په مورنۍ ژبه د زده کړو حق او اهمیت 

0 33

پوهنیار فضل خالق للموال

ژبه د انسانانو تر منځ د یو بل د پوهولو وسیله ده. ژبه د یوې سیمې د کلتور چې د معنوي او مادي برخو ټولګه ده بیانوونکي ده، چې د سیمې اونورو خلکو ترمنځ توپیر او ورته والی په ګوته کوي. ژبه د کلتور، تاریخ، عرف، رسم، رواج، سیاست او نورو ټولنيزو ارزښتو په څېر یو د ډېرو اړینو برخو څخه ده. ژبه د قانون بیانوونکي ده. ژبه د ښه سیاست وسیله ده. سولې لپاره اړینه اله او د جنګ لپاره د بې تاوه تبلیغ وسله ده. په ملي او نړیواله کچه اړیکې جوړوي، ټولنه کې ټولنیز توب او ټولنیز جوړښتونه جوړوي، چې دا کار په ټولنه کې د مساجدو او حجرو له لارې په مورنۍ ژبه سره ترتیبيږي، په لنډ ډول وایو چې ژبه انسان له نورو حیواناتو جلا کوي او اشرف المخلوقاتو له ډلې سره یې راولي.
د ژبې په اړه ژبپوهان وايي چې د پيداوري زریعو پېژندنه او په مساویانه ډول وېش یې د مورنۍ ژبې په واسطه ممکن وي. د اقتصادي او سیاسي مسایلو پیاوړتیا او په سمه توګه یې حاصلول او پلي کول د مورنۍ ژبې په واسطه کېدای شي. مورنۍ ژبه د قدرت او واک د محیط لپاره جوړښتونه جوړوي او په ټولنه کې د واک حاصلول او دوام بیانوي همدارنګه د مورنۍ ژبې په واسطه د واکمن پام هر اړخيزو مسایلو ته را اړول کېږي.

په مورنۍ ژبه د زده کړې اهمیت:
په مورنۍ ژبه لومړنۍ زده کړې د نن کوچني ته چې د سبا لوی شخصیت دی، دا موقع په لاس ورکوي ترڅو خپل کلتور وپېژني. په مورنی ژبه زده کړه کول تخلیقي وزن زیاتوي او همدارنګه تحقیقي برخه هم پیاوړې کوي. د ژور او موثر تفکر وړتیا په ځان کې پيدا کړي او د اړینو بهرنیو ژبو څخه مناسبې ژباړې د خپلې ژبې د غنا لپاره تر سره کړي. د کوچنیانو لپاره په مورنی ژبه د زده کړو برابرول د دوی حق او له طبعیت سره سم حرکت دی. بر خلاف یې د حق تلف کیدل او له طبعیت سره ټکر دی. په مورنۍ ژبه بشپړ واک درلودل شخص ته دا زمینه برابروي چې د نورو ژبو څخه سمې او ګټورې ژباړې وکړي، همدا راز د تحقیق او تخلیق کوربه شخصیت او د نړیوال کور موثر غړی واوسي.
پورته او دېته ورته ټولې خبرې د کلتور برخې دي. او دا چې کلتور د یوې ټولنې پرون دی، چې نن یې ګورو او بحث پرې کوو، د ژبې په وسيله یې باید په مسولیت سره خپلو سبا والو ته تر ‌‌ډېره بریده سم او کټ مټ پرېږدو. باید ولیکل شی. سم اوناسم اړخونه یې روښانه شي. وخت پر وخت پرې بحث وشي. سپړل او څېړل یې باید وشي. نو دا چې ژبه د یوکلتور د بدنې لپاره د روح حیثیت لري. د ژبې په واسطه مونږ کولی شو چې د تېر واقعات په سمه توګه نن ته را انتقال کړو. بیان او روښانه یې کړو او په آسانی سره پرې خپل خلک پوه کړو. وې شاربو تر څو نوي نسلونه ترې خبر کړو. پخوانۍ ربړې او ستونزې روښانه کړو او د حل لاره یې ورته ومومو. کوچنی سم روزل کیږي. ممکن د دغو سمو روزل شویو کوچنیانو تر منځ داسې خلک پیدا شي چې د نړی ناجي ترې جوړ شي.
په مورنۍ ژبه د زده کړو ګټې:
په مورنۍ ژبه د زده کړو ګټې په دوو (معنوي او مادي) برخو کې مطالعه کوو:

لومړی معنوي:
په مورني ژبه خبرې کول معنوي اومادي ګتې دواړه لري. معنوي ګته یې د ارزښت پېژندنه ده، چې باید سم و پېژندل شي او ننګ پرې وشي. د پرون نسل د نني نسل سره تړي او د سبا په لار د تګ لار ور ښایي. شخص او شخصیت ته عزت ورکوي. په یوه ټولنه کې هر هغه کتاب او لیکنه چې په خپله مورنۍ ژبه په روانه او آسانه لیکل شوي وي ډېر اهمیت او لوستونکي به ولري. ښه قانون هغه دی چې ژبه یې روانه، ساده او عام فهمه وي. ټول قوانین په اسانه او روښانه مورنۍ ژبه لیکي چې خلک په اسانه پرې پوه شي ترڅو یې په تطبیق کې آسانتیا وي. په ټولو نړیوالو غونډو کې په خپله مورنۍ ژبه ژغېدونکي د یو ډول اقنصادي، سیاسي اوټولنیز قوت ښکارندوی وي، چې شخص یې په خپله مورنۍ ژبه د ویلو په اساس نورو ته ښکاره کوي.

مادي ګټه یې دا ده:
چې په خپله مورنی ژبه سم پوهېدونکی، ویونکی او لیکونکی نورې ژبې په اسانه زده کوي. د ژبو تر منځ د ژباړې په برخه کې ګته کوي. سمه دنده پیدا کوي. هره لیکنه یې معیاري او نورته ارزښت لورنکي وي. تحقیق او تخلیق یې مناسب او د ګتې څخه برخمن وي. په مورنی ژبه لومړی زده کړې کول د ریښتینې پرمختګ لپاره زمینه سازي ده.
په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق مدارک:

اسلامي شریعیت:
له دیني پلوه په مورني ژبه د زده کړې اهمیت جوت دي . ټولو پیغمبرانو ته وحې په مورنی ژبه شوي دي تر څو په اسانی وکولی شي د الله ج حکم بنده ګانو ته په روښانه او روانه ژبه انتقال کړي. تر څو یې خلک ومني او په اسانی سره د پیغمبر په خبرو او د خبرو په ارزښت پوه شي. په مورنی ژبه د زده کړې اهمیت د قرانکریم له سورت مریم آیت نمبر ۹۷ څخه هم جوتیږي. ژباړه: فانما یسرنهُ بلسانک لتبشر بهِ المتقین وتُنذِرَ بِهِ قوما.
ژباړه: بېشکه چې آسانه کړی مو دی دا قران په ژبه ستا لپاره د دې چې زېرې ورکړې متقیانو ته او ووېروې جنګ کوونکي په دې سره.
په مورنۍ ژبې زده کړه يو شعار نه بلکې دا د هر وګړي طبيعي حق دى چې انسان يې باید ترلاسه او حکومتونه مکلف دي چې د دې حق د تامین لپاره مناسبې آسانتیاوې برابرې کړي. پدې اړه مونږ کولای شو چې د هیواد نافذه قوانینو کې پهمورنۍ ژبه د زده کړو څخه خبر شو:

د افغانستان اساسي قانون:
ﺷﭙﺎړﺳﻤﻪ ﻣﺎﺩﻩ: ﺩ ﭘښـﺘﻮ، ﺩﺭﻱ، ﺍﺯﺑﻜﻲ، ﺗﺮﻛﻤﻨﻲ، ﺑﻠﻮڅي، ﭘﺸــﻪ ﻳﯥ، ﻧﻮﺭﺳـﺘﺎﻧﻲ، ﭘﺎﻣﻴﺮﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻫﯧــﻮﺍﺩ ﻛﯥ ﺩ ﻧـﻮﺭﻭ ﻣﺮﻭﺟــﻮ ﮊﺑــﻮ ﻟﻪ ﺟﻤﻠﻲ څخه ﭘښـﺘﻮ ﺍﻭ ﺩﺭﻱ ﺩ ﺩﻭﻟـﺖ ﺭﺳﻤﻲ ﮊﺑﯥ ﺩﻱ.
ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺩ ﺧﻠﻜـﻮ ﺍﻛﺜﺮﻳـﺖ ﻟﻪ ﺍﺯﺑﻜﻲ، ﺗﺮﻛﻤﻨﻲ، ﺑﻠـﻮڅي، ﭘﺸـﻪ ﻳـﯥ، ﻧﻮﺭﺳــﺘﺎﻧﻲ ﺍﻭ ﻳﺎ ﭘﺎﻣﻴﺮﻱ ﮊﺑـﻮ څخه ﭘــﺮ ﻳـﻮﯤ ﺧﺒـﺮﯤ ﻛﻮﻱ ﻟﻪ ﭘښــــﺘﻮ ﺍﻭ ﺩﺭﻱ ﺳــﺮﺑﯧﺮﻩ ﻫﻐــﻪ ﮊﺑﻪ ﺩﺭﻳﻤـﻪ ﺭﺳﻤﻲ ﮊﺑﻪ ﺩﻩ، ﺩ ﺗﻄﺒﻴﻖ ډﻭﻝ ﻳـــﯥ ﺩ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﻟﻪ ﻟﻴﺎﺭﯤ ﺗﻨﻈﻴﻤﻴږﻱ. ﺩﻭﻟـﺖ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴـﺘﺎﻥ ﺩ ټوﻟـﻮ ﮊﺑـﻮ ﺩ ﭘﻴﺎﻭړﺗﻴﺎ ﺍﻭ ﭘﺮﺍﺧﺘﻴـﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻏﻴﺰﻣﻦ ﭘﺮﻭﮔﺮﺍﻣﻮﻧﻪ ﻃﺮﺡ ﺍﻭ ﺗﻄﺒﻴﻘﻮﻱ. ﭘــﻪ ﻫﯧــﻮﺍﺩ ﻛــﯥ ﺩ ﻣﻄﺒﻮﻋــﺎﺗﻮ، ﺭﺍډﻳﻮ ﺍﻭ ﺗﻠﻮﻳﺰﻳـــﻮﻥ ﺧﭙﺮﻭﻧـﯥ ﺩ ﻫﯧـﻮﺍﺩ ﭘـــﺮ ټﻮﻟﻮ ﻣﺮﻭﺟﻮ ﮊﺑﻮ ﺁﺯﺍﺩﯤ ﺩﻱ. ﭘــﻪ ﻫﯧــﻮﺍﺩ کﯥ ﻣﻮﺟـﻮﺩ ﻣﻠﻲ، ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻭ ﺍﺩﺍﺭﻱ ﻣﺼﻄﻠﺤﺎﺕ ﺳﺎﺗﻞ ﻛﻴږﻱ.
همدا رنګه د هیواد د نافذ اساسي قانون په بله ماده کې هم راغلي دي چې زده کړو په مورنی ژبه برابرول د دولت له اساسي کړنو څخه دي:
همدارنګه د اساسي قانون د ٤٣ مادې حکم دى چې: (زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لسانس تر درجې پورې وړيا د دولت لخوا تامينيږي. دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پرو ګرام طرح او تطبيق کړي، او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي.)

د نړیوالو اصولو لمخې:
هم په مورنی ژبه زده کړې کول اړین بلل شوی دي. د ملګرو ملتو د سازمان له مخې چې ؛زده کړه د ټولو لپاره؛ ویل شوي، چې لومړنی زده کړې باید په مورنی ژبه وشي. د نړیوال بانک د يوې څېړنې له مخې چې وايې:
په مورنۍ ژبه زده کړه په ټولنه کې برابروالی راولي، له ښوونځيو او پوهنتونو د زده کوونکو او محصلانو د اخراج او ډراپ کېدو کچه راټيټوي. په ټولنه کې د لوستو خلکو شمېر ډېروي. د پوهولو او د پوهې انتقال آسانه او په ارزانه توګه کوي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د سازمان راپور کې وایي چې په ۲۰۰۴ کې نشر شوی : ؛ په مورنۍ ژبه زده کړو کول د کلتور د ساتنې او خپرونې، د ښه معاش، ښه ژوند کولو او په ټولنه کې د مثبتو او ژورو سیاسي بدلونونو وسیله ده.
د نړۍ سترو مخورو هم پدې اړه ډېر څه ویلي چې یو ځغلنده رڼا پرې اچوو:
فخر افغان خان عبدالغفار خان باچاخان رح د مورنۍ ژبې په اړه داسې وایي:
(ما خپلو تعلیم یافته ملګرو ته دا خبره څو ځله اوکړه چې تاسو چې پښتو خدمت ته کوی دې سره سره د دې متعلق لیکل هم کوی – چې پدې شان به زمونږ د تحریک تاریخ هم جوړ شي او د پښتو ژبې خدمت به هم اوشي. لکه څرنګې چې ساقي صيب پدې لاره کې کوښښ کړی دی که دغه شان زمونږ نور ملګرو او ادیبانو دا کوښښ کړی او یا اوکړي نو دې سره به پښتو ژبه ترقي اوکړي او د پښتو او پښتنو لپاره به لوی خدمت دی.)

نېلسن منډېلا وایې:
که له یوه کس سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره د هغه مغزو ته لوېږي، خو که ور سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا خبره به د هغه زړه ته ولوېږي.
که نن سم ځیر شو و به وینو چې د ډېرو پر مختللیو هیوادو راز په خپله مورنی ژبه خبرې کول دي. په هر نړیوال، سیمه ایز او کورني غټ او کوچني علمي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي کنفرانسو او غونډو کې پر مختللي او په خپلو ژبو مین او ورته ژمن خلک په خپلو مورنیو ژبو خبرې کوي. که څوک غواړي چې ځان پوه کړي، مکلف دي چې ځانته یې وژباړي. له بده بخته مونږ هم د دویمې ډلې لومړي خلک یو.
که چېرې ژور نظر واچوو وبه ګورو چې د نړی مشهورې څهرې هغه دي چې لومړنی زده کړې يې په سمه توګه په خپله مورنی ژبې کړې دي. ګاندي دی دی که باچا خان، نلسن منډېلا دی که لوتر کینګ. احمد شاه بابا دی که میرویس نیکه. دوی ځکه ډېر مشهور او د تاریخ په ټنډه ښکلي خالونه او د خپلو ملتونو ویاړونه شول چې فطري وړتیا یې د فطري حق چې په مورنی ژبې ژده کړه ده وکړه. په خپلو ولسونو کې یې د آزادی نوی روح پوه کړ یعنې په مودو وروسته یې خپلو محکومو او مظلومو ولسونو ته آزداي خلق کړه. د خپلو مطالعاتو پر مټ یې داسې عملي څېړنې وکړې چې د ولسونو ویده احساسات یې را وپارول او خپلواکی ته یې وهڅول. آزاد یې کړل. دا ځکه چې د مورنی ژبې سره مینه یې د وطن د مینې سره ګډه شوه او د تخلیقي او تحقیقي نایابو او کم سارو کړنو سر لاري شول. بابا ګان او نیکونه شول، د خپلو ولسو ناجیان او لارښوونکي او نه هیرېدونکي مشران شول. په شخصیت، مبارزو، کړاوونو، سرښندنو او لاسته راوړنو یې ولسونه او نړیوال ویاړ او پرې علمي مقالې، رسالې، تیزسونه او ډېزرټېشنونه لیکي. په خپله مورنی ژبه د یو قوم تاریخ، سیاسي جریانات لیکل، اقتصادي لوړې ژورې بیانول، کلتوري او فرهنګي میراثونه ثبتول، نور قومونو د هغې لوستلو او ژباړلو ته هڅوي تر څو ځان پوه کړي. په مورنی ژبه د نورو موثرو او ګټورو آثارو را ژباړل د خپلې ژبې د وزن او اهمیت نور پیاوړي کول او غني کول دي.
هغه ستونزې او لاملونه چې له خلکو په مورنۍ ژبه د زده کړې حق تروړي:
پدې کې هیڅ شک نشته ټول هغه منفي فکتورونه چې د يوې ژبې د محوه کېدو او له مینځه تلو لپاره پېژندل شوي ټول په پښتو ژبه له بده مرغه راغلي دي. څه یې په طبعي شکل، خو څه یې هم زمونږ لخوا دي. څه یې بیا د ګاونډیو لخوا دي، چې یو په یو یې بیانوو:

لومړی مهاجرتونه:
څرنګه چې پښتانه تر بل هر قوم په نړۍ کې زيات مهاجرين لري، په کوربه هېوادو کې يې هم ژبه او هويت دواړه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. تر دې چې يونسکو هم يو ځل پښتو په هغو ژبو کې راوستې وه چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده. دا چې جنګونه او مهاجرتونه ډېرې ستونزې او کړاونه له ځانه سره لري، تر څنګ یې کوچنیان هم په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه محروميږي. که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان د (زده کړې د ټولو لپاره) تر شعار لاندې خپل کوښښونه او فعالیتونه کوي خو بیا هم بسنه نکوي. ډېری ځلې داسې پېښيږي چې مهاجرشوي خلک په دولت کې د همغې سیمې د خلکو په ژبه زده کړې کوي. چې ښه بېلګه یې د افغانانو مهاجرت پاکستان، ایران او د نړی نورو هیوادو ته ذکر کولی شو. په یادو هیوادو کې اوسیدلي کوچنیان، چې بېرته راستانه شوي ځوانان دي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. له تاریخ څخه بې خبره او په خپله مورنۍ ژبه د نورو زده کړو د کولو په برخه کې ستونزې لري. دا چې یو شخص خپلې زده کړې په مورنۍ ژبه نه وي کړې په دواړو (زده کړيز او کاري) چاپېریالو کې له خنډونو او ځنډنو سره مخ وي. پر مختګ نشي کولی. یاده پوهه په هر برخه کې چې لري په آسانۍ او سمه توګه مقابل جانب او ټولنې ته نشي وړاندې کولی.

استعماري قوتونه:
هر استعماري دولت چې یوه سیمه او خلک غواړي په سم او دایمي شکل د ځان تابع کړي، په لومړي سر کې یې په کلتور یرغل کوي، چې له ټولو ډېر تاوان یې ژبې ته اړوي. اوسېدونکو ته خپله ژبه سپکه او بې معنی کړي. ټولنېزې قاعدې یې کاواکه او ړنګې کړي. که باچاخان رح وایي چې (کوم قام ته ژبه سپکه شي) هغه قام سپک شي.؛ او کله چې يوه ژبه سپکه شوه وګړي د ولس له هر اړخيز فرهنګ څخه لېرې کيږي او تل لپاره د اسارت په زنځیرونو کې پاتې کېږي.

نسلوژنه یا ډلوژنه په درې ډوله ده:
فزیکي ټولوژنه چې مونږ یې بېلګې په تاریخ کې لرو خو ولسونه او قامونه بېرته پاتې او راژوندي شوي او په نوړیوال کور کې د غړي په حیث را څرګند شوی لکه اسرایل، فرعونیانو لخوا د موسی ع لپاره د کوچنیانو وژل او نور….بیولوژیکي ټولوژنه چې د بعضو مضرو مرضونه انتقال اوترویج دی او فرهنګي یا کلتوري ټولوژنه چې پدې ټولو کې یې مضر او خطرناکه ټولوژنه چې اثرات یې تر پېړيو محسوسيږي هغه یې کلتوري وژنه ده، چې د ژبې پّ ورکېدو سره قومونه ورک شوي. پښتانه په هند کې ورک شوي….. د افغانستان د جهاد په برکت د مرکزي اسیا هیوادونه خپلواک شول چې فرهنګ او ژبه یې د روس تر تاثیر لاندې وه، اوس هم د هغوی تر هر اړخیز استعمار لاندې دي. رسم الخط یې روسي دي.

د چارواکو ناغېړي او مضر احتیاط:
د خپل طبعي حق څخه د کوچنیانو د بې برخې کولو په لړۍ کې چارواکي هم پوره ملامت دي. نه غواړي او یا هم مجبور دي چې د خپلو کوچنیانو حق ورنکړي. دا که پښتون دی که تاجک، هزاره دی که پشه یې، ایماق دی که بلوڅ ټول ترې محروم دي.
دوه خبرې:
طالبانو سره مقایسه، بعضې دوستان داسې دعوه کوي چې تر پخوا اوس کوچنیان په ډېر شمېر سره ښوونځيو ته ځي، خو دېته یې پام ندی چې کتابونه یې په کومو ژبو دي. دري ژبو سیمو ته کتابونه ممکن په پښتو ژبه لاړشي خو يقیني ده چې پښتون مېشتو سیمو ته په دري ژبه کتابونه ورليږل کېږي.دا کړنه یا شعوري ده چې ډېر اوږد تاریخ لري او یا هم د پښتون مېشتو سیمو د چارواکو غفلت!
بله خبره دا ده چې په هیواد کې یوازې پښتو ژبي او دري ژبي نه اوسیږي، د نورو ژبو ویونکي هم شته، هغوی ته هم په همدې دوه ژبو کتابونه ورځي، چې دا کار د طبعیت او قانون سره په ټکر کې دی. په دواړو حالاتو کې د هیواد بچي چې د هر توکم پورې اړه ولري په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو محرومېږي. نن محروم شو طبعي ده چې سبا به د ټولنې مظلوم افراد هم وي. حق به یې خوړل کېږي، غږ به نشي کولای.
کمیت ته پام:
زمونږ په ټولنه کې تل حساب په کمیت او شمېر دی، هیڅکله هم کیفیت او معیاري توب ته پام ندی اړول شوی. دا غټه ستونزه ده. دا منو چې کمیت نه وي کیفیت ته پام نه راګرځي، خو کمیت سره سره بیا هم کیفیت ته ندي کتل شوي. ځان او نور غولوو. او په هر حالت کې له خپلې ټولنې او د ټولنې له وګړو سره په هره برخه کې تر وسې ناځواني کوو.
د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې چې وایي:
۹۰٪ سلنه ژبې چې یوازې ویونکي لري، په ډېره تېزۍ سره له مینځه تلونکي دي. زمونږ پښتو ژبه ۹۱٪ سلنه ویونکې ژبه ده او ۹٪ سلنه یې لیکونکې دي. پدې ۹۱٪ سلنه کې بیا ۳۷٪ سلنه ونډه یوازې د شاعرانو او هنرمندانو ده.
د پښتو ژبې سره ناځواني زما په آند په لاندې ډول بیاونولی شو:
په اولادونو کې قابل او وړ اولاد انګلیسي او نورو ژبو زده کړو ته هڅول او شاملول؛
نا مناسب چلند له خپلې ژبې سره؛
لومړی په خپله ژبه په خپله خبرې او لیکنې نه کول او یا هم لږ او غلط کول؛
په غونډو او مجالسو کې په خپله ژبه خبرې کول ځانته شرم بلل او د نورو په ژبه خبرې په یو ډول ویاړ سره کول؛
د کورنیو تر مینځ یو ډول ناسالمه سیالي کول د نورو ژبو د زده کړې لپاره.
په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه ملاتړ او په نړیوال کچه یې د لملنځلو په تاریخي شالید لنډه رڼا اچوو:
د باچاخان او ګاندي جي له ډېرو ستونزو، ربړو او پلو پسې مبارزو په رڼا کې انګرېز دېته اړ شو چې د هند خاروه پرېږدي. خو انګرېز هيڅکله هم نه غوښتل چې دغه د نفوسو غټه کتله چې مسلمان، هندو او د نورو مذهبو خلک دې د ګاندي جي او باچاخان د عدم تشدد د نوې فلسفې په رڼا کې چې متحد دي همداسې متحد او په یوه خوله پاتې شي. نو انګرېز داسې يوه پالیسي پکار واچوله چې له مخې به یې د هند وېش د مذهب په اساس سره کېږي. یعنې د مسلملنانو په جلا دولت وي او د هندوانو په جلا . که څه هم د آزادۍ مبارزینو خپلې وسې وکړې خو د انګرېز د چال په مقابل کې بریالي نشول. وېش د مسلملن او هندو په نامه وشو او د مسلمانانو لپاره جلا دولت د پاکستان په نامه جوړ شو. د مسلمانانو داسې دولت په ختیځ او لویديځ چې تر منځ یې هند پروت وو په ۱۹۴۷ د اګست په څوارلسمه رامنځته شو. دا چې پاکستان د انګرېز په خوښه په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو اوسني بنګله دېشیانو ته چې (هغه وخت د پاکستان برخه وه) دا کار ناروا مالوم شو او د جناح د پرېکړې پر خلاف یې په لاریونونه لاس پورې کړ. ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زدکړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل. له هغه وروسته دغه ورځ بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړل، چې دغه ورځ دي د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په توګه یاده شي. نو دا وه چې د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه یونسکو په خپله یوه سترهغونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله، چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

سپارښتنې:
په مورنۍ ژبه د زده کړو په اړه باید د اساسي قانون او همدارنګه د نورو اړوند قوانینو موادو پلي کول په درست او سم شکل سره؛
د پوهنې وزارت لخوا اړوند ساحو ته د قوانینو د غوښتنو په رڼا کې د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړو د زمينې برابرول؛
له دیني پلوه د علماو په واسطه د په مورنۍ ژبه زده کړو ته د ټولنې د خلکو هڅول؛
په مورنۍ ژبه د ویلو ترڅنګ د خپلو ټولو مسایلو او یاد دښتونو لیکل هم په مورنۍ ژبه ؛
د پښتو ژبې د مضامینو د تدریس لپاره لږ تر لږه باید د پښتو ژبې د لسانس درجې لرونکي استاد وي؛
په ټولنیزو رسنیو کې باید ټول ځوانان لیکنې په سم شکل په پښتو ژبه وکړي.
دا چې په مورنۍ ژبه لومړنۍ زده کړې د هر فرد طبعي حق دي نو ټول اړوند ادارات باید د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې دغه طبعي حق څخه هیڅوک هم محروم نکړي. دیني علما، مدني ټولنې، د رسنیو مسولین، چارواکي، د ټولنې بانفوذه اشخاص او حتی د کورنیو مشران باید د مورنۍ ژبې سره د ژمنتیا له مخې یادې موضوع ته بشپړ پام را وګرځوي او په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق غوښتنه او ملاتړ وکړي. په پای کې وایو چې د ټولنې هر فرد باید د مورنۍ ژبې سره د ریښتينې وفادارۍ له مخې چارواکي اواړوند ادارات او مسولین دېته اړ کړي چې په ټولو سیمو کې کوچنیانو ته د هغو په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو د ټولنو متوازن پرمحتګ، په ټولنو کې د ځوانانو په وسیله په مختلفو ساحو کې په علمي ډول د تخلیق او تحقیق زمینه سازي وشي او یادو ربړو او تشو ته د خپلو ځوانانو په واسطه د حل لارې ومومو.

سرخط ورځپانه

Comments
Loading...