له افراطیته د ژغورنې ځینې لارې چارې / ګلاب شاه ګلاب

د افراطیت په اړه سره له دې چې د تعریف بڼې به بېلې وي خو ټول تعریفونه بیا یوه ځای ته رسېږي او هغه دا چې افراطیت یانې په نظر او کړو وړو کې د اعتدال (منځلاري) له پولې اوښتل یا د اعتدال اپوټه (مخالف) ته افراطیت وایي. هغه څوک چې په نظر او عمل کې د اعتدال پولې ړنګوي افراطي ورته وایي. یوه ښاغلي بیا افراطیت داسې تفسیر کړی:«افراطیت تر خپل حد تېري ته وايي، داسې تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د ټولګې پر حقوقي حریم د بې منطقه توجیهاتو په زور تجاوز وشي». افراط یا زیاتی د ژوند په هر اړخ کې زیان اړوي په ډېره ساده ژبه افراط د پیسو په لګولو کې د غربت او احتیاج لامل ګرځي یانې هغه څوک چې خپلې پیسې بېځایه لګوي یوه ورځ په بده ورځ اخته کېږي. افراط په خوړو کې د ناروغي او ان مرګ سبب کېږي، هغه څوک چې ډېر خوراک کوي ډېر ژر په وژونکو نارغیو اخته او ان بې وخته او په لږ عمر کې مري. د دغه ډول افراط زیانونه ترډېره یو کس او یا هم یوې کورنۍ ته رسېږي خو افراطیت هغه وخت خطرناک شي چې په دیني ګروهه (عقیده) رادبره شي دغه وخت افراطیت بیا په وژنو، ورانولو، سوزلو او نورو تباهیو منتج کېږي. افراطیت د انسانانو ژوند له خطرونو سره مخ کړی دی. د دین په نوم د افراطیت تر ټولو ډېر زیان په خپله دین او متدینونو ته دی، افراطیت د مسلمانانو د پرمختګ مخه نیولې او نیسي یې. په لنډو کې افراطیت یانې وحشت، افراطیت یانې مرګ او ورانی، افراطیت یانې اور او باروت چې د افغانستان د څلورو لسیزو د وینو سیلاو د همدې شومې او ناولې ښکارندې میراث دی. له لسیزو راهیسې چې په افغانستان کې د وینو ویالې روانې دي او او لاهم قرباني اخلي لامل یې همدغه افراطیت دی. لرې نه له ۱۳۵۷ کال یانې پر افغانستان لومړی د کیڼ او وروسته د ښي افراطیت سیوري له وړېدو وړاندې د کابل پوهنتون په سیمه ییزه کچه څه چې ان په نړیواله کچه معتبر پوهنتون و. هغه مهال د افغانستان د پوهنې بهیر په غوړېدو و، خو پر هېواد د افراطیت له سیوري لوېدو وروسته اوس کابل پوهنتون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو هغو سره له سره د پرتلې نه دی، د پوهنې بهیر خو ټولو ته مالوم دی. همدا اوس د افراطیت شوم سیوري له امله ملیونونه ماشومان له زده کړو پاتې دي چې دغه زیان نه جبرانېدونکی دی او هم همدغه له زده کړو پاتې ماشومان به چې د جهالت په چاپیریال کې را لوېېږي د اوږدې مودې له پاره د افراطیت د جګړې او ورانۍ د لمبو سونګ توکو په توګه کارول کېږي.

که له یوې خوا افراطیونو سلګونه ښوونځي تړلي خو په هغو سیمو په تېره لرې پرتو هغو کې شته ښوونځي او مدرسې د افراطیت ښکار ګرځېدلې دي. دغلته تدریس هم تر ډېره پر افراطیت ولاړ وي. د ښوونځي ښوونکی، زده کونکی او بل کس یا خو ډېر کمزوری وي چې ان پر دې نه پوهیږي چې څنګه دوی اعتدال غوره کړي او داسې انګیري چې همدغه سمه لار ده نو ځکه خو د افراطیت ترویج عادي ګڼي او که بیا افراطیت سمه لار هم ونه ګني خو نه پوهېږي یا هم نه شي کولی چې څه ډول له افراطیته ځان او زده کونکي وژغوري، له بله پلوه د هغو  وسله والو افراطیونو تر څار او اغیز لاندې وي چې پر سیمه واکمن دي.

بې وزلي  افراطیت ته د لیوالتیا بل ستر لامل دی او تر ډېره د افراطیونو لیکي هغه کسان ډکوي چې له اقتصادي ستونزو کړېږي، ځکه چې همدا اوس د جګړه مارو لیکې له وزګارو او بې وزله ځوانانو ډکې دي.

په خپله د جګړې دوام د افراطیت دوام ته زمینه برابروي، هغه ماشوم یا تنکی ځوان چې  پلار یا ورور یې په جګړه کې وژل شوی د غچ اخیستو په موخه د افراطیونو لیکو سره یو ځای او دا لړۍ همداسې دوام کوي.

فساد او بې عدالتي د افراطیونو مشرانو تبر ته لاستی وراچوی، په دې مانا چې هغوی ناهیلي بې وزله او وزګار ځوانان  هڅوي چې د ظلم، بې عدالتي او فساد پر ضد ټوپک پورته کړي.

خو داسې هم لیدل شوي چې په لږ شمېر کې د هوسا کورنیو ځوانان هم له افراطي ډلو سره یو ځای شوي دي. د داعش لیکو سره د منځني ختیځ شتمن او د اروپا او امریکا د شتمنو که نه وو، د منځنۍ کچې ژوند والا کورنیو ځوانان هم یو ځای شوي وو چې تر ډېره یو ډول ذهني ستونزو او ټولنیزو فشارونو هغوی د افراطیونو لیکو ته ورکاږلي وو.

په لنډو کې جهل او سیاسي ګټنې، نا امني، بې عدالتي او فساد د افراطیت پر اور تیل پاشي، ځکه چې حقونه مساوي ونه ویشل شي، افراط رامنځته کیږي او هر څوک خپل حقونه بیا په افراطي ډول لټوي.

هغه چې حافظ شیرازي وایي:

ساقي به جام عدل بده باده تاګدا   غیرت نیاورد که جهان پر بلا کند

په ټوله کې ویلی شو چې افراطیت یو پېچلې ښکارنده ده او باید د مقابلې په موخه یې ډېر فکر، کار او وخت ته اړتیا لیدل کېږي.

دا سمه چې د افراطیت له منځه وړل وخت او ډېرې پانګه غواړي خو دا ستونزه همدا اوس ټولنه څه چې ټولنې کړوي او له انسانانو ژوند اخلي. ستونزه داده چې ځینې اغیزمن او ان په واکمنو کړیو کې کسان ځکه د افراطیت پر ضد خوله نه پرانیزي چې افراطیت له بده مرغه د دین جامه اغوستې نو ځکه څوک د هغه خلاف غږ نه پورته کوي چې څوک یې تکفیر نه کړي. ځینې مخور او اغیزمن کسان نه یوازې چې د افراطیت تاوون(طاعون) خلاف اغیزمنه مبارزه نه کوي بلکې د اقتصادي، ټولنیزې یا سیاسي موخې له پاره د افراطیت بنسټونو او ډلو سره مرسته هم کوي چې دغه کسان په ناپوهي هم په لوی لاس د افراطیت ضد مبارزه ستونزمنوي.

وړاندیز:

هغه ډول چې افراطیت پولې پېژني نو ځکه خو باید د هغه پر ضد مبارزه هم پراخه او په پولو کې محدوده نه شي او په اړه یې دوه ډوله( لنډ مهاله او اوږد مهاله) کړنلارې چمتو او ترلاس لاندې ونیول شي.

لومړی لنډمهاله:

په لومړي ګام کې کشفي، استخباراتي او امنیتي بنسټونه د ټولو هغو ډلو او کسانو په اړه کره مالومات راټول کړي چې له افراطیت سره په یوه نه یوه بڼه اړیکه لري، د هغوی اړیکې او د تمویل سرچینې په کره توګه مالومې کړي. کشفي، استخباراتي څانګې له امنیتي بنسټونو پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو سره په همغږي د افراطیت خلاف مبارزه کې هڅې همغږې کړي.

ټول پوهنتونونه، ښوونځي او مدرسې او ان رسنۍ باید په کله وڅارل شي او د افراطیت نوغي ایستلو ګډې هڅې وشي. په دې برخه کې د ښوونکو، استادانو او مدرسینو ګومارنې ته زیات پام وشي. ښایي ځینې کسان دغه کار له بشري حقونو سرغړونه وګڼي په دې مانا چې په ګومارنو کې د یو چا ګروهه په پام کې نیول له بشري حقونو سرغونه ده خو دا مسله جلا ده ځکه هغه څوک چې د نورو انسانانو پر حقونو خو لاڅه چې ان ژوند خیال نه ساتي هغه ته د ګروهې(د افراطیت ګروهې)ازادي حق ورکول په خپله پر بشري حقونو تېری دی.

په تلویزیونونو کې د افراطي ډلو پلویان په وازه خوله په دې پلمه د افراطیت، وژنو او نورو جنایتونو دفاع کوي چې ګنې د دولتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې هم ملکي وګړي وژل کېږي دا سمه ده چې هیڅوک د ملکي وګړو د وژنې حق نه لري خو دا هم باید وویل شي چې همدغه افراطیون دي چې په لوی لاس دغسې یو حالت رامنځته کوي او بیا له هغه په تبلیغاتي او رواني جګړه کې کار اخلي. یوه لنډه پرتله ایا طالبان او نورې افراطي ډلې هم تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې چاته حق ورکوي چې د دوی د کړنو خلاف خپل غږ پورته کړي یا ددولتي ځواکونو د کړنو دفاع وکړي؟ که څوک دغه کار وکړي برخلیک به یې څه وي؟  نو څنګه باید ځینو رسنیو او کسانو ته دغه حق ورکړل شي چې د افراطي ډلو د کړنو په ښکاره دفاع وکړي؟

دغه راز، په پوهنتونو او ان ښوونځیو او مدرسو کې د پوهانو، لیکوالو او د ټولنې وتلو کسانو په ګډون د یو بل زغملو علمي غونډې جوړې شي. تجربو ښودلې چې دغه ډول غونډې که په سمه توګه سمبال شي ښې پایلې لرلی شي. دغه راز، په چاپي، انځوریزو، غږیزو او انلاین رسنیو کې د افراطیت زیانونو په اړه پراخ تبلیغ وشي او رسنۍ باید دا ومني چې افراطیت د ټولو دوښمن دی نو ځکه خو نه ښايي چې رسنۍ کله هم د افراطیونو پر تبلیغاتي ستیج بدلې شي.

په اوږد مهاله توګه:          

 له افراطیت سره د مبارزې په موخه باید دموکراتیکو ارزښتونو ته د پوهنې په سیستم کې ځای ورکړل شی، باید د ساینسی او انسانی علومو ترڅنګ هغه ښوونیزې اسانتیاوې چې د خدای مخلوق ژوند ته په بشپړ درناوي قایل دي د ټولنې ټولو وګړو ته ورسول شي، اسلامي زده کړې او دموکراتیک ارزښتونه باید د پوهنې په سیستم کې تدریس شی، مدني بنسټونه هم د متقابل درناوي او د یو بل منلو فرهنګ په دودولو کې مهم رول لوبولي.

له هغه ځایه چې افراطیت اوس د یو هېواد، یوې سیمې نه بلکې نړیواله ستونزه او مصیبت دی نو ځکه خو یې په اړه مبارزه هم نړیوالې هڅې غواړي.

په دې اړه دا وینا ډېره پرځای ده:« د اوسني نسل مشرانو پر وړاندې یوه ډېره مهمه پوښتنه پرته ده او هغه دا چې موږ نه یوازې باید د سخت دریځو د اعمالو مخه ونیسو، بلکې باید فکروکړو چې مفکوره يې څنګه ماته شي.

ځکه، هرکله چې له داسې ډلو سره جنګیږو، که د پیدا کېدلو بنسټیزعوامل يې له منځه یو نه سو، ډېر ژر د هغې پرځای یوه بله ډله راپیدا کېږي. د یوې انحرافي ایډیالوژۍ سره د مبارزۍ په خاطر، په اوږده مهال کې باید دا ومنو چې زده کړه او پوهنه روزنه یوه امنیتي مساله ده.»

نړۍ باید د هغو ډلو او هېوادونو په اړه بې توپیره پاتې نه شي چې افراطي موخې لري او یا له افراطي ډلو د هژموني موخو له پاره ګټنه کوي.

 دا پتې مالومې هم دي د بېلګې په توګه پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د خپلو هژموني موخو له پاره افراطي ډلې کاروي، له  افراطي ډلو سره د پټو همکاریو تر څنګ د افراطیت روزنې په موخه یې زرګونه مدرسې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې فعالې ساتلي او هر کال لسکونه زره افراطیان روزي. په دغه ځای کې هغو شمېرو ته د درنو لوستونو پام رااړووم چې په کره والي کې یې هیڅ شک نه شته:

« د پاکستان د رامنځته کېدا پر مهال په هغه هېواد کې 150 دیني مدرسې وې، په 1950م کال کې دا شمېره 210 ته پورته شوه، په 1960 م کال کې 401، په 1971 م کال کې  563 او د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال دا شمېره ډېره لوړه شوه. په 2003 م کال کې د یو سروې پر اساس په ټول پاکستان کې 12430 مدرسې وې؛ چې اوس دا شمېره لا ډېره لوړه شوې.»

د ځینو نورو شمېرو له مخې اوس په پاکستان کې له ۵۰ زره زیاتې مدرسې شته چې په څه ناڅه ټولو کې د افراطیت پر اصولو ولاړ نصاب تدرسېږي.

نړۍ باید په دې اړه بې توپیره پاتې نه شي او له پاکستاني چارواکو وغواړي چې هر کال له دغو مدرسو لسګونه زره فارغان کومې دیني اړتیاوې پوره کوي؟

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.