طالبي ستم / سراج منور

زموږ کلي کې لس کاله وشول چې د طالبانو حکومت دی. په دې موده کې زموږ خلک په انتخاباتو کې له برخې اخیستلو څخه محروم پاتې شوې دي او چې کله مو په ښار کې په کوم دفتر کې کار بند وي نو مامور او مدیر اهمیت نه راکوي ځکه وکیل نه لرو او څوک مو نشته چې اواز مو واوري.

 لس کاله وشول چې زموږ په کلي کې جینکۍ بې سواده پاتې دي. یوه نیمه کورنۍ چې اقتصاد یې ښه وو او ښار ته لاړې، اولادونه یې سبقونه وایي، خو زموږ د کلي جینکۍ به همداسې نالوستې پاتې وي او په خپل ژوند کې به د طالبي جهل ګوزارونه خوري.

 د هلکانو د سبق هم مزه نشته. دوه کاله مخکې زموږ کلي ته د نژدې لیسې یو استاد طالبانو شهید کړ او له هغه وروسته هر هغه استاد چې یو څه تکړه وي او بل چیرته هم چلیدای شي، نه یواز ې زموږ په کلي کې بلکې  زموږ په ټوله سیمه کې کار ته نه حاضریږي. د طالب له لاسه مو استادان نالایقه دي او بل دا چې طالبان په نصاب کې ګوتې وهي. ځینې مضامین یې په زور په ښوونځيو کې شامل کړي دی چې په کانکور کې نه راځي او د دې شي نتیجه دا ده چې زموږ د سیمې ډیر لږ کسان په کانکور کې د کامیابېدلو چانس لري.

په ښوونځیو کې فرهنګي فعالیتونه او نور روزنیز فعالیتونه خو د مرغۍ پۍ دي.

 د طالب له لاسه زموږ کلیوال دې ته زړه نه ښه کوي چې په حکومت کې وظیفه پیدا کړي. یو کلیوال چې څه موده مخکې یې د نویو تذکرو په دفتر کې کار پیدا کړی و او طالبان ورباندې خبر شول، د شپې کور ته ورغلل او هغه ځان پټ کړاو په هماغه شپه یې ځان پیاده ښار ته ورساوه او بیا تر ننه کلي ته رانه غی.

 له بلې خوا د طالب په وجه موسسې او نور انکشافي کارونه زموږ کلي کې یا نشته، یا ډیر کم دي او یا که کوم کار وي نو بې کیفیته وي.

 لس کاله پخوا چې زموږ د کلي او ښار تر منځ یو دوه پلونه پاخه شوي وو، هغه هم د طالب په جهاد کې ړنګ شول.

 تیر کال د حاصلاتو په وخت کې طالب جان ته خپل جهاد یعنې د افغانستان ړنګول او د افغانانو وژل وریاد شول او نتیجه یې دا شوه چې زموږ د کروندو خټکي په پټیو کې وراسته شول. یوه سپین ږیري چې د طالب سرګروپ ته شکایت وکړ، هغه په سوک وواهه چې موږه جهاد کوو او سرونه مو په لاسونو کې نیولي دي او تا سره د خپلو خټکیو غم دی.

 نور نو طالب سرګروپ ته دا چا نه شوای ویلی چې دغه سپین ږیری خو ستا غوندې په پردو حجرو او په پردو کورونو کې مفته ډوډۍ نه خوري او نه د کوکنارو کاروبار کوي، دی خو مجبور دی چې خپل اولاد ته حلاله ډوډۍ پیدا کړي. طالب سرګروپ ته چا ویلای شوی چې حلاله ډوډۍ پیدا کول خو سخته دي او کار غواړي او ته چې په نورو بار یې نو خود به په خپل ګومان جهادونه کوې.

  طالب سرګروپ ته دا هم چا نه شوای ویلی چې خپل وطنوال وژنې او خپل وطن ورانوې او نوم ورباندې د جهاد ږدې! طالب سرګروپ ته دا هم چا نه شوای ویلی چې ته ظالم او خونکار یې او د خلکو د ټولو غمونو او دردونو اصلي عامل او سبب یې.

 تر تیر کال پورې لا زموږ په کلي کې موبایل کار ورکاوه خو اوس په ډیر مشکل سلام کار کوي او له بلې خوا طالب جان امر کړی دی چې که له هر چا سره سلام سیم کارت پیدا شو، شل زره افغانۍ به جریمه ورکوي. زموږ کلیوال اوس د سلام سیم کارت په پټه ساتي او کله چې چا دوست او عزیز ته ضروري تلفون کوي نو شاوخوا کسان دروي چې د طالب جان ورپام نه شي او بې عزته یې نکړي.

 درې کاله پخوا زموږ کلي ته یو ډاکتر راغی. زموږ ټولو لپاره ډیر غنمیت و خو یوه شپه په لس بجې طالب پسې ورغی چې زموږ د زخمي علاج وکړه. ډاکتر زړه ونکړ چې له پردي توپک والا سره درې کیلومتره لرې په نیمه شپه کې لاړ شي او د ده د زخمي علاج وکړي نو نتیجه دا شوه چې ډاکتر یې څو کنداغه کش کړ. ډاکتر یوه اونۍ نور هم زموږ په کلي کې و او بیا لاړ. طالب هغه څوک دی چې زموږ خلک په مختلفو طریقو وژني. دی زموږ خلک په توپک، په ماین، په انتحار، په بیوزلي، په بې کاري، په بې علمي ، په بې دوایي او نورو مختلفو طریقو تباه کوي. الله تعالی دې رحم وکړي!

 زموږ کلیوال چې طالبان وویني، په ظاهره یې احترام کوي خو په زړه کې یې له هیچا دومره نفرت نه کیږي لکه له طالب څخه. طالب نه یوازې زما د کلي او کلیوالو بلکې ټول افغانستان او ټولو وطنوالو دښمن دی. دی زموږ خلکو ته نه عزت ورپریږدي، نه ډوډۍ. نه یې په خپله خوښه کار ته پریږدي او نه علم او فرهنګ ته. دی پخپله د حلالې ډوډۍ د ګټلو همت نلري او د دې لپاره چې مفتې ډوډۍ وخوري نو توپک یې غاړې ته اچولی دی او خلک مجبوروي چې ده ته ډوډۍ ورکړي. دی اوس د خلکو د زمکو په غصبولو، د مالونو په لوټلو او نورو غلاګانو هم اموخته شوی دی. د ده انجام ډیر خراب دی خو له بده مرغه ولس یې هم تباه کړ. د ده انجام که خراب دی خو د خپل عمل سزا ویني مګر خلکو څه ګناه کړې ده چې د ده د ظلم په اور کې سوځي؟

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې