په روږدو څوک ملامت دي؟ / سید عبدالله پاچا

که یو څوک پلمه وکړي چې دا کار له مجبوریته او په زور راباندې کیږي، نو زیات خلک یې ورسره مني او دلته یو دود دا دی چې ملامت پکې دولت ګڼل کیږي، بس هر کیسه او هر کار د دولت مسوولیت ګڼل کیږي، خو خلکو خپل مسوولیت هیر کړی دی.

تاسو له اوریدلي او یا له نږدې لیدلي وي چې په روږدو کسانو هم دولت ملامت ګڼل کیږي، یانې ټول مسوولیت په دولت وراچول کیږي چې د روږدو زیاتیدو ته یې زمینه برابره کړې او د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

دلته څو خبرې د یادونې وړ دي،

ایا روږدو کسانو ته دولت نشه يي توکي اخیستي چې نشه پرې واخلي او بیا وڅکي، ایا روږدو لپاره دولت پيسې ورکړي چې نشو ته مخه کړي، ایا روږدو ته دولت ویلي چې تکړه شئ پوډر وڅکئ، ایا خلک خپله نه پوهیږي نشې د خلکو ژوند تبا کوي، ایا خلک نه پوهیږي چې نشې انسان له انسانیت وباسي، ایا خلک نه پوهیږي چې روږدي کیدل خلک له کورنۍ، خپلوانو او ټولنې بې زاره کوي، ایا روغ خلک نه پوهیږي چې له روږدو کسانو خلک څومره کرکه کوي، څومره بد خلک دي او څومره د دې ټولنې لپاره ضرر دی.

په دې هر څه پوهیږي، خو بیا هم پلمه کوي چې کار نشته او له مجبورې ورځې نشو ته مخه کوي، دا خو پلمه نه شي کیدلی چې کار نه وي او ته داسې یو کار ته مخه کړې چې هغه پرته له پيسو په بل څه نه کیږي.

که د روږدي کیدو لپاره بې کاري پلمه وي، نو بیا چرته پيسې پیدا کوي چې نشه يي توکي پرې واخلي، نو چې کار نه وي، خلک خو تدریجي ځان وژنه کوي، دا خو په هیڅ ټولنه کې نشته او نه دا د حل لار ده چې د بې کارۍ له کبله نشه يي توکي کاروه او پړه یې پر دولت وراچوه.

دا به ومنو چې دولت د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او پلور په مخنیوي کې مسوولیت لري، خو دا چې اوس ټول پوهیږي، د دولت تمرکز په جګړه دی او پولیس چې باید د دې کار مخه ونیسي له ترهګرو سره د جګړې په لیکه کې دي، نو دولت په خپل مسوولیت کې پاتې راغلی دی.

خو داسې هم نه ده چې هر څوک دې نشه یي توکو ته مخه کوي او پړه دې ټوله په دولت وراچوي چې د نشه يي توکو کاروبار زیات دی او کار نشته چې له کبله یې زیاتو خلکو نشو ته مخه کړي، ایا د نشه يي توکو په کارولو سره خلکو ته کار پیدا کیږي، خو هلته خو نور مصارف هم کیږي او له ټولنې جلا کیږي، یانې ټولنه ترې نفرت کوي.

دلته دا بد کلتور ګرځیدلی چې هر څوک د هر څه پړه پر دولت اچوي او خپل مسوولیتونه هیروي، چې دا خپله د ستونزو د زیاتوالي لامل کیږي.

تاسو به اوریدلي وي، یا به مو لیدلي وي چې د افغانستان د نفوسو شمېره خلک په هند د سړک پرسر ژوند کوي، د ورځې کار کوي د ډوډۍ پیسې پيدا کوي او د شپې له مخې د سړک غاړې کې شپه کوي، همغه یې کور او همغه یې ژوند دی، خو هغوی خو هیڅکله نشه يي توکو کارولو ته مخه نه کړه.

د هند دا شمېره خلک چې کور کالي نه لري، د ورځې له مخې په خپل زیار او زحمت دومره پيسې پيدا کوي چې درې وخته ډوډۍ پرې وخوري او د شپې لپاره د خدای ځمکه ډيره ده چې پرې ویده شي.

خو په افغانستان کې دا هر څه بدل دي، دلته باید هر څه دولت وکړي، هر چا دولت ته سترګې نیولي چې کار به وکړي او نغدې پيسې به ورکړي، دا فکر د ټولنې د وروسته پاتې کیدو پیلامه ده او ستونزې له پسې ډیروي، هر څوک باید خپل مسوولیت وپيژني، دولتونه د خلکو دي او خلک چې خپل مسوولیت ادا نه کړي، هیڅ کار سم نه وي.

تاسو به اوریدلي وي چې د کابل ښار کې ځینې ښاریان په دې هم نیوکه کوي چې د یو چا د کور مخې ته کثافات پراته وي، دا نو د چا مسوولیت دی، دا سمه ده چې ښاروالي لرو، خو ښاروالي خو دومره امکانات په واک کې نه لري چې هره ورځ د هرچا د کور مخې ته لاړ شي او کثافات ترې ټول کړي.

نو که هر څوک ځان وپيژني، دولت ته دومره څه نه پاتې کیږي، که یواځې دولت ته په تمه شو، یوه ورځ به مو له بلې بدتره وي، خپل مسوولیت وپيژنئ او کار وکړئ چې دولت ته مو ښه ورسیږي.

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي