په نورو هیوادونو کې د دیني زده کړو زیانونه

زبیر افغان

0 45

زموږ د هیواد زیاتره دیني زدکونکي د زدکړو لپاره له هیواده بهر ځي. ډېری يې نژدې هیواد پاکستان او ایران ته ځي او نور يې سعودي، مصر، هند، ترکيې او… ته سفرونه کوي.

دا که په اوسنیو شرایطو کې یوه اړتیا ده، نو بل خوا زیانونه هم ټولنې ته لري. یوه خبره د تجربې له مخې حقیقت ده چې زموږ ټولنه دومره دیني فارغینو ته هم اړتیا نه لري لکه دلته چې يې تولید کېږي. هر شی چې تر تقاضا زیات شي په بازار کې يې نرخ ته زیان رسېږي. د دیني فارغینو زیاتېدا دوی ته دا تاوان کړی دی چې په ټولنه کې يې حیثیت ته صدمه رسېدلې ده که څه هم په دې کې یوازي دا لامل نه دی، اما یو لامل يې بلل کېدای شي.

په بل هیواد کې دیني زدکړې په اوسنیو شرایطو کې موږ ته ډېر زیان لري، اما دا چې خلک ولې بهر ته ځي دا بیا پر خپل ځای یو بحث دی چې تر شا يې ګڼ عوامل وجود لري.

زه دلته یوازي هغه نقصانونه په ګوته کوم چې زما پوهه ورته رسېدلې ده.

۱/ په ټولنه کې ټکر ته لار جوړول؛

په دې خبره ټول پوهېږو چې د هرې ټولنې دیني تعبیرونه د هغوی له شرایطو او مکان څخه متاثیرېږي، زموږ د ټولنې تفسیر حتما له نورو ښه جوت توپير لري. کله چې یو څوک خارج ته ځي، نو هلته په بل هیواد کې د یو بل ملت په منځ کې جسما او ذهنا وده کوي. عموما د بل هیواد له زدکوونکو سره یوځای وي، استادان يې د هغه ځای عالمان وي، شاوخوا چاپيریال ټول ورته پردی وي او کلتور هم نابلده وي. لومړي سر کې دوی له یوه نوي کلتوره ورغلي وي چې هغه هر څه ورته نااشنا وي، ورو ورو هلته بلد شي او د هغوی د کلتور، تعبیر او شرایطو تر تاثیر لاندي راځي چې له کشرتوبه تر فراغته يې په ذهن کې ښه پوره ځای ونیسي. کله چې همدغه فارغ خپلې ټولنې ته راځي، نو د هغه تعبیر د پلي کولو او ښودلو هڅه کوي چې ده په لس کلن تعلیمي ژوند کې بهر زدکړی وي؛ دلته څو ټکرونه رامنځته کېږي، یو ټکر د هر فارغ او ټولنې ترمنځ وي، بل ټکر د هر هیواد فارغ کس د بل هیواد له فارغ عالم سره لري چې ټولنه سوکه سوکه د یوه لوی تشنج خوا ته بیایي. که په لومړي سر کې د دوی خبرې زیات تاثیر ونه لري، د وخت په اوږدو کې حتما اغېز کوي، ځکه یو خو خپل اولادونه، قریبان او اشنایان پيدا کوي چې هغوی باندي يې خبره تاثیر کوي او بل يې عمر لوړېږي چې زموږ خلک د مشرانو احترام کوي او خبره يې هم پر خپل ځای خلکو ته تر یوه حده د منلو وړ وي. له دې امله په ټولنه کې پر یوه وخت مختلف افکار را ټوکېږي چې هم ټولنه ورسره په تقابل کې وي او هم دوی یو له بل سره په تصادم اخته وي چې ایینده کې ټولنې ته د مذهبي خشونت لار جوړي.

۲/ د ټولنې بې زغمه کول؛

د مذهبي کسانو ترمنځ دوامداره اختلافات یوه لور ته او له ټولنې سره اوږدمهاله تقابل بل خوا ته د دې سبب کېږي چې په ټولنه کې زغم کم شي. ځکه هر وخت شخړې او اختلافات خلک ستړي کوي چې اخیر خلک ترې ستومانه کېږي او په وړاندي يې حوصله له لاس ور کوي، مذهبي جنګونه پېښېږي، وژنې به وي او خلک به ترخپل منځ په سختو مذهبي مشکلاتو اخته شي. د دې ښه مثالونه په هیواد کې د سلفي افکارو زیاتوب دی چې دا اوس اوس يې تاوتریخوالي ته لاس اچولی دی. پاکستان کې د سپاه صحابه او شیعه مذهبه ډلو اختلاف یادولای شو چې ترمنځ يې ورانونکې پېښې وشوې.

۳/ د ټولنې ارزښتونه بې ارزښته بلل؛

په هره انساني ټولنه کې ځينې ارزښتونه وي چې د هغه ځای خلک يې په پاللو ځانونه مکلف بولي. دا زیاتره دیني جنبه هم نه لري خو ځينې بیا له تاریخي حیثیت سره مذهبي بڼه هم لري؛ لکه لرغوني زیارتونه، مساجد او… اما ځينې هغه کسان چې په خارج کې رالوی او زدکړې کړې وي، هغوی ته هر ارزښت دیني صبغه لري او له خپلو افکارو سره يې متصادم ګڼي. مثلا: زیارت که تاریخي اړخ لري، نو ځينو ته مذهبي هم لري، له دې امله يې د شرک اډې بولي او کوښښ کوي چې ټولنه له دې شیانو مخ واړوي او دوی يې د ورانولو فتواوې ور کوي؛ اما ټولنې زیارتونه یوازي د مذهبي صبغې له امله نه رغوي، بلکې دا تاریخي حیثیت لري چې د تیرو خلکو د ټولنې یو ډول انعکاس موږ ته راکوي. یا هم د طالبانو د حکومت مهال د بودا مجسمې، دې مجسمو که یو لور خورا تاریخي ارزښت در لود، نو بل لور ته يې دوی ته مذهبي جنبه هم لرله؛ له دې امله يې د ورانولو لپاره ملا وتړله او د ټولې نړۍ د زاریو، مشورو او وړاندیزونو ته غوږ ونه نیوی او د هیواد دا تاریخي ارزښت يې له منځ یووړی.

۴/ مذهب او مذهبي کسان بې ارزښته کول؛

د مذهبي کسانو ترمنځ اختلافات پر عوامو دا تاثیر لري چې دوی او حتا ځینو ته يې مذهب هم بې ارزښته شي. یو څوک چې مذهبي اعمال کوي او د بل کس په نظر هغه اعمال صحت نه لري، د پلار اعمال يې د خدای په دربار کې د مقبولیت مقام نه شي خپلولای، نو عوام لومړی پر خپلو مذهبي کسانو شکمن کوي، له هغوی مختلفې پوښتنې شروع کوي، کله چې يې قناعت حاصل نه شي سوکه سوکه دې لور ته سوق کېږي چې پر مذهب هم شکمن شي. که موږ خپلې ټولنې ته متوجې شو نو پوهېږو چې اوس خلک د علماؤ د اختلاف زیاتې پوښتنې نه کوي، بلکې د قران او خدای په اړه بحثونه خورا تاوده دي، دا زیاتره د دې اختلافاتو نتیجه ده چې عوام له کلونو کلونو اختلاف لیدلو وروسته پر مذهبي کسانو شکمن شول، هغوی د یوه بل په اړه ناسم فکر خلکو ته ور کړ، اعمال يې د یوه او بل باطل وګڼل، خلک يې پر خپلو مذهبي لارښوونکو شکمن کړل، کله چې د عوامو په اذهانو کې دا شک ځای ونیسي، نو خپله دا فکر ورسره پيدا کېږي چې هسې نه دا مذهبي مالومات يې ناسم راکړي وي، پوښتنې پيلوي چې اخیر د دین او خدای په اړه هم پوښتنو ته دا سلسله رسېږي.

۵/ ټولنه په رواني مشکل اخته کول؛

د ملي دیني تولید ګټه دا وي چې خلکو ته د دوی له اړتیا او تقاضا سره سم تعبیر و تفسیر کوي، خلک په روحي ډول ارام وي او خپل مذهبي اعمال په ډاډ ترسره کوي. دوی د خپل عمل په اړه شک نه ور لوېږي چې دا عمل دې خدای نه مني، کله چې مذهب ته منسوب کسان په ټولنه کې دا غوغا جوړه کړي چې د هغه عالم او عوامو اعمال ناسم دي، نو ټولنه کې دا اختلاف رواني مشکل ته لار جوړه وي، هر کس له ځان سره فکر کوي چې دا ټول دیني او مذهبي اعمال د خدای د رضا لپاره کوم، که د هغه عالم خبره رښتیا وه او دا زما اعمال د خدای په دربار کې نه قبلېدل؟ د پلار په اړه دا فکر ورته پيدا کېږي چې د هغوی اعمال هم نه دي قبول شوي، خدای به څه ورسره کوي او زه دعا ورته وکړم کنه؟ ځينې وختونه په یوه کورنۍ کې د مختلفو افکارو وروڼه یا نور قریبان پيدا شي چې هر وخت يې پر همدې مذهبي موضوعاتو سره جنجال وي او اخیر نتیجه د کورنۍ ټوټه کېدل شي. دا یو لوی رواني مشکل دی چې زموږ ټولنه همدا اوس ترې سخته کړېږي.

۶/ بې باوري رامنځته کول؛

زما د خپلې تجربې خبره داده چې یو مهال موږ په دې سلفي وزمه بحثونو کې زیات بوخت وو؛ زموږ قریبان، کلیوال او انډیوالان به د کورنیو مشرانو نه ایله کول چې یا له موږ سره کينې یا هم زموږ کره راشي. دوی فکر کاوه چې موږ به يې کشران ناسم مذهبي لوري ته رهبري کړو او بیا به يې اخرت ته صدمه ورسېږې. یاني د خپلو قریبانو، پلار و زوی، کلیوالو او انډیوالانو ترمنځ سخته بې باوري را پيدا کوي چې قرابت، صله رحمۍ او ملګرۍ ته کلک زیانونه رسوي.

۷/ د فقر زیاتول؛

کله چې د یوې ټولنې څو فیصده کسان له هیواده بهر زدکړو ته ځي نو حتما له کوره او وطنه د ځانو لپاره توښه هم اخلي. په دې ډول لومړی له دې ځایه بل هیواد ته د پانګې تلل پيلېږي او دا په اوسني وخت کې زموږ د ټولنې پر کمزوري اقتصاد یوه ښه کاري ضربه ده. بل دا چې راغلي کسان دلته اختلافات جوړوي، په دې اختلافاتو کې کورنۍ سره جلا کېږي، کلي سره خپه کېږي، مساجد نوي جوړېږي، هر فکري مکتب ځانته نوې مدرسې جوړوي او نوي کسان ګومارل کېږي چې د ټولنې اقتصاد ته زیان رسوي. ما داسې کورنۍ لیدلې دي چې د لس پنځلسو کسانو لپاره لوی مسجد جوړ شوی وو، بلې کورنۍ چې مذهبي اختلاف يې درلود، همدلته نژدې بل جومات جوړ کړی وو، هر یوه مسجد کې بیل ملا وو، مصارف يې وو او د جوړولو مهال يې له ټولنې چندې ورته کېدې، دا هر مسجد په شل دیرش لکه جوړېږي چې د فقیرې ټولنې اقتصاد ته ښه ګلالی ټک ور کوي.

۸/ د مذهبي افراطیت ډېرېدل؛

انسان داسې موجود دی چې که د یوه نوک ځای ور پيدا شي، نو سوک ځایوي. اختلاف که لومړي سر کې هر څومره کم هم وي او هغه نظروال يې یو بل ته احترام هم ولري، خو وروسته پیروان يې اختلاف ته زور ور کوي او هغه ډول متقابل احترام هم نه پاتېږي لکه د اولنو چې وو. په دې ډول یوه ډله پر بله ډله تورونه لګوي، کمزورې نکتې يې ریشخندوي او مقابل لوری يې تر دې شدید ردعمل ښيي، ځکه عکس العمل زیاتره وخت تر هغه عمل سخت وي چې ددې سبب شوی وي. نو د مذهبي کسانو دا اختلاف د افراطیت لور ته د ټولنې بوولو یوه لار شوه چې که نن نه وي سبا به ټولنه کې افراطیت حتما وده کوي او ټولنه به ترې کړېږي. یو بل بعد بیا د دې اختلاف دا هم دی چې که یوه ډله د بلې په مذهبي ارزښتونو ریشخند ووهي، هغوی هم داسې کوي او د مذهبي ارزښتونو درناوی یو د بل په نظر کې له منځه ځي او راتلونکی نسل تر دې هم څو ګامه وړاندي ځي.

دا يې ځينې زیانونه وو چې ما يې دلته یادونه وکړه، که په دې اړه څېړنه وشي تر دې به هم زیات زیانونه ممکن په ګوته کړای شي. متاسفانه چې دلته دا هر څه ته په کمه سترګه کتل کېږي او ټولنې يې تر اوسه په اړه هيڅ ډول تصمیم نه دی نیولی. دا سلسله همداسې روانه ده او اوس په یوه تجارت بدله شوې ده، له بده مرغه چې مذهبي وارداتي فکر د یوه تجارت بڼه اخیستې ده او هغه هیوادونه چې زموږ کسان پکې روزل کېږي، زموږ په ټولنه کې د دې هڅه کوي چې هغه بل فکري مکتب ته ماته ور کړي او خپل اغېز دلته زیات کړي چې دا به په ایینده کې د خونړیو فزیکي شخړو سبب شي او زموږ د هیواد امنیت، اقتصاد، ملي یووالي، د مذهب ارزښت، کلتور او خپلو تاريخي اثارو ته د پام وړ زیانونه ورسوو. زموږ حکومتونه او نظامونو له وخته غلطي کړې ده چې دلته يې ديني مرجعیت ته کار نه وو کړی، دې خلا زموږ مذهبي قشر د نورو په وړاندي د کمترۍ په یو ډول احساس اخته کړ او دا احساس د دې سبب کېږي چې موږ د نوور احترام ته راکاږي، د هغوی فکر راباندي غلبه وکړي، تر هغوی ځانونه کم وبولو او بناء باید د شاګردۍ ګونډه ورته ماته کړو چې دا مو په تل پاتې د کمترۍ په احساس اخته کوي او زموږ مذهبي اقشار اوس پر دې لاره مزل پيل کړی دی. له دې امله هغه کسان سخت بدنامېږي چې دلته د ملي مذهبي فکر د تولید کوښښ کوي او غواړي چې ټولنې ته د دې اهمیت په ګوته کړي، ټولنه له کمترۍ خلاصه کړي او د مذهبي وارداتي فکر پر ځای خپل ملي مذهبي فکر تولید کړي چې په خپل وار يې د ټولنې شرایط، تقاضاوې او مکان و زمان ټول په نظر کې ساتلي وي. د دا ډول خلکو مخالفت هم نورو هیوادونه کوي ځکه بیا د هغوی د مذهبي وارداتو مخنیوی کېږي او هم يې له خارجه ځينې فارغ کسان کوي چې د دوی په فکر هغه ارزښت دوی ته نه پاتېږي چې مخکې يې پيدا کړی وو، که څه هم دا په ټوله جامعه کې نه وو، اما هغه سیمه کې وو چې دوی پکې اوسېدل او د فکر مرغه يې تر همدې ځایه الوت کولای شوای.

زموږ ټولنه تر اوسه په دې اړه فقیره ده، دلته لا داسې کسان نه دي پيدا شوي چې د دې بهیر بنسټ جوړ کړي، له بده مرغه چې مذهب ته منسوبې وسله والې ډلې په لومړي سر کې هغه دینپالان په نښه کوي چې د ملي مذهبي فکر تولید لپاره کار کوي او هڅه يې دا وي چې حد اقل په دې نسل کې د دې بهیر لږ غوندي څرک مالوم شي او دا نوی ښودل شوی نهال بیا راتلونکې نسلونه په ونه بدل کړي او د پاللو پوره هڅه يې وکړي. وسله والې ډلې هم دا کسان د خپل ځان او مبارزې لپاره خطرناک بولي، ځکه دوی که یو خوا د واک د انحصار پلویان دي بل لور ته د مذهبي تعبیر او تفسیر د انحصار غوښتونکي هم دي. نو بناء دوی هغه هر څوک چې د دې انحصار د ماتولو کوښښ وکړي په مرګ ګواښي او که يې وس وشي وژني يې هم. دا قافله هله خپل مزل پيلولای شي چې په اول ګام کې د ټولنې ټول اقشار دا تشه حس کړي او د ډکولو لپاره يې عملي علمي ګامونو ته را ټول شي او بیا دولت د دې بهیر د انتظام لپاره لازمي ګامونه واخلي او دا ورو بهیر ګړندی کړي چې په لنډ وخت کې خپل منزل ته ورسېږي او د ټولنې و دولت هغه هیلې چې له وخته په دې قافله پسې تړلې وې او دي؛ ورسره  بشپړې کړي.

۲۰۱۹/اکتوبر/ ۲۰

Comments
Loading...