ستړی رهبر / مجيد ژړاند

د عدم تشدد سرلاری اروښاد عبدالغفار خان رح چې د محکومو افغانانو د ازادۍ لپاره يې د عدم تشدد مبارزه پر مخ يووړه، شکر د بابا ټاټوبي کې نن بل ځوان منظور پښتون د بابا لاره نيولې د پنجاب ګرېوان ته يې لاس اچولی دی، د خپلو حقونو د غوښتنې غږ يې بدرګه کړی دی، دا غږ يواځې د منظور پښتون د ازادۍ غږ نه دی، بلکې د زرګونو محکومو افغانانو د محکوميت غږ دی، پنجاب له وېرې سره مخامخ ده، د پنجابي ریاست استبداد، زور، زیاتي څخه نړۍ خبره شوه، که بابا په ۱۹۴۸م د بابړې په ميدان کې د خپلې ازادۍ غږ بدرګه کړ او پنجابي ليوني قيوم خان تر شپږو سوو زیات خدايي خدمتګاران په شهادت ورسول، همدارنګه په ډېرو نورو سیمو کې د پاکستان له ايجاد سره سم پنجاب د ظلم او استبداد پالیسي مخ ته وړې او محکوم افغانان په بېلو، بېلو نومونو په شهادت رسوي، تر زندانونو يې وړي او شکنجې ورکوي، په زرګونو افغانان تری تم دي.


پنجاب په محکوم افغانستان کې نړيوالو ترهګرو ته خوندي ځایونه جوړ کړل، چې له يوې خوا افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ يوسي او له بله لوري ترهګر او د پنجاب ترهګر فوځ په ګډه سره د خدای بښلي مبارز ايپي فقير په ټاټوبي کې د ازادۍ لارويان له منځه يوسي، پنجاب به د ازادۍ لارويان د ترهګرو په نوم په شهادت رسول او ترهګرو به هم د پنجاب سامراجي فوځ پاليسي مخ ته وړه، فقط په نومونو او ورديو کې يې توپير و، دلته د وخت جبر او زیاتي زموږ د وجود لویه برخه بېله کړې او دغه بېلتون زموږ د وژل کېدو اصلي لامل دی.

که چېرته لروبر افغانانو مېنې ابادې وې، د جګړې خپسکې پرې حاکمې نه وي، هوسا او بسیا ژوند ولري، بیا خو نو د بېلتون ددغه ژور ټپ درملنه کېږي، بیا خو ددې سوال نه پيدا کېږي، چې افغانان دې د سامراجي فوځ تر استبداد لاندې وي.

چې تاته ګورم په ژړا شم
چې ځان ته ګورم پر ما لا ډېر دي غمونه

لروبر شريکه وينه څوک بېلولی شي، ان په لروبر مو څوک وېشلی شي، تاسو تر موږ ډېر تکړه يئ، چې د پنجاب تر حاکميت لاندې مو بیا هم ریاست ګرېوان ته لاس اچولی او د يو افغان غږ پورته کوئ، له امو تر اباسینه د شريکې وينې د بهېدو پوښتنه کوئ، له نجيبه تر نقيبه مو د حساب لړۍ پيل کړې ده.

ستاسو قوي هوډ او مبارزه به د پنجابي استبداد اخرې شېبې وي، اخر به پنجاب د خپلو کړو ظلمونو پاداش ويني.
په محکوم وطن کې د ظلم په خلاف انقلاب شوی دی، د ايپي فقير په مېنه بیا د ازادۍ سندرې زمزمه کېږي، د بایزيد روښان په ټاټوبي کې بیا د ازادۍ ناوې سینګاريږي، د لوی خوشال بابا په سرای کې بهرام ماتې خوړلې ده او د ازادۍ اتلانو د ازادۍ توغ لوړ کړی دی.

د محکوميت ځنځېرونه په ماتېدو دي، د عدم تشدد روانه مبارزه له ورځې بلې ته غښتلې کېږي، له امو تر اټکه د تاريخي افغانستان هيلې د حقیقت تر درشله رسي، دلته په ازادۍ مینو د خپل محکوميت په خلاف غږ پورته کړی دی.

په ازاد افغانستان کې ولس په سوله پسې راوتی او د سولې د راتلو لپاره يې د اوسپنې څپلۍ په پښو کړې دي، له جګړو او وحشت څخه ستړي د سولې لارويان هر ديار ته درومي او د جګړې ښکېلو لورو ته عذر کوي، چې جنګ د تباهۍ لاره ده، موږ مه تبا کوئ، د سولې کاروان په سره غرمه مزلونه کوي، په لرو بر کې زموږځوان نسل تر رهبرۍ رسېږي او له ستونزو د خلاصون وړاندوینې شته.

د تاريخي لوی افغانستان رامنځ ته کېدل حقيقت ته رسېدلي دي، راتلونکی نسل به په لروبر کې په ځوانو ستړو رهبرانو درود وايي.

 

Categories: پښتون خوځښت,غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: