مستشرقین او پښتو ادب / عبدالباري جهاني

دا ډېر لوی او پراخ سرلیک دی او تر هغه لاندي د یوه بشپړ کتاب لیکلو ته اړتیا ده. ما یوازي د محمدمعصوم هوتک د نیرنګ عشق په نوم مضمون په اړه کوښښ کړی دی چي تر دې عنوان لاندي، د یوه لنډ مضمون په وسیله، د پښتو د کلاسیک ادب په باب، یوازي د میجرراورټي تېروتنو ته ګوته ونیسم؛ او خپل ځوان لوستونکي او د پښتو ژبي د کلاسیک ادب زلمي څېړونکي د راورټي ځینو د تاءمل وړ اظهاراتو ته متوجه کړم.

محمدمعصوم هوتک ډېر لوی او مهم ادبي کار ته، چي له ده سره یې بشپړ صلاحیت موجود دی، او هغه د عبدالحمید مومند د نیرنګ عشق د کتاب بشپړ او انتقادي متن چاپول دي، ملا تړلي ده. هغه دې خبري ته اشاره کړې ده چي راورټي د پښتو ګرامر په مقدمه کي حمید مومند د تیمورشاه معاصر بللی دی خو وروسته یې په خپل بل کتاب د « افغانانو له شعر څخه منتخبات» کي دا اشتباه اصلاح کړې ده. البته راورټي باید دا اشتباه د پښتو ګرامر په کتاب کي اصلاح کړې وای؛ ځکه دا ډېره ممکنه ده چي څوک د هغه د پښتو شعر منتخبات کتاب ترلاسه نه کړي . که یې په دې اړه، احیاناً، کوم بل مضمون لیکلی وي هغه ما نه دی لیدلی.  راورټي د پښتو شعر په منتخبات یا سیلیکشن کتاب کي ویلي دي چي حمیدمومند د رحمن بابا په سپین ږیرتوب یا زاړه عمر کي زلمی وو او نوی مشهور سوی وو. رحمن بابا هغه ور وباله او حمیدمومند هم، د هغه له غوښتني سره سم ورغی. پر رحمن بابا باندي د حمید حیاء او ادب دونه اغېزه وکړه چي هغه ته یې دعا وکړه او ورته وې ویل چي ستا د شاعری سیال دي په پښتو ژبه کي نه پیدا کېږي. د رحمن بابا د دعا له برکته تر نني ورځي( د راورټي تر زمانې ج) په پښتو شعر کي د حمید سیال نه دی پیدا سوی. راورټي سیلیکشن ص ۸۶

ما د رحمن بابا او حمیدمومند د ژوند په باب په هیڅ کتاب کي د دې دوو لویو شاعرانو د دغه راز ملاقات او دعا اخیستلو په باره کي څه نه دي لوستي. سړی نه پوهېږي چي مېجر راورټي به دا معلومات له کومه کړي وي. که څه هم چي دا معلومات زیانمن نه دي، خو کېدلای سي چي یو بل خارجي یا داخلي څېړونکی، د همدغي کیسې پر ځای، یوه بله کیسه جوړه کړي، یوه دریمه کیسه جوړه سي او بالاخره د دې دوو لویو شاعرانو ژوند، چي موږ هسي هم ډېر لږ معلومات پکښي لرو، په لوی لاس، په افسانو کي ورک سي.

راورټي په همدغه کتاب کي بل ځای لیکلي دي چي حمید مومند د دریو کتابونو، نیرنګ عشق، شاه وګدا او د دُرو مرجان په نوم شعري مجموعې  لیکوال دی. هغه کتاب ص ۸۵ . په داسي حال کي چي نیرنګ عشق، چي زما په عقیده د پښتو ژبي د ادب تر ټولو لوی شاهکار دی، د حمید مومند اثر نه بلکه د مولنا محمد اکرم د کنجا یا مولنا غنیمت اثر دی چي حمید مومند یې نسبتاً آزاده ترجمه کړې ده. دغه راز شاه وګدا د بدرالدین هلالي اثر دی چي حمید مومند په خوږه پښتو ترجمه کړی دی. البته دُراومرجان د حمیدمومند د اشعارو هغه مجموعه ده چي د ده له وفات څخه وروسته یې، ډېرژر، د پښتو ادب په محفلونو کي د موشګاف لقب ور وګاټه.

مېجرراورټي د پښتو ادب او د افغانانو تاریخ ته دونه کار کړی دی چي لږ مستشرقین به یې ځای ونیسي. هغه د پښتو ژبي د کلاسیک ادب ستوري په نړۍ وپېژندل او زموږ تر ټولو لوی شاعران یې په انګلیسي ژبه نړۍ ته معرفي کړل. د قاضي منهاج سراج طبقات ناصري کتاب یې، چي د غوریانو په باب تر ټولو مستند او قوي کتاب دی، په داسي شکل انګلیسي ژبي ته واړاوه چي حاشیې یې، پرته له مبالغې، د کتاب درې چنده کېږي. دا بې ساري کتاب به پېړۍ پېړۍ کلاسیک حیثیت لري.

مګر د دې ټولو خبرو معنی دا نه ده چي موږ د راورټي هیڅ ډول تېروتني ته ګوته ونه نیسو. ځکه چي ځیني تېروتني زموږ د ادب او خلکو تاریخ مغشوشوي. راورټي د رحمن بابا په باره کي دونه عجیب او غریب معلومات وړاندي کوي چي سړی نه پوهېږي هغه به له کومه کړي وي او پخپله هم نه وايي چي دا اطلاعات یې له کومي سرچینې څخه تر لاسه کړي دي. ځکه چي نه رحمن بابا د خپل ژوند په باب موږته څه وايي او نه بل چا، په هغه زمانه کي، د رحمن بابا د ژوند په باره کي څه لیکلي دي. موږ د هغه له اشعارو څخه یوازي دونه پوهېږو چي هغه نهایت نېستمن سړی وو. که څه هم چي ما د مېجر راورټي  تېروتنو ته « د پښتو شعر هینداره» په نوم کتاب کي اشارې کړي دي خو دلته یې د موضوع په اړه بیا یادونه بې ګټي نه بولم.

راورټي د رحمن بابا د ژوند په باب د تبصرې په ترڅ کي لیکي« ویل کېږي چي هغه به دونه وژړل چي په مخ کي به یې د اوښکو لاري جوړي سوې. له خلکو څخه پرله پسې ګوښه کېدلو یو شمېر حسودو مُلایانو ته دا پلمه په لاس ورکړه چي پر هغه باندي یې تورونه ولګول او په خلکو کي یې داسي آوازې خپرې کړې چي رحمن کافر سوی دی؛ له خپل هستوګنځي څخه نه راوزي او د جماعت لمومنځ یې ترک وهلی دی. رحمن بابا بالاخره د هغو مُلایانو په سلا او مشوره، چي د ده تر دښمنانو معتدل او نرم ول، له خپل هستوګنځي څخه را ووت او د نورو مسلمانانو سره یو ځای یې لمونځونه او عبادتونه پیل کړل. دی، که یې خوښه وه که نه وه، له نور عالم سره یو ځای کېدلو او ګډېدلو ته مجبور سو» هغه کتاب ص ۲

 راورټي د خپلي دې ادعا د ثبوت لپاره د رحمن بابا یوه غزل راوړي چي ګواکي د دغو بدمرغیو او بدو ورځو د لیدلو له امله یې شکایت پکښي کړی دی.

مدام ناست یم وچ کوګل سترګي په نم کښي

عشق راوښود بحروبر په خپل حرم کښي

ماچي ستا د توري زخم په خوله ښکل کړ

نور مي دا لذت بیا نه موند په مرهم کښي

خوار مجنون چه سر په پښو د لیلی کېښود

سرفراز شو په عربو په عجم کښي

لکه مړی د ژوندیو تر میان پروت وي

هسي بېل یم په له عالمه په عالم کښي

هیڅ صحت مي د دمګرو په دم نه شي

هم په دا چي زما دم  دی ستا په دم کښي

زړه مي هسي ستا په زلفو پسي ورک شو

لکه غوټه د چا پرېوزي په تور تم کښي

سره په وینو د سرو ګلو په دود زانګي

هزار زړونه ستا د زلفو په هر خم کښي

زه رحمن ګناه کار خوښ یم له عالمه

باري ستا سترګو رسوا کړم په عالم کښي

د رحمن بابا په دېوان کي د غم او غوسې اظهار دونه زیات لیده کېږي چي سړی، په دغه خاص مورد کي،  دې یوه غزل ته خاص اهمیت ورکولای نه سي او د دې پرله پسې شکایتونو او اوښکو تویولو علت د هغه نېسمتني او ناداري ده. هغه له خپلي نېسمتنی څخه هر وخت شکایت کړی دی.

څوک دي راکاندي قسم په کردګار

چي درم لرم په کور کښي یا دینار

زه دینار او درم نه لرم په کور کښي

مګر نور خلک مي بولي دنیادار

که څه هم چي په خوله خو نارې وهي چي:

قناعت مي تر خرقې لاندي اطلس دی

پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا یم

مګر دې خبري ته څو څو ځله اشاره کوي چي په تش لاس او تش جیب به یې څوک ولي پر خبره غوږ نیسي. رحمن بابا، لکه خزانه په ویرانه کي پروت وو، باید د ټولني له هري برخي څخه یې شکایت کړی وای. مګر د دې معنی دا نه ده چي موږ د هغه پر هر غزل باندي د خپلي خوښي سره سم یوه کیسه جوړه کړو. د رحمن بابا ټول دېوان د اسلام د مقدس دین او سمي لاري ته د خلکو د رابللو له تبلیغ څخه ډک دی. له هغه سره د مُلایانو د دونه زیات مخالفت دلیل، چي د کفر فتوا ورباندي ولګوي، بل په هیڅ متن کي نسته. په دې کي شک نسته چي د رحمن بابا په دېوان کي اوښکي تر هر څه زیاتي راغلي او پر ګرېوان بهېدلي دي؛ او دا پدیده د هغه د ژوند منطقي نتیجه ده.  مګر د دې معنی دا نه ده چي هغه ټولني ته شا اړولې، په خلوت ننوتلی او د لمونځونو څخه یې لاس اخیستی دی. که د رحمن بابا په شعرونو کي د زاهد، واعظ، ناصح ، محتسب او قاضي څخه شکایت او ګیلي سوي دي نو دا د فارسي له کلاسیک ادب څخه نیولې، چي تقریبا ټول یې مخکښ صوفیان او زاهدان ول، بیا د پښتو ژبي تر کلاسیک او نوي ادب پوري دونه عام شکایت دی چي اندازه یې نه لګېږي. دا چي مُلایانو او علماو هغه ته لاس یو کړی او د کفر فتوا یې صادره کړې ده دا معلومات یوازي د راورټي په متن کي موندلای سو.

میجر راورټي د میرزا خان انصاري په باب هم دغه راز مغشوش معلومات ورکوي. په لومړي سر کي وايی چي میرزاخان انصاري، چي احتمال لري د پیرروښان لمسی وو، په کال ۱۶۳۰ میلادي کي په شاعري پیل وکړ؛ او وروسته دا شعرونه راټول سول او د هغه د غزلو دیوان ورڅخه جوړ سو. هغه کتاب ص ۵۱

په داسي حال کي چي دا د میرزا خان انصاري د شاعری د پیل کال نه بلکه د وژل کېدلو کال دی. حالنامه، چي تر دغه ګړیه پوري، د روښانیانو د تاریخ په باره کي تر ټولو مستند متن دی، د هغه جنګ تفصیل ورکوي چي د جلال الدین روښاني زوی الهداد ( رشیدخان) او میرزا خان انصاري برخه پکښی اخیستې وه او د شاه جهان په لښکرو کي د دکنیانو پر ضد جنګېدل. په هغه جنګ کي رشیدخان ټپي سو او میرزا خان د حالنامې د لیکوال په قول په ۱۰۴۰ هجري قمري کي چي ۱۶۳۰ میلادي کېږي له دې عالم څخه سفر وکړ او مزار یې په شمس آباد کي دی چي د جمعې په شپه اکثر خلک د هغه زیارت ته ورځي او له حق تعالی څخه د خپل یقین په اندازه مراد حاصلوي. مخلص ص ۶۴۸

راورټي د میرزا خان په باب داسي معلومات راکوي چي په بل هیڅ تاریخي متن کي نسته. دی وايی میرزا خان ډېر زیات سفرونه کړي دي. له هرات څخه تر اګرې، د افغانستان تر نورو ښارونو او د هند په خاوره کي ګرځېدلی دی او له سوات، باجوړ، پېښور او د افغانستان تر غرنیو سیمو پوري هر ځای یې مریدان او پیروان درلودل. په هندوستان کي په راجستان کي له یوه هندو راجا سره دېره سو. هغه ډېر ونازاوه. مغول اورنګزېب هم هغه ته معاش مقرر کړی وو. راورټي وروسته لیکي چي د مغول اورنګزېب د دربار مُلایان او عالمان د میرزا خان له عقایدو سره مخالف سول او اورانګزېب یې د هغه په مقابل کي تحریک کړ. اورنګزېب بالاخره په دې راضي سو چي میرزا خان او مُلایان بحث ته سره کښېنوي. میرزا خان بالاخره له اګرې څخه ولاړ؛ د مستقلو او نیم مستقلو هندو راجه ګانو سره دېره سو او هغوی یې ډېر زیات درناوی کاوه. بل ځای لیکي چي د میرزا په کلام کي به سانسیکریټ کلمات ځکه زیات وي چي هغه له هندوانو سره ډېره ګوزاره کړې وه. وروسته لیکي چي د میرزا د مړیني په باب هیڅ معلومات نسته؛ ځکه چي د ژوند ډېره برخه یې په هندوستان کي تېره کړې ده او باید چي په هغه هیواد کي وفات سوی وي. راورټي سیلیکشن ص ص ۵۲-۵۵

په زړه پوري خو لا داده چي د همدغه مخ په حاشیه کي لیکي چي یو سړی چي د پیروښان لمسی او د نورالدین زوی وو او میرزا نومېدی د شاه جهلن په پاچهي کي د دولت اباد په جنګ کي ووژل سو. په دې حاشیه یې خپل متن ځکه نور هم مغشوش کړی دی چي د بحث په پیل کي پخپله وايی چي میرزا خان د بایزید روښان لمسی وو او په کال ۱۶۳۰ کي یې په شاعري پیل وکړ؛ او د بحث په پای کي وايي چي میرزا  د نورالدین زوی او د پیر روښان لمسی په دغه کال په دولت آباد کي ووژل سو.

البته د دې ټول بحث څخه مي مطلب دا نه دی چي د پښتو ادب او د افغانانو تاریخ ته د راورټي په څېر یوه لوی مستشرق خدمتونو ته، خدای مه کړه، په سپکه سترګه وګورم. بلکه مطلب مي دا دی چي د راورټي په څېر لوی پوهان، چي د والټر بیلیو او نورو مستشرقینو او ژب پوهانو په علمي او تاریخي تېروتنو پوري خاندي، پخپله دغه ډول تېروتني کوي چي څېړونکي، په تېره بیا، ځوانان  باید ورته متوجه وي.

      ماخذونه

مخلص، علي محمد. حالنامه. د پښتو ټولني ټایپي نسخه د افغانستان د علومو اکاډیمي ۱۳۶۴

عبدالرحمن مومند. د رحمن بابا دیوان. پښتو ټولنه  ۱۹۷۷

Raverty, H.G. Selections from the Poetry of the Afghans. Reprint Peshawar 1981

Categories: ادب,ژبه، فرهنګ، کلتور,غوره شوې لیکنې

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.