له طالبه ځان ورک دی/مبین جلالزی

0 21

طالبان په دې باور دي، چې که موږ له امریکانو سره توافق ته ورسېږو، په اسانۍ سره کولای شو، چې د افغانستان ملت ته قناعت ورکړو او ووایو: ۱۷ کاله مو مبارزه وکړه، شهیدان او ټپیان مو ورکړل، بندیخاني مو تېرې کړي، کورونو مو بمبار شول، در په در وګرځېدو، خو په پای کې مو د افغان شمله لوړه وساتله او امریکا ته مو ماتې ورکړه، ها غه دی امریکایان خپل پوځونه له افغانستانه وباسي او دا یوازې او یوازې د طالب د مټ او تورې زور و  چې بهرني ځواکونو یې ایستلو ته اړ کړل …

د دوی په باور، چې ملت قانع شو؛ نو اشرف غني او فاسده ډله یې په ډېره اسانۍ د دوی په وړاندې ماتې خوري، ځکه د امریکایانو له وتلو سره موجوده نظام هم تار و مار کېږي، حکومت په زور نیسو او ټول بنسټونه به له سره جوړ کړو…

د همدې باور له مخې طالبان غواړي له حکومته بهر خلک، د حکومت سیاسي مخالفان، لنډه غر، عقده یان، ځیني جهادي قوماندانان، لنډه دا چې د حکومت هر ډول مخالفان پر خپل ځان ور مات کړي او په ګده د موجوده نظام په ړنګولو کې یو د بل مرسته وکړي او له همدې امله طالبانو تل غوښتي، چې له حکومت سره خبرې ونه کړي، یا له امریکایانو سره خبرې کوي او یا له هغو افغانانو سره، چې یو نه، یو ډول له موجوده حکومت سره په ټکر کې وي.

خو له طالبه ځان ځکه ورک دی، چې په ولس کې د خپل ځان د محبوبیت کچه نه ورمعلومېږي، دی لا هم په دې باور دی، چې په ډېرو سیمو موږ برلاسي یو او د همدغو سیمو خلک ټول له موږ سره دي، طالب په دې نه پوهېږي، چې په وحشت او بربریت ایل شوی ولس یوازې  د وحشت تر پایه له تا سره وي، چې وحشت دې لیږ هم ټکنی شي همدغه ولس به دې تر هرچا له مخه وژني.

طالب باید پر دې پوه شي، چې د ګوتو په شمېر غله هم د شپې پر یوه لویه سیمه برلاسي وي، دا په دې مانا نه ده، چې ګنې دوی په هماغه سیمه حاکمان دي، هیڅوک یې نه تابع او نه طرفدار وي، خو د شپې، چې همدغه خلک په مخه ورشي، د هغوی زور او جبر ته تسلمېږي او د جیب ټول سامان ډېر په اسانۍ ورکوي، خو له هماغې ثانیې وروسته د غله د نیولو او پیژندلو په لټه کوي، چې ویې پېژني په سیمه او ولس کې یې بیا ځای نه وي.

طالب باید له مجاهده عبرت واخلي، مجاهدینو کبر وکړ او د ډاکتر نجیب الله د سولې او مفاهمي وړاندیز یې رد کړ، په بدل کې یې د افغانستان مظلوم ولس ته هغه څه ورکړل، چې تر اوسه هم د مجاهدینو د مخ پیټک دی، او د مجاهد عزتمنه کلمه د دوی د کړنو له امله له قاتل،غاصب، ظالم، وحشي او جاهل سره مرادفه شوه، دا زه نه وایم، بلکې مجاهدین خپله په دې اعتراف کوي.

د حزب اسلامي افغانستان یو سر لاری مجاهد، مشر محمد زمان مزمل وایې:

«زمونږ تجربه وایي چې د نجیب سره د تفاهم نه کبرجن دریځ هاغه کابل وزیږاوه چې نه پکې د دوستم سره تفاهم کوونکي کوم منزل ته ورسیدل او نه پکې له جنرال رفیع سره..

طالبان باید له خپلو خلکو سره له خبرو او تفاهم نه په اوږده منډه کې پاتې نشي، د شریعت په زړو او نویو کتابو کې نه په متن او شورحو کې دا شته چې ته به د داخلي مخالف سره نه غږیږي او له خارجي مخالف سره به غږیږې.

طالبان باید په لنډ واټن کې د کابل له حکومت سره خبرو ته کیني، پرون مونږ د نجیب سره کینناستو ولې د هغه نه له ټیټو سره کیناستو او د نتایجو د محض حول حلوا یې تر اوسه په هدیرو کې تقسیمیږي.»

د طالب دا باور هم بې ځایه دی، چې ګنې د امریکایانو له وتلو وروسته به موجوده حکومت د دوی پر وړاندې ماتې خوري، هیڅکله نه، ځکه په سیمه کې یواځې پاکستان غواړي، چې افغانستان د تېر په څېر د نړیوال افراطیت او تروریزم ځاله شي او هر اسلامي او غیر اسلامي هیواد له افغانستانه وګواښل شي، خو نور ګاونډي هیوادونه نه غواړي، چې افغانستان تېر تور تاریخ ته ستون شي، حتی هغه هیوادونه لکه مصر او سعودي عربستان، چې د دیني افراطیت سرلارې وو اوس بالعکس د دیني افراطیت پر خلاف پانګونه کوي، تاسې په عربي نړۍ کې د اخوانیت په تېره بیا په مصر کې، چې د اخوانیت بنسټ هلته ایښودل شوی پوښتنه وکړئ، چې خلک له اخوانیت سره څومره مینه لري؟ او حکومت یې څومره د اخوانیت پر خلاف دی؟

د مصر د اوقافو وزیر دکتور جمعة په خپل کتاب – داعش والاخوان – کې د دې سرلیک «حرب الاخوان القذره/ د اخوان پلیته جګړه» لاندې لیکي:

«منذ زمن طويل و أنا أعرف طبيعة الإخوان الدموية, و تربيتهم السيئة على الغدر, والكذب, والتضليل, وقلة الحياء, والنفعية, والإقصاء, واستعباد الكبير منهم للصغير, تحت ضلالة السمع والطاعة العمياوين, …» داعش والاخوان: ص: ۴۴.

ژباړه: زه، له ډېر پخوا د اخوانیانو خونړی طبیعت پېژنم، چې په غدر، دروغو، ګمراهۍ، بې حیایۍ روزل شوي دي، یواځې د خپل جیب او خپلې ډلې ګټې ویني، د ړانده او ګمراه اطاعت په نامه یې کشران د مشرانو غلامان وي …

دکتور جمعة د اخوانیانو په اړه زیاتوي:

«وأنهم ليسوا أهل دين و لا إنسانية على الإطلاق, وأنهم حقا لايختلفون أي اختلاف عن داعش وأخواتها من التنظيمات الإرهابية, بل إنهم أخطر الناس على الوطن و لُحمته و أمنه و استقراره, يأكلون طعامنا, ويلبسون لباسنا, ويغتالون خيرة أبنائنا.» داعش والاخوان: ص: ۴۴.

ژباړه: دوی له دین او انسانیته بېخي خلاص دي او په حقیقت کې له داعش او داعش ته ورته تروریستي تنظیمونو سره هیڅ توپیر نه لري؛ بلکې دوی تر بل هر چا د دې وطن د امنیت، ثبات او استقرار لپاره ډېر خطرناک دي، ډوډۍ هم زموږ خوري او جامې هم زموږ اغوندې او بیا زموږ بچیان هم بې لارې کوي.

طالب باید په یاد ولري، چې په منځنۍ اسیا کې او په تېره بیا زموږ په ګاونډیانو کې یواځې پاکستان د انسان وژني تر ټولو ټیټ تجارت کوي د افراطیت، تش په نامه جهاد او تشدد پروژي اخلي او له همدې لارې پیسې پیدا کوي.

طالب باید په دې هم پوه شي، چې اوس له تېر سره ډېر توپیر لري، د امریکایانو له وتلو سره سم به د حکومت نظامي او ملکي لیکې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او د طالب لیکي به کمزوري کېږي، ځکه طالب به د جګړې هغه داعیه بایللي وي، چې تر اوسه یې د هغې پرمټ جګړه کوله او پر یوه ناولې جګړه یې د تقدس څادر خپور کړی و، بله دا چې ولس که د حکومت نسکوریدل هم وغواړي؛ نو د یو نوي ډول حکومت لپاره به یې غواړي، د طالب امارت خو یې لیدلی، چې هر سړی له غربته یو د بل پر مرۍ غرېده، هر ورځ جګړه وه، هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کېدل او هر ورځ کوڼدې، بورې، ورارې او یتیمان زیاتېدل … نو د داسې حکومت لپاره به یواځې لیونی تیار حکومت نسکوروي.

دا هم ممکنه نه ده، چې داځل دې طالب بدل شوی او متمدن شوي وي، د عباس ستانکزي له خبرو څرګندېده، چې طالبان لا هم په زاړه خره سپاره دي او د مدنیت هیڅ څرک پکې نه تر سترګو کېږي.

طالب به په دې دوو لارو کې یوه خامخا غوره کوي:

۱ـ طالب له پخوا سره هیڅ توپیر نه دی کړی، کټ مټ د تېر په څېر د انډیوالۍ نظام جوړوي، معیار به یوازې اخوندي او انډیوالي وي، حلال او حرام به د لوی ملا صاحب په امر تشریع کېږي، ښونځی او پوهنتون به تړل کېږي، پر ځای به یې مدرسې جوړېږي، ښځې به د ستر په نامه له کوره نه را وځي او د تعلیم حق خو بېخي نه لري، که را ووتلې په دورو به وهلې کېږي، له پاکستانه پرته له ټولې نړۍ سره به اړیکې نه وي، افغانستان به هیڅ رسمي پوله نه لري، هر بهرنی کولای شي، چې افغانستان ته راشي، ځکه چې مسلمانان ټول یو ملت دي، خو هیڅ افغان نه شي کولای، چې لېږ تر لېږه پاکستان ته بې پاسپورته ولاړ شي، افغانستان به د هر مخرور او مفرور ځای وي، خو د یو سالم افغان انسان تلل به بهر ته ځکه ستونزمن وي، چې طالبان به له هیڅ هیواد سره اړیکې نه لري، د پوهې د کچې نښه به تور کوږ پاج وي، چې څومره لوی پاج دی کوږ تړلی وی، هومره به ستر عالم یې، له طالبه پرته که بل هر چا اوږده ویښتان پرېښوول، قیچې کېږي به، هر سهار او بیګا به د خلکو ږېري کتل کېږي، د موسیقي پر کېسټونو به بندیز وي، که دې خوښه وي کنه یواځې د طالبانو تراني به اوري (وطالبه ګرانه ، سپور شه په دل دل باندې)، د ترافیک به هم پټکی پر سر وي، هغه چارې چې د سر ته رسولو لپاره یې اسباب معلوم دي، دوی به یې پر دوعا ګانو غواړي، د صحت عامي، اقتصاد، زراعت … وزیران به هم ملایان وي، نالوستي او سرټمبګي به د لوړوالي معیار وي، که چا یې نظام ته غاړه نه اېښوده؛ نو سمسور باغونه به یې ورسوځوي.

که ما د طالب د تېر امارت په اړه دروغ ویلي وي، یامې عقده‌یي چلن کړی وي؛ نو د یوه مصري لیکوال فهمي هویدي له نظره امارت مطالعه کړئ.

فهمي هویدي، مشهور مصری لیکوال دی، چې د طالبانو د امارت پر مهال افغانستان ته د دې لپاره راغلی، چې دې پوښتنې ته جواب پیدا کړي:

طالبان څه کوي؟ او څه ډول فکر کوي؟

د دې پوښتنې په جواب کې یې بشپړ کتاب (طالبان؛ جندا الله فی معرکة الغلط/ طالبان؛ د خدای لښکر په غلطه جګړه کې) لیکلی دی.

فهمي هویدي د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي او وایي: «خو کله چې د افغانستان خاورې ته داخل شوو، داسې خلک مو ولیدل، چې ږېرې پرې وېشل شوې وې، ډېر سخت خلک معلومیدل،رئیس او مادون یې نه پېژوندل کېده، د مسئول کس پېژندنه هم سخته وه، خپل ملګري راته وویل دا طالبان دي، که څه هم موږ ته لا د تورخم هاغه بله غاړه ښکارېده، خو توپېر دومره ډېر و، لکه موږ چې د دوو بېلابېلو عصرونو او وختونو خلک په یوه وخت او یو ځای کې ګورو.» ص: ۳۶ – ۳۷.

لیکوال د طالبانو د مطبوعاتو په اړه خبرې کوي او وایي: «په ډېرو ځایونو کې مې لیدل، چې ډله ډله طالبان د شریعت غږ راډیو په ګډه اوري، په ځانګړې توګه په غیر رسمي وختونوکې؛ نو ځکه خو پوه شوم، چې د دې راډیو لومړني او ډېر اوریدونکې په خپله طالبان دي. یو ژورنالست، چې نه یې غوښتل نوم یې ولیکم راته وویل: د شریعت غږ راډیو یواځنې اورېدونکې طالبان دي او په حقیقت کې د شریعت غږ راډیو مخاطبین هم یواځې همدوی دي، په خندا یې وویل، چې دوی نړۍ نه ده لیدلي او نه یې په اړه فکر کوي». ص: ۷۵.

لیکوال د مطبوعاتي تګلارې مهم ټکي روښانه کوي او بیا وروسته خپله تبصره داسې کوي:

«له دغو څرګندو لارښوونو څرګندېږي، چې تحریک له پیله ټول هغه غږونه زندۍ کړي، چې د دوی د تحریک مخالفت کوي» ص: ۷۷.

په همدغه صفحه کې لېږ وروسته زیاتوي: «د طالبانو ډېر مشران او هغه اصول، چې دوی وضعه کړي وو، له مدني ژوند سره ډېر نوي وو، په طالب مشرانو کې ډېر داسې کسان وو، چې کابل یې په لومړي ځل لیدلی و». ص: ۷۷.

بشپړ کتاب ۲۳۲ صفحي دی، چې د طالبانو او د دوی د امارت په ځانګړتیاوو او مناقبو ډک دی، په همدې مقتتفاتو مې بسنه وکړه.

نو که طالب له تېر سره هیڅ توپېر نه وي کړی او د تېر په څېر نظام جوړوي، له بلا ستونزو سره به لاس او ګریوان شي.

طالبان خپله هم په لاشعوري ډول بدل شوي دي، ملا عباس اخوند، چې د طالبانو استازیتوب کوي، د رسنیو مخې ته په داسې ډول راڅرګندېږي، چې وړه، سپینه، دانه دانه ږېره یې پر مخ ده او فوق العادة یې په ۶ یا ۱۲ نمبره ماشین وهلي او د پردې بیرغ مخې ته لکه د پاکستانیو ډرامو ډاکو ولاړ دی، په داسې حال کې چې د تېر اسلامي امارت تر نیمایې زیات د اسلامي شریعت تطبیق دا و، چې خلک ږېرې پرېږدي، کرۍ ورځ به د عامو خلکو او امر بالمعروف د طالبانو ترمنځ په منډه تېرېده، طالبانو د خپلو موټرو نیمایې تیل په دې وسوځول، چې په بازار کې بې ږېري او د وړې ږیرې خلک ونیسې او امربالمعروف ریاست یا وزارت ته یې راوړي.

نو هغه طالبان، چې په شعوري یا لاشعوري ډول بدل شوي، د طالبانو له جامدو او منجمدو اصولو سره به ټکر و نکړي !؟ دا به ستونزمنه نه وي، چې طالب خپلو اصولو ته درناوی ونه لري او پر نورو خلکو یې پلې کړي!؟

بلکې دا ویلای شو، چې اوسني طالبان د تېر امارت له ډېرو اصولو سره په ټکر کې دي، په هیڅ ډول نه شي کولای، چې تېر اصول پر ځان عملي کړي، لنډه دا چې د تېر په څېر امارت نه دوی ته د منلو دی او نه یې ولس ورسره مني، ځکه د ولس د پوهي او شعور کچه لوړه شوي ده، ورځ تر بلې د پرمختګ خوبونه ویني، د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاته تګ نه شي کولای.

۲ـ طالب له پخوا سره ډېر توپېر کړی دی، د رسنیو په اهمیت پوه شوی، هر ډول رسنۍ کاروي، له نورې نړۍ سره د اړیکو جوړول یې زده کړي دي، له روسیې سره مستقیمي اړیکې لري، ورځنی سیاست یې مطالعه کړی دی، د ښوونې او روزنې په برخه کې یواځې پر مدرسه او د نارینه وو په زده کړه بسنه نه کوي؛ بلکې ښونځې، پوهنتون او د ښځو تعلیم ته هم اجازه ورکوي، د نظام اهمیت پېژني، بنسټونه نه ورانوي …

که طالب دوه یمه لار غوره کوي؛ نو بیا خو د خپلې داعیي په خلاف روان دي، ځکه دوی خو افغان ولس تر ننه په دې وژني، چې ته په حکومت کې مامور یې، معلم یې، له امریکایانو سره اجیر یې … ، په سیمه کې یې د جهاد نښې دا دي، چې ښونځی بند وي، د ښځو تعلیم حرام وي، د کرکیټ لوبه حرامه وي، غونډي جوړول حرام وي، له طالب سره مرسته نه کول جرم وي؛ بلکې له طالبه پرته د بل چا درنښت او بل چا ته عالم، مجاهد، متقي، … ویل جرم وي.

موږ ومنله، چې طالب دویمه لاره غوره کړه او د خپلي داعیي په خلاف روان شو، له وژنې یې لاس واخیست، مدنیت ته یې غاړه کېښووه، نه مسلمان او نه کافر ته خطر دی، ځکه له امریکایانو سره یې ژمنه کړي، چې طالب به تاسې ته هیڅ خطر نه وي او له روسانو سره خو یې تیارې اړیکې جوړې دي، هغوی خو ویره نه ورڅخه لري، …

نو دا حساب به له طالب سره څوک کوي، چې تا تر پرونه زه د امریکایې د اجیر په نامه وژلم او نن ته خپله ورسره کېناستي، ته ولي اجیر نه یې او زه اجیر یم؟

له کفارو سره دوستي او اړیکې دي تحریم کړي وي، نه یواځې تحریم؛ بلکې د مسلح جهاد ستر عامل همدا وو، افغان ولس دې له همدې امله بې دریغه ووژل، چې تاسې له کفارو سره اړیکې لری، اوس به طالب ته څوک وایې، چې روسان هم کفار دي، بلکې یو نیم میلیون افغانان یې په شهادت رسولي، تا له دې کفارو سره څنګه اړیکې جوړې کړي؟ څنګه دې د دوستۍ لاس ور اوږد کړ؟ تر ټولې اسلامي نړۍ دې په روسانو باور ولي زیات شو او ناستې پاستې دې هلته پیل کړي؟ طالبه! ستا د اصولو له مخې، خو ستا په مقابل کې هم باید مسلح جهاد وشي.

له طالبه به دا پوښتنه څوک کوي، چې دا دری لسیزي، ستا د حماقت او جهالت په نتیجه کې ورځ تر بلې افغانان د ژوند له هرې برخې محروم دي، په زرګونو افغانان ستا د غلامي او اجیري جګړې قربانیان شول او دې کرغیړنې جګړې په زرګونو کونډې، بورې، ورارې، یتیمان، معیوبین او معلولین تر شا پرېښوول، نن بیا له امریکا سره د روسیې په منځګړیتوب سوله کوي او باقي خیر او خیرت دی، نه څه تو او نه څه مات دي.

طالب سوله کوي، خو له بده بخته، چې په خپلو اصولو کې ګیر دی، همدغه مرتد حکومت او همدغه اجیره اردو او پولیس، چې طالب تر پرونه ورسره جنګېده او نن برائت ورکړي، بیا خو پر ده د باغي تور لګېږي، په سلو ووهل شي، خو په یوه ملامت مه شي، ولس خو څه کوي، طالب به خپل ضمیر او وجدان ته هم پړ وي، چې تر پرونه مې خلک یواځې له موجوده حکومت سره د همکارۍ په تور وژل او نن مې سوله ورسره کړي، اساسي قانون مې منلی او په یوه چوکۍ ورسره ناست یم.

له دې ټولو تناقضاتو سره سره به طالب دوهم اپشن غوره کوي، کنه نو بیا به کابل دوه لسیزي شاته ځې او کورنۍ جګړه به پیل کېږي، ګاونډیان به یې د خپلو ګټو په موخه تمویلوي.

مجاهدینو ومنله، اعتراف یې وکړ، چې تېروتنه یې کړي، له ډاکتر نجیب الله سره یې باید سوله کړي وای، د هغه د سولې وړاندیز یې نه وای رد کړی، زه قسم کوم، که طالب له موجوده حکومت سره سوله ونکړي، تر مجاهدینو به هم لویه تېروتنه وکړي، ځکه له مجاهدینو سره هیچا حساب و نه کړ، خو له طالب سره یې خامخا کوي او په ډېر ذلت به خپل حیثیت ته په خپل لاس قبر وباسي.

Comments
Loading...