نه د غلو په وژلو غلا ورکېږي او نه د….وژلو

0 11

اکبر پیمان ـ

ګوډ تیمور په خپل کتاب (منم تیمور جهان گشاه) کې لیکي:

” کله چې مي دایران د نیشاپور ښار د نیولو له پاره جګړه پیل کړه نو ددي ښار خلکو سخت مقاومت وکړ، زما عسکرو ته يي ډیر تلفات واړول او زه يي ډیر په قهر کړم. نو غوښتل مي نړي ته یوه عبرتناکه کیسه پریږدم  چې ټول خلک ورڅخه عبرت واخلي. په دي ښار مي سخته حمله وکړه او خپلو عسکرو ته مي وویل:  هر چا چې ماته پینځه سرونه راوړل نو یو درهم به ورکړم. په دوو ورځوکې يي ماته دوه لکه سرونه را ټول کړل او ما ورڅخه  داسي یو څلي جوړ کړ چې د درواغجن خبره  لوړوالي يي تر اسمانه رسیده. دا کار مي ځکه وکړ چې بیا هیڅوک له ما سره د مقاومت او جګړي جرت ونه کړي“

تاریخي شواهد ښیې چې حتي دي کار هم کومه ګټه ونه کړه، جزا ورکول، تحقیرول، بندي کول، د بدن غړي غوڅول او حتي وژل کومه ګټه نه لري. روسانو انګریزانو، او نن نړیوال ایتلاف په میلیونونو افغانان ووژل خو له دي کاره هیچا عبرت وانخیست او نه يي له جګړي او مقاومته لاس واخیست. که څه هم موږ تل دا دعوه کوو چې موږ انګریز ته ماته ورکړي، موږ روس ته ماته ورکړي، موږ چنګیز ته ماته ورکړي او موږ امریکې ته ماته ورکوو، خو ماته خبره بل ډول ښکاري.

ته اوس له تاریخي حقایقو هم منکر یې؟

راشه تاریخي حقایقوته حساب وکړو. راشه  په افغانستان د شوروي د یرغل او بیا بیرته له دي هیواده د هغوي وتلو ته حساب وکړو.  روسان د ۱۹۷۹ کال په ډیسمبر کې افغانستان  ته راغلل او د۱۹۸۹ کال د فیبروري په میاشت کې بیر ته له دي هیواده ووتل. په دي موده کې يي افغانستان داسي وځپه چې تر ننه پر خپلو پښو نه شي دریدلاي، راشه عمومیات به نه وايو مشخص به ټول شیان تشریح کړو.

په دي موده کې د شورویانو پنځه لس زره (۱۵۰۰۰) عسکر ووژل شول

په قوي احتمال سره ښايي ددي شمیر دوه چنده یعني تر دیرش زرو (۳۰۰۰۰)  عسکر زخمیان شوي هم وي.

یو میلیون افغانان (۱۰۰۰،۰۰۰) په دي جګړه کې ووژل شول.

یو میلیون افغانان په دي جکړه کې معیوب ( ګوډ، شل، بي لاسو، ړانده  او کاڼه…) شول

پنځه میلیونه افغانان مهاجر شول ( چې د همدي خلکو یوه لویه برخه بیا نني سخت دریزي اویا هم په نشو روږدي شول)

د هیواد ټول بنیادي بنسټونه له منځه ولاړل، خلکو خپل مادي او معنوي ارزښتونه له لاسه ورکړل، د هیواد خلک په فقر او سوالګري اخته شول

له هغي ورځي تر ننه پوري چې ۴۰ کال کیږي زموږ خلک په جګړه بوخت دي او تر نیمايي ډیر خلک مو په نس نه دي ماړه.

اوس ته ووایه چې ماته چا خوړلي ده؟ ته پخپله حساب ورته وکړه چې زیات زیان چا لیدلي دي؟ ته فکر وکړه چې موږ په کوم منطق شوروي ته ماته ورکړي ده؟

ته لیوني يې د شوروي امپراطوري دړي وړي شوه او ته لا وايي چې ماته يې نه ده خوړلي.

هو رښتیا په دي خو زه نه یم  خبر هغه څه وخت دړي وړي شوه؟

ځان په ناخبري مه اچوه تر ما ښه خبر يي.

کله چې احمدشاه بابا په هند حکومت کاوه او یا هم شامحمود هوتک په ایران راج چلاوه او بیا وروسته دي دواړو ملکونو له موږ څخه ځان خلاص کړ او موږ يي له خپلي خاوري وشړلو نو دلته هم باید دوي ووايي چې موږ افغانانو ته ماته ورکړي ده. نو بیا ولي موږ په دي ویاړو چې موږ په هند او ایران راج کړي دي هغوي خو موږ ته ماته راکړي ده هماغسي ماته لکه موږ چې شوروي ته ورکړه. نو زموږ د تاریخ لویه برخه چې له لاپو او ټولي نړي ته له ماتي ورکولو ډکه ده خو بیا درواغ شوه.

ته چټیات وآيي ستا سره به ډیر بي عقل سړي بحث کوي.

ښه غوصه کیږي مه، په یارانه کې بنګړي ماتیږي ، په بحثونو کې حساب کله کله برابر راځي نو سړي ددي په ځاي چې غصه شي باید قناعت وکړي. او ته پوهیږو هوښیار خلک همیشه له عقل څخه کار اخلي او هر شي ته حساب کوي. په احساساتو،خوبونو، خیالونو او افسانو پریکړه نه کوي. زموږ یوه ښوونکې ( خلقي وو که پرچمي) یوه ورځ په ټولګي کې راته وویل چې موږ انګریزانو ته داسي ماته ورکړي ده چې بیا به په ژوند د افغانستان نوم وانه خلي. بل ښوونکي مي ویل چې یو افغان له یو زاړه انګریز سره په لندن کې مخامخ شو او انګریز پوښتنه ځیني وکړه چې د کوم ځاي يي؟ هغه ورته وویل چې د افغانستان، نو سړي له ویري وریږدیده . خو کله چې مي په لشکرګاه کې بیا د انګریزانو پي ار ټي ولیده نو په دواړو ښوونکو مي درواغجنو شک راغي.

دي ټولو خبرو او مثالونو او د ارواح پوهني علم دا ثابته کړي ده چې د غلو په وژلواو یا بله جزا ورکولو سره غلا نه ورکیږي. لکه څنګه چې د غریبانو په وژلو سره غربت نه ورکیږي او یا هم د ناروغانو په وژلو سره ناروغې نه ورکیږي. یوه ملګري مي راته وویل چې غلا اوغربت د مقایسي وړ نه دي ځکه لمړني يي باید په خپل اختیار وکړي او په دوهمه کې بیا ستا اختیار نه شته . دلته ما غلا او غربت نه دي مقایسه کړي، دلته ما جرم او ناروغي نه دي مقایسه کړي دلته ما د اختیار او اجبار خبره نه ده کړي دلته مي دیوي پدیدي د مخنیوي خبره کړیده. کله چې تاسو غواړي چې یوه مسله حل کړي لمړي به د هغي ستونځي اصلی علت پیدا کوي. د مثال په توګه تاسو ناروغ یاست نو زه باید د یوه ډاکټر په صفت ستاسو د ناروغي علت پیدا کړم. بیا ستاسو وینه معاینه شي، باید ستاسو فزیکي معاینه وشي، ستاسو د زړه ګراف باید واخستل شي، که اړتیا وه نو تاسو ته باید اکسري او تلویزیوني معاینات وشي. بیا وروسته باید تاسو ته د علاج پلان جوړ شي. همداسي دغربت ټول علتونو باید وموندل شي او بیا وروسته هغو ته د حل لاري ولټول شي مثلا یو څوک غریب دي ، ولي غریب دي؟ کار نه کوي. ولي کار نه کوي ؟ ځکه کار نه پیدا کیږي. ولي کار نه پیدا کیږي په داسي حال کې چې پاکستانیان راځي اودلته کار کوي ته څنګه کار نه شي پیدا کولاي؟ ځکه زما هغه رقم کار چې پاکستاني يي کوي نه دي زده (مهارت). اوس دي اصلي خبره وکړه ته باید اول ځان قابل کړي ( کار زده کړي) بیا کار وکړي او پیسي پیدا کړي او کله چې دي پیسي پیدا کړي نو ته به نور غریب نه يي. حل شوه د غربت مسله ستا وژل او تاته جزا درکول چې ته ولي غریب يي د حل لاره نه ده.

همداسي یو غلا کوي. ولي غلا کوي. ځکه پیسوته اړتیالري. نو غلا خو يي طریقه نه ده کار وکړه. په کار دومره پیسي نه پیدا کېږي. ته ولي ډیري پیسي غواړي؟ ځکه خلک ډیري پیسي لري، خلک موټر لري، خلک بلډینګونه لري او زه يي نه لرم. دي ټولو خلکو غلا کړیده او دا هر څه يي پیدا کړي دي.

نه ته غلط يي دا ټول غله نه دي دا هر یو جلا جلا مهارت لري، کارونه يي کړي دي تجارت يي کړي دی.

زه دا نه شم زغملاي چې ټول دي موټر ولري او زه دي په پښو وګرزم. اوس اصلي خبري ته راغلي ته عقدي اخستي يي. ته دبل چا پرمختګ نه شي زغملاي.

راشه لږ د خپل ماشومتوب په اړه راته ووایه، مکتب دي لوستي که نه، کورني دي څنګه وه؟

ماشومتوب مي ډیر خراب وو، هر ورځ به مي له پلار سره جګړه وه، زما مور به يي ډیره وهله او موږ يي وږي ساتلو. په کورني که به مو هره ورځ تاو تریخوالي وو، په پآي کې مي پلار هغه یو کور چې وو هم خرڅ کړ او موږ يي بي کوره پریښودلو. په ښوونځي کې مي سبق نه وایه او ټوله ورځ به په دي فکر کې وم چې څنګه له پلاره غچ واخلم او څنګه پیسي پیدا کړم، نو غلا د پیسو پیدا کولو اسانه لاره راته ښکاره شوه او له ماشوموالي مي ځيني شیان غلا کول او اوس خوند راکوي.

تا هم اصلی خبره وکړه خو ډیره وروسته، یعني ته چې غلا کوي اصلي علت يي عقده، بغض او حسد دي. دي شیانو ته محروم کړي يي او محرومیت ستا څخه غل جوړ کړي دي.

اوس ددي له پاره چې تا له غلا څخه را وګرزوو دا يي د حل لاره نه ده چې تا ووژونو یا دي لاس قطع کړو یا دي بندي کړو. زه باید ستا سره کار وکړم چې ستا له زړه دا عقده اود محرومیت احساس وباسم ‎. ته باید په دي پوهه شي چې دا کار چې ته يي کوي مثلا غلا کوي، رشوت اخلي دا ډیر غلط کارونه دي.

رشوت خو ټول اخلي، زه يي ولي وانه خلم.

 ته یوازي د خپل ځان مسول يي ټول خلک چې بد کار کوي هغوي ټول بدخلک دي او ته باید بد انسان ونه اوسي. هغوي هم شاید ستا په شان عقدي او محرومیتونه تیر کړي وي. د هغوي ماشومتوب هم شاید بی انصافیو، ظلم او زور منحرف کړي وي او نن ورته هر غلط کار ثواب ښکاري، چې دا ډیر بد حالت دي او ددي حالت د اصلي ریښو موندل او هغوي ته د حل لاري لټول په کار دي.

تاسو وګوري په سویډن، دنمارک او ناروي کې زندانونه نور مخ په تړل کیدو دي ، د اعدام جزا بیخي د هغوي د جزا په قوانینو کې نشته او هلته د جرمونو کچه تر ټولو کښته ده. خو په سعودي عربستان کې مي همدا نن یو خبر ولوست چې ددو پاکستانیانو سرونه ِغوڅ شول. او د کار له پیړیو روان دي، په دي هیواد کې د جرمونو ګراف هماغسي لوړ دي.  له دي ټولو کارونو یو درس اخستل په کار دي هغه داچې موږ د کورني ژوند ته ډیر زیاته توجه وکړو. ماشومان ښه وروزو او هغوي له محرومیت او عقدي څخه وساتو. دا کارد کورني د ټولو غړو مسولیت دي، په دوهمه درجه ښوونکي کې دا مسولیت لري چې ماشومانو ته مینه او عاطفه ورکړي، له وهلو ټکولو او تهدید څخه هیڅکله کار وانخلي او یوه سالمه ټولنه رامنځ ته کړي.  د لویانو فکر بدلول او هغوي منحرف کول ستونځمن کار دي ولي ماشومان لکه لنده لښته هري خواته تاویداي شي. همدا علت دي چې تبلیغیان، سیاسیون، او نوري قانوني او غیر قانوني ډلي لمړي همدا ځوانان خپل هدف ټاکي، هغوي جذبوي او ورباندي کار کوي ترڅو يي منحرف کړي او ورباندي خپل هدف ته ورسیږي. تاسو د خلقیانو او پرچمیانو دوران ولیده چې ټول زور يي په ځوانانو وو. تاسو مجاهدین ولیدل چې ځوانان يي څنګه جګړي ته هڅول او تاسو نني ځانمرګي نه توبه استشهادیان وګوري چې په سلو کې ۸۰ يي خامه خوله هلکان دي. عمران خان هم  د نو جوانو چیغي وهي او مودي هم له همدي ځوانانو رایه غواړي.

نو موږ باید خپل ټول فکر د ماشوم او ځوان نسل سالمي روزني  ته وقف کړو.

محمد اکبر پیمان

د اپریل ۸، ۲۰۱۹ کابل

Comments
Loading...