فراه د پردیو دسیسو ښکار! / محمدزمان ستانکزی

افغانستان د خپل  تاریخ حساس پړاو ته را رسیدلی، څلور لسیزو جګړو خلک ډېر کړولي او د نوي نظام په راتلو سره هېلې دا وې چې هېواد به جوړیږي، د امریکا په مشرۍ  نړیوال ایتلاف دغلته پراخ پوځي او ملکي حضور پیل کړ، تمې دا وې چې افغانستان به هم لکه جرمني چې د مارشال پلان ورته جوړ شو، مخ په وړاندې ځي او له بدمرغیو به خلاصی ومومي خو هغه متل دی چې وایی قصابان چې څومره ډیریږي، غوا مرداریږي.

دغلته د جرمني برعکس همدا متل تطبیق شو، اوس یوه داسې حالت کې یو چې هیڅوک هم نه پوهیږي چې څه به کیږي؟

د فراه انډوخر

دا څو کاله کیږي چې فراهیانو آرام ژوند نه دی تېر کړی، هره ورځ له یوې غمیزې سره مخامخ وي،جګړو ډېر کړولي او ځورولي دي. د غویی د ۲۵شپې ډله ییزو بریدونو خلک دغلته ډېر وځپل، طالبان له څو خواوو په فراه ښار راغلل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ کوڅه په کوڅه جګړې وشوې، خلک دې حالت ‌‌ډېر زیانمن کړل.

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د اوبو د مدیریت ژمنې ورکړې، د اوبو د مدیریت تر سرلیک لاندې غونډې او کنفرانسونه وشول، د افغانستان نوین د څیړنیز او مطالعاتي مرکز د موندنو له مخې  د هغو اوبو ارزښت چې هر کال له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته بهیږي، له شپیتو میلیارد ډالرو اوړي، د ملي یووالی حکومت هڅې وکړې چې د اوبو د مهار پروګرامونه تطبیق کړي، خو د تېر کال په لړ کې ایراني ولسمشر حسن روحاني وویل، زمونږ په ګاونډ افغانستان کې د اوبو د مدیریت لپاره کار کیږي، بندونه جوړیږي او په ایران اوبه بندیږي چې د هغه په خبره ایران دې برخه کې بې تفاوته نه شي پاتې کیدای.

د فراه وروستۍ جګړه د ایراني ولسمشر له دې څرګندونو سره نیغ تړاو لري، هغه ویلي و چې مونږ یعنې ایران بې تفاوته نه شو پاتې کیدای، دا په مستقیم ډول د ګواښ ژبه ده چې افغانستان ته بیانیږي، ایراني رژیم اوس په دې سخت کار کوي چې فراه، نیمروز او هرات ولایتونه ناامنه کړي، په دې سره به په ډېرې آسانۍ تهران خپلې موخې ته ورسیږي، او کابل به ونه کړای شي چې خپل پراختیایی پلانونه چې یو یې د اوبو سم مدیریت دی، تطبیق کړي. د ملي یووالي حکومت له عجیبه حالت سره مخامخ دی، له دننه شړیدلی، د الکترونیکي تذکرو د وېش په څرنګوالي حکومتي مشران جوړ نه دي، یو یې یو څه او بل یې بل څه وایی، د ستونزو اصلي سرچینه همدا مساله ده، د اوسنیو ناخوالو لویه برخه همدا د رمضان بشردوست په وینا، د ع او غ اختلافونه دي. دواړه ښاغلي په یوې ساحه کې دي، تر منځ یې یو دیوال دنګ دی چې دې ته اړتیا نشته او هغوي باید په یوه میز کیني، ستونزې وڅېړي، د حل لارې ورته پیدا کړي، په هره برخه کې د  ستونزو تعریف وکړي او حل لارې ورته وړاندې کړي.

دا کوم سلیم عقل مني چې د افغانستان د اساسي قانون مادې خلاف دریځ نیونه وشي، هغه هم د داسې یوه کس لخوا چې حکومت کې سم نیم ونډه لري.

د الکترونیکي تذکرو د وېش مساله له اساسي قانون سره هیڅ راز ټکر نه لري، تذکرو کې د افغان او دین تر څنګ هغه قومونه هم لیکل کیږي چې افغان ولس ور پورې اړوند دی.

د اساسي قانون څلورمه ماده

څلورمه ماده :

په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يايې د خپلو استازيو له لارې عملي كوي.

د افغانستان ملت عبارت دې له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري.

د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوچ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش،

ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى.

د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كيږي.

د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محروميږي.

په تابعيت او پناه وركولو پورې مربوطې چارې د قانون له لارې تنظيميږي.

دلته آیا داسې کوم مورد شته چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران پرې نه جوړیږي، خبره خلاصه او روښانه ده، مه کوئ دومره ضد بازي همدې خلکو سپیدار او  ولسمشرۍ ماڼیو ته رسولي یاست او که خلک وغواړي تاسو بېرته خپل اصلي موقعیت ته ګرځولی شي.

دوي ته په کار نه ده چې دې حساسو شرایطو کې د داسې یوې سترې ملي پروسې په وړاندې داسې غیر مسوولانه دریځونه ونیسي.

په وسلوالو مخالفینو هم هم دا غږ دی چې تاسو د پردیو ګټو لپاره پردي ټوپکونه په خپلو اوږو ایښي او په پردیو مرمیو او ټوپکونو خپل هېوادوال وژنئ او هېواد ورانوئ، فراه د افغانستان هغه ولایت دی چې له ایران سره ګډه پوله لري، بخش آباد د اوبو د کنترول لویه پروژه ده، حکومت دې برخه کې یو څه کارونه کړي، خو اړتیا ده چې دغه پروژه بشپړه شي. اوس چې داسې مزاحمتونه وي، او د فراه په ښار له هر لوري بریدونه کیږي، دا پلان شوي کارونه دي، دغلته وسلوال مخالفین د ایران اجنډا په مخ وړي، او دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ایران ته په وروستیو کې سفر کړی و، دا چې د بهرامي او ایراني چارواکو تر منځ به په څه خبرې شوي وي، د ایراني لوري غوښتنې به څه وې او وزیر بهرامي به څه ویلي وي لا رسنیز شوي نه دي، خو داسې باور دی چې ممکن دواړو لورو یو بل ته ګوت څنډنې کړي وي او د ایراني  لوري د کوټ څنډنې لومړنۍ پایله همدا په فراه وحشیانه حمله وه.‎ له ټولو ستونزو سره سره یې چې لري، د ملي یووالي حکومت په ښه لور حرکت کړی دی، وسلوالو مخالفینو ته یې د سولې تاریخي وړاندیزونه کړي، داسې وړاندیزونه که ومنل شي په هیڅ ډول په دې مانا نه دي چې وسلوال مخالفین تسلیم شوي نو راځئ وروڼو خپل هېواد آباد کړئ، دغلته اوس اصلي جهاد د هېواد ساتنه ده، کوم هېواد چې اوس د لویې کندې پر څنډې ولاړ دی او که لږه بې غوري اوضد وشي، نو خدای مه کړه له لاسه وتونکی او غورځېدونکی دی.

پای

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: