لاس‌پاک امارت؛ بې‌برېتو څارنوال يې چېرته بېولی و؟ / حمیدالله فیضي

وسله‌وال طالبان یا هم هغه ډلې چې په هېواد کې جنایتونه او سړي تښتونې چارې تر سره کوي، کله کله د لوړو زده‌کړو زده‌کړیالان چې لا یې هم پوهنتون پای ته نه وي رسولی او د لوړو زده‌کړو په لومړیو کلونو کې وي له ځان سره وړي چې ترې پیسې تر لاسه کړي.

یوه ژڼي هلک پرېکړه کړې وه چې کابل پرېږدي او ننګرهار ته سفر وکړي، سهار اته بجې د ننګرهار اډې یا د موټرو تم‌ځای ته چې په څرخي‌پله کې د تنګي غارو په سیمه کې دی، ځان رسوي.

له هغه ځایه په مارسیډیس موټر کې کښېني او ننګرهار ته د تلو په هوډ حرکت کوي. له نورو مساپرو سره یو ځای چې موټر بشپړ ډک هم نه دی د پولیس له چک ځایه تېرېږي، ورو ورو ماهېپر سیمې ته په رسېدو د کیسو او خبرو پیل کېږي. هلک سپینې جامې اغوستې، د وېښتو تارونه یې د غوږو تر څنګونو لیکه کړې. سپین مخ لري، داسې اټکل کېږي چې سیوري ته لوی شوی دی، له ځان سره هم غرور لري چې اوس یوازې کولای شي سفر وکړي.

هلک چې کله له کابله د ننګرهار په لور سفر کوي په لاره کې تښتول کېږي. له دريو ورځو وروسته يې کورنۍ، ټولو امنیتي ادارو او هم د کابل دروازو او ننګرهار امنیتي پولیسو ته خبر ورکوي چې زموږ زوی چا تښتولی په خلاصون کې یې مرسته وکړئ.

مورکۍ يې کابل ته راغلې په دې تمه چې زوی یې پیدا شي. پلار ډاډګېرنه ورکوي چې ان‌شاءالله هلک مې پیدا کړی، خو د څو پیسو کار دی او ان‌شاءالله و به شي.
د هلک د مور له ژړا په مخ کې ګونځې ډېرې شوې، د سترګو شا و خوا يې د روپۍ په اندازه توروالی پيدا شوی، شونډې چاودلې او وچه مرۍ یې کښته پورته کېږي، ډوډۍ نه خوري، پلار نیمه ږیره سپینه او نیمه توره، خو په دې څو ورځو کې یې د پلار د ږيرې تور تارونه هم سپین شول، زوړ شوی سړی د ځمکې خوا ته را کړوپ ښکاري.

پلار یې په جومات او کور کې چې ناست وي په سوچونو کې ډوب وي، لمانځه ته خلک راشي، ودرېږي، پر ده غږ کړي چې جمع ودرېده، دی بې‌واره ورته وايي سمه ده، دا دی پورته شوم.
له خلکو سره چې ناست وي هم په سوچونو کې ډوب وي، ناست کلیوال ورته وايي، حاجي صاحب خدای به دې زوی پیدا کړي، اندېښنه مه کوه، د څو پیسو له‌پاره يې بندي کړی، ان‌شاءالله خلاص به شي.
پلار يې وايي د ځان په کیسه کې نه یم، مور یې ډېرې بدې ورځې کوي او هغې ته د ډاډګېرنې نور څه نه لرم.
حاجي صاحب وايي، هره دقیقه بعد یا دوې دقیقې وروسته خپل مبایل ګوري چې زنګ نه وي راغلی.

څلورمه ورځ مازدیګر څلور بجې له نامالوم نمبره زنګ راځي، حاجي صاحب څارنوال ستا زوی د امارت اسلامي له خلکو سره دی، د امارت شورا پرېکړه کړې چې اته لکه ډالر به چمتو کړې؟ ځکه زوی دې څارنوال دی او در خوشې به یې کړو.
حاجي صاحب؛ زما زوی خو څارنوال نه دی، لکه چې غلط کړی مو دی.
ټیلېفون کټ شو، هلو هلو، غږ نه‌شته.
حاجی صاحب وغوښتل یو ځل بیا تماس ونیسي. “له کومې اړیکې سره چې تاسې تماس نیولی په سیسټم کې نه‌شته.”

حاجي صاحب په ظاهري بڼه دومره خوښ لکه زوی چې يې راخوشې شوی وي، خو په باطن کې په سوچونو کې دی، د امارت پرېکړه… اته لکه ډالر…
سړي تښتوونکي دوې ورځې وروسته بیا اړیکه نیولې، حاجي صاحب پیسې دې تیارې کړې؟

ـ ګوره وروره هر څه چې وایې و به شي، خو زه بزګر یم او دومره پیسې نه لرم.
سړي تښتوونکی؛ زامن دې د تېلو پمپ لري، څارنوال زوی دې له موږ سره دی او ته دومره پیسې نه‌شې پرې کولای، ځمکې خو لرې و يې پلوره.
حاجي صاحب؛ زما زوی څارنوال نه دی او که څارنوال وي، و يې وژنئ! زه ډېر ښه رومي بانجان لرم چې درته و يې لېږم.

سړي تښتوونکی؛ ریشخند وهې، وژنم یې.
حاجي صاجب؛ که شل یا دېرش زره افغانۍ ستاسې لګښت شوی وي، پور به یې کړم درته لیږم یې تر هغه زیاتې نه‌شم درکولای.
د تښتول شوي هلک کورنۍ له ملي امنیت سره هم دا پېښه شریکه کړه، پولیس ملي امنیت او نورې ډلې په دې هڅه کې دي چې هلک پیدا کړي. د پېښې شل ورځې تېرې شوې او اړیکه هم نه‌شته. امنیتي کسان راغلل او حاجي صاحب ته وایي چې کېدای شي ستاسې زوی ضایع شي، موږ عملیات کوو.
حاجي صاحب؛ دا تاسې څه وایاست! زما زوی ولې ضایع کېږي؟
امنیتي کسان؛ ځکه ځای تثبیت شوی دی او هلته جنایتکاران او سړي تښتوونکي زیات دي، ښایې مقابله وکړي.
حاجي صاحب؛ خدای ته وګورئ زما زوی را خلاص کړئ.
امنیتي کسان؛ د دې له‌پاره چې ستا زوی وژغورل شي، یو څه لګښت ته هم اړتیا شته.

حاجي صاحب؛ زه یوه روپۍ هم نه لرم او که مې روپۍ درلودې وختي مې زوی را خوشې کاوه.
څلور څلوېښت ورځې وروسته حاجي صاحب ته زنګ راځي؛
هلک؛ پلاره زه په یوه کلا کې یم او په کلا کې کوټې هم نه‌شته او دروازه یې هم خلاصه ده.
پلار؛ زویه بهر راووځه او ها خوا دې خوا وګوره چې کوم ځای دی.
هلک؛ پلاره ځای نه پېژندل کېږي.
پلار؛ بهر وګوره چې موټر شته؟
هلک؛ پلاره زنګ وکړه، په دې موبایل کې پیسې کمې دي.
پلار؛ سمه ده، موبایل دې پورته ونیسه چې انتن ورک نه کړي.
هلک؛ سمه ده پلاره، ټلیفون کټ شو.
پلار وارخطا وارخطا زنګ وهي، زنګ بل زوی ته ځي، زویه غږ مې اورې، هو پلاره هلک څنګه شو، تا ته زنګ نه وهم ټیلیفون يې بیا کټ کړ.
پلار بیا د ټیلفون په لېست کې ګوري او وروستي راغلي نمبر ته زنګ وهي، زنګ يې تېر کړ، له ځان سره د کلمې تېرول لااله الاالله محمد رسول الله.
هلک؛ بلې پلاره اورم!
پلار؛ زویه وایه ته بهر ووتلې!؟
هلک؛ هو پلاره!
پلار؛ موټر دې پیدا کړ؟
هلک؛ له لېرې یو زرنج ریکشا ښکاري!
پلار؛ په احتیاط ور پورته شه، څه مه ورته وایه، ورته ووایه چې ښار ته ځم.
هلک؛ سمه ده!
هلک د خپلې خولې کیسه داسې بیانوي؛
ـ په موټر ناست او د ننګرهار پر لور روان یوو.
مسافر؛ هلکه چېرته ځې؟
هلک؛ ننګرهار ته ځم، مورکۍ مې په ننګرهار کې ده، کابل ته یې خپل کور ته راولم.

مسافر؛ پلار او نور وروڼه دې شته؟
هلک؛ هو، شکر دی وروڼه او پلار مې شته.
مسافر؛ ډېر ښکلي کالي دې اغوستي، وروڼه دې څه کار کوي؟
هلک؛ پلار مې بزګر دی او نور وروڼه مې پلورنځی لري.
مسافر؛ وروڼه دې د څه شي پلورنځی لري؟
هلک؛ د تېلو پلورنځی لري او بل ورور مې د تېلو په پمپ کې کار کوي.
مسافر؛ ځه ښه ده.
مسافر؛ ماشاءالله ته هم له څېرې ډېر هوښیار هلک ښکارې، څه کار کوې؟
هلک؛ محصل یم!
مسافر؛ ډېر ښه، څه شی لولې؟
هلک؛ زه حقوق لولم، دویم سمستر مو دی.
مسافر؛ ډېر ښه حقوق څه ته وایي او بیا په راتلونکي کې څه کوې؟
هلک؛ دخلکو حقوق ورته رسوم، چې زده‌کړې مې پای ته ورسېږي، بیا له ما څخه څارنوال جوړېږي.

په دې خبرو خبرو کې موټر سرخکانو سیمې ته چې د لغمان دروازه او د ننګرهار ولایت ته نږدې سیمه ده، رسیږي.
مسافر؛ استاده موټر ګوښه کړه چې اودس ماتی، کوم دا ښه ځای دی.
موټروان؛ سمه ده له سړکه به لږ لېرې ودرېږو چې له کوم موټر سره ټکر نه‌شو.
مسافر؛ سمه ده دا چپه لاس ته، په خامه سړک تاو شه او هغو ونو ته ور کوز شه.
موټروان؛ دا دی سړک را ورسېد.
مسافر؛ ډېر ښه لږ وړاندې ورشه.
هلک؛ استاده نور سم ځای دی، مخکې مه ځه.
مسافر؛ هلکه پرېږده وېرېږې؟
هلک؛ نه ولې ووېرېږم؟

د کابل ـ تورخم له عمومي سړکه د موټر په لېرې کېدو د شا د سوارليو له خوا د هلک په غاړه کې څادر اچول کېږي او د هلک لاسونه او سترګې تړي.
هلک؛ ګومان کوم چې نيم ساعت د موټر ځغاسته، بیا په یوه کور کې یوه خونه کې محبوس کړم چې لاسونه او پښې مې تړلې وې؟
هلک؛ په داسې یوه خونه کې مې ژوند کاوه چې کړکۍ هم نه لرله او ښایي چې تر ځمکې لاندې خونه وه، په لومړۍ ورځ همداسې تېره شوه او یوازې د شپې له خوا نیمه وچه ډوډۍ یوې ښځې راته راوړه او یو ګیلاس اوبه یې هم په خوله کې راکړې.

شپه ورځ هم نه ښکارېده، نه پوهېدم په سوچونو کې ډوب ووم، منجیله ولوېدم او خوب یووړم کله چې راپورته شوم، بیا هم سهار شوی نه و، ځکه زه نه پوهېدم چې شپه ده که ورځ، خو زما له انده په وېره کې شپه تېره شوه، ښایي سهار وختي یو کس داسې مهال راغی چې له بهره مې داسې چیغې، نارې او سورې اورېدلې ما ویل چې دا غږونه به تر اسمانونو هم پورته رسېږي.

یو سړی راغی چې مخ یې پوښلی دی، زما پر وړاندې ولاړ کس چې مخ یې په وړوکي څادر کې پټ کړی و، زنګ ورته راغی او په زنګ کې وایي چې څه ډول ستاسې زړه وي، په وهلو یې مړ کړم، که یې په مرمۍ وولم؟

هلک وايي، واڼې مې ووتې، د زړه دمه مې ولاړه او په دې تمه چې لومړی به دې په کوم ځای وهي، داسې یو هلک چې هیڅکله پلار په ګل هم نه وو وهلی او د کلې په ټولو هلکانو کې د اخلاقي کس او کاریګر په نوم مشهور و. هر چېرې به چې خیرات یا واده و او ده به غوري یا هم د څښلو اوبه په لاس کې وې خلکو ته یې اوبه ورکولې.

هلک؛ پیپ په لاس کې سړی ورو ورو ما خوا ته را نږدې کېده. له ما چیغه ووتله چې هر څه غواړئ درته درکوم یې او له پلار سره مې يې خبرې وکړې چې هغه درسره وغږېږي.
پيپ لرونکی سړی؛ مه غږېږه!
وروسته له څو دقیقو!
پیپ لرونکی سړی؛ د چا نمبر درسره شته؟
هلک؛ د وروڼو او پلار نمبر مې په موبایل کې شته، زما د کالیو په جېب کې مبایل و اوس نه‌شته.

پیپ لرونکی سړی؛ د چا نمبر لرې ژر وایه؟
هلک؛ د پلار نمبر مې په یادو دی او دا دی درته وایم یي.………… 077
پیپ لرونکی سړی؛ نمبر واخیست او په ټليفون کې ولیکه، بېرته ولاړ.
تښتول شوی هلک د جلال‌اباد ښار ته راځي او له ښاره له خپل ورور سره یو ځای کابل ته راځي، په کلي کې ټول ورته ناست دي چې څارنوال وویني او پلار ته یې ټول مبارکي ورکوي، ګورو چې څارنوال کور ته راغی، اتلس کلن څارنوال چې نوې ږیره يې راغلې، خو لا هم اتهام‌نامه، مستنطق، تورن او مظنون نه پېژني.

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې