پاکستان بیا پښتانه و تخنول

په داسې حال کې چې د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ ځوانانو د ای‌اس‌ای په خېټه ور ننه‌ایستلي خنجر ته پوره زور نه دی ورکړی، ای‌اس‌ای په یوه بله خطرناکه لوبه کې د قبایلو خوږ ګوتې ته لاس ور اوږد کړ. د قبایلو او افغانستان له پوښتلو پرته له خېبر پښتونخوا سره د ۷ قبایلي ایجنسیو په یو ځای کولو سره د پاکستان پارلمان په خپل طبیعت د دغې څه باندې ۲۷ زره کیلومټره مربع خاورې د څه باندې ۵ میلیونه سرکښه اوسېدونکو د اېل کولو پرېکړه اعلان کړه.

دغه قوم انګرېزانو یوه نیمه پېړۍ وړاندې اېل نه‌شو کړای او د پاکستان تر ازادي له مخه هم قبایلي سیمو ته بريټانویانو د ورتلو زړه نه ښه کاوه او د نورو کوزو پښتنو سیمو د لاندې کولو په خوا کې یې قبایلو ته غبرګ سلام ور استاوه. د پاکستان د ازادۍ پر مهال هم دغه سیمې د انګرېز واکمنۍ مهال په څېر خپلواکې پاتې شوې او د پنجابي پوځ ته د دې اجازه ور نه کړل شوه چې د قبایلي پښتنو پر خاوره یې سپېره قدمونه کېښودل شي.
ای‌اس‌ای څه باندې نیمه پېړۍ دغې خوا ته کاږه نه‌شوای ورکتلای، خو د ترهګرۍ په نوم خونړۍ جګړې له برکته پاکستاني نظامي ډیکټاټور مشرف د دغو تاریخي او له برمه ډکو غرونو د لاندې کولو خوبونو ته پلانونه رامخې ته کړل.

مشرف وتوانېده چې د ډېورنډ کرښې دواړه خوا پښتانه په داسې کړکېچ واړوي چې پنجابیان خپلو لوبو ته خوشې وي او د نړۍ پر مخ یې عملاً پښتانه دوزخ ته برابر کړل او پنجاب ته یې د پښتنو په ککریو بلاتشبیه جنت جوړ کړ. د پاکستاني شمېرو پر اساس په تېره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې ۳۵ زره پښتانه د داسې لوبې قربانیان شول چې قبایلو پکې نه یوازې ککرۍ له لاسه ورکړې، بلکې پر بشپړه خاوره یې پنجابیان واکمن شول.
دپینډۍ په GHQ کې په ۲۰۰۳ کال کې پوځي جنرالانو پرهغه پلان لاسلیکونه کش کړل، چې په فاټا کې یې د پښتنو د ځپنې او دهغوی د پلرنۍ خاورې دلاندې کولو لپاره طرح کړی وو. له پلان سره سم په لومړي ځل په شمالي وزیرستان کې پنجابۍ پوځ پر ډیورنډ کرښه قدم وواهه او د پښتنو پرخیټه یې د ازغن تار غزولو په موخه سیمې په نښه کړې.

دغه لوبه هم د سیمې د ولسونو د ذلیله کولو او هم پر ډېورنډ د پوځ د مستقر کېدو په چوکاټ کې روانه وه او د راولپینډۍ له پلان سره سم په لومړي ځل د تمې خلاف قبایلو ته د پوځ استولو له اړخه تر کشمیره لومړیتوب ورکړل شو او له ځمکې او هوا پرې د بمونو غورځول پیل شول. په تېرو ۱۵کلونو کې قبایل دومره وځپل شول چې پر خپله خاوره خپل اختیار شعار یې هېر شو او د کراچۍ، اسلام‌اباد او لاهور ښارونو ته په مزدورۍ مجبوره کړل شول.

د ای‌اس‌ای له پلان سره سم یو خوا قبایل له خپلو مېنو پنجاب ته په کډې کولو مجبوره شول او بل خوا یې په کور دننه ولس ته یوازې د مذهبي تاوتریخوالي تدریس پراخ شو. یوازې په ۷ قبایلي ایجنسیو کې د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ پورې لس زره مذهبي مدرسې جوړې شوې چې په بشپړ ډول د دغو خلکو د دریو نسلونو ذهنیت له دنیا تور او له سخت‌دریځي فکر سره برابر کړل شول. په سیمه کې د GHQ له کښل شوي پلان سره سم د افغان طالبانو ځالو ته جال وغوړېد او اسلام‌اباد به د شپې پر افغانستان د خپل بیرغ د درولو خوب لیده.

په داسې حال کې چې پر مقبوضه افغان خاوره پنجاب خپله ولکه پراخه کړه، فکر یې کاوه چې د طالب په مټ به د پښتنو جرړې وباسي، خو له تاریخه دغه ناخبره مخلوق پر دې نه پوهېږي چې څو ځوان پښتانه څه ډول وتوانېدل د دوی ټوله خواري په سیند لاهو کولو تر بریده ورسوي.
منظور پښتون لکه د خوشال خان خټک دا خواره واره پښتانه په څو اوونیو کې دومره سره همغږي کړل چې د افغانانو په ټول تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
پر پښتنو د شوي ظلم او واکمن ناتار پراخوالي دوی د دفاع او حق غوښتنې په پیاوړي مورچل کې داسې اوږه په اوږه کړل چې د پنجابي خوله ورته جینګه شوه. منظور پښتون د پښتنو ځوان نسل ته پر دوی د حاکم کړي ناتار پټ ساتل شوی انځور وړاندې کړ. د پښتون د سنګر ملګرو نړۍ ته د پښتنو د ژر یو کېدو بې‌مثاله ننداره وړاندې کړه او د پنجابي له خوا پر پښتانه د شوي ظلم له کچې یې پرده پورته کړه.

د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ ناره لا له خولې نه ده لوېدلې چې پنجاب د قبایلو خوږ ګوتې ته لاس ور وړ او په خپل سر یې د دوی د برخلیک پرېکړه وکړه. سرکښو قبایلیانو له خیبر پښتونخوا سره د خپلې خاورې د یو ځای کېدو په غبرګون کې د اسلام‌اباد پر ضد نوې حکومت‌مخالفه جبهه پرانیسته او ژمنه یې دا ده چې د پنجابي پارلمان پرېکړه به وننګوي. په دغه جبهه کې تر ډېره ملتپاله قبایلیان او د جومات او مدرسو نظر ورکوونکي را ولاړ شوي. دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او دغې موخې ته د رسېدو په تړاو یې په لاریونونو پیل وکړ.

د همدې نوې جبهې لومړني اعتراضونه تریخ ښکارېدل او که د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ په څېر کوزو پښتنو ته په دې تړاو لوری ورکول شي لېرې نه ده چې په دغه جبهه کې هم پنجاب له نوې ننګونې سره مخامخ شي. د پاکستان د تګلارو خلاف د پښتنو ټولیز مخالفت په پراخېدو دی او اوس پښتنو ته په هغه هېواد کې یو مخ ځان پردی او مظلوم ښکاري. دا چاره پښتنو ته د پاڅون او غیرت کولو انګېزه ورکوي او د پښتنو نوي فکر، هوډ او ځوان نسل سړي ته دا هیله ورکوي، چې د اسلام‌اباد د پرېکړو پر ضد به خامخا دغه خواره واره پښتانه سره یو کېږي او لېرې نه ده چې د جنوبي وزیرستان منظور او د علي وزیر په څېر ملګري له دغه نوي پاڅون سره خپل غږ ملګری کړي.

Categories: پښتون خوځښت,غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي