۀ نېغه د ګوډاګي حکومت لۀ خوا دغه بِل پۀ توندۍ کښې پاس کړے شو.

د ډیورنډ کرښې سره د پرتې سیمې اولس او دلته شتون لرونکي قامپرست سیاسي ګوندونه د دغه ناوړه بِل منظورۍ سره حرکت کښې راغلي دي. پۀ ټولنیزو رسنیو دغه بِل د بحث موضوع جوړه شوې ده. هغوي وائي، دا معدنیات او قدرتي وسیلې مونږ ته د ‘چوداګست’ نه پس چا د جذبۀِ خېر سګالي تحت نۀ دي راکړي، دا وسائل دلته د کوم اپرېشن راهِ راست یا ضربِ عضب دوران کښې نۀ دي کرلے شوي، دا وسیلې د ‘بړا دشمن بنا پهرتا هے’ سندرې اثر نۀ دے بلکې دا معدنیات، دا وسیلې او دا شتمنې قدرت مونږ له راکړې ده او پۀ دې زمونږ حق دے. حکومت کۀ غواړي چې دا استعمال کړي، پۀ دې به د دې اولس د ملکیت حق تسلیموي. دلته دې تکنیکي علوم د پاره ادارې پرانیزي، دلته دې لېبارټرۍ جوړې کړي، دلته دې کارخانې جوړې کړي، دلته دې مارکیټونه قائم کړي او د دې ځاے خلقو ته دې د روزګار او تجارت مواقع ورکړي.

عوامي نېشنل پارټۍ دې لړ کښې ګامونه پورته کړي دي. د ګوند د صوبائي مشر اېمل ولي خان لۀ خوا د دغه بِل خلاف عدالت ته د تګ اعلان شوے دے. د خېبر پښتونخوا پۀ اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک دغه بِل باندې پۀ اسمبلۍ کښې بحث کړے دے او پارلېمان کښې ئې د نورو ګوندونو نمائندګان هم د ځان سره ودرولي دي. دې نه پس به د احتجاجونو لړۍ پېل کولې شي.

د قام ناتار پۀ قام راګرځي – دې جنګ کښې باید د نوو ضلعو ټول اولس پۀ منظمه توګه دې باور سره برخه واخلي چې کۀ مـعدنیات هر څو د تور ښامار پۀ خولۀ کښې دي، مونږ کۀ منظم مزاحمت وکړو نو د تور ښامار نه د خپلو معدنیاتو بېرته اخستلو سره سره د هغۀ لشه هم تر یو حده ماتولې شو.

Comments
Loading...