په فیسبوک کې د هېواد پیژندل شوې جعلي ښځه «سینا وردګ» مړه شوه

د فیسبو په ټولنیز شبکه کې یوه پیژندل شوې جعلي ښځه چې سینا وردګ  نومېده بلاخره مړه شوه.

د فیسبوک دغه حساب د یوه نامعلومه ځای څخه د یوه نامعلوم کس تر مدیریت لاندې و او ځان یوه تعلیم یافته ښځې په توګه معرفی کړی و چې له کلونو راهیسې د جعلي نوم او انځور په مرسته فعالیت کوله.

په فیسبوک کې زرهاو کسانو د اعلې وردګ حساب سره تماسونه درلود و او تعقیب یې کوله خو څو ورخې مخکې د یوه بل جعلي حساب څخه د نېلوفر وردګ په نوم، د اغلې سینا وردګ د مړینې په اړه خبر ورکړ چې زرهاو کسانو په اړه یې خپل خواشیني څرګنده کړل.

د اغلې وردګ د مړینې خبر په افغانستان کې د یوه ورځپاڼې له خوا هم خپره شوی وه.

نېلوفر وردګ چې ځان د سینا وردګ خور معرفي کوي، په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د هغې خور د وینې د سرطان له امله ساه ورکړی دی.

خو جالبه خبره دا ده چې د سینا په نوم کوم ښځه هیڅ وجود نه لري او د دغه حساب مدیر د یوه عربي ښخې انځور د خپل انځور په توګه کارولی وه.

Khaama Press

Categories: دا هم شته / بیلابیل,غوره شوې لیکنې

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.