ولې بیا غني؟! / هارون هاند

0 132

که څه هم افغانستان له ۹مې/۱۱مې وروسته د نړیوالو مرستو طلايي فرصت د بېلا بېلو لاملونو پر اساس له لاسه ورکړ، خو بیا هم د قوانینو، اداري بنسټونو او تر یو حده د خلکو په ژوند کې بهتروالی محسوس شو.

د ولسمشرۍ ۳مه دوره او د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت په داسې حال کې په کار پیل وکړ چې د افغانستان د سقوط او تجزیې نښې د کورنیو لاسپوڅو په وسیله بهرنیو دښمنانو له خپلو عینکو لېدلې، مګر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه پر دې وتوانېدل چې د ولسواکۍ دغه کښتۍ د نجات ساحل ته ورسوي او په دې سره د ملي یووالي حکومت لومړي کال سره ۲٪ سلنه اقتصادي لوړوالي تحقق وموند او په ترتیب سره په درېیم کال کې ۲.۶٪ سلنه زیاتوالی او صادرات ۷۸۴ میلیون ډالرو ته ورسېدل چې ۱۳۹۸ کې یو میلیارد ډالرو ته دا کچه ورسېده او کورنیو تولیداتو او صنایعو ۴.۱٪ سلنه وده ومونده.

مګر د دې ټولو پرمختګونو سره –سره د ملکي وګړو او د ملي امنیتي- دفاعي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی او د دوی بېسارې قرباني د تېرو څه کم دوو لسیزو په پرتله ډېره لوړه وه. د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو تر منځ فکري او سیاسي اختلاف او همدارنګه د اجراییه رییس له لوري د ولسمشر د اصلاحاتو پر وړاندې د خنډونو ایجاد او د کورنیو سیاسیونو د شخصي ګټو زیانمنېدل او د هغوی ناسالمې نېوکې او حتی وسلوالو تالیبانو سره د دوی هم‌فکره کېدل، له تېر حکومت څخه مشخصې سیاسي ډلې سره ۳۵٪ سلنه حکومتي واک او همدارنګه په ګاونډ کې د پاکستان د دوه‌مخې پالیسي تداوم او د امریکا بې‌ځایه مداخلې، دا ټول د ملي یووالي حکومت ته په ډېره لوړه بیه تمامېدل او حتی مشروعیت یې ننګول کېده.

ډاکټر غني په خپل نیمه‌واک کې ارزښتونه او تګلارې تعریف کړل او ارزښتونه یې هغه وبلل چې دولت ورته درنښت کوي او پر همدې محور انساني او غیر انساني منابعع مدیریت کوي او تګلارې یې ملي ګټو ته د رسېدو لپاره د ملي برنامو طرح او تطبیق وګڼل.

د ملي یووالي حکومت دغه جنجالي دوره کې بیا هم ډاکټر غني په دې هڅه کې و چې سیاسي ځواک کې د خدماتو عرضه د ټولنې ۳ مهمو پاړکو (ځوانان، ښځې او فقیرانو) ته متیقینه کړي او حکومتوالي له دولت‌دارۍ فرهنګ څخه ولس ته د خدمت پر فرهنګ تغیره کړي.

د ملي یووالي حکومت کې د ډاکټر غني له اړخه ارزښتونه:

  1. د قربانیو تقدیر: د ډاکټر غني په نوښت د ملي‌یووالي حکومت کابینې د (کب ۹مه) د (امنیتي-دفاعي ځواکونو ملي ورځ) پر نوم تصویب او رسمي تقویم کې درج شوه. [عیادت، درملنه، د تکفین او تدفین مراسمو ته خورا درناوی او د دوی لپاره د علماو د ملاتړ جلبول].
  2. مشوره او اجماع: ډاکټر غني له ۵۰ډېرې مشورتي ناستې په کور دننه د هېواد ستونزو د حل لپاره د ټولنې مختلفو پاړکو سره دایرې کړې.
  3. دین‌محوري [د مسجد او ارګ واټن ختمول]: د حج پروسې ساده‌کول، د مسجدونو، مقدسو اماکنو او مشرانو د قبرونو جوړونه، په ښارونو کې د اسلامي مدنیت د روح ژوندي کول او د علماو هڅول چې د فساد، ناامنۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې زیاته همکاري وکړي.
  4. په حکومت کې عامه‌ګډون: په ارګ کې د ښځو، ځوانانو، محصلینو، متشبثینو، مدني ټولنو، ورزشکارانو، هنرمندانو او مذهبي اقلیتونو سره بېلابېلې ناستې چې تر دې دمه زرګونو هېوادوالو مستقیماً  ډاکټر غني سره ملاقاتونه کړي دي او همدغه تګلاره نورو ادارو او وزارتونو ته هم لېږدول شوې ده.
  5. د بیان ازادي [د ولسواکۍ، بشري حقونو او د اساسي قانون اساسي‌ارزښت]: د رسنیو مسوولینو سره وخت پر وخت د ډاکټر غني ګڼې ناستې ترسره کېدل او حتی له دوی ځینې د مشاورینو په توګه ګمارل کېدل.
  6. حساب‌ورکونه: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د کمیسیون ایجاد. د ډاکټر غني په ګډون ۹۸ سلنه حکومتي لوړپوړو چارواکو د شمتمنیو ثبت او اعلان. او همدارنګه د شکایتونو د کمیسیون استقلالیت چې همدې روانو ټاکنیزو سیالیو کې یې ډاکټر غني ټیم ته اجازه ورنکړه چې ارګ کې کمپایني ناستې وکړي، نو یاد ټیم اړ شو چې پر سرکونو کمپایني ناستو ته خیمې ووهي.

ب –حکومتي نوې کړنې:

  1. عالي شوراګانې [د ټولیزو/ جمعي تصمیمونو مراجع]: یعنې له فرد څخه نهاد/بنسټ ته د واکونو انتقال چې په دې بنسټونو کې مسوولین، مدني ټولنو او خصوصي سکتور استازي په ازادانه توګه خپل نظر څرګندولی شي.
  2. متوازنه پراختیا: ولایتي بودجه د متوازن انکشاف په نظر کې نېولو سره تدوین کېږي او پروژې هم په عادلانه او متناسب ډول د اړتیاو مطابق طرح او تطبیق کېږي. (لکه نورستان کې د تېرو ۱۳ کلونو په پرتله ۲برابره پروژو تطبیقېدل او د لومړي وار لپاره د پاخه سړک څخه برخمن کېدل یا د نیمروز زرنج ښار چې ۳م ګمرکي عوایدو پر ښار بدل شوی).
  3. ځوانول/ځوان‌جوړونه: ۱۳۹۶ لمریز کال د ځوانانو پر کال نومول، د حکومت په برنامو کې ډېر رول ورکول او ملګرو ملتونو ناسته کې د ولمسشر له لوري دا اعلان چې قدرت به ځوانانو ته هغه ځوانان چې ۹۰یمه لسیزه کې ستر شوي دي انتقالوي. او له دې ځوانانو د ولسمشر دا هیله چې اوسنی حکومت به پر ولس‌محوره او خدمات‌محوره حکومت اصلاح کوي.
  4. ولایتونو سره د اړیکو ټینګښت: ولایتونو ته د لوړپوړو چارواکو د سفرونو تر څنګ، محلي چارواکو سره ویدیوي کنفرانسونه، په کابینه او عالي شوراګانو کې د والیانو حضور او نور.
  5. د ښځو ګډون: تر ۱۳۹۷ لمریز پورې ۲۷.۳ سلنه د ملکي خدمتونو کارمندان ښځینه و تشکیلولو چې یوازې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۵سلنه زیاتوالی یې ومونده، مګر په ۱۳۹۸ کال کې هغه ټارګیټ چې په ۲۰۰۸ زېږدیز کې د افغانستان ملي پرمختیايي ستراتیژۍ حکومت ته ټاکلی و، حکومتي ادارو کې د ښځو ۳۰٪ سلنه ونډې ته تحقق ورکړل شو.
  6. د ولایتي بودجې جوړونې پالیسي طرح او تطبیق چې هېواد کې د نامتمرکز کېدو پر لور لومړنی پرکټس ګڼل کېږي. د سیمه ییزې حکومتوالۍ پالیسي چې سیمه‌ییزو اصلاحاتو تګلاره ګڼل کېږي او اقتصادي پراختیا په برخه کې هېواد په واضح ډول په ۸ اقتصادي زونونو وېشي او همدارنګه د ښاروالیو د قانون تدوین او د دوه تنه ښځینه ښاروالانو ټاکل.
  7. ولسونو ته د خدماتو د ښې عرضې په تړاو د ۱۹ نویو ولسوالیو ایجاد او تشکیل او د لومړي درجه ولایتونو په تشکیل کې د ټولنیز معاونیت زیاتوالی چې اوسمهال ۴ تنه ښځینه ولایتي مرستیالانې شتون لري.
  8. په لومړي وار کابل د ۲زره ۲سوه علماو کوربتوب ویاړ لرل او روانه جګړه نامقدسه ګڼل او همدارنګه هم‌مهاله د کعبې امام له لوري روانه افغان‌وژنه نااسلامي ګڼل.
  9. د سولې ۳ ورځینی اوربند، د سولې ملي مشورتي جرګې د ۳زره هېوادوالو په ګډون تدویر او د سولې واضح میکانېزم اعلان چې متعهد دی په خپله دویمه دوره کې به دې پروسې ته سرعت ورکړي.

ج –بهرنی سیاست:

  1. ډاکټر غني د نړیوالې دیپلوماسۍ د معیارونو پر بنسټ، هېوادونه او نړیوال سازمانونه پر ۵ کړیو/حلقو ووېشل:
  • ګاونډي ۶ هېوادونه
  • اسلامي نړۍ
  • شمالي امریکا، اروپا، جاپان، استرالیا او ناتو او آیساف غړي هېوادونه
  • اسیا
  • نړیوال پرمختیايي سازمانونه او نور ناحکومتي بنسټونه
  1. سیمه ییزې اړیکې:
  • ریکا RECCA [د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس)/ ۶م کنفرانس یې په ۲۰۱۵ ز کابل کې دایر شو او ۷م یې ۲۰۱۷عشق آباد کې چې د کاسا۱۰۰۰ پروژه، لاجورد خط، تاپي پروژه او نور یې تر بحث لاندې لرل.
  • د اسیا زړه –استنابول پروسه: ترهګرۍ، نشه یي توکو سره مبارزې، طبیعي پېښې، سوداګري او پانګونه او پر پوهنه یې بحث درلود. چې نورې ناستې یې په چین، هند، پاکستان او اذربایجان کې دایرې شوي دي.
  1. د ولسمشر بهرني سفرونه، ویناوې او د مرستو جذب. [هند سلما بند، چابهار او هوايي دهلیز لپاره، ۲۰تړونونه د ترکمنستان سره، چین یوه لار-یو کمربند سره پیوستون، تاجکستان سره د رېل‌پټلیو، ایران او پاکستان سره د مهاجرینو موضوع، عربستان سره نږدې همغږي چې د تالیبانو ډله یې ترهګره اعلان کړه، ترکیې جمهور رییس وروسته له ۵۰کلونو کابل ته سفر او ستراتیژیک تړون لاسلیک او اذربایجان سره اقتصادي او تجارتي هوکړه‌لیکونو لاسلیک].
  2. د اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي هېوادونو سره د اړیکو ښه‌والی او په صراحت سره د بیت المقدس څخه د فلسطین د پلازمېنې په توګه د ملاتړ اعلان.
  3. د افغانستان او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د امریکا د ستراتیژۍ طرح
  4. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر کابل ته او له افغانستان بهر د ترهګرۍ ځپل منل.
  5. په ملګرو ملتونو کې استازیتوب: چې د ښې استازولۍ په وسیله د دې سازمان ګڼو کمېټو مشرانو کابل ته سفر وکړ او د لومړي وار لپاره د ترهګرۍ د قربانیو قدردانی او د نړیوالې ورځې یادونه.
  6. د سیاسي او امنیتي همکاریو لپاره د وارسا، بروکسل او لندن کنفرانسونو دایرېدل چې ۲۰۲۰ ز پورې ۳۵۲زره ځواکونو د تمویل ملاتړ جذبول.

د –اقتصادي پرمختیا

  1. کلنی اقتصادي پرمختګ: په ۱۳۹۴ لمریز کې چې کله واک د ملي یووالي حکومت ته انتقال شو، ۰.۸سلنه او په ترتیب سره په ۱۳۹۵ لمریز کې ۲.۲٪ سلنه، په ۱۳۹۶ کې ۲.۶٪ سلنه، ۱۳۹۷ کې ۲.۷٪ سلنه او ۱۳۹۸ یعنې روان کال کې به په سلو کې ۳.۱ سلنې ته لوړوالی پیدا کړي او همدارنګه روان ۱۳۹۸ کال کې ارزي ذخایر خپلې لوړې کچې ته ورسېدل.
  2. کلنی عاید: په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۱۲۲ میلیارد افغانۍ، په ۱۳۹۵ لمریز کې ۱۶۵ میلیارد افغانۍ، په ۱۳۹۶ کې ۱۶۹ میلیارد افغانۍ او په ۱۳۹۷ کې د ۹۶ په پرتله ۱۳٪ سلنه لوړ شوي دي او ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ ربع کې ۶٪ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
  3. د کرنې او مالدارۍ په ډګر کې پر بزګرانو د سوونو تراکتورونو وېشل، د اوبو ضایعاتو کموالی، د کشمش‌خانو، پیاز او کچالو د ذخیرو ایجاد، بڼونو احداث او د زعفرانو د حاصل زیاتوالی او همدارنګه د کرنې میکانېزه کولو پالیسي او نورې ګڼې پالیسۍ طرح او نهايي شوي دي.
  4. ۴۲ د اوبو او برښنا بندونه د یو میلیارد دالرو په ارزښت تر لاس لاندې دي [شورابک بدخشان، شاتوت او شاو عروس کابل، کامه ننګرهار، سورتاق کونړ، مچلغو پکتیا، سروبي دویم بند، ۳۰ پروژې د لمریزې برښنا چې یوه یې نږدې ۵۵ سرحدي ولسوالۍ تر پوښښ لاندې لري او نور].
  5. مخابرات او معلوماتي تکنالوژي: ۸۹٪ مخابراتي پوښښ او ۵۱سلنه انترنیتي پوښښ چې پخوا ۱۷ سلنه و او زر کیلومتره نوري فایبر شبکه غځېدل، اسان خدمت ادارې ایجاد، ۱۵۰زره کسانو بوختېدل او همدارنګه ۳۸٪ سلنه د عوایدو لوړوالی.
  6. د ځمکو غصب سره مبارزه: 7.38 زره جریب ځمکو څخه دفاع. 7.208 زرګونه جریب ځمکو پوښتنه شوې او 8.15 زره جریبو ځمکو غاصبین لست شوي دي او 355 تنو پېژندنه تشخیص کېدل
  7. روغتیا: [وزیر لپاره نړیواله جایزه تر لاسه کول] او له ۲سوو ډېرو روغتیايي مرکزونو ایجاد.

هـ -پوهنه او لوړې زده کړې:

  1. په لرو پرتو سیمو کې د ۶زرو ښوونځیو د ایجاد طرح او د تطبیق چارې پیلېدل
  2. د کانکور ازموینو د ملي کمېټې ایجاد او په رڼه توګه د ملي ازموینو اخیستل
  3. د لوړو زده کړو دولتي موسسې او پوهنتونونه تر ۳۸ پورې لوړول او د خصوصي پوهنتونونو شمېر ۱۰۰ ته رسېدل
  4. د لوړو زده کړو په ۲۴ ساحو کې د ماسترۍ او ۳ ساحو کې د دکتورا برنامو پیلېدل.

و -عدلي او قضايي ارګانونه:

  1. د اداري فساد سترو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ایجاد
  2. تر ۴۰۰ پورې د قوانینو طرح، تسوید او تصویب، د بېلګې په توګه د جزا کود تهیه او خپرول
  3. پر عدلي او قضايي ارګانونو د ولسي باور زیاتوالی

په پای کې ویلی شو چې د ډاکټر غني په دې دوره کې ځیني فکټورونه لا پر خپل حال پاتې دي چې سیمه ییزه حکومتوالي یې اغېزمنه کړې ده، د بېلګې په توګه:

  1. کاري محیط چې هر وخت سیمه ییزو نوښتونو لپاره منلی او ګټور نه و او تر ډېره یې لامل د اجراییه ریاست مداخلې او خنډونه وو.
  2. حاکم فرهنګ چې د حکومتوالۍ نورمونه ډېر کله تر اغېز لاندې لري.
  3. د حکومتوالۍ د کلیدي لوبغاړو د ماموریتونو پېچلی‌توب.
  4. متمرکز تصمیمونه چې ډېر کله د ولس د مالکیت حس یې زیانمن کړی دی.
  5. ځينې پېچلي قوانین او پالیسۍ لا پر خپل حال دي.

خو د دي ټولو ور اخوا او د ډاکټر غني د فوق‌العاده لوړو زده‌کړو او معتبرو پوهنتونونو کې د تدریس تر څنګ له ۲۰۰۱ز راهیسې توانېدلی چې افتخاري لقبونه (نړیوال شخصیت، نړیوال دویم متفکر، د اسیا په کچه د مالیې غوره وزیر) تر لاسه او د مخکیني حکومت له لوري د سید جمال الدین افغان مډال تر لاسه کول، د ملګرو ملتونو د سازمان مشرۍ ته او نړیوال بانک ریاست ته نوماندېدل او همدارنګه د دې خورا ښه توانايي لرل چې ملي ستراتیژۍ او پلانونه طرح او د تطبیق لوړه اراده یې ولري.

[هغه څوک چې علم لري، د هغه چا سره چې علم نه لري، برابر نه دي. الایه] 

ښاغلی هاند د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ او کلیوالي پراختیا کارپوه دی.  

Comments
Loading...