سوله، اندېښنې او هيلې /شېرعلم امله وال

افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د پرديو د جګړو، سياليو، ستراتېژيو، موخو، سياليو او تربګنيو قرباني هېواد دى چې هره ورځ يې قرباني افغانان ورکوي او ګټه يې د سيمې او نړۍ زبرځواکونو او ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي. په دې ليکنه کې غواړم اندېښنې او د ځينو هېوادونو ګټو او لېوالتياوو ته نغوته وکړم.
اندېښنې:
١- پاکستان: په معاصر تاريخ کې د نړۍ په سياسي نقشه کې د انګريزانو لخوا د هند او افغانستان له بدنې څخه د پاکستان په نامه هېواد رامنځته شوى د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې شروع کړي دي، چې د پاکستان سياسي پوځي دوکتورينو له انده له هند سره د سيالۍ د ځان بسياينې او پايښت لپاره هڅه کوي، چې د افغانستان جغرافيه او ملت د خپلې خاورې تابع او د حاکميت برخه وګرځوي اويا هم د پاکستان لا سپوڅى حکومت ولري. يا هم حد اقل بهرنى سياست يې د پاکستان د سياست تر چتر لاندې وي او که نه مداخله، لاسوهنه او جګړه به دوام پيدا کوي او د وخت د حکومتونو د مخالفينو د روزلو، سنبالونې او هڅونې ستر مرکز به وي همدا ډول په اقتصادي لحاظ هم پاکستان نه غواړي، چې افغانستان په ځان بسيا هېواد وي، ځکه کله چې افغانستان په کور دننه د خپلو توليداتو او صنايعو څښتن شو د پاکستاني توليداتو مارکېټ له مېنځه ځئ معنى دا چې د پاکستاني توليداتو او کاليو ښه بازار او مارکېټ افغانستان دى په دې ډول هم نه غواړي چې اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي، په دې ډول به په شکل د اشکالو د جګړې اور ته لمن وهي او په مختلفو عنوانونو د وخت د دولت مخالفين تمويلوي.
٢. ايران: د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه او نړۍ کې ځان د سعودي عربستان سيال ګڼي او د شيعه اسلام مشري کوي او په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې له سيمه ييزو ځواکونو سره سيالي کوي او په نړيوال ډګر کې د امريکا د متحده اياليتونو دولت غليم دولت دى او د اسلامي انقلاب تر بريا وروسته د شيعه اسلام د خپرونې او د سياسي اقتصادي ګټو د خونديتوب لپاره د پراختيا غوښتنې سياست پرمخ وړي. د نورو ګاونډيو ترڅنګ د افغانستان په کورنيو چارو کې په ښکاره او منظم ډول لاسوهنې کوي، د ايران دولت نه يوازې دا چې د افغانستان د دولت ځينو مخالفينو ملاتړ کوي، بلکې د افغانستان په موجوده دولت کې هم پلويان او متحدين لري، چې تر ډېره د ايران ګټو ته ژمن دي او د ايران اجنداوې په پلازمېنه کابل او د هېواد په شمالي او لويديځو ولايتونو کې پلي کوي اود جګړې اور ته لمن وهي، هم جګړه تمويلوي او هم د نظام او دولت په داخل کې خپل پلويان د ايران دولت د اسلامي نړۍ، منځني ختيځ او مرکزي اسيا د کنترول پر سر له اسلامي هېوادونو د امريکا سره په سيالۍ او ټکر کې واقع دى. له بلې خوا د ايران دولت په افغانستان کې نوي راټوکېدلې سلفي افراطي ډلې ( داعش) له ويرې هم کوښښ کوي، په افغانستان کې جګړه دوام وکړي او ځان له نوي شر څخه وژغوري همدا ډول په افغانستان کې د پلي کېدونکو سترو پروژو مخنيوى کوي او هڅه کوي چې له خنډو ځنډ سره يې مخ کړي، ځکه د هغوى له انده دا سترې پروژې او له بلې خوا د امريکا دايمي حضور او د افغانستان پياوړتيا او ځواکمنتيا راتلونکي کې د ايران په زيان دي نو همدا يې ستره تګلاره ده، چې جګړه دوام وکړي او افغانستان بې ثباته وي.
٣- روسيه: د تزاري روسيې له مهاله تردې دمه روسيه د پراختيا غوښتنې سياست پرمخ وړي او افغانستان په خپل ګاونډ کې د خپل نفوذ سيمې په توګه ويني او په دې کې خپل هيڅ لويديځ او نا لويديځ سيال او غليم نه شي ليدلى حال دا چې نن سبا د روسيې ستر سيال او نړيوال زبر ځواک امريکا او متحدين يې چې اکثريت يې د روسيې مخالفين دي په افغانستان کې پوځي، سياسي حضور لري او له بلې خوا په افغانستان کې نوې رامنځته شوې داعش ترهګريزه ډله چې تر ډېره ويل کېږي د روسيې د مهارولو او فشار لپاره امريکايي جنګي پروژه ده، د روسيې ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره خطر ګڼي په همدې منظور د افغانستان دولت وسله والو مخالفينو (طالبانو) سره اړيکې پالي چې دا اړيکې د مسکو په کوربتوب د افغانستان سولې کنفرانس دايرول، چې لومړي ځل لپاره د طالبانو رسمي استازو په يو نړيوال کنفرانس کې برخه واخيسته چې په سياسي او ډيپلوماتيک لحاظ د طالبانو او روسيې پر ځواکمنتيا دلالت کوي، روسيه نن سبا په نړيوال سياست کې د امريکې پر سيال او غليم دولت بدل دى، د اوکراين او سوريې په مسايلو کې د روسيې بريا د دې لامل شوې، چې روسيه دې د افغانستان په مسايلو کې هم اغېزناک رول ولري او لېوالتيا يې زياته ده، که افغان سوله او جګړه د روسيې د ملي ګټو په زيان وي، روسيه مجبوره ده، چې د خپلو ګټو په رڼا کې په افغانستان کې د امريکا او د متحدينو ګټې وننګوي په دې توګه که په افغان سوله کې د روسيې د ګټو عملي خونديتوب ضمانت موجود نه وي او روسان به هيڅکله په دې سيمه کې امريکايي پروژې چې د روسيې په زيان وي اجازه ورنکړي او د جګړې شدت اورته به نور هم تېل وپاشي.
٤- چين: د چين سوسيالستي دولت که څه هم تر ډېره دانزوا سياسيت مخته وړي خو اوسمهال په اقتصادي ډګر کې د امريکا د سيال په توګه راڅرګنداو ترمنځ يې سوداګريزه جګړه روانه ده او افغانستان يې ګاونډى دى، دا ورته ګرانه ده، چې سيال يې په ګاونډ کې سترې اقتصادي او سياسي پروژې عملي کوي او د چين ګټې ګواښل کېږي له بلې خوا په ختيځ ترکستان کې ايغور بېلتونپاله مسلمانانانو شتون او په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو شتون چين د ځان په زيان ويني او له بلې خوا چين غواړي په افغانستان کې سترې اقتصادي پروژې پيل کړ او هم يې په ګاونډ پاکستان کې زياته پانګونه کړې، چين هم د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د افغانستان په مسايلو کې لېوالتيا لري چې اغېز يې په جګړه او سوله کې جوت دى.
همدا ډول سعودي عربستان ، ترکيه ، هند او نور عربي هېوادونه هم د خپلو ګټو او لېوالتياوو ته په پام سره د افغانستان په مسايلو کې ښکېل او لېوالتيا وې لري چې د امريکا، انګلستان ، ناټو، روسيې او نورو سيمه ييزو ځواکمنو دولتونو په شمول د ټولو خواوو ترمنځ د افغانستان د سولې او جګړې په باب يوه هر اړخيزه اجماع نه وي رامنځته شوې يا په بل عبارت د ټولو ښکېلو خواوو ګټې نه وې خوندي شوې سوله نا ممکنه بريښي.
هيلې!
په تېرو اتلسو کلونو کې جګړې نتيجه ورنکړه او د هرې ورځې په تېرېدا سره د جګړې لمنه پراخه شوه او د جګړې هره خوا ستړې، ستومانه او پښېمانه ښکاري او غواړي، چې سوله رامنځته شي د طالبانو ځينې مهمې غوښتنې لکه له امريکا سره مستقيمې خبرې اترې منل شوي او خبرې دوام لري او د امريکا دولت هم باتجربه افغاني الاصله امريکايي ډيپلومات زلمى خليلزاد دې ماموريت ته ګمارلى دى هڅې يې توندې او چټکې دي.
هيله مندي شته چې سوله تامينه شي او د مختلفو او د مختلفو لوريو په ځانګړي ډول طالب افغان دولت اوپاکستان دولت له لوري انعطاف دا هيله رابخښي چې سوله ممکنوي او دولس اميدواري زياتېږي.
که چېرته په اوسني جګړه کې مخامخ او د پردې ترشاه سياسي لوبغاړو ګټې په سوله کې خوندي شي کېداى شي دايمي سوله تامينه شي او که نه وېره شته چې د تېر په څېر لکه د ژنيو تړون او د بينن سېوان د ملګرو ملتونو سازمان، د سولې پنځه فقره ييز پلان سبوتاژ او افغانستان له بلې کورنۍ جګړې سره لاس او ګريوان شي.دلته به د هيلو ترڅنګ ځينو پوښتنو ته نغوته وکړم، چې پردې بهير اغېزه لري.
افغان دولت او بهرني ملاتړي وايي چې شاوخوا شل ترهګريزې ډلې په افغانستان کې فعاليت کوي دا ټولې ډلې به دسولې له بهير سره يوځاى کېږي او که محوه کېږي؟
طالبان هم په څو ګروپونو وېشل شوي آيا جنګي قومندانان به يې ټول د سولې له پروسې سره يو ځاى شي که نه ؟
د جګړې داخلي او خارجي ښکېلې خواوې به پرسوله توافق ولري او که نه ؟
آيا د ټولو ښکېلو اړخونو رضايت به وي که نه ؟
د داخلي او بهرنيو اصلي لوبغاړو ګټې به په سوله کې خوندي وي که نه؟
که د ښکېلو خواوو ګټې له خطر سره مخ کېږي دا پروسه به تخريب نه کړي؟
ايا دا د سولې اوسنۍ هڅې او پروسه به د ژنيو تړون، د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د جوړيدونکي ناپيلي حکومت رامنځته کېدا پروګرام چې ډاکټر نجيب ورته له اخلاصه استفعا ورکړه د هغه پلان په څېر سبوتاژ نه شي؟
اوسنى حکومت به له منځه ځي او ځاى به يې موقت حکومت نيسي که همدا حکومت به دوام کوي.؟
شته لاسته راوړنې، سياسي نظام او نسبي ثبات به له منځه ځي او که ځواکمن کېږي؟ دا او ورته نورې هغه پوښتنې دي، چې د وخت په تېرېدا به ځواب شي، د سياست اصلي محور ګټه ده د ولس ګټه په سوله کې ده داسې سوله چې دايمي ثبات او پايښت لرونکې سوله له ځان سره ولري.
زما وړانديز دا دى، چې دايمي سولې لپاره اړينه ده، چې افغان دولت پياوړى او ځواکمن شي او له يو ځواکمن موقف څخه د سولې خبرو اترو ميز ته ورشي ترڅو دايمي او پايښت لرونکې سولې ته لاره هواره شي.
ننګرهار

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.