عادت بلا په بسم الله نه اوړي!

اسدالله ولي/یما هوتک

0 99

 

د هیواد په تاریخ کې ټاکنې ډیره اوږده مخینه نلري او د تیرو دوه لسیزو راپدیخوا دا څلورم ځل دې چې د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي، خو هرځل ټاکنې د ستونزو او درغلۍ له ادعاوو سره مل وي. چې بایلونکې لوري د ټاکنو پایلې نه مني او د امتیاز اخستلو لپاره د کړکیچ د رامنځ ته کولو هڅه کوي، دا ډول کړنه د هیواد د ځینو سیاسیونو په عادت بدل شوې او په نه منم مشهور شوي، په تیرو ټاکنو کې هم همداسې وشول چې بایلونکي لورې د ټاکنو د پایلو د نه منلو او کړکیچ رامنځ کولو په ګواښ سره ځان په حکومت کې شریک کړ او پنځه کاله یی د نیم حکومت امتیازات واخیستل.

اوسنۍ ټاکنې چې لایې لمړنۍ پایلې ندي په ډاګه شوي له لمړې سره له ستونزو سره مخ وې، ځکه ډیرې سیاسیونو او بهرنیو ملاتړو د ټاکنو له ترسره کیدو سره دلچسپي نه درلوده او تردې چې ځینو مطرح نوماندانو چې اوس د رایو د اخیستلو غټې غتې دعوی کوي حتي د سولې د خبرو اترو تر دریدو پورې خپل ټاکنیز کمپاینونه نه وو پیل کړي.

یوازې ولسمشرغني او ټیم یې په ټاکنو ټینګار کاوه او کلک عزم یی درلود چې ټاکنې به ترسره کوي او واک به په قانوني ډول د ټاکنو له لارې د خلکو په خوښه او اراده لیږدوي، یو مشروع، قانوني او قوي حکومت به رامنځ ته کوي او بیا به له یو قوي موقف او آدرسه د سولې خبرې پیلوي. او چا ته به دا اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا یو غیرمشروع موقت یا سرپرست حکومت د افغانستان په خلکو وتپي.

ولسمشر له لمړۍ ورځې کوښښ کړې چې د ټاکنو په ټولو پړاوونو کې ځان بی پرې وساتې او د ټاکنو د کمیسونونو د خپلواکۍ او بې پریتوب ملاتړ یې کړې. د شفافیت د هڅو ښه بیلګه یی د کمیسونونو د کمیشنرانو کمارل وو چې د ټولو نوماندانو په رایی او خوښه وګمارل شول، ولسمشر سره له دې چې قانوني حق یې درلود ترڅو خپله کمیشنران وګماري خو له ځان تیریدنه یې وښوده او د نورو نوماندانو غوندې یی د کمیشنرانو په ټاکلو کې د یوی رایی حق درلود.

د ټاکنیزو کمپاینونو په موده کې یې کله هم له کوم دولتي چارواکي دا غوښتنه نده کړې چې دده لپاره کمپاین وکړي او یا هم دولتې منابع دده په ګټه وکاروي. او په دغه موده کې ترټولو ډیرې قربانۍ دولت ساز ټیم ورکړي، د کمپاین په لمړۍ ورځ د دولت ساز ټیم د لمړي مرستیال په دفتر ډله ایز ځانمرګې برید وشو، د پروان په غونډه ځانمرګې برید وشو او په شمالي کې یی کمپاینران د نامعلومو وسلوالو له خوا شهیدان شول. خو دی ټولو بریدونو او ستونزو ددوی ارادی کمزورې نکړې او د یو پرمختللې افغانستان او قوي دولت د جوړولو لپاره یی د خلکو د رایو ترلاسه کولو لپاره تر پایه خپلې هلې ځلې ونه درولې.

دولت ساز ټیم له پیله له یوې قوي برنامې او پلان سره پرته له کومې پټې معاملې د ټاکنو ډګر ته راوتلې وو او دهیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره یې قوي هوډ درلود خو په مقابل کې نور ټیمونه له پیله له تزلزل سره مخ وو، یو ټیم خو له ټاکنو مخکې وپاشل شو او غړي یی در په در یو او بل دربار ته د معاملو او امتیاز ترلاسه کولو لپاره ولاړل.

نورو ټیمونو هم د هیواد د راتلونکې لپاره کومه برنامه او پلان نه درلود چې خلکو ته یې د کمپاینونو پر وخت تشریح کړي او پردې یې قانع کړي ترڅو دوی ته رایه ورکړي او ټول وخت یې پر دولت ساز ټیم په ځایه نیوکو، تورونو او ټوکو ټکالو تیر کړ. دوی د پخوا په څیر فکر کوو چې د رایو قومي بانکونه ورسره دي او خلک به یو ځل بیا په پټو سترګو دوی ته رای ورکړي او ځینو ټیمونو خو خپله بریا د کمپایني غونډو د لویوالې له مخې حسابوله.

د رایې اچولو د ورځې په پای کې د ثبات او همګرایی ټیم مشر د خپل پخواني عادت له مخې په خپل لمړنې خبري کنفرانس کې ددی پرځای چې له امنیتي ځواکونو او خلکو څخه مننه وکړي او ددوی سرښندنو ته درناوی وکړي چې د یوې مهمې ملي پروسې په بریالیتوب کې یې برخه واخیسته، د ټولو اوصولو او قوانینو په خلاف یی خپله بریا وار له مخه اعلان کړه او دولت ساز ټیم یې پرته له کوم ثبوت او اسنادو به درغلۍ تورن کړ او د خلکو د اذهانو د مغشوشولو او کړکیچ ته د زمیني د برابرولو لپاره یی وویل چې د ټاکنو پایله ورته د منلو نده.

له هغې وروسته دوی په ټولو خبري کنفرانسونو کې کوښښ کړې چې د ټاکنو پروسه بدنامه کړي او د بیځایه تورونو او تهمتونو په لګولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او کړکیچ ته زمینه برابره کړي، ددوی په وروستې خبري کنفرانس کې چې د لویی جرګې په خیمه کې یی نیولې وو ډاکټر عبدالله ویلو ته هيڅ نه درلودل او نه پوهیدو چې خلکو ته څه ووایی نو په امنیتي ځواکونو یې هم رحم ونکړ او تور یې پرې پورې کړ چې ددوی ناظر یې وژلې، چې وروسته د کورنیو چارو وزارت او د آمریکا سفارت د اعلامیو له مخې معلومه شوه چې دا هم هسې تشه د درواغو ادعا وه.

نوموړې ټیم چې خپله ماتې ورته له لمړۍ ورځې څرګنده شوی او پردې پوهه شوي چې ولس دوی پیژندلې او د رایو په نه ورکولو یی ورته د رد ځواب ورکړي، اوس غواړي د درواغجنو سناریوګانو او شور او غوغا جوړولو له لارې یوځل بیا په قدرت کې ځان شریک کړي او یا یو څه امتیازات لاس ته راوړي.

د ثبات او همګرایې ټیم سیاسیون لکه څنګه چې له لمړۍ ورځې معلوم دي چې دوی سیاسې پوهه او اخلاق نلري او خپلو ویناوو کې د مقابل لوري هیڅ حریم ته درناوی نه کوي همداشان د هیواد حیثیت او اعتبار هم ورته ارزښت نلري، ښه بیلګه یې د ښاغلي محقق وینا ده چې د یوناما مشر یې ښکنځلې او په رشوت اخیستلو یې تورن کړې او بل ښاغلي دوستم یې امنیتي ځواکونه په مرمۍ ویشتلو ګواښلي.

خو له دی ټولو سره د ښاغلې امرالله صالح په خبره چې په دی ټیم هرڅه شته پرته له ثبات څخه، په دی وروستیو کې داسې نښې ښکاري چې په رښتیا هم دوی له بې ثباتۍ سره مخ شوي ځکه ښاغلې کریم خلیلې، انوارالحق احدي او ځینې نورې مطرح څیرې ددوی په وروستیو غونډو کې نه څرګندیږي.

او د ښاغلي حکمتیار سره د ډاکټر عبدالله له وروستیو لیدو کاتو هم داسې څرګندیږې چې نور یوازې شوې او له محقق پرته ورسره نور څوک ندي پاتې ځکه حکمتیار دده پخوانې دښمن وو او تر پرونه د حکمتیار نوم په خوله اخیستل ورته خپل سپکاوې ښکاره کیده خو نن مجبوریت دیته اړ کړ چې د هغه دربار ته پناه یوسې او د نوی معاملې تار ورسره وغځوي.

ښاغلي حکمتیار هم چې په لمړیو کې په خپلو یو څو لویو او پراخو کمپایني غونډو ډاډه وو فکر کاوو چې د ټاکنو ګټونکې دې، خو پردې نه وو خبر چې څوک چې دده غونډو ته راځي دوی تذکرې سټیکر لري او که نه او یا به دوی ته رایه ورکړي او که نه؟ ځکه دا مهمه نده چې څوک د چا د کمپاین غونډې ته ورشي باید همده ته رایه ورکړي. خلک د هرچا د خبرو او برنامو اوریدو ته ورځي بیا پریکړه کوي چې چاته خپله رایه ورکړي.

ښاغلي رحمت الله نبیل هم په ولسمشر پرته له کوم اسنادو او شواهدو د درواغو تورونه او تهمتونه لګول او فکر یی کوو چې په دی سره کولای شي د خلکو احساسات راوپاروي او رایی خپلې کړي خو اوس ورته معلومه شوه چې د جمهوري ریاست ترلاسه کول دومره هم آسانه نده لکه څرنګه چې ده فکر کړي وو.

دوی ټولو ټیمونو چې خپله ماته لیدلې او په دې پوهه شوي چې د هیواد په سیاسي راتلونکې کې نور ددوی ځای نشته او خپل ټول امتیازات چې په تیرو اتلس کلونو کې یې په یو او بل نوم ترلاسه کول له لاسه ورکوي، نو اوس د جنجال جوړولو او د خپلو شخصي ګتو د تضمینولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي او غواړي د خلکو د احساساتو په راپارولو هیواد یو ځل بیا د کړکیچ خواته یوسي، خو دوی باید پوهه شي چي اوس خلک هوښیار شوي نور ددوی په درواغو باور نه کوي او نه هم اوس ددوی قومي، مذهبي او سمتي شراچوونکې خبري خریدار لري، اوس هغه وختونه تیر شوي چې تش ددوی پنوم خلکو سرونه سره ماتول، چې په پایله کې یې دوی د قصرونو، بلډینګونو او بهرنیو هیوادونو کې د سرمایې خاوندان شول، اولادونو یې د نړۍ په پرمختللو پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او ولس ته کونډې، یتیمان او وران کورونه ورپه برخه شول.

او له بل پلوه؛ دا هیواد اوس بې خاونده ندې زړور امنتي سرتیرې لري چې د هر هغه چا خولې به په سوک سمې کړي چې د خلکو د ارادې او قانون په وړاندې ودریږي او د خپلو شخصي ګټو او چوکۍ لپاره په هیواد کې کړکیچ او تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

نو ښه به دا وي چې ټول ټاکنیز ټیمونه د خلکو رایو ته درناوې وکړي او د ټاکنیزو کمیسونو کارونو ته خنډونه جوړ نکړې او دوی پریږدي چې په خپلواک ډول خپل کارونه سرته ورسوي، د خلکو رایی یرغمل کول او په هیواد کې کړکیچ او تاوتریخوالي ته لمن وهل د دښمن په ژرنده د اوبو بهول دي او د هیچا په ګټه نده.

 

Comments
Loading...