محمد نعمان دوست / جلال اباد؛ ښار دی که علاقه‌غیر؟

لومړی ځل مې و چې د درې بازار ته تللی وم. د درې بازار هغه مهال تنګ و. په دوکانونو کې وسلې د خرڅلاو له‌پاره ځوړندې وې او مرمۍ د دوکانونو په منځ کې داسې د دوکاندارانو مخې ته ډېرۍ وې لکه جلغوزي چې پلوري. د بازار په منځ کې روان وم، یو ناڅاپه د کلاشنکوف ضربه شوه، ګامونه مې چټک کړل. خوا ته مې بله ضربه شوه، منډه مې کړه او تر ډېره مې منډې وهلې. خدای خبر خلکو به راپسې خندلي وي که نه، خو چې په کیسه پوه شوم خپله مې ځان ته خندا راغله.

دا ډزې د جګړې نه وې، بس چې هر چا به وسله واخیسته د ازمېښت له‌پاره به یې وډزوله. دره غیرعلاقه سیمه وه او دغه شان کارونه پکې عادي او خلک ورسره بلد و.

خو جالبه دا ده چې زموږ ښارونه چې په غیرعلاقه کې هم نه دي حساب، د درې بازار ته ورته دي. په شخصي کالیو کې له وسلو سره خلک ګرځي او شنې چانټې یې په سینه پورې داسې ټینګې تړلې وي لکه د ډیورنډ کرښې نړولو ته چې روان وي.

زموږ ښارونه له درې هم خطرناک دي او دا ځکه چې هلته خلکو هوايي ډزې کولې، خو دلته د ښار په منځ کې پر خلکو شاژورونه تشېږي.
یو له دغو ښارونو څخه ګڼ‌مېشتی جلال‌اباد دی. دلته په شخصي لباس کې وسله‌وال ګرځي او په ملکي موټر کې له وسلو سره شهر ګشت کوي.

په تېره اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې په منځ ښار کې ډزې کېږي او خلک په وینو لړل کېږي. تېره یکشنبه د مخابراتو په څلورلاري اړوند سیمه کې وسله‌والو یو ځوان وویشت او ځای پر ځای یې مړ کړ. د چهارشنبې په ورځ په تالاشي څلورلاري کې وسله‌وال د صرافي مارکېټ ته داخل شو او د خپلې توپانچې شاژور یې د صرافانو پر سینه خالي کړ.

دا ډزې که له یوې خوا د خلکو ژوند اخلي، خلک ټپیانوي له بلې خوا له ښاریانو روحي سکون هم تروړي او روان ته شدیده ضربه ورکوي.
دغه شان پېښې خلک پر خپلو امنیتي ځواکونو هم بې‌باوره کوي او د دوی فعالیت ورته هسې تمثیل ښکاري. له بلې خوا دغه شان وېروونکی حالت شتمن او کاروباري خلک لا پسې وېروي. د دوی وېره د عادي خلکو له وېرې سره توپیر لري. د دوی وېره له وطنه د پانګې د فرار زمینه برابروي او د پانګې فرار د بې‌کاري ګراف لا پسې لوړوي.

په ښار کې د خپل‌سرو یا شخصي وسله‌والو مخنیوی د عادي پولیسو او حتا د پولیسو د ماموریتونو او لومړۍ درجه مسوولانو له واکه هم پورته خبره ده. دغه شان کسان له مهمو او نفوذي اشخاصو سره اړیکې لري او دا داسې کسان دي چې په یوه ټليفون یې حتا د قانون مادې هم لکه کم‌اصله ښیښې ماتېږي.

په دغه شان حالت کې د حل لارې موندل هم ناشونی کار دی او دا ځکه چې د شکایت مرجع ورکه ده او یا دومره کمزورې ده چې شکایت کول ورته هیڅ ګټه نه لري.
په کار دا ده چې د ښار فضا د جګړې له کرښې سره توپیر ولري. دلته باید یواځې امنیتي منسوبین په یونیفورم کې وسله وګرځوي چې په لیدلو یې خلک په خپل مال او ځان ډاډه شي.

شخصي وسله ګرځول که له یوې خوا د خونړیو پېښو لامل کېږي، له بلې خوا د خلکو رواني امنیت ته هم شدیده ضربه ورکوي. همدارنګه خلک پر خپلو امنیتي مسوولانو دومره بې‌باوره کوي چې په لیدلو یې ان «پاسوالان» خلکو ته مسخره ښکاري.

د عقل تقاضا خو دا ده چې نه امنیتي مسوولان مسخره شي او نه د خلکو رواني امنیت ضربه وویني. خلک حق لري په ارامه ژوند وکړي او مسوولان حق لري د عزت ژوند ولري.

سرخط ورځپاڼه

0